(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جمهور ريس

[05.Jan.2022 - 10:36]

حامد کرزی: پدې مونږ ډېورنډ نه منو، چې هغه زمونږ خاوره ده. انګرېز راڅخه قبضه کړه، انګرېز چې ولاړل ده ته یې په میراث پرېښوده. قبضه شوې ځمکه پدې مانا نه ده، چې بالا زما نه ده، زما ده، خو بل پر ناست دی. د ډېورنډ منل دا مانا ، چې هغه مې دروبخښله او دا مې دروبخښله. پدې باب باید افغانستان ښکاره او واضح موقف ولري.

پاکستان ته مو دا ویلي دي، چې افغانانو د ډېورنډ په سر تاسې سره  هېڅکله جګړه نه ده کړې، جنګ یې هم نه دی کړی

د ډېورنډ نه منل دا پدې مانا نه ده، چې دوستي نه درسره کوو، ډېره دوستي درسره کوو، ډېره انډېوالي درسره کوو. که ډېورند دې هم وو، همسایه یې او که اټک دې  وو هم همسایه یې ، هلته هم همسایه یې د اټک پر اخوا، خو بالاخره سره همسایه ګان یو

كه اوس په ډېورنډ کښې ته وا، په اټک کښې هم درسره همسایه ګان یو، نو اټک مونږ ته راکړه هلته به ډېره ښه همسایه ګي درسره وکړو. دوستې به درسره وکړو.

ملت یې زمونږه خواخوږی ملت دی، باعزته ملت دی، که پنجاب دی او که سند دی.

...........

جمهورریس_حامدکرزی_پیژندنه:

حامدکرزی د عبدالاحد کرزی ځوی په 1957میلادی کال کی زیږیدلی.

کلی یی کرز. ولسوالی یی ډنډ.ولایت قندهار.په قوم پوپل زی.

د حقوق او سیاست ماسټر، د اقتصاد ډاکتر.

تحصلات یی په هندوستان کی کړی.په څلورو ژبو خبری کوی.

موقتی،انتقالی او جمهوری دوری یی تیری کړی.

 

#موقتی_دوره:

(1)__1380/9/14تاریخ  د المان بون کانفرانس جوړ شو چی حامدکرزی پکی د شپږو(6) میاشتو لپاره( موقت پاچا)وټاکل شو.1380/10/1 کی رسماً کیښناستو.

 

#انتقالی_دوره:

(2) __1381/3/29 تاریخ په کابل کی لویه جرګه جوړه شوه.چی حامدکرزی یی د اتلس(18)میاشتو لپاره انقالی پاچا وټاکو.چی یوکال او څلورنیمی میاشتی انتقالی پاچاهی څخه وروسته...جمهوری.

 

#جمهوری_دوره:

(3)__1383/9/17 تاریخ حامد کرزی پنځه(5)کالو لپاره جمهور ریس شو.

1383/7/18 تاریخ انتخابات وشوه.

1383/8/13تاریخ د %55 رایو په اخستلو سره حامد کرزی ګټونکی علان شو.چی په 

1383/8/27 تاریخ رسماً پرتخت کیښناستو.

په 1383/10/4 تاریخ یی خپله کابینه علان کړه. چی 27 وزیران یی درلوده.

 

 دوهم ځل لپاره بیا (کرزی) د 5 کالو لپاره د  رایو په ګټلو سره  جمهورریس وټاکل شو.

 

#حامدکرزی_تاریخی_پیښی:

 

1380/9/14 د بون کانفرانس جوړ شو په المان کی.هدف یی د کرزی موقت ټاکل وه.

 

1380/11/3 تاریخ د توکیو کانفرانس دایر شو. په جاپان کی.هدف یی د افغانستان سره کمک.کول وه.

 

1381/3/29 تاریخ لویه جرګه دایره شوه.هدف یی د کرزی انتقالی مشر ټاکل وه.

 

1382/10/14 تاریخ اساسی قانون لویه جرګه جوړه شوه.چی په(12) فصلونو او (162)مادو تصویب شوه.

 

1383/1/13 تاریخ د برلین کانفرانس وو. هدف یی افغانستان سره کمک کول.

 

1384/6/27 تاریخ پارلمانی انتخابات وشوه.

 

1384/11/11 لندن کانفرانس په انګلستان کی جوړ شو.هدف یی د افغانستان  سره کمک کول وه.چی تر ټولو زیات کمک په همدی کانفرانس کی وشو.

 
-
بېرته شاته