(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګروویک

[05.Jan.2022 - 11:29]

 

One man against the empire.

(Haji Mirza ali khan Ipi Faqir)

د ازاد پښتونستان د نظامی مرکز ګورویګ شمالی وزیرستان څخه به د ستر مشر  مرزا علی خان ایپی فقیر په وینه او دستور مجاهیدونو د انګریزانو په ټیکانو او فوځي قطارونو باندی سختي حملي کولي.

انګریزان مجبوره شول د مداخیلو وزیرو قومي جرګه راو غوښته او ورته یی دهمکې   ورکړه.ترڅو   فقیر ایپی صیب د ګورویک  نه اوباسی.

ملکانو د فقیر ایپی صیب سره اړیکي او نیولي.خو سه نتیجه یی ورنکړه

نو وروستو د دې انګریزانو خپلي لښکري راوغوښتلي.ترڅو فقیر ایپی صیب د ګورویک نه په زور اوباسی. د دې په نتیجه کي انګریزانو په 7 جولائ 1931 کی 26000 فوج. درني وسلي  16 توپخاني او 11 جنګي طیارو په واسطه په دته خیلو کی فوځی اپریشن، جنګي عملیات شورو کړل.

د دی په مقابل کی مولوی وارث شاه.مولوی محمد ظاهر شاه او ملک ګلاب جان په مشری کی په کانړی روغه سیمه کی مورچي جوړي کړي.

کله چی ددانګریزانو فوجیان خړسر سیمې ته راورسیدل نو غاریانو د خپل کمین لاندی راوستل او ناڅاپه حملي پري شورو کړي.نو فوج تر دري ورځو پوري په دې سیمه کې پاتی شو.فوځ ته درنه مرګ ژوبله ووړیده او پرمختلو اراده یی وځنډوله.د انګریزانو د رپورټ له مخې په دی جنګ کی 381 فوځیان ووژل شول او 21 مجاهیدین شهیدان شول.اخیر انګریزانو فیصله اوکړه چی زهریله ګیس استمعال کړی .ترڅو ایپی فقیر ګرفتار کړی. د ګیس یو سکواډرن له پیښوره میران شاه ته راورسیدو او تیاری یی نیولو چی  د فوج په کالم کی ګورویک ته لاړ شی او هلته د فقیر ایپی په خلاف زهریله ګیس استمعال کړی.خو بیا روستو دا منصوبه هم انګریزانو پریښودله ځکه هغوي ویره درلوده که دوی دا کار اوکړی نو په ټوله نړۍ کې به د زهریله ګیس استمعال شورو شی.

د دی په اړه انګریز لیکوال میلین هانر په خپل کتاب One man against the Empire کی لیکلی دی.په دویم جنګ عظیم کی د انګریزانو پر خلاف دوشمنانو کي د فقیر ایپی شخصیت بی مثاله وو.هغه د ډیورنډ کرښې څخه یو میل لری د ګورویک سیمې په تنګو درو او غرونو کي چی هلته تګ ډیر مشکل وو خپل نظامی مرکز جوړ کړی وو.انګریزان د ډیر کوشش سره څخه روستو ناکام شول.او و یی نشو کولی چی ترڅو دا شاهین د هغه ځای څخه اوباسی.

د فقیر ایپی د جهاد فعالیتونه صرف وزیرستان پوری محدود نه وو.بلکه په ټولو قبایلي سیمو کي د غازیانو جدا جدا ګروپونه درلودل او هره ورځ به یی په انګریزانو حملي کولي.د کال 1944 په سر کی د ضلع بنو. ممیش خیلو او خونی زاده په سیمو کي انګریزانو سره سختي خونړي جګړي وکړي.

لیک.ګورویک خان

-
بېرته شاته