(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورګل ، دانګام او اسمار

[16.Dec.2021 - 19:33]

 

 دانګام ولسوالي

دانګام سېمه  پخوا د اسمار د ولسوالۍ پورې تړلې  وه، د دانګام ولسوالي د کونړ ولایت په شمال ختیځه سیمه کې د خیبر پښتونخوا د دير له سیمې سره هم  پوله لري. د دانګام سړک د بنشي سیمې ته د داؤد خان د جمهوریت په اخري کال وغځېد او هلته يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه. دا سیمه د دیر درې له شاهي سیمې سره نښتې ده. د ځايي خلکو په قول، پاکستان څلور کیلومتره له کرښې دېخوا دننه د بنشۍ په سیمه کې د افغانستان خوا ته راوښتى دى او دلته یې تاڼې جوړې کړي دي او د دانګام  د انارو سر او د بخدي سر چې مخکې پکې د مولوي خالص دتنظيم مرکز و، نیولي دي.

په دې ولسوالي کې مشواڼي، سالارزي، او څو کورنۍ وردګ، ماموند او سیدان هم اوسېږي. دا ولسوالي په اتو ونډونو تقسیم شوې ده.

1. بیداد ونډ (دیګان، مشواڼي او سالارزي)

2. دانګام ونډ (سالارزي اوسيدان)

3. ګوریګا ونډ (سالارزي، ماموند او مشواڼي)

4. کارکوړ ونډ (سالارزي)

5. لر سور کمر ونډ (مشواڼي)

6. زوړ برول (مشواڼي)

7. قاسم ونډ (مشواڼي)

هغه لار چې د دانګام له مرکزد بنشي په لور ځي، د قاسم لارې په نامه هم یادېږي. د قاسم په سیمه کې یو سرحدي ټولى او هم د ډېرکۍ په سیمه د افغانستان سرحدي ټولى اوس هم شته دي. کله چې په ۲۰۱۵م کال کې د طالبانو په مقابل کې د دانګام په ولسوالۍ کې ملي پاڅون وشو؛ نو سخته نښته د ولسي خلکو او طالبانو تر منځ وشوه. ولسي خلک مجبوره شول چې د سیاڼ، کارکوړ او لر سورکمر سیمې پرېږدی؛ نو طالبانو د ولسي خلکو کورونه وسوځول. په دې جګړه کې افغاني او پاکستاني طالبانو ته هم ډېره سخته مرګ ژوبله اوښتي وه. د دې پاڅون مشري په دغه سیمه کې حاجي خانجان، ملک نورکریم او موزمین کوله. حاجي خانجان د فروري په ۲۷مه ۲۰۱۶م کال کې په یو ځانمرګي بريد کې د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې له یولسو نورو کسانو سره ووژل شو. په دغه ځانمرګي حمله کې څلوېښت کسه نور ملکي خلک زخميان شول. دا پېښه د کونړ د ولایت مخې ته وشوه چې د مرورې ولسوالۍ د حصارې کلي د محمد عظیم درې زامن چې د لارې پر سر يې چپس او شربت خرڅول ووژل شول. حاجي نورکریم هم په ځانګړې حمله کې چې ماین ورته ښخ شوی و زخمي شو.

د باجوړ په جګړه کې هم ولسي لښکر د دانګام له لارې د دیر د سیمي ډېره کۍ او جبې کلي ته رسېدلی و، چې بیا د پاکستان د الوتکو له خوا ډېره سخته بمبارۍ په دوی وشوه او زیاته مرګ ژوبله یې افغاني لښکر ته واړوله.

د نورګل ولسوالي

نورګل ولسوالي پخوا علاقداري وه او په څوکۍ ولسوالۍ پورې تړلې وه؛ خو په ۱۳۶۷ هجري شمسي کې یانې د ډاکتر نجیب الله د رژیم په وخت کې چې ټولې علاقدارۍ ګانې ولسوالۍ شوې نو نورګل هم مستقله ولسوالي شوه. اوس د کونړ ولایت اداري واحد دی. د نورګل ولسوالي د کونړ سیند په شمالي برخه کې پرته ده، چې له ختیځ اړخه له څوکۍ ولسوالۍ سره او له لوېديځ اړخه د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ سره نښتې ده. د شمال له خوا د نورګل ولسوالي له دره نور سره نښتې ده او د ننګرهار له اړخه نورګل د کونړ ولایت لومړنۍ ولسوالي ده.

نورګل ولسوالي څلور ونډه لري:

1. د شوماش، ارېت، مامل ګل او شولیت کلي یو ونډ دی او خلک یې په پشه يي ژبه خبرې کوي.

a. د شوماش کلی د برچم او کوز چم په کليو تقسیم شوى دى.

b. د ارېت کلی هم په برچم، کوز چم او کنده په کليو تقسیم شوی دی.

c. شولیت په سلم بټ، برلي کنده او میزلامه تقسیم شوی دی

2. د غازي آباد ونډ چې ولس يې ټول ساپي دي. د غازي آباد ونډ کې د ودېرو لوی کلی، مسعود، سوېل، د ګوربزو لوی کلی، سولې، چانچي او اورګ کلي شامل دي.

3. د مزار او لودلام دره چی خلک يې ساپي دي د دور کنډک، لودلام، روزي کلا، کرچندو، کربوړۍ، مالي خېل، سنزو، مروره او سیرۍ کلي شامل دي. د مزار درې نوم د مزار بابا له زیارت نه اخيستل شوی چې اوس هم هلته شته دی.

4. د نورګل ونډ چې ولس یې اکثره دیګان او پشه یان دي. د نورګل په ونډ کېبر نورګل، کوز نورګل، توره تېږه، کوز ښار، بر ښار، پټن، بېله (اوسېدونکي یې مومند دي) او د میا کلي شامل دي.

د داؤد خان د رژیم په وخت کې د نورګل نفوس دوه ویشت زره اټکل شوی و او په غیر د مزار درې نه د نورګل زراعتي ځمکه ۱۳ زره جرېبه ده. د دغې ځمکې یوه برخه د کونړ د سیند نه او دوه برخې د مزار درې له رود نه اوبه کېږي. د نورګل په ولسوالۍ کې  پښتو ژبه ویل کېږي یوڅه خلک پکښې پشه یې ژبه هم  وايي.

د نورګل ولسوالۍ کې څوارلس ښوونځي شته دي، څلور لېسې لري، چې دوه يې د هلکانو او دوه د نجونو دي.

د ښوونځيو نومونه عبارت دي له: د نورګل د هلکانو لېسه، د نورګل د نجونو لېسه، د مزار د هلکانو لېسه، د مزار د نجونو لېسه، د پتڼ منځنی ښوونځی، د سنزو لومړنی ښوونځی، د کربوړي لومړنی ښوونځی ، د لودلام لومړنی ښوونځی ، د غازي اباد لومړنی ښوونځی ، د سویل لومړنی ښوونځی ، د اریت لومړنی ښوونځی ، د شوماش لومړنی ښوونځی ، د شولیت لومړنی ښوونځی ، او د تیتک لومړنی ښوونځی. د تیتک سیمه د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل درې پورې مربوط ده خو ښوونځی یې په نورګل ولسوالۍ پورې تړلی دی. همدا رنګه درې رسمي دیني مدرسې د نورګل په کلي، مزار دره او غازي آباد سیمه کې هم د نورګل په ولسوالۍ کې شته دي.

د نورګل په ولسوالۍ کې مشهور مشران او سپین ږیري هم تېر شوي دي

د ارېت په سیمه کې ملک عمر او عبدالله جان،

 د شوماش په سیمه کې ملک ازم الدین او عبدال،

 د غازي اباد په سیمه کې ملا محمدعمر او ملک تېمور،

 د لودلام په سیمه کې ملک احمد خان او سیدال ملک، 

د مزار درې په سیمه کې حکیم اکا، ارسلاخان، سردارخان ملک، شاه محمود خان او حیاوالدین، 

د نورګل په سیمه کې سید کریم خان، وهاب جان، حاجی عبدالرحیم، بازمحمد خان، جلال، جوره باز د بېلې او ګلستان د پټن مشهور ملکان او سپین ږیري وو

پر دې سربېره مشهور دولتي چارواکي لکه عبدالوهاب ساپی پخوانى د عدلیې وزیر، مفتاح الدین ساپي د قبایلو او سرحداتو وزارت مرستیال، جنرال غلام احمد، غلام نبي وستلي د ننګرهار والي او د یولسمې فرقې قوماندان، 

د افغان ملت د ګوند مشر ډګروال شمس الهدا شمس او د یولسمې فرقه قوماندان ډګروال غلام عمر هم د نورګل د ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د ثور د کودتاه نه وروسته مولوي عبدالمتین چی په شوماش مولوي يې هم شهرت درلود، د نورګل په ولسوالۍ کې جهاد پیل کړ چې په ۱۳۵۸ هجري شمسي کال کې د زېړي بابا په سیمه کې شهید شو. د جهاد په کلونو کې قاضي متین، حسن خان او سردار خان د جمعیت اسلامي، او سردار د استاد سیاف د تنظیم مشهور قوماندانان د نورګل په ولسوالۍ کې وو. د تنظیمونو پر قوماندانانو نه سربېره قومي مشرانو هم په جهاد کې خاص رول درلود، چې ملک ازم الدین د شوماش، کاکا ستانه دین د غازي اباد، ملک سکندر د لودلام او مامور عباس د مزار مشهور مشران وو.

د نورګل په ولسوالۍ کې ډېر مشهور زیارتونه هم شته دي. د شولت په سیمه کې د اصحابانو زیارت، په کوز نورګل کې د تور بابا زیارت، بر نورګل کې د میاصاحب او غازي جان بابا زیارتونه، د جبې شهیدان، د موسی بابا زیارت، د تورې تبې یا د زېړي بابا زیارت او د کوړم شهید زیارت.

د کوړم شهید او اصحابانو په زیارتونو کې به د اختر مېلې کېدلې او خلکو هلته سېرلي او مالونه حلالول او نذرانه کول به يې. د خاص کونړ او نورو ولسوالیو نه به هم خلک کوړم شهید سیمې ته د مېلې او نذرانې لپاره ورتلل او حتی دا اصطلاح هم په کونړ کې شته چې (تا دې کوړم شهید ووهي) یعنې په دې به زیاترو ښځو یو بل ته قسم ورکاوه.

(سرچېنه: دکونړ ولایت سېاسي او قومي جوړښت ...مخ

..................

 

 

........................................

د اسمار ولسوالي

اسمار چې پخوا به ورته بر کونړ ويل کېده، د کونړ ولایت یوه ستراتیژیکه سیمه ده او د اسمار په نوم یو کلی پکې هم شته دی، د اسمار 31غرني غونډ هم دلته پروت دی. د سانکۍ غونډۍ پر سر کې عسکرې تهاڼه هم لري. د اسمار ولسوالۍ مرکز د اسمار د کلي او چجي ترمنځ دی. . 

په اسمار کې د مشواڼو او سالارزو لويې قبيلې اوسېږي او د دې ترڅنګ د میاګانو، دیګانو او وردګو کورنې هم شته دي. يو څه  کورونه د ګوجرو او د کاټنې په نوم چې اصلاً کوهستاني دي، خو اوس په سالارزو ځانونه ګډوي، هم شته دی..

د امیر عبدالرحمن تر وخته پورې په اسمار کښې مستقله خاني وه او اخري خان يې حضرت علي خان نومېده، په قوم بهرام خیل سالارزی و، چې بیا د امیر عبدالرحمن له پوځونو سره د جګړې نه وروسته چترال ته کډوال شو. اوس د اسمار د خان کورنۍ په چترال او دیر کې اوسېږي

داسمار ولسوالۍ برېدونه (حدودات) په هغه وخت کې د ختیځ له خوا تر دوکلام، چنارخوړ او د چترال د ارنوۍ سیمې پورې، د لوېديځ اړخه د برڅاګي، وړوکي بچي او د ګړه بنو خوړ پورې، د شمال له اړخه ګوټکو سر او د ګوریګا پورې او د جنوب له اړخه د بنشۍ ترناو، توتیانو کندو، سیمان درې سر او د بچي د سر پورې و.

پخوا د اسمار سیمه څلور ونډه وه: شیګل، اسمار، سین دره او دانګام. اوس دا هر ونډ بېلې بېلې ولسوالي شوې دي او د غازي اباد ولسوالي یې پنځمه ولسوالي او دشلټن  سيمه یې شپږمه ولسوالي شوه

د اسمار31 غرنی غونډ، چې وروسته لوا شوه، 

په ۱۳۵۸ 

لمریز د هجري د اسد په ۵مه د دغې لوا د قوماندان عبدالرؤف خان ساپي په مشرۍ له مجاهدینو سره یوځای شوه او د کونړ والي نظام بېخدا یې هم وواژه. د دې غونډ ټول ټانکونه، توپونه، موټرې او لارۍ، وړې وسلې او نور ټول پوځي تجهیزات یې شیګل ته انتقال کړل. څرنګه چې شیګل سیمه د حکمتیار د اسلامي ګوند په ولکه کې وه، نو هغوى غوښتل چې د اسمار غونډ ټول منصبدار خلع سلا کړي. پدې هکله  د دې غونډ قوماندان عبدالروف خان  او د حکمتېار اسلامي ګوند قوماندان کشمیر خان ترمنځ اختلاف رامنځته شول او قوماندان *عبدالرؤف خان له یو شمېر منصبدارو سره د بچي د لارې د شپې له خوا په جاله پورې وت او درباني د اسلامي جمعیت ګوند سره یو ځای شو؛ خو داسمار د غونډ  ټوله وسله او مهمات د حکمتېار د اسلامي ګوند سره په شیګل کې پاتي شول. (*دلیکوال مرکه د قوماندان عدالروف خان سره).

د جهاد په وختونو کې په اسمار کښې   مشهور مشران او قوماندانان  هم تیرشوی دي؛ لکه حاجي میرزمان، ملا رؤف،  ملک جانخان او د ملی نجات د جبهې مشر ملک زرین، د جمعیت اسلامي قوماندان ملا طورخان، د مولوي خالص داسلامي ګوند قوماندانان حاجي میرزمان او پاچا سنګرمل چې دواړه سره وروڼه وو، د حرکت انقلاب اسلامي ګوند  قوماندان میرعلم خان چې په میرالۍ مشهور وو اود اسلامي محاذ قوماندان ملک 

اجدرخان چې په اجدري مشهور وو.

((سرچېنه: دکونړ ولایت سېاسي او قومي جوړښت ۱۵۸مخ

 

-
بېرته شاته