(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر اسرار

[05.Jan.2022 - 11:03]

ډاکټر اسرار اسرار۔۔۔او دوه لیونی

لیک : عمران شیخ 

نن چې په کوم نابغه روزګار شحصیت د لیک کوشش کوم نو یقین اوکړې چې الفاظ رانه خفه خفه ښکاری او ګوتو له مې نه راځی ۔۔ځکه‌ چې شحصیت لوے دے او لفظونه ویریږی چې سنګ به د دې شحصیت لوسثونکو ته د هغه متعلق په‌ تول پوره اوخیژو کنه۔۔

خو بیا هم څه مات ګوډ کوشش کوم۔۔چې د دې نابغه‌ د ژوند څه‌ اړخونه درسره شریک کړم۔دا سړے زه یو پر اسرار شحصیت ګنړم۔۔۔دے په‌ خوې یو ملنګ انسان دے۔۔د‌ انسان نفسیات داسی دی چې څومره زړیږی نو د دنیا حرص ې سیوا کیږی۔۔خو دا سړے چې ورسره د پیسو ګټلو هغه‌ فن موجود ۔۔د څه نه چې خلق د ګهنټو په‌ حساپ لکونه‌ روپې پیدا کوی۔خو دې سړی دغه‌ فن ته خیر اباد ويلی دی۔او ځان‌ له ې یو جدا دنیا جوړه کړې ده۔۔۔چې د‌ فقیرانو دنیا ده۔۔

ساده ژوند۔د نمود او نمایش نه بے نیاز۔په سر سپینه ټوپې۔په اوګه څادر۔۔او عامو خلقو مینځ کښې ناست په نظر راځی۔زما ورسره ډیر لګ ساعت له ملاقات شوې دې۔۔خو په لږ وخت کښې مې ترې ډیر څه زده‌ کړی دی۔۔او داسې راته محسوس شوه چې مونږ یو بل د مودو نه‌ پیژنو۔۔ډیر زیات ې متاثر کړم۔۔چې د هغه سپیځلی شحصیت وجه وه۔۔۔

دا نابغه ډاکټر اسرار اسرار دے۔۔چي پيشه ې ډاکټری ده۔۔او د صحت مخکمه کښې په لویو لویو څوکو پاتې دے۔۔۔بلکه پښتون خوا د صحت ډایریکټر هم پاتې شوې دے۔۔نن صبا د ریټایر منټ ژوند تیروی۔۔که‌ غوښتل ې نو څان له ې کلینک پرانستې شو۔۔خو داسې ې اونکړل بلکه د‌ پښتو د‌ ادب دنیا ې خپل مسکن اوګرځولو او دنیا و ما فیها نه‌ لرې ځان له‌ یو جهان جوړ کړو۔۔

ډاکټر اسرار د پښتو ادب یو لوې نوم دے۔او د دې عهد یو لوے شاعر دے۔۔ډاکټر صیب په پنځلسم دسمبر نولس سوه اته دیرش کښې په هوتی مردان الله داد خیل کښې پیدا شوې دے۔۔د شاعرې مجموعه یې په 1986 کښې د ۔۔ژوند‌ نغمه۔۔په نوم چاپ شوه۔۔۔او په 1994 کښې یې د انشايیو کتاب ۔۔۔تکل په تکل شایع شو۔۔دے د ادبی جریدي ۔۔پاڅون ۔۔مردان نګران هم پاتې دے۔۔ډاکټر صیب د پښتو شاعرې کښې جدت ته مایل ښکاری۔۔ډیرو شاعرانو ترې زدکړې کړی دی۔۔رحمت شاه سايل صیب هم په یو مرکه کښې ویلی دی چې زما استاد ډاکټر اسرار دے۔۔

ډاکټر صیب اوس هم‌ په‌ ادبی دنیا کښې سر ګرم دے۔۔۔او مرکه مردان غړې دې۔۔

تاسو سره یې یو څو شعرونه‌ شریک کول غواړم۔

ع۔۔د ښکلو نه‌ ډیدن غواړی اسرار په سپینه ګیره

اخره زمانه شوله توبې ویستل پکار دی۔۔

ع۔۔که بیا چرته ژوندې شومه‌ کامیاب یم۔

وړومبې ژوندون وو تجربه مي نه وه۔

ع۔۔مړ  د غم په ترخو زهرو یم شهید یم۔

په لخد کښې مې د قبر چینجی نه خوری

ع۔د اسرار په زړه کښې راشی جوړ ته راغلې

چې هوا چرته رالرې کړی د شپې ور

ع۔زه پرې ځکه شم دهوکه سره د عقله۔

په‌ اومه خله‌ قسمونه ډیر پاخه خوری۔

اوس به‌ راشو دوه‌ لیونو له۔۔۔نو دا‌ یو نظم دے چې سایل صیب د ډاکټر صیب او په خپل شحصیت لیکلې دے۔۔

☆☆☆☆☆☆ دوه لیونی ☆☆☆☆☆

ته د جرس شور د ژوندون د قافلې نغمه کړے

زه ې کړم ۔۔لے۔۔دیو قدم د یو اواز سندره

ته د مرام د مسافرو ولولې نغمه کړے

زه ې ګډا زه ې چورلک زه ې انداز سندره

ته د ارمان د لاروو د ژوند قیصې نغمه کړے

زه ې حسرت زه ې سوز زه ې ګداز سندره

ته د مینو د سرو سترګو شوګیرې نغمه کړے

زه ې شوخی د مست نظر د منزل راز سندره

ته د‌ خالاتو د زپلو تلوسې نغمه کړے

زه‌ او ته دواړه شاعران د یو مسلک لیونی

مونږ لیونی په ښایستونو پسې ورک لیونی

ته د ښایست د انقلاب د پسرلو لیونې

زه د وږمو زه د رنګونو او ګلونو مین

ته د نظر په دار د څان د تماشو لیونې

زه د ارمان په دار د فکر د ټالونو مين

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

-
بېرته شاته