(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپېره کډواله

[05.Jan.2022 - 10:34]

سپېره مهاجره!

لیک: ډاکټر ساپی زړور حمیدالله

نن د ډسمبر اته لسمه د مهاجرینو (کډوالو) =ایمګرانتث د نړیوالې ورځې سره نومول شوې ده. ماته هم له ۱۹۹۲ د کابل اڼډوخړ نه جلال آباد ته او بیا له ۱۹۹۷ تر ۲۰۱۰ په پیښور کښې د کور دڼنه مهاجرت وختونه رایاد شول (تر پیښوره ځکه د کور دڼنه وایم څې مونږ خو ېې خپل نیم زړه ګڼو ..).بیا هم یو-دوه خاطرې تاسو سره شریکوم:

کله چې په ۱۹۹۶ پای کې طالبان جلال اباد ته داخل شول په اوله ورځ ېې د نجونو په ښوونځیو بندیز ولګاوه ؛او د ڼنګرهار د منځنیو طبي انستیتوت کې چې زه استاد وم ،ځينې شاګردان مو طالب شول! او پر استادانو ېې ښي اوچپ ټاپې ولګولې ،نو د ځينو دوستانو او خیښانو په مصلحت مو بار و بستر لپاره یوه قاچاقي پیکپه پیدا او یو خیښ مو پیښور کې یو کرايي کواټرئ پیدا کولو لپاره موءظف کړ.

خپله دماشومانو او یو ماما زوی سره د تورخم په خوا وخوځیدوو، له زنځیر نه تیریدو وخت کې یو څو تنکي ځوانان چې له خبرو ېې ښکارېدل شینواري،اپریدي یا د پاړه چنار والا ملیشه ول ودرولو؛

-شابه کابلیه! لمبر ولیکه!

-د څه شي نمبر؟ ..

-پیسې راوباسه !. کالدارې!!

-زه خو کلدارې نلرم. او دا نور ټول خلک خو همداسې روان دي! مونږ هم پښتانه یو. ته هم پښتو واېې ې..

-ډیرې خبرې مه کوه!. پښتانه هاغسې د اوښانو پر لاره ځي! په دې باډر(بورډر=سرحد) یا د پساپوټ والا تیریګي یا به پیسې ورکوې!!

هاغه د ماما زوی مې چې پخوا په دې لار راغلی و،بلد و، د پینځو پاکستانۍ روپیو لوټ ېې ورته لاس کې کیښود او سترګک ېې وواهه. ایله ېې پرېښودو ..(بیا چې هر وخت تلم راتلم یو څو کلدارو مردارو لوټ به مې جیب کې ایښودل!!)

بیا تر پیښوره هر چک-پوسټ (پاټهک!) کې لکه لڼډی کوتل (لواړګی)؛ میچنۍ، علي مسجد، جم ،خیبر ګیټ (ور) او کارخانو کې ملیشو او پولیسانو همدا شناختي کاټ (پیژندپاڼه =تذکره =آی ډي کارت) پوښتنه کوله او چا به چې نه درلود یا به ېې پیسې بر آلا اخیستې او یا ېې له موټره کوزوهء او تهاڼې او چهوڼۍ ته بیوهء ... ؛

خیر پیښور ته ورسیدو. دا چې تیرو څو کلونو کې هلته پر ما څه تیر شوي ،هر ځلي به چې له کورنه تر بازاره یا د ښار بلې څڼډې ته تللو په هر ځای کې د پولیس والاوو دا غږ به ډیر بد لګیدهء:- اې!(سپیره مهاجره !) ودریږه! .. او یا به دګوتې په اشاره -دلته راشه!

 کوم ځای نه راغلې او چرته ځې؟ کاټ راکه!. ... لاسونه پورته که.. یو تالاشي کوم. ... په پای کې به ېې ویلې :"ځه مړه ! سپیره مهاجره! یو د چایو پیسې خو راکړه!"...

بیا وروستو کې یو افغان راته کیسه کوله چې:" دې پاکستانیانو ته جناح مامد الي وصیت کړی چې هر څوک پاکستان ته ډکو جیبونو سره راځي، نو تاسو به ېې جیبونه تشوئ او له پاکستانه به تش جیبونه لیږئ!!!".

قصې خو ډېرې دي ، خو یو ځلي د هنګو کوهاټ له لیارې ټل او خوست ته تللم ، سپینې ممو تهاڼې سره نژدې څلور پولیسانو یو بل ته پاس کړلم او بالاخره ېې ۵۰۰ مردارې رانه واخیستې .

همدا رنګه کله چې کرزی کابل کې پاچا شو ، د حیاتاباد چوک تهاڼې سره یو حوالدار او یو منصبدار پولیس رانه د پاسپورټ پوښتنه وکړه ما ویل ، زه دا لس کاله ماشومانو سره مې همدلته تاج آباد کې اوسیږم ،یو موقتي شناختی پاس مې درلوده ،وايي نه ؛هاغه ېې ایسته ګوذار کړ ، او بیا ېې ۲۰۰۰ مردارې رانه واخیستې!!. او لکه د چرسي سرو سترګو سره راته وايي :'' مشرف ساب امر کړی چې هره روځ شل افغانان (سپیره مهاجر!!!) له طورخمه اخوا واړوئ !" .

ما ویل- زه خپله روان یم، مګر ستا سپیتانه او دا ظلم به مې نه هیریږي . پښتون هم ېې؟!.

وايي" ته خو مړه ډېر ګریږې ؟ که اوس دې پاس ډي آی جي له بوزم بیا په ۵۰۰۰ هم نه خلاصېږې!!!!!.

... نو دا وې زما یو څو خاطرې. البته دا هم باید یادونه وکړم چې د پیښور ځايي خلک (عوام..) له افغانانو سره ښه رویه او سلوک کاووء

او دا چې ماشومانو په کښې سکولونه وييلې او یو څه په امن کې وو ، غنیمت و. خو زور د خارج د اسعارو وو چې خواخوږو دوستانو له یوروپ نه رالیږلې او مونږ مصرفولې ؛خو افسوس دا چې بیا هم مونږ (سپېرهء مهاجر وو!!) .

-
بېرته شاته