(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حبېب الله

[05.Jan.2022 - 11:39]

 

د سقاو د زوی ( حبیب الله کلکانی ) د حاکمیت په نهه میاشتنۍ دوره کې په افغانستان کې هیڅ کوم سیاسي مترقي ګوند شتون نه درلود چې په ازاد ډول فعالیت وکړي، 

 

خو یوازې یو سیاسي ګوند د غازي امان الله خان په ملاتړ په ډېر مخفي ډول فعالیت کاوه چه د ازادی خواهان یا ازادی خوښوونکو په نوم یادیده ، 

چې مرام او موخه یې د حبیب الله کلکاني د نظام له منځه وړل او د امان الله خان راتګ ته زمینه برابرول و، خو له بد ه مرغه ډېر ژر د حبیب الله کلکاني پلویانو د نوموړي ګوند مشر ( حبیب الله معلم ) چې د ښوونکي دنده یې ترسره کوله ونیوه ، دخپل مرستیال او هغه جاسوس چه دسقاو زوی ته یی راپور ورکړی و ، دری سره یو ځای دکابل په هوایی ډگر کی اعدام  کړل.

 

د سقاو د زوی ( حبیب الله کلکانی  ) د حکومت له سقوط څخه وروسته د محمد نادر خان د حاکمیت دوره پیل کېږي.

په دغې دوره کې د محمد نادر خان د  حکومت په لړ کې د استقلال او ازادۍ ډېوه په بشپړ ډول له منځه ځي .

دا ځکه چې محمد نادر خان نه کوم سیاسي ګوند ته د فعالیت اجازه ورکوله او نه یې هم د خپل حاکمیت پر ضد بل سیاسي شخصیت زغملای شوای.

په همدې دوره کې افغان روڼ آندو، زده کړیالانو له هېواده بهر او په کور دننه د اختناق، ظلم او استبداد پر ضد ځینې تروریستي کړنې ترسره کړې.

دغو زده کړیالانو نړۍ ته وښودله چې په افغانستان کې د انګلیستان یو ګوډاګی حکومت پر اقتدار دی.

په جرمني کې یو افغان محصل د سید کمال خان په نوم چې اصلا د کابل اوسېدونکی و له خپل یوه ملګري سره دې پرېکړې ته ورسېد، چې په جرمني کې د افغانستان سفیر (سردار محمد عزیز خان) چې د نادر خان ورور او د شهید سردار محمد داوود خان پلار کېده ووژني.

سید کمال خان د سفارت په داخل کې د تفنگچی  په ډزو سردار محمد عزیز خان وواژه او ځان یې د جرمني پولیسو ته تسلیم کړچه څو ورځی وروسته په المان کی دحکومت لخوا د زهرو د پیچکاری سره ووژل سوو.

 

په ایټالیه کې د غازي امان الله خان په مشرۍ اروپا مېشتو افغانانو د یوه سیاسي گوند  د تشکیل پرېکړه وکړه چې وروسته د همدغه ګوند په اړه د محمد نادر شاه یو جاسوس عبدالحسین خان عزیز چې په روم کې د افغانستان سفیر و او  په دغه مجلس کې یې حضور لاره، ټول حال محمد نادر شاه ته ورساوه.

عزیز به د نوموړي سیاسي ګوند د غړو او د ګوند د فعالیت راپور نادر خان ته په منظم ډول رساوه.

دغه راپورونه د دې لامل شول چې نادر خان د یاد ګوند له فعالیتونو څارنه پيل کړه او د ګوند غړي ونه توانېدل چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

څه موده وروسته د ګوند یوه مهم  غړي غلام نبي خان چرخي کابل ته تشریف راوړ ( د عقرب ۱۶/ ۱۳۱۱) خو محمد نادر خان وروسته د ښکار په پلمه ارګ ته بلنه ورکړه، محمد نادر خان په ارګ کې له مسلح سرتېرو سره یوځای د غلام نبي خان چرخي راتګ ته شېبې شمېرلې، خو کله چې غلام نبي خان راورسېد محمد نادر خان ورته پرته له کوم ځنډ وویل چې له افغانستان سره ولئ خیانت کوئ؟

د ۱۳۱۲ل کال د عقرب پر شپاړسمه یانې د غلام نبي خان چرخي له وژل کېدو پوره یو کال وروسته محمد نادر خان د یو هزاره توکمه ځوان په مټ په همغه ځای  په ارگ کې په تفنگچه  ووژل سوو

 

غلام نبي خان چه پوهه سوو چه خبره د ښکار نه ده ،  محمدنادرخان ته یی په بیړه یی ځواب ورکړ چې د افغانستان خلک خاین پېژني، کله چې محمد نادر خان دا غوڅ ځواب واورېد، سرتېرو ته یې امر وکړ چې د ټوپک د میل په مټ یې هډوکی تکه تکه کړی او ویی وژنی ، له شهیدکولو وروسته یې د غلام نبي خان چرخي ټوله کورنۍ چې اوولس غړي کېدل په زندان کې واچول

 

محمد نادر خان د ترقۍ او تمدن اړخ ته د هېواد نږدې کول غوښتل، خو پر ټولو روڼ آندو افغانانو یې باور نه درلود او هغوی یې د غازی امان الله خان پلویان بلل. نو ځکه یې د روڼ آندو پر وړاندې له ډېر تاوتریخوالي څخه ګټه اخېسته.

روڼ آندو هم نادر خان د انګلیس یو استازی باله، په دې برخه کې میر محمد صدیق فرهنګ وايي چې نادر خان د ټولو ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ د سترو قدرتونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې، خو د انګلیستان له هېواد سره یې ځانګړي نژدی روابط لرل.

 

هغه وخت چې د امان الله خان یو راستول شوي لیک ته محمد نادر خان هیڅ ځواب ور نه کړ، او هغه لیک یی په رسنیو کی نشر هم کړ نو ځکه غازي امان الله خان له افغان ولس وغوښتل چې وروسته له دې محمد نادر خان د انګلیس استازی وګڼي او خلک باید همکاري ورسره ونه کړي

 

محمد نادر خان حاضر نه شو چې د امان الله خان د شخصي ملکیتونو د پلورلو اجازه د امان الله خان کورنۍ ته ورکړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې امان الله خان د ایټالیې په هېواد کې په ډېر غربت کې ژوند کاوه

 

کله چې محمد نادر خان د قدرت واګې په لاس کې واخېستې، لومړنی اقدام یې د ا نجونو ښوونځي بندول و، همدا رنګه د کابل د نسوان انجمن یې مسدود کړ، د ارشاد نسوان جریده یې له نشر څخه بنده کړه

د غازی امان الله  خان د دوری اساسی قانون یی لغوه اعلان کړ 

 

همدارنگه کله چه غازی امان الله خان په سویس هیواد کی د سرطان د مریضی په سبب په روغتون کی وفات سوو، محمدظاهر شاه د غازی امان الله خان کورنی ته اجازه ورنکړه چه په کابل کی یی ښخ کړی یوازی یی ورته وویل چه جلال اباد کی یی باید د خپل پلار امیر حبیب الله خان تر څنگ  ښخ کړی

د محمد نادر خان د سلطنت په دوره کې په ټول افغانستان کې د څلورو کلونو په اوږدو کې یوازې څلور زره پنځه سوه یو نوی ( 4591 ) شاګردان او ۱۶۵ښوونکي موجود وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزیر فیض محمد ذکریا اعتراف کړی و چې د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په وروستي کال د هلکانو او  انجونو زده کوونکو شمېر په ټول افغانستان کې درې اتیا زرو ۸۳۰۰۰ ته رسېده

 

د محمد عظیم خان په نامه یو افغان په کابل کې د انګلیستان سفارت ته ننوت ( ۱۳۱۲/ سنبله/ ۱۵پنجشنبه) چې د انګلیستان سفیر ووژني، خو په خپله سفیر د محمد عظیم خان سره د ملاقات غوښتنه رد کړه.

محمد عظیم خان اړ شو چې د سفارت یو انګلیس کار کوونکی مسټر سټینجر او دوه تنه نور چې یو هندي او بل افغان و ، درې واړه په تفنگچه ووژل

محمد عظیم خان د سفارت سرتېرو ته ځان تسلیم کړ د انګلیس سفیر په دې وخت کې نوموړې پېښه په سترګو ولیدله او په لوړ غږ یې وویل: ما ومنله چې دا مرمۍ ما په خپله سینه کې خوړلې دي.

عظیم خان ځواب ورکړ دا عمل مې په دې خاطر ترسره کړ چې د لندن د بهرنیو چارو وزارت پوی شي چې افغانانو نور انګرېزان پېژندلي دي

 

له دې پېښې څخه څو ورځې وروسته محمد عظیم خان هم په کابل کې په داسی حال کی اعدام کړی شوچه د اعدام په صحنه کی د انگلیس سفیر هم شتون درلود

 

د دغو ټولو پېښو انعکاس ملت ډېر ناهیلی کړی و، هماغه و چې یو هزاره توکمه دمکتب شاګرد عبدالخالق،  محمد نادر خان (۱۳۱۲/عقرب/۱۶) په دلکشا ماڼې کې په داسی حال کی د تفنگچی  په ډزو وواژه چه شاگردانو ته د پاچا لخوا ډالی ورکول کیدلی

 

د محمد نادر خان له وژنۍ  وروسته د هغه ورور محمد هاشم خان د صدراعظم په حیث او محمد ظاهر شاه د پاچا ځای ناستې وټاکل شو، 

 

خو د هېواد چارې ټولې د محمد هاشم خان په مټ مخ ته بېول کېدې.

د محمد هاشم خان په اوولس کلنه صدارت دوره کې ، کوم سیاسي ګوند د فعالیت جواز ترلاسه نه کړ او نه هم د رسنیو او بیان ازادۍ ته جواز ور کړی شو، یوه د اختناق او استبداد دوره وه، ترڅو چې 17 کاله وروسته  محمد هاشم خان د شرایطو پر بنسټ د محمد ظاهرشاه لخوا استعفا ته اړ کړ شو او پر ځای یې د هغه ورور سردار شاه محمود خان چې د دفاع وزیر و، د صدرات مقام ترلاسه کړ چې د رسنیو او بیان ازادۍ ته یی چې د  مشروطیت اساسي اصول دي، د پارلمان د تصویب وروسته جواز ورکړ

 

دښاروالیو ټاکنی په آزادانه ډول ، د حکومت د مداخلی پرته ترسره سوی ، لږ وخت وروسته د پارلمان ټاکنی هم په آزادانه توگه د ښاروالیو په واسطه  ترسره سوی ، ولی د پارلمان په اتمه دوره کی شاه محمود خان او حکومت یی دسره استبدادی چلند شروع کړ حکومت په جبر او اکره وغوښتل چه دحکومت طرفدارخلک د پارلمان د اتمی  دوری لپاره غوره کړی چه په پایله کی یی ډیر سیاسی شخصیتونه په زندان کی هم واچول

 زلمی زابلی

-
بېرته شاته