(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صادق ژړک صیب

[05.Jan.2022 - 10:25]

یاد ګېرنه . ژړک صاحب ناروغه دی . خداې دې ورته روغتیا نصیب کړي . ژړک صاحب باندې یوه لنډه شان خاکه ما لیکلی وه . دغه غمژن دسمبر کې د ژړک صاحب د شوخ ژوند څو اړخونه اوګورې . ژړک صاحب د ژوند سړی دی 

 

صادق ژړک صېب پل دې بختور شه

————————————————————

 

کال دوه زره شپږ به ؤ ، د کابل په ښار کښې د مشر اجمل خټک د يوې اتيايمې زوکړې سيمنار ؤ .سيف الرحمان سليم ، سليم راز ، ډاکټر خورشيد عالم ، اباسين

يوسفزے ، ډاکټر راج ولي شاه خټک ، ياسين اقبال او بلا نور ډېر شاعران او اديبان په دغه سيمنار کښې ګډون درلود .د سيمنار په دويمه ورځ چې کله ډاکټر خورشېد عالم صېب ته په خټک صېب د وينا کولو اويئلي شو نو ډاکټر صېب د خټک صېب سره د تیر شوي ژوند خاطرات اورول شروع کړو ، په رشتيا چې يو خو د خورشېد صېب د خاطرو بيانولو اندازه دومره زړه راښکونکے ؤ چې سړي زړه به يې نرے کړو او بل د خټک صېب خاطرې هم داسې خوږې او ويرجنې وې چې غريو به اونيووو ..دغه محفل کښې يو غټ پټ سړے ناست ؤ ما چې کتل نو سړي دواړه لاسونه په مخ اېښودي دي او په چغو چغو ژاړي .دغه اوښکې او ژړا د دغه سړي د  خټک صېب سره او بيا په تېره د باچا خان بابا د قافلې سره د عقيدت ، مينې او کمټمنټ ثبوت ؤ .دغه سړے د شالکوټ صادق ژړک ؤ .

ډېر وخت ورستو بيا چې يو ځل په ليکوال کښې يې د پارټۍ نه ګيلو مانو يو ليک مخې ته راغے نو ماته ژړک صېب راياد شو .تسنيم صېب خبره چې زه خو هم ښارښتي وومه نو ما بشر صېب ته فون اوکړو چې زه د دغه مضمون جواب ليکل غواړم .که تاسو يې چآپ کولې شې او بيا دغه شان د ژړک صېب سره غزل جواب غزل د مضمونونو سلسله پيل کړه ..

خو ملاقات مو نه ؤ شوې 

يو ورځ چې زه پېښور پوهنتون ته لاړمه نو ملګري شاهنواز راته وې يه هلکه دلته د کوټې نه يو سکالر راغلې دے بلا کتابونه ورسره وي نو راځه چې هغه سره ميلاو شو .دغه وخت ژړک صېب د پي ايچ ډي د پاره پېښور پوهنتون ته راغلې ؤ 

او داسې د ژړک صېب سره دغه تعلق لا نژدے شو 

يو وارې ژړک صېب سره د خپل فوج ظفر سره ايبټ اباد ته راغلې ؤ دغه وخت يې تازه تازه د همايون هما سره په مردان کښې دريم عالمي جنګ کړې ؤ موډ يې ډېر ښه نه ؤ 

مونږ په چکر ايوبيه ته لاړو په ايوبيه کښې د چئير لفټ والا سره مو تازه جنک پيل شو 

لفټ والا خبره غلطه په دې وه چې ژړک صېب ته يې وې ته به په چئير لفټ کښې يوازې ځې خو کرايه به د دووه کسانو ورکوې 

ژړک صېب په خپل جلالي انداز کښې هغه ته په مخصوصه قندهارې لهجه کښې په  اردو کښې وې 

 

ام اس پنجابی استعمار  کو نہیں مانتا ، ایک بندے کی جگہ دو بندوں کا کرایہ کیوں دوں

بحرحال د کامياب مزاکراتو نه پس مونږ پاس اوختو و ...

ژړک صېب بلا خوږ سړے دے

د يارانو يار ډېر زر خفا کېږي او د هغې نه هم زر خوشالېږي .

د کتابونو لېونے دے .کتابونه چاپ کول او بيا يو يو کس ته کتاب رسول يې محبوبه مشغله ده 

زمونږ په رنګ " پي مخو " سره خوشاله وي .په پښتو کښې پي ايچ ډي دے .

علي اکبر سيال صېب يې د خوښې شاعر دے .

خوراک لږ لږ کوي خو د فرينګيانو غوندې زر زر يې کوي 

نوم يې صادق دے .ژړک يې تخلص دے 

مونږ به خو "ژړک" ټکے سم نه شو وئيلې نو مونږ به د لهجې د مجبورې له کبله به " ژ" په ج واړاوله .او ژړک نه به مو جړک جوړ کړو 

دغه باندې به هغه مسکے شو اويو قندهاري کنځلو سره به وې 

پېښورو! خپل ژبه هم نه درځي مړه ژړک نه شې وئيلې نو بيا " زرک" وائې .

ژړک صېب نه ستړي کېږي البته پېښور کښې چې د وزن کمولو کوشش کوو نو افسر الملک افغان سره به يې واک کولو دغه واک هغه ډېر په اهتمام شروع کړې ؤ خو د واک نه پس به افسر او مشر په شريکه دوه دړې کباب خوړل ورسره دوه منګوټي چټني ....

دغه وجه وه چې واک درې ورځې پس بند شو .کاکا يې په پېښور کښې نازبين هم ؤ او راز دار هم ..کاکا او امن سره دغه ټرایکا ډېره خوندوره وه ..امن صېب راته د مشر د غصه کولو چل راښودو . وې بس ته ورته اوايا چې پښتو کښې د قلندر صېب نه نه مخکې چا افسانه ليکلې ده او نه اوس څوک د دغه معيار افسانه ليکلې شي .

او بيا به چې مو کنځلو ته زړه اوشو نو دغه بحث به مو پيل کړو 

ژړک صېب سوچه کلک باچا خانے دے په ټولو باچا خانيانو باندې ناز اوړي که څه هم مونږ ته به د پارټۍ بد وائي خو که چرته دريم ګړي سړي بده خبره اوکړه نو دې به ورته مرۍ ته دانګي يو ځل د شاهنواز سره چارسده ته تلې ؤ دا هغه ورځې وې چې بي بي تازه تازه نوې پارټۍ جوړه کړې وه ، ژړک صېب چې د چارسدې نه واپس راتلو نو په لاره کښې يو هلک يونيورسټۍ ته تګ د پاره د ګاډي انتظار کوو . ژړک صېب خو ډېر زړه سواند هم دے نو هلک ته يې ګاډی ودروو او هلک ګاډي کښې سپور شو ،سفر په دوران کښې ژړک صېب اے اين پي په سياست تنقيدي نظر وړاندې کوو ، شاهنواز ورسره اختلاف روان ؤ اچانک دغه هلک بحث کښې برخه واغسته ، او مقبول عام الزام يې اولګوو چې " اے اين پي خو پښتانه خرڅ کړي دي . ژړک صېب موډ سخت خراب شو ، هلک يې ښه سپک سپور کړو او ګاډۍ يې ودرو وې مونږ د يونيورسټۍ په لاره نه ځو ! د هلک د کوزيدو نه پس ژړک صېب درې څلور کنځلې اوفرمايلې او دا يې اوې هلک زمونږ خو پارټي ده هر څه هر څه به وايو ستا پکښې لا څه کار شو !!!  ، واړه واړه جنګونه کوي ..مشاعرو کښې په شعر وئيلو باندې په داد سخت خفا کېږي او بيا په مخصوصه لهجه کښې وائي 

مړه په شعر ځان پوهه کړې هسې چکچکې مه وهې ...

ژړک صېب نن د لورلائي پوهنتو ن د پښتو څانګې مشر شو مبارک او هم برکت او ما او شاهنواز له د واسکټ کپړا هم ...

-
بېرته شاته