(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حفیظ الله امین

[05.Jan.2022 - 10:13]

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير حفيظ الله امین مرکه

نيويارک ، 1978 کال دجون پنځمه نيټه

 دانګرزي نه په پښتو ژباړه: ډاکټر اجمل صافي

يادونه: تحت اللفظې ژباړه ناممکن دى، داسې ژباړه شوى چې هدف ترې تر لاسه شي، که بيا هم کومه تيروتنه شوې وي معذرت غواړم ځکه زه په انګريزۍ کې دومره وارده نه يم.

د ژورنالست سوال: ښاغلى حفيظ الله امين، غواړي چې دغربي مطبوعاتو دراپورنو په هکله څرګندونه وکړي چې ستاسې ځوانه کودتاد شوروي په لمسون او مرسته شوې؟

حفيظ الله امين: متاسف يم چې تاسې زموږ انقلاب دکودتا په نامه يادوې. کودتا نه وه بلکه انقلاب وه چې دافغانستان دخلکو په اراده او دافغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند په رهبرۍ شروع شو. دغه انقلاب پلان شوى، سازمان شوى او مخامخ دحکومت سره شروع شو ( يعنى مخامخ دداود حکومت سره جګړه شروع شوه).  دا کودتاه نه وه. زه له تاسو سره هيڅ موافق نه يم چې زموږ انقلاب ته کودتا ووايي. دا يو انقلاب وه. په هيڅ صورت دشوروي لخوا زموږ سره په دى انقلاب کې مرسته او ملاټړ نه دى شوى. دانقلاب موږ دافغانستا دخلکو او دافغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند چې انقلاب يې پلان کړى او سازمان کړى وه، په ملاتړ کړى..

ژورنالست زياتوي: حفيظ الله امين په نيويارک کې په ملل متحد کې وويل چې په افغانستان کې دخلق دموکراتيک ګوند لخوا واک نيونه کودتا نه بلکه انقلاب دى. دحفيظ امين پنځه اونۍ زوړ حکومت دټولو هيوادنو سره په شمول ذامريکا دوستانه روابط غواړي.

 

دژباړن لنډه تبصره :روسانو واقعآ دخلقيانو په انقلاب کې لاس لره؟ دوهمه تبصره مې دانقلاب او کودتا په هکله دى.

ډيرو مفرضو ليکولانو دخپل اډيالوژيکي تضاد او دملت دغولولو په خاطر او يا دخپلو خارجي حاميانو دخوشحالۍ په خاطر بې بنسټه کوښښ کړى چې دثور په انقلاب کې روسان دخيل وښيي. نن ټولو ته معلومه دى چې دثور انقلاب دشهيد امين په مستقيمه قومنده او دخلقيانو په بيسارې سرښندنه تر سره شو. داداسې انقلاب وه چې خلفيانو دخپلو سرونو دنذرانې په په بدل کې وګټه حال داچې پرچميانو ته مسکو او اشرارو ته واشنګټن دواک واګۍ ډالۍ کړه. داداسې انقلاب وه چې نه پرې برژنف او نه کارتر خبر وه، نه پکې يوروبل او نه يوډالر مصرف شوى وه. نن امريکايي ليکوال سليګ هرسن هم په دغه واقعت اعتراف کوي. نن خپله غربيان په (( دافغانستان جګړې نړۍ ته تغير ورکړ) فلم کې اعتراف کوي چې روسانو حتى دخلقيانو په انقلاب خفه او غوصه وه او اماده نه وه چې دخلقيانو انقلاب په رسميت وپېژني خو دنړيوال سوسالستي پيوستون له شرمه يې دخلقيانو دولت په رسمت وپيژند)). سليګ هريسن لاوايي: (( د امين دانقلاب په قومانده کې دادستور هم شامل وه چې موضوع دې دروسانو نه جدآ پټه وساتل شي)). داچې ګلابزوى(( دمامد)) او جنرال رفيع د (( نيروز)) په نامه د ک.ج.ب اجنټان وه روسان يې دامين له دستوره خبر کړې وه.

 

کودتا: يو سري، چټک او قاطع نظامي عمل وي چې پلان يې مخکې دډيرو کمو او ځانګړو کسانو له خوا جوړيږي، په نظامي کودتاګانو کې هيڅکله ډير خلک ګډون نه کوي بلکې کودتاګاني دکوچنينو ډلو لخوا سرته رسيږي او بيا خپل پروګرام اعلانوي. ديو اقلت لخوا ديو حکومت دچپه کولو لپاره او يا ديو سياسي رژيم د منځه وړلو لپاره يوه توطئه دى . دحاکمي طبقې يو معين ګروپ دى چې په نه پخلاکېدونکي طبقاقظي جامعه کې بل حاکم ګروپ خلع قدرت کوي او قدرت په خپل لاس کې اخلي . کودتاه هيڅکله پرګنيز بنسټ نه لري. کودتاه په استثماري جامعه کې دخلکو دپراخو پرګنو او دانقلابي جنبشونو دغولو پاره لپاره ترسره کيږي، هغه په دې خاطر چې حاکم سيستم ، موجوده اجتماعي، سياسي اقتصادي يعنى توليدي مناسبات په خپل حال کې وساتې او دهغوى ژوند ته دوام ورکړي چى ښکاره متالو نه يې په افغانستان کې دداودخان کودتا او په پاکستان کې دجنرال ضيا الحق او مشرف کوتاګاني کيداى شي. بل دانقلاب ضد کودتا ګاني دي: دهغو کودتاګانو هدف دادى چې مترقي سياسي-اجتماعي سيستم ړنګ کړي او پرځاى يو مرتجع او پر شا تلونکى نظام حاکم کړي چې څرګنده مثالونه يې په افغانستان کې دجمعت سره په تفاهم کې دکارملي پرچميانو لخوا په نجيب الله او يا په چيله کې دپينوچت لخوا په سلوادور الندې کودتاګاني دي

 

انقلاب

زه خپله دانقلاب په هکله تبصره نه کوم، دتله فقط دشهيد امين دانقلاب علمي تعريف دهغه داثر نه نقل قول کووم.

انقلاب د ټولنې په ژوندانه کې يو کيفي او بنيادي تحول دى. هر انفلاب دخلکو دسترو پرګنو په ژوندانه کې ديو ناڅاپه او شديد تحول معنى لري. په فلسفه کې دانقلاب مفهوم په اجتماعي ژوند کى دټوپ په شان کيفي تغيرات افاده کوي چې دټولنې په تکامل کې انقلاب تر ټولو  لومړى په اجتماعي سيستم کې دکيفي تغيراتو معنى لري. دټولنې په علمي پيژندنه کې انقلاب دزاړه او وراسته نظام ړنګيدل او پرځاى يې دنوي او مترقي نظام منځ ته راتلو معنى لري. انقلاب مسلمآ داسې چټک او داسې ژور تعليم ورکوي چې دسياسي تکامل په سوله اميزه دورو کې دتصور وړنه ښکاري. او هغه څه چې اهميت لري دادى چې انقلاب نه يواځې لارښونکو بلکه خلکو ته هم تعليم ور کوي.

 

دانقلاب او کوتاه ګانو تفاوتونه

په انقلاب کې ديو ګروب نه بل ګروپ ته نه بلکي ديو طبقې نه بل طبقې ته سياسي واک انتقاليږي په انقلاب کې ددولتونو ټيبونه دبيخه تغير خوري، ،دتوليد زاړه مناسبات له منځه وړي او نوي مناسبات منځ ته راوړي. داجتماعي افکارومو سسو ته له ريښې تغير ورکوي.انقلاب داجتماعي، سياسي او اقتصادي تضادونو حل په نوي مترقي اجتماعي-اقتصاذي فرميسون يا نظام په برقرارېدو کې ګوري. بې له شکه د1357 کال دثور داومي نيټې پيښې پورتني  ټول خصوصيات درلودل نو فلهذا هغه کودتا نه بلکه انقلاب وه.

( ډاکټر اجمل صافي)

 

ماخذونه

حفيط الله امين، انقلابي لار 1-2 مخونه

محمد عثمان عمر ساپى، دثور وسلوال پاڅون دخلقي ګونديانو هيلې، 471 مخ

حقايق پشت پرده، تهاجم شوروي بر افغانستان، 52-53 مخونه

د افغانستان جګړې نړۍ ته تغير ورکو، مستند فلم

-
بېرته شاته