(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ابراهېم لودهي

[05.Jan.2022 - 11:36]

ابراهيم   لودهي 

لیک نور اپرېدی

اول د دې نه چې زه د ابراهيم  لودهي د ژوند په حالاتو رڼا واچوم دا ضروري ګڼم چې په لودهي خاندان يو څو خبرې وکړم ـ 

أودهي ټبر چې يو پښتون ټبر ګڼلے شي نه صرف د وينې په مناسبت بلکښې  د ژبې په مناسبت سره هم ـ وٸيلے  کيږي چې د دې خاندان مشر حميد لودهي وو چې د راجا جي پال په زمانه کښې د ملتان  او لغمان جاګيردار وو ـ  دا د 351هـ خواشا خبره ده ـ  دا هم وٸيل کيږي چې کله حميد لودهي د ملتان بادشاه شو نو خپل وراره ٸې پښتونخوا ته په دې غرض راوليږل چې په پښتنو کښې اسلام خور کړي ـ  دا ټبر ځنۍ پوهانو د نومونو په حيث عرب ګڼلے دے چې دا  د دې خلقو ناپوهي ده زمونږ سره ډېر ثبوتونه  دي چې لودهي خاندان پښتون ثابتوي ـ 

د دې خاندان دويم غټ باچا چې مونږ ګڼو هغه بهلول لودهي دے ـ دا تقريباً په 1451ء کښې د دهلي سلطنت مالک وو ـ 

 

کله چې بهلول لودهي وفات کيږي نو  د هغې د جانشينو په مينځ کښې د سلطنت دپاره جنګونه انخښلي  او داسې نظام خان چې روستو  د سلطان سکندر په نوم ٸې  مونږ پيژنو بادشاه کيږي چې د بهلول لودهي  ځوے وو ـ  دا پښتون بادشاه د هندوستان په څه علاقو  باندې د 1489ء نه تر 1517ء پورې حکومت  کوي ـ خو په خوله کښې ٸې دانه راخيژي او د هغې نه اخر مري ـ 

کله چې سکندر لودهي وفات شو نو د هغه په ځامنو  کښې د جانشينۍ دپاره اختلاف پيدا کيږي خو اخر  ابراهيم  لودهي د خپل پلار جانشين منلے شي ـ 

ابراهيم  لودهي په 1517ء کښې  بادشاه کيږي  ـ 

په اوله کښې خو ابراهيم  لودهي يو ډېر ښه بادشاه ثابتيږي او خپلو اميرانو ته لوي لوي انعامونه ورکوي بلکښې  د روه پښتانه هم راغواړي او دوي ته هم انعامونه  ورکوي ـ خو روستو يو يو امير د تيغه تيره وي اول د جلال خان  چې د کالپې جاګيردار وي هغه مړ کړي  ـ بيا ورپسې اعظم همايون اول  د دهلي په جيل کښې قيد کړي ـ   او بيا  د زهرو پياله ورکړي  او مړ شي ـ  د اعظم همايون ځوے فتح خان  د ابراهيم  لودهي خلاف تقريباً څلويښت  زره فوځ  د جنګ دپاره راولي ـ د دواړو ترمينځه يعني د ابراهيم  او د فتح خان ترمينځ  جنګ اوشي په دې جنګ کښې دواړه اړخه پښتانه وي  ـ ډېر پښتانه په دې جنګ کښې دواړه اړخه مړه شي خو اخر ابراهيم  لودهي دا جنګ اوګټي او بس د دغه ځايه د پښتنو د زوال ورځې شروع شي او په پښتنو کښې بې اتفاقي شروع شي ـ دا خبره دې ياده وي چې اعظم همايون يو پښتون سردار يا جاګيردار وي چې د سکندر لودهي سره ٸې ډېر ښه تعلقات وي ـ  د ابراهيم  لودهي خلاف چې نور کوم دوه پښتانه اودريدل او د پښتنو دلاسه تاج او تخت لاړ نو دا دوه اميران يو دولت خان لودهي وو چې يو زورور امير وو او دويم  علاٶالدين عالم خان وو چې هم دې دواړو مغل بادشاه بابر ته په هندوستان باندې د حملې دعوت ورکړو ـ روستو که هر څو دولت خان لودهي  ښپيمانه وو خو بيا اوبه تر ورخه تيرې وې ـ  دا خبره دې ياده وي چې علاٶالدين  عالم شاه د ابراهيم  لودهي تره وو ـ او دا د ابراهيم  لودهي دلاسه در په ديکه وه ـ   دولت خان او علاٶالدين  په دې وجه هم بابر ته دعوت ورکړے وو چې  که چرته ابراهيم  لودهي د بابر دلاسه شکست وخوري نو د هندوستان بادشاهي به مونږ دواړو ته پاتې شي خو داسې اونه شو او بابر د  دې دواړو په مدد اول په آګرې وروختل  او بيا رورو مخکښې  تلل ـ خو دې وخت کښې دولت خان ته د خپلې خطا ښپيماني شوې وه او د مغلو خلاف ٸې فوځ جمع کړو او دا راده ٸې وکړه چې د بابر فوځونه  واپس اوشړي خو دې وخت کښې د دولت خان ځوے دولار خان د خپل پلار خلاف شو او مغل فوځ ٸې د دې قيصې نه خبر کړو  ـ 

بابر دې وخت کښې کابل کښې وي۔  چې دا پته ورته اولګي نو بيا هندوستان ته راشي ـ اول حميد خان ته ماتې ورکړي چې د ابراهيم  لودهي يو امير وي او بيا د پاني پت ميدان ته راوان شي  ـ ابراهيم هم خپل فوځ راوان کړي دغه شان دا دواړه فوځونه  په 30 اپريل 1526ء  کښې يو بل ته مخا مخ شي ـ د دواړو فوځونو ترمينځه ښه سخت جنګ شروع شي خو د قسمت واګۍ د مغلو په لاس کښې وي ـ آخري چې  ابراهيم  لودهي ته پته اولګي  چې مغل فوځ بر شو راباندې نو د ميدان اړخ ته سره د پيځو زرو جنګي سوارو راوان شي  ـ په دې وخت کښې ورته يو امير چې محمود خان نوميده هغه ورته اواٸي چې  زمونږ معامله کمزورۍ ده او ته لاړ شه د ميدان نه ځکه چې ته ژوندے وې نو نوے فوځ به جوړ کړې او د مغلو نه به بيا هندوستان پاک کړې خو دې وخت کښې  چې ابراهيم  لودهي کوم ځواب ورکوي زما په بدن ويښته زيګ کړي ـ دا ورته ځواب ورکوي ـ 

 

او محمود خانه دا ده يو بادشاه دپاره د شرم خبره ده چې هغه دې د جنګ د ميدان نه اوتښتي ـ اوګوره زما ملګرو او زما نيک خواهانو او دوستانو ټولو د شهادت شربت نوش کړو ـ يو دلته په وينو کښې رنګ پروت دے بل هلته په خاورو کښې لړلے تپلے ـ په دې حال کښې زه دا خپل دوستان څنګه پرې ښودے شم ـ اوګوره زما د اس ښپې تر سينې پورې په وينو لړلې دي ـ کوم وخت چې زه بادشاه وم ماپه  خپله مرضۍ حکومت  کولو اوس چې قسمت د مغلو طرفداري اوکړه نو په ژوند کښې زما دپاره کومه خوشحالي پاتې شوه ـ د دې نه خو دا ښه ده چې څه رنګ او چرته زما دا دوستان دي هغه شان زه هم په خاورو وينو کښې لړلے تپلے او د دوي ملګرے شم ـ 

 

داسې ابراهيم  لودهي جنګيږي جنګيږي او په وينو کې څملاستل ـ  د بابر يو امير چې خواجه کلان نوميده هغه د ابراهيم  لودهي نه په مړينه سر پريکړو او بابر ته ٸې پيش کړو ـ  او بابر هم په دغه ځاے کښې دفن کړو ـ 

 

د دې جنګ نه پس د پښتنو دور حکومت  ختميږي او د مغل دور حکومت  شروع کيږي ـ 

 

  د ابراهيم  لودهي د حکومت  د زوال غټه وجه دغه وه چې هغه ټول  پښتانه اميران  ووژل  د دې نه علاوه ٸې زورور اميران د ځان مخالف کړل لکه فتح خان او دولت خان لودهي نو دغه شان بابر ته ميدان خالي پاتې شوه او د پښتنو په مدد ٸې پښتون باچا ته ماتې ورکړه ـ هغه مشران واٸي چې پښتون هميشه د خپل تربور دلاسه تباه وهلے شي ـ  

  د ابراهيم  لودهي نه پس بابر د هندوستان د تخت باچا کيږي خو دا تخت ډېر وخت نه پاتې کيږيزر ورته شير شاه سوري  پيدا کيږي ـ 

 

نور اپريدے

-
بېرته شاته