(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

OIC

[05.Jan.2022 - 10:21]

لیک: اصف ننګ

 

د OIC کنفرانس خلاص سو، د OIC د مخفف په هکله د فلسطینیانو تعبیر دا و  !Oh i see” یعنی  وگورو څه کولی شو! د دې سازمان او نقش په اړه مې پوست کړی و تکراري خبري پرې نلرم

 

د عمران خان د بیانیه په هکله هم بحث نه کوم، دا سړی د تاریخ مطالعه نلري او نه هم د آریا زمین له کلتوري تمدنونو خبر دیپه مرکه کې د مرحوم «حقاني» کورنۍ د افغانستان یو قوم بوليخو د افغان انجونو د تعلیم، د ښځو پر ټولنیز حضور او د فعال نقش په اړه یی زمونږ د وگړو پر «دیني شعور» بېباکانه او بې سوادانه قضاوت د تنقید وړ دی.

 

یوه دوره داسې تیره شوې وه چې په افغانستان کې د انجونو تعلیم او د میرمنو حضور او فعالیتونه نژدي صفر ته رسیدلی وخو کله چې شرایط مهیا شول نو په تیرو دوو لسیزو کې دمعارف له «دیارلس میلیون» څخه شاوخوا «شپژ میلیون» انجوني په تعلیمي او تحصیلي جریان کې شاملې یا فارغې شوې وی، سل زره څه د پاسه ښځینه معلم او استاد لرو،، یعني د «ښار او اطراف» له هر کور یوه انجلۍ په زده کړې بوخت شوې ده(دکورني تعلیم حساب نه کوم)!!

 

تیرو کلونو کې فرصتونه مهیا شوې و، لکه د کریکټ او ورزش په څانگه کې چې زمونږ د ژڼو نبوغ او استعداد جهاني سو، لکه د افغان روبوترانو «دهراتي انجونو» ابتکار او لکه سلگونه نور خلاقیتونه او پرمختگونهکه شرایط مهیا وي او دوام وکړي د افغانانو د ترقي قافله به ډیره ډیره وځلیږي بیا به دا ملت سوالگر او محتاج نه بلکي سخي او متکي وي!!

 

 خان صیب!! 

که زمونږ تاریخ لولې نو دلته لدې خاوري د ابریشم پر لار د نړۍ د تمدنونو او کاروبار تر ټولو سترې قافلې تیریدلې اروپا او آسیا په همدغه «څلورلارې» سره وصلیدل، دلته تر اسلام مخکي د بودایی مذهب تر ټولو مهذبه تمدن څو څو پېړۍ بشریت ته تعلیمات رسول، د اسلامي دعوت کاروانونه به چین، سند او هند ته زمونږ له خاورې پنډه تړله، ابو مسلم خراسانی، د طبابت موسس ابن سینا او ابو نصر فارابي د افغان میرمنو په غیږ کې روزل شوېد غزنویانو او درانیانو فتوحات ستاسو پر سینه تیریدلد غوریانو کیسه خو له خپل مزایل وپښته!! 

 

ستونزه د افغاني شعور نده د بدو حالاتو او تجاوزاتو ستونزه ده چې له مداره یې غورځولې یو، پرون ستاسو پر یوې متعلمې «ملالی» د برید په ماتم کې زمونږ دیرش میلیون وگړو اعتراض درلود هماغه زمونږ د ملت اصلي عنوان ده، نن یو خاص حالت راغلی، منم چې په عسکري فرمان د میلیوني تعلیم یوه برخه درول شوې، شاید دوامداره هم نه وی، دغه موقته تعطیلي د افغان شعور آدرس نده، مکتب ته قفل اچول کیژي خو ذهن او شعور ته قفل نه اچول کیژي …. په متحول افغانستان کې به تعلیم، هنرونه، کسب او کمال خامخا همداسي میلیوني پاته کیژي،!!

 

د «رغنده بدلون»، پرمختگ او «مثبت تحول» ټول څراغونه دلته نشي بندیدلی!! تاریخي سیالان به مو آرزو کوي چې د افغان بچي د روزني لپاره یوه مور بې سواده کړي مگر پدي غیر سرحدي زمانه کې داسې شعور او داسې استعمار نه چلیژي

 

چوهدري صیب

دا د وخت وخت خبره دهگیله هم نه ده پکار، د خپل کور له ساده بچو به څه گیله وکړوتشویش ځکه پکار نده چې اوس خو مونږ په یوه خاکي او بند وطن کې را حصار نه  یو، اوس خو مونږ په بلاحدوده نړۍ کې اوسیږوهغه نړۍ چې علم یواځې په صنفونو کې نه بلکې له دریچو او دروازو د هر چا کور ته راروان دی، دتکنولوژۍ زمانه ده، نن د هر افغان په جېب کې «جام جهانما» پروت دی!!

-
بېرته شاته