(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد

[16.Dec.2021 - 19:26]

په 04.12.2021 نېټه مې له لیکوال او سیاستوال ډاکتر عبدالرحمن زماني سره ښه بنډار وکړ. د شاعر، لیکوال او سېاست وال ارواښاد محمد هاشم زماني لیکلي اثار ، چې زه یې په لټه کښې وم، راته ډالۍ کړې مننه او خوښنه ترې کوم. (نصیر ستوری)

ارواښاد محمد هاشم زماني په ١٣٠٨ لمريز (١٩٢٨ ميلادي) کال کې د کونړ دولايت د لمټک په کلي کې د استقلال دچترال د جبهې د فاتح لوی خان غازي ميرزمان خان په کور کې زيږيدلی ؤو

لمړنۍ زده کړې ئي په جومات او کور-کلي کې د وخت دعلماوو نه ترﻻسه کړې، اوشپاړس کلن ؤو چې د خپلی ټولی کورنۍ سره، چې شمير ئې د سلو کسانو نه زيات ؤو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د ظالم شاهي  رژيم لخوا د نورو ډيرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې، ديوه نامعلومه سرنوشت په انتظار ددهمزنګ جهنمي زندان ته واستول شو. نوي ځلمي محمد هاشم زماني  دخپلی ځوانۍ ديارلس کلونه ددهمزنګ د زندان په تورو او نمناکو خونو کې، د خپلې کورنۍ د غړو سره تير کړل. او ددهمزنګ په زندان کې يو ګڼ شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان څرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، ناظر- صفر، فرقه مشر غلام نبي خان ( مشهور په چپه شاخ )، او نورو سره پېژندګلوي وشوه.

 محمدهاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ. د هيواد د لوي مشروطه غوښتونکي، دينی عالم او ملي او سياسي شخصيت، بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، موﻻنا محمد اکرم کاکاخيل په شان علمي شخصيتونو د شاګردۍ وېاړ  ور په برخه شوو

ښاغلي زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړی تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرګ شاهد ؤو

ښاغلي زماني خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي اود زنداني احساس 

په مجموعه کې يي راټول کړيدي

زماني صاحب د خپلی کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات 

ته شړونکی (تبعيد) او

 

 

 

 

١٣٤٣ميلادي کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پوری د٨ کلونو لپاره هلته دشړونکي (تبعيد) ژوند تير کړ

دخدای بښلي زماني ليکل شوي اشعار، مضامين او ادبي ټوټې د وطن په ډېرو ورځپاڼو، مجلو او اونيزونشراتو لکه انيس، هيواد، اصلاح، وړانګه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شويدي

زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کې په قلمي مبارزه بوخت وو او د داؤد خان د جمهوريت ددورې په لويه جرګه کې يي د کونړ د استازي (وکيل) په توګه برخه اخيستی وه

محمدهاشم زماني د ١٩٧٩ميلادي کال په وروستيو شپوورځو کې پېښور ته کډوال شو او هلته يي قلمي مبارزه پيل کړهد جهاد لمړئ چاپ شوی اثر قطبي خرس په انګريزي ژبه هم ژباړل شوی او بيا وروسته د انګريزي ژبې ځينی برخی یې په فرانسوي، ايټالوي او هسپانوي ژبو هم اړول شويدي. زماني د جهاد په دوران کې د هيواد دخپلواکۍ لپاره دهلوځلو په ترڅ کې په بين المللي کنفرانسونو او غونډو کې دګډون لپاره ګڼ شمير باندنيو هيوادونو

 ته سفرونه وکړل

په ١٩٨٧ کال کې د امريکی متحده ايالاتو ته کډوال او د کليفورنيا ايالت د سانفرانسيسکو د بې ايريا په سيمه کې د هيوارډ په ښار کې ميشت شو

د ارواښاد محمد هاشم زماني ځينی اشعار د زنداني احساس، قطبي خرس، سړي خوره بلا  سربېره  د ازادۍ مشال، دازادۍ ارمان، خواره ګلونه،او دسولی زمزمې نومی کتابونو کی راټول او چاپ شويدي

که څه هم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه ددوهمی حملې او مغزو د سکتې له امله د اوږدی مودې په ناروغۍ اخته شوئ وو، او د وجود يوه خوا يې فلج شوی وه، دافغانستان د حالاتو او پيښو سره دژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه. د خورو ګلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعی يې وليکلی او د زنداني خاطراتو په نامه د پښتو نثر کتاب يې چې ٢٨٨ مخونه لري هم چاپ کړ. ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله درلوده چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته وطن ته ستون شي او د خپل ګران هيواد او درديدلو هيوادوالو خدمت ته دوام ورکړي. ددوی يواثر همدا د پوهنی ملي انقلاب نوميږي چې د مرګ تر شپی يې ددغه اثر په دوهم ټوک کار کاوه. په اسلام، هيواد او ولس مين، مبارز- ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د جمعی په مبارکه شپه د غبرګولي د مياشتی په ١٩ ( دجون د مياشتی په لسمه ) نيټه د ٧٦ کلنۍ په عمر دزړه د ناڅاپي حملی له امله لدی فاني نړۍ نه سترګی پټې کړي. جنازه یې په  کونړ کښې په پلرني ادېره  کښې خاورو ته وسپارل شوه. روح دى ښاده وي

-
بېرته شاته