(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ اقتصادي

[05.Jan.2022 - 11:27]

وټه ایز (اقتصادي) جوړښت يې

د کونړ ساپي لدې کبله چې د کرنې ځمکې لږې دي د هغې ترڅنگ غواگانې، بزې، گډیان او میښې هم ساتي چې ددغو د غوښو، شودو او نور حاصلاتو څخه گټه اخلي، ددوی دکرنې ځمکې اکثره للمي دي چې اوبه نه ور رسیږي او یا د اوبو رسېدل ورته ناممکنه دي، اکثر بزگران يې په غريبئ کې ژوند تیروي، په تېره بیا هغه بزگران چې دبادارانو ( د ځمکو خاوندانو) ځمکې کري مجبوره او مکلف دي چې د تخم نه پرته (بدون) نورې ټولې ستونزې لکه غویان، د برگزئ ایالات، د ځمکې وهل، کرل، رېبل راټولول او میده کول پخپله غاړه واخلي، تردې چې د ځمکې د خاوند کورته د حاصلاتو وړل هم د برگز په غاړه دي. برگز مجبور دی چې ددې نورو کارونو ترڅنگ د خپل بادار خره، غواگانې او یامیښې هم وساتي. همداراز بزگر خپل بادار ته د غره نه وړیا (مفت ) لرگي راوړي د بزگر ښځه د ځمکې د خاوند د ښځې اوامرو ته باید غاړه کیږدي. لنډه دا چې اکثره خلک يې غریب او نیستمن بزگران دي

 

خوراک:

دوی په خوړو کې اکثره د جوارو، اوربشو او وريجو کار اخلي. څرنگه دوی د بزگرۍ تر څنگ په مالدارۍ هم بوخت (مصروف) دي نو اکثره یې د غواگانو او مېښو د مستو او شړومبو نه هم گټه اخلي او غوړي يې په شتمنو (پیسه دارو) خلکو پلوري.

 

جامې:

دوی اکثره د بزو د وژغڼو نه ځانته مخصوصې جامې جوړوي چې درېشي (کمیس او پتلون) ته ورته دي خو تڼۍ نه لري، ښځې یې تور پړوني او اوږده کمیسونه لري. ددوی پرتوگونه چین داره وي. نارینه یې د خامتا د ټوکر نه هم ځان ته جامې جوړوي او اکثره یو ډول ټوپۍ چې پکول ورته وايي د وړیو نه جوړ شوي وي په سر کوي.

 

میلمه پالنه:

د وټه ایزې (اقتصادي) تنگسۍ او بي وسۍ سره سره ساپي میلمه پاله خلک دي. دوی د مېلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې یو له بل سره سیالي کوي، په دوی کې د میلمنو قدر زیات دی، ددوی په حجرو کې د موسیقۍ الات لکه رباب، سیتار، منگی اور نور هم وي.

 

پښتنې ننگ:

ساپي د قام په ننگ کې غیرتمن خلک دي، دوی د خپل هیواد د ازادلو په خاطر د انگریزي ښکلېلاکگرو سره څو څو ځلې جنگېدلي دي او ډول ډول قرباني یې ورکړې ده، همدا سبب دی چې د کونړ په اولسي ژوند کې د وسلې درلودل او ساتل ډېر اهمیت لري او د ساپو په اړه وايي: ساپو ډېر وژلي دینه د کونړ غلام محمده باډيل ته مه ځه. یو ورځ د یوه ساپي په کور نارینه ماشوم وزېږېد څرنگه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې د نارينه ماشوم تر زېږېدو وروسته د ټوپک ډزې کوي څرنگه چې دغې سړي ټوپک نه درلود نو لاړ ترڅو يو ټوپک پیدا کړي او ډزې وکړي، خو چا خپل ټوپک ورنکړه، کوم وخت چې بیرته خپل کور ته راستون شه نو چا ورته وویل چې راشه زوی دې وگوره کنه کبر به وشي، نو هغه په ځواب ورته وویل چې باید زما زوی د لومړي ځل لپاره زما مخ ونه ویني ځکه زه دومره نامرد د خداي په لویه دنیا کې يو ټوپک هم نلرم چې د زوی د زېږيدو اعلان پرې وکړم نو که هغه زما مخ وگوري نو ښایی چې د هغه څخه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي، ښه به دا وي چې د یو نارینه او باهمته سړي مخ وگوري. ساپی د غیرت او ننگ په ټکي سر او مال ورکوي په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننگي ده، څوک چې د چا په ښځه تورن شي نو د ژوند بیا په مرگ شمېرل کیږي، د چا په کور کې چې څوک مړ شي نو که نیستمن هم ی وي نو هغه مجبوره او مکلف دی چې خیرات وکړي، پدوي کې د خیرات به پرته د مړي ښخول شرم گڼل کیږي، همداراز دوی ملایانو او میاگانو ته د خیرات، صدقې او سرسايې نه هیڅ هم سرغړونه نه کوي. دوی د عُذر او ننواتې په واړندې د ډیرې لوی گناه نه هم تیریږي لنډه دا چې دوی په پښتنې ننگ کې ډېر ټینگ دي.

 

سرچېنې:

ساپيان او د هغوی قبیلوي ویش عبدالمالک کولکوال ساپی

حیات افغانی

د پښتنو قبېبلې

بیا هم ساپیان و پیژني مطیع الله چمبیلی-کابل مجله

معلومات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایت سرحدی کشور

اضلاع، ایجنسي و قبایل ایالات پشتونستان

پښتو او پښتانه په سوېلي پښتونخوا کې

يادونه:

Com.mundigak

-
بېرته شاته