(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ابلیس کیسه

[14.Jan.2022 - 07:57]

د شاعر ،ابليس او فلسفي ترمينځ  بحث

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليک:ارواښاد مفتون

چې قادر مطلق مې ولیکلو نو ابلیس راته په خندا شو ما وې ابلیسه څه پورې خاندې؟

ابلیس: یار تا پورې خاندم.

شاعر: ما پورې ولې خاندې؟

ابلیس: چې خدای قادر مطلق دی نو بیا ما ته بد او سپک ولې وایې؟

شاعر: یار اوړي‌پوړي پریږده، سمه ایغه‌نیغه خبره کوه، دا قتل، شوکه، ډاکه، غلا، غولتیا ستا په لمسه نه‌کیږي څه؟

ابلیس: دېته ته بد وایې؟

شاعر: هو.

ابلیس: تندر، قحط، زلزلې او وبا ته څه وایې؟

شاعر: بد.

ابلیس: که قتل، شوکه، ډاکه او غلا زما په لمسه کیږي، نو تندر، قحط، زلزله او وبا د چا کار دی؟

شاعر: د قدرت.

ابلیس: شپ‌شپ پریږده سمه خبره کوه.

شاعر: ویریږم.

ابلیس: د چا نه؟

شاعر: د جاهل ولس نه، د دوزخ د عذاب نه.

ابلیس: ستا ولس ته د دروغو ضرورت دی که د رښتیاوو؟

شاعر: د دواړو؛ ځکه که د سرطان مریض ته ډاکټر ووایي چې غم مه‌کوه ښه به شې، نو دروغ یې وویل؛ خو بد یې ونه‌کړو.

د زړه مستي د مینې خوند به ورک شي

که یار دروغ مکیز ادا پریږدي

ابلیس: وهم‌ پرست دې ځان خوښ دی که حق پرست؟

شاعر: حق پرست.

ابلیس: جاهل وایي لمر راوختو، لمر پریوتو او د فلکیات عالم وایي چې لمر په‌ خپل ځای ولاړ دی او ځمکه چورلي، د چا خبره منې؟

شاعر: د فلکیات د عالم.

ابلیس:‌ د جاهل ولس رایې او عقیده اکثره غلطه وي او زما په هکله یې هم غلط خیال دی؛ ځکه چې زما خدای او زه د خدای خوښ یم او د انسان ګناه خوښه ده. دې دپاره ماته پسخیږي نو ماته سوځیږي او بد راته وایي او د خپلې ګناه الزام په ما لګوي.

شاعر: ته د خدای څنګه خوښ یې؟

ابلیس: ته پرې نه پوهیږې څه؟

شاعر: نه.

ابلیس: ګوره ادم له رنځ، مرګ، لوږه، تنده، تندر او زلزله شته او ما دپاره نه‌شته رښتیا دي که دروغ؟

شاعر: رښتیا.

 

د رنځ او لوږې ابلیسه! خلاص یې

که ته ادم وی بد به دې حال وو

 

ابلیس: اوس راته وایه چې ته د خدای خوښ یې که زه؟

شاعر: زه.

ابلیس: څنګه؟

شاعر: زه اشرف‌المخلوقات یم.

 

ابلیس: بیا دې اکوبکو شروع کړل که ډاروین واوریدل، نو جاهل به ورته ښکارې.

شاعر: زه ضمیر لرم او د ضمیر خاوند یم.

ابلیس: خبرې غلې کاوه، هسې نه چېرته فرایډ یې واوري، ګنې بې‌ وقوف درته وایي.

شاعر:ـ  په کایناتو کې زما ځمکه لویه درجه لري.

ابلیس: چُوپ شه که سرجیمز واوریدل نو در پورې به وخاندي.

شاعر: ولې؟

ابلیس: ځکه چې د ډاروین په خیال کې د انسان نیا، نیا نیکه بیزوګان وو، د فرایډ په خیال کې ضمیر د ولس پولیس دی او د سرجیمز جینز په خیال کې ددې ځمکې حیثیت په کایناتو کې د شګې د یو ذرې برابر دی.

شاعر: ګنې زه اشرف‌المخلوقات نه یم؟

ابلیس: دا د ډاروین نه تپوس وکړه؛ خو زما په خیال کې هغه به درته ووایي چې راتلونکی انسان به ستا د خپلوۍ نه داسې انکار کوي؛ لکه چې ته اوس د بیزوګانو د خپلوۍ نه کوې.

شاعر: ګنې زما ضمیر نه‌شته؟

ابلیس: شته خو ازاد نه دی غلام دی.

شاعر: دا ولس خو هر ځای شته او هر ځای انسان ضمیر لري.

ابلیس: لري؛ خو بېل، بیل.

شاعر: مثلا؟

ابلیس: مثلا که عیسایي د سور غوښه خوري، نو ضمیر یې نه ملامته کوي او که مسلمان یې خوري، نو ضمیر یې ملامته کوي او د بدهمت معتقد هم د سرو په غوښه خپل ضمیر ملامته کوي او هم د غوا په غوښه.

شاعر:‌ ګنې ته نیکي او بدي نه منې؟

ابلیس: ولې نه منم؛ خو ته ورته نیکي او بدي وایې، زه ورته ضرورت وایم. لکه چې څنګه انسان ته د هوا، رڼا اوبو، ډوډۍ، بینک او ګړۍ ضرورت دی دا رنګ ورته د اخلاق.

تصور د نیک‌ و بد خو د حالاتو فیصلې دي

عین ممکنه ده نیکي وي، څه چې ستا خیال کې ګناه ده

 

ابلیس او شاعر د یو بل سره خبرې اترې کوي چې دې وخت کښې فلسفي راننوځي، دواړه ورته هرکلی ووایي او د ناستې دپاره ورته ځای پریږدي. فلسفې کښېني او دري واړه خبرې شروع کړي.

 

فلسفي: په څه مو بحث کولو؟

ابلیس: په نیکۍ او بدۍ.

فلسفي: څه نتیجې ته ورسیدئ؟

شاعر: بحث لا جاري و چې تاسو راننوتۍ.

فلسفي: بیا؟

شاعر: ابلیس وایي چې نیکي بدي منم؛ خو ته ورته نیکي بدي وایې او زه ورته ضرورت وایم. ستاسو څه خیال دی؟

فلسفي: زه ورته فطري څیز وایم، لکه چې چنچڼه، چنچڼک جوړه شي؛ جاله جوړه کړي هګۍ واچوي، بچي ترې را وباسي او که خپله وږي وي؛ خو بچو ته مښوکه کې دانه پیشکي راوړي، هغوی ماړه کړي.

شاعر: ګني دا فطري او غیر فطري لفظونه دواړه یو دي؟

فلسفي: ماته خو یو دي، ولې چې فطرت کې غیر فطري کار څوک نه‌ شي کولی، د خولې کار د سترګو نه ،نه‌ شی اخیستی، د سترګو د غوږونو او د غوږونو د پوزې نه.

ابلیس: بې‌ادبي معاف، تپوس کولی شم چې دا شعر د چا دی؟

 

تقدیر وویل تدبیر ته لیونیه دا ممکن دي

چې ادم پیدا له زور شي او مچۍ پیدا هوسۍ نه

 

شاعر: دا زما دی.

فلسفي: پرون ډیره لویه مشاعره وه، لوي، لوي شاعران ورته راغلي وو؛ خو ته پکې نه وې. ولې؟ بللی یې نه وې که وزګار نه وې؟

شاعر: مشاعرو کې هغې شاعرانو ته ناست خلک زیات ډاډ ورکوي چې د چا په شاعرۍ کې مقامیت وي، چې د چا شاعرۍ کې مقامي استعارات او تشبیهات وي او چې د چا په شعرونو کې د خپل قوم خپلې طبقې او خپل وخت عکس وي.

فلسفي: ستا د فن څه تصور دی؟

شاعر: زه د مقامي او عارضي څیزونو نه، نه متاثره کیږم، زه غواړم چې فن دې دایمي او همه‌ګیر وي، چې د هر انسان؛ هغه که مسلمان وي، که عیسایي، که هندو او که د دونیا د هرې یوې طبقې سره تعلق لري؛ د هغه زړه، عقل او روح روښانه کړي.

فلسفي: ته مقامي او عارضي شاعري څه ته وایې؟

شاعر: د تورو اوږدو زلفو، د تورو او زرکو سترګو، د سپین یا سکڼ مخ، د نرو شونډو شاعري زمونږه مقامي شاعري ده. د زري زلفو، د شنو سترګو او سور سپین مخ شاعري د یوروپ او امریکې د شاعرانو مقامي شاعري ده، د خرېیلي سر، چیتې پوزې او غټو تورو شونډو شاعري د افریقې مقامي شاعري ده. د اګرې په تاج محل شعرونه لیکل عارضي شاعري ده؛ ځکه که یوه سخته زلزله راغله، نو نه به تاج محل وي او نه شیش محل. مذهبي شاعري او سیاسی شاعري هم عارضي شاعري ده؛ ځکه چې یوه خاص سیاسي نظریه او یوه خاص مذهبي عقیده همه‌ګیر او دایمي څیزونه نه‌ دي.

 

وخت او حالات سره اقدار بدلیږي

نه به پښتو نه به اسلام راشي

 

فلسفي: ستا شاعرۍ کې خو مقامیت شته.

شاعر: هو، لکه څنګه چې ژوند د تردید او تضاد نه ډک دی؛ دا رنګ زما شاعري هم د تردید او تضاد نه ډکه ده. دا زما لاشعور دی. شعوري طور زه د مقامي او عارضي استعاراتو او تشبیهاتو قایل نه یم. کوشش مې دا وي چې د تورو یا زري زلفو په ځای د ګورو او  نرمو زلفو ذکر وکړم. د تورو زرکو یا شنو سترګو په ځای د ښکلو سترګو ذکر وکړم؛ خو چې شاعرانه محتاجي راشي، نو زما اظهار کې تردید او تضاد راشي، د لاشعور نه بیخي ځان وښکل ډېر ګران کار دی.

فلسفي: شاعره ستا په خیال کې د ښه فن څه تعریف دی؟

شاعر: ښه فن ژوند پسې نه ځي؛ بلکه ژوند ځان پسې راکاږي. ښه فن د عام انسان د ذوق او پوهې نه ډیر زیات اوچت وي؛ لکه چې باز کوترې ته رسیدی شي او کوتره باز ته نه‌ شی رسیدی. او لکه چې اباسین سمندر کې ځاییږي. دا رنګ د عام انسان د تخیل نه د فطري شاعر تخیل زیات تیز وي او د عام انسان د جذباتو نه د فطري شاعر جذبات زیات ژور وي.

فلسفي: دا چې ځینې نقاد وایي چې فلانی شاعر حقیقت‌ پسند دی او فلانی نه‌ دی. ددې په هکله ستا څه خیال دی؟

شاعر: هر مفکر، هر یو فن‌کار ژوندون ته په خاص نظر، په خاص انداز ګوري، حقیقت‌ پسندۍ کې او حق‌پرستۍ کې فرق دی. زه فن کې حق‌ پرستي، حسن‌ پرستي او انسان‌ پرستي خوښوم.

 

شور مې بدلیږي په غوږو ما د سُر جهان ته بوځه

حقیقي ژوندون عذاب دی ما خیالي بوستان ته بوځه

 

عام انسان خود غرض، حریص او بد ذوقه دی او مخلص قانع او د ښکلي ذوق شاعر ته ده سره ناسته پاسته کې ډېر تکلیف وي.

 

لیوان خو ډیر دي په جوسه د انسان

چېرته کروړونو کې انسان راشي

 

فلسفي: د ښکلي ذوق نه ستا څه مطلب دی؟

شاعر: څه چې ستا په حواس عقل او روح بوج نه وي.

فلسفي: مثلا؟

شاعر: مثلا، د لمر رڼا په سترګو بوج وي او د سپوږمۍ نه وي. شور په غوږونو بوج وي او سُر نه وي، بد بوي په سپږمو بوج وي او وږمې نه وي. عیاش، زرپرست، خودپرست او ماده‌ پرست سره تعلق د رند په روح بوج وي. د جاهل انسان سره خبرې اترې د عالم انسان په عقل بوج وي.

 

چې زړه، دلیل او روح دې وبوږنوي

په لفظ او رنګ، ترنګ کې تاثیر په‌ کار دی

 

فلسفي: شاعره! ته دایمي او همه‌ګیره شاعري څه ته وایې؟

شاعر : قامي، سیاسي او مذهبي نظریې او عقیدي؛ عارضي او محدود څیزونه دي او ستوري، سپوږمۍ، زیړی مازيګری، د بوډۍ‌ټال، د لولکو ګډا، د ګلونو خندا او وږمې، د حق تلاش، حسن‌پرستي، مینه، محبت، هجر او وصال، ژړا، خندا، شرنګ او ترنګ، رنګ او کړنګ؛ همه‌ګیر او دایمي څيزونه دي.

 د شهنشاه جهانګیر او ملکه نورجهان مقبرې به هوارې شي؛ خو د دواړو د مینې محبت قیصې به ژوندۍ وي.

فلسفي: د حق تلاش نه ستا څه مطلب دی؟

شاعر: د کایناتو خالق او دا چې ژوند مقصدي دی که حادث؟

 

څه خو شته محسوسوم یې په وږمو په پلوشو کې

یوه ښکلې معما یې خبر نه یمه چې څه یې

 

ابلیس: دا رنګ خو ستا نور شعرونه هم شته؟

شاعر: تا ته یاد دي؟

ابلیس: هو.

فلسفي: ارشاد.

 

تګ د وریځو بوډۍټال کې راته

د چا ښکالو رنګ نزاکت ښکاري

لیوني حسن نوراني سترګو کې

ما ته د خدای حسن و صورت ښکاري

 

فلسفيژوند درته مقصدي ښکاري که حادث؟

شاعر: د قدرت ځینې څيزونه مې خوښ دي، ځینې مې عقل لل‌ګل کړي او ځینې راته پریشانه کړي.

فلسفي: مثلا؟

شاعر: مثلا، ښکلې مستې سترګې، د ستورو مکیزونه، د سپوږمۍ پلوشې، خوږې پستې نغمې، د ګلونو وږي، تودې شونډې، د بنګړو او پایزیبو شرنګا او د جامونو کړنګا وغیره وغیره او ځینی څیزونه راته عقل لل‌ګل کړي.

فلسفي: مثلا؟

شاعر: مثلا،

 

په مار لړم کې زوال او طوفان کې

خدایه څه فخر څه فن کمال وي؟

غوټۍ وه ګل شو مړاوې شو ورک شو

ګل د وږمو کې د ګل زوال وو

 

او ځینې څیزونه مې روحاني پریشانی زیاته کړي. لکه:

 

که د بدۍ قباحت بل خدای وي

بیا به منم که وايې غفور یمه زه

 

او کله خو د خر ژوند ته وپسخیږم لکه:

 

نه اګاه جنت دوزخ نه، نه له تندر زلزلې نه

په خوی مست په زړه قانع دی که ښه ژوند دی خو د خر دی

 

فلسفي: شاعره د ارتقا په هکله دې څه خیال دی؟

شاعر: زه خو ژوند کې تش تغیر تبدیل وینم او دا ارتقا کمال او زوال راته د انسان خپله ذهني تله او تول ښکاری. لکه:

 

زما دوه سترګې تغیر ویني تش

کمال، زوال او ارتقا نه ویني

 

فلسفي: دا جنت، کوثر، تسنیم، طوبا، حورې، غلمان؟

شاعر: ښکلې شاعري ده.

فلسفي: ته به جنت کې خوشحاله یې که خپه؟

شاعر: خپه.

فلسفي: ولې؟

شاعر: مینه په‌کښې نه‌شته او چې چرته مینه نه وي، نو حسن هم نه وي؛ ځکه چې د حسن خالق د مینې احساس دی، بل هلته به زما قدر هم نه وي؛ ولې چې چېرته مینه نه وي هلته به د فن قدر څه وي؟

 

چې مینه نه‌شته وصل هجر نه‌شته

بیا خو د فن قدر جنت کې نه‌شته

 

فلسفي: ته مینه ولې غواړې؟

شاعر: مینه ژوند دی. که مینه نه وي، نو د ژوند خوند به څه وي؟

فلسفي: ژوند کې خو ډیر خلک د شهرت دولت او طاقت لیواله دي. دا خو یو ته یې چې مینه، مینه کوې.

شاعر: دغه خلک د شرنګ کاڼه او د حسن شمکور دي.

 

شمکورو د ښایست ته، دې کاڼو د شرنګ ته وایه

هوس د تش دولت د زړه غربت نه‌ دی خو څه دي

 

په یوه جونګړه کې به دونیاوي سهولتونه نه وي او په یو محل کې به د ارام ټول سهولتونه وي؛ خو ضروري نه‌ ده چې خوشحالي هم پکې وي.

فلسفيستا په خیال کې ظالم څوک دی؟

شاعر: چې نه انسان ته مادي فایده رسولی شي، نه عقلي، نه ذهني او نه روحاني.

فلسفي: شاعره! ستا په شاعرۍ کې زمان او مکان بیا، بیا راځي، د دې نه ستا څه مطلب دی؟

شاعر: د طبعیات په زمان او مکان او زما په زمان او مکان کښې فرق دی. زه زمان د مکان سوری ګڼم او مکان د کلي روح سیوری.

فلسفي: پوهه نه شوم.

شاعر: جزوي روح او کلي روح لکه د شمعې د رڼا او د لمر د رڼا دواړه یو دي. خو د شمعې، لمر، ستورو، سپوږمۍ او اورکي رڼا؛ جزوي رڼاګانې دي او د کُلي رڼا عکس او سیوري دي. لکه چې څنګه د وجود عکس او سیوری وي. او که وجود نه وي نو عکس او سیوری به نه وي دا رنګ که کلي رڼا نه وي، نو جزوي رڼا به نه وي.

فلسفي: دا تیاره چې وي؟

شاعر: ته ورته تیاره وایې، زه ورته سیوری وایم. چې رڼا نه وي، نو سیوری هم نه وي، انسانی عقل محدود دی او په‌ ده باندې د اسمان ستوري د صحرا شګې شمارل او د سمندر اوبه تلل لیونتوب دی. ژوند د دلیل نه زیات وسیع او ژور دی.

 

څنګه چې بلبله پاس اسمان ته ختی نه‌شي

داسې عقل خوار زمان مکان نه وتی نه‌شي

 

فلسفي: شاعره د ژوند او مرګ متعلق دې څه خیال دی؟

شاعر: زه خو تش ژوند وینم او مرګ راته د عقل و نظر غلط تول ښکاري.

فلسفي: څنګه؟

شاعر: لکه څنګه چې د غنم بوټی پټي کې ولاړ وي او د اوبو څرې محتاج وي، او چې د پټي نه کندو یا خمبي ته راشي او د اوبو او څرې محتاجي یې پاتې نه‌شي، نو که دغه بې‌نیازي ته مرګ وایي، نو زه ورته نه وایم. د غنم دانه بې‌نیازه ده؛ مړه نه‌ده. که ته یې بیا په پټي کې واچوې، بیا زرغونه شي او اوبو او څرې محتاجه به شي. د دې محتاجۍ نه ځان خلاصولو ته زه نروان وایم. مرګ د عقل و نظر غلط تول دی

 د ژورو سترګو تول کې ژوند او مرګ یو تماشه ده، 

د خزان سلګو کې پټه د سپرلي د ګل خندا ده 

 

د خزان مثال د ژوند دپاره د خوب دی. د انډک سونډک مثال د للی‌للو دی او د سپرلي مثال د مور د مینې چې وپده بچی د خوب نه راویښ کړي.

فلسفي: شاعره ته د څه رنګ مینې لیواله یې؟

شاعر: زه د بې‌احسانه مینې لیواله یم.

فلسفي: بې‌احسانه مینه د چا وي؟

شاعر: د هوا د رڼا او د اوبو.

فلسفي: ته حواس، دلیل او مینې ته بې‌ پته یاران ولې وایې؟

شاعر: دوي مې د حیرت تیاره کې ساتي.

فلسفي: یاري دې د چا خوښه ده؟

شاعر: د پوهې.

فلسفي: پوهه څه څيز دی؟

شاعر: چې حواس دلیل او مینه یو بل سره غاړه‌ غړۍ شي، نو پوهه ترې پیدا شي او پوهه د کُلي روح یا کُلي نور لارښوونکې ده.

فلسفيشاعره! ته د مساوات قایل نه یې؟

شاعر: بالکل نه، قدرت یو انسان د بل جوګه نه‌دی پیدا کړی. که یو انسان د بل جوګه وای، نو بیا به هر سړي افلاطون، ارسطو، انشټاین، شکسپیر، کالي‌داس، غالب، خلیل جبران او رابندرنات ټاګور، مهاتمابدهـ او کانفیوشس وای.

فلسفي: ریاست دې کوم خوښ دی.

شاعر: چې د انفرادیت مرسته کوي، چې شاعر، ادیب او فلسفي ته پکې د خپلو خپلو جذباتو خیالاتو او فکرونو د اظهار مکمله ازادي وي. او دا صرف یو اییني جمهوري نظام کې ممکنه وي

شخصي او امرانه نظام دې دا رنګ خلکو نه ویره کوي او دوي د خپل خیال جذبې او فکر اظهار ته نه پریږدي. دې دپاره زه د امرانه مذهب او امرانه سیاسي نظام خلاف یم. داسی نظام کې راته بدترینه ذهني، عقلي، او روحاني غلامي ښکاري.

فلسفي: شاعره ته څنګه معاشره غواړې؟

شاعر: زه غواړم چې د دونیا ابادي د خانداني منصوبه‌ بندي په ذریعه قابو کړای شي

پیداور او نور د خوشحالۍ ذرایع زیاتې کړای شي.

 انسان د غلطو عقیدو، سیاسي تنګ‌نظرۍ، غلط رسم‌و‌رواج، مایوسیت، احساس کمترۍ او سودا نه ازاد کړای شي.

 لا علاجه مریضان او ذهني او جسماني طورناقص خلک بیخي ختم کړای شي.

فلسفي: دا به څنګه ختمیږي؟

شاعر: لکه څنګه چې طاعون او حقي ننکي(چیچک) ختم شو.

فلسفيپوهه نه‌ شوم.

شاعر: لا علاجه مریضانو ته په‌کار دي چې د ضبط تولید نه کار واخلي او یا طبي طور ځانونه شنډ کړي. دا به یې په انسانیت لوي احسان وي؛ ولې چې معاشرې ته د ذهني او جسماني طور د صحتمندو او تندرستو خلکو ضرورت دی، نه چې د ګوډو، شلو، ګوزنیانو چواسرو شوده‌ګانو.

 

یقین نه‌ دی که دونیا کې دا جهاد فساد شي ختم

که د خیټې دغه حال وي د زوزاد دغه رفتار وي

 

فلسفي: شاعره دا مقدسه ګناه ته څه ته وایې؟

شاعر: چې زلمی او پېغله یو بل سره لکه د خوږو دوستانو په‌خپله خوښه او په مینه ژوند تیروي، دې سره به دوي د جنسي او ذهني مرضونو نه بچ وي.

فلسفي: دا ممکنه ده؟

شاعر: بالکل، که هلک جینۍ اقتصادي طور ازاد او محفوظ وي، نو دا رنګ ژوند به ورته د ضبط تولید دور کې ډير خوند ورکوي

که تا د دونیا تاریخ کې د پخوانو تهذیبونو مطالعه وکړه، نو دا په‌ کې عامه خبره وه؛ خو د وراثت د قانون نه وروستو دا رنګ تعلق ګناه او جرم تصور کړای شو

او راتلونکي نسلونه به یو ځل بیا دا رنګ ګناه او جرم د خپل لغات نه وباسي.

 

عقل ګویا د میراث لمسی شو

ویل که ته نه وې نو ګناه به نه وه

 

اې فلسفي او ابلیسه تاسو اورئ که نه؟

فلسفي او ابلیس: څه؟

شاعر: د پایزیبو او بنګړو شرنګا، د پیمانو او جامونو کړنګا، د زلمو او پیغلو خندا، د طبلې ټنګ او د ستار ترنګ.

فلسفي او ابلیس: دا د کوم ځای نه راځي؟

شاعر: د میخانې نه.

فلسفي او ابلیس: ځئ چې درې‌ واړه یاران میخانې ته لاړ شو.

شاعر: د تلو نه مخکې به یوه دعا وکړو.

فلسفي او ابلیس: چا ته؟

شاعر: خدای ته.

فلسفي او ابلیس: خوښه مو ده.

شاعر: لاسونه د دعا دپاره پورته کړئ.

فلسفي او ابلیس: دا دی پورته مو کړل.

شاعر

 

وایم چې میین شې میخانه کې یې ناست

زما خو خدایه تا ته دا دعا ده

 

فلسفي او ابلیس:

وایم چې میین شې میخانه کې یې ناست

زما خو خدایه تا ته دا دعا ده

 

شاعر:ـ  امین.

فلسفي او ابلیسامین.

شاعر: ما سره خو د شرابو دپاره پیسې نه‌شته.

فلسفي: ما سره خو هم نه‌شته.

ابلیسراځﺉ وار مه خطا کوئ، زه به درله د شریفانو غلو نه غلا وکړم.

فلسفي: دا شریفان غله څه رنګ وي؟

ابلیس: چه په فریب زر او زور قانون د ځان ملګري کړي.

شاعر: منم دې یار، ځئ چې ځو، ابلیس زنده‌باد، زنده‌باد.

شاعرمندر، ګرجا، جمات او میخانه پاینده‌ باد.

فلسفي او ابلیس: پاینده‌باد.

شاعر: مکر و فریب، بغض و کینه، حرص و هوس، زور، ظلم، جهل، بد ذوقي، قحط، وبا، تندر، زلزله مرده‌باد.

فلسفي او ابلیس: مرده‌باد.

شاعر: یارانو دغه ښایسته پیغلې څوک دي چې مسکۍ، مسکۍ، کیږي او مونږ ته اشارې کوي.

ابلیس: دا د جنت حورې دي.

فلسفي: دوي څه وایي؟

ابلیس: دوي تاسو جنت ته بولي. د دوي حسن ستاسو د مینې لېواله دی.

شاعر: مونږ جنت ته تلی شو څه؟

ابلیس: د حورو دا بلنه راته د خدای د اړخه ښکاري.

شاعر: څنګه پوه شوې؟

ابلیس: ولې چې خدای رحیم او کریم دی.

شاعر: زما زهرا چې کافره ده، چې هغه جنت کې نه وي، نو زه خو به خپه یم.

ابلیس: ته وګوره هغه ده ستا زهرا د حورو سره جام په لاس ولاړه ده تا ته په سترګو، سترګو کې اشارې کوي.

شاعر: اوس به جنت کې خوشحال یم، واقعي چې خدای رحیم او کریم دی.

 

(په خندا خندا شاعر او فلسفي جنت ته روان شي)

 

د ادم اولاد دپاره خدای رحیم او کریم دی

او د خود دار ابلیس دپاره قهار او جبار

غوړچان (امين قرار)

-
بېرته شاته