(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننواتې

[05.Jan.2022 - 11:08]

پښتونولي او ننواتې

پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی، چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکې د يو لړ صفتونو ټولګه ده، چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب،  بايده دی چې ولری

له پېړیو رااېسي پښتانه خپلې چارې په پښتني دودنو(رسم او رواجونو) سموي.

د پښتني کولتور یو دود ننواتې دی. ننواتې په کولو سره پښتانه  خپلې  غټې غټې شخړې حل کويد پښتنو په بېلابېلو  سيمو کې ننواتي په بېلابېلو بڼو کيږي،  خو په ټولیزه توګه  کله چې سړی ځان پړ(ملامت) ګڼي نو مقابل اړخ ته ننواتې ورځي او بښنه غواړي. د ننواتې منل د پښتنو یو غوره صفت دی او د مړي له بدو هم تیریږي، خو د مړي ننواتې ډېره درنه وي. د يو چا پر ناموس دتيري په شخړه کښې  ننواتې نشته .

په ننواتې کښې زیات پښتانه د ځان سره پسونه هم بیايي او بیا ئې هلته حلالوي.

په درنو شخړو کې  د ځان سره مشرانې  ښځې بیا ئې،  ځکه چې پښتانه د ښځو پړوني ته په درنه سترګه ګوري او خامخا ئې بښنه مني او  ننواتې نه رد کوي، ځکه ننواتې نه منل په پښتني دود کې ډېر ناوړه کار دي .

د پښتنې کولتور ددې ارزښتناک دود سره بهرنېان هم بلد  د ۲۰۱۱ کال دجولاي په مېاشت کښې په خوست ولايت کې د شپږو  شهیدانو کورنیو ته دامریکایي ځواکونوقوماندان  ډګروال ټونر د پسونو سره ننواتې ورغی ، دشهیدانوکورنۍ اود خوست  قومي مشرانویې ننواتي ومنله اوډګرول ټونر ته یې وویل، چې په راتلونکي  کې دې بيا دا ډول کار تر سره نشي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د میاافتخارحسین د زوی، د حاجي غلام احمد بلور د کورنۍ دغړو او دغه راز د عوامي نیشنل ګوند د غړو دقتل پړه ومنله او تیره ورځ دباچاخان مرکز ته ننواتې راغی. دعوامي نیشنل ګوند مشرانو یې ننواتې ومنله.

احترام د ننواتې پښتانه کا

.......

  لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، دکورنیو چارو وزیر په ډاګه  وویل، چې پښتانه سرکاري  اجرتي قاتلانو وژلي دي. نو پښتنو راویښ شئیو شئ او د پښتون ژغورنې قامي غورځنګ (پ ټ اېم) ملا وتړئ،  منظور پشتین سره په نره  ودرېږئ، چې د لکونو  پښتنو د قاتلانو سره حساب کتاب وکړي.

پښتون ته ژوندون غواړو

-
بېرته شاته