(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدمرغي

[14.Jan.2022 - 08:36]

دا لنډه کیسه مې چې بدمرغي نومیږي ډیر کلونه وړاندې لو ستلې وه چې زه په هغه وخت کې دهند دپنجاب په پو هنتون کې دکالج زده کوونکی وم او زموږ دانګریزي ادبیاتو په نصاب کې شامله کیسه وه . داکیسه په حقیقت کې موږ ته راښييی چې انسانان یو دبل په وړاندې څومره بې تو پیره دي . دانسان غم ورته غم نه ښکاري او یو انسان دبل انسان د بدمرغیو او غمونو داستان او کیسو ته غوږ نه نیسي او خپله همدردي ورسره نه ښکاره کوي . داکیسه په غورسره ولولئ او لو ستل یې ګرانو لو ستونکو ته بې ګټي نه ده .

بدمرغي

دآنتون چخوف لیکنه

دډاکټر لطیف یاد ژباړه

لمر په لویدو و. دلمدې واورې زیږه بڅرکي دواټونو دڅراغونو پرشاوخوا چې نوي روښانه شوي وو په کراره کراره څرخیدل او دغه دواورولانده بڅرکي دلارویانو پر کوټونو ، بالا پو ښونو ، خولیو او دټانګو (بګیو) دآسونو پر شاګانو لویدل .

دټانګې خاوند چې ( یوآن) نومید او سپین ږیری و دسرنه ترپایه پورې په واورو سپین شوي و او بې حرکته پر خپلې ټا نګې کې ناست و ته به وایی که دواورو کوټې هم پرې ووریږي نو دی به له خپله ځایه ونه خوځیږي .دده کمزوری او ډنګر آس هم په واورو سپین شوي واو بې حرکته ولاړ و.د آس راوتلې پښتۍ او ددروي په شان نرۍ پښې له ورایه ددې خبرې ښکارندویه و چې آس خورا ضعیف او کمزوری و ته به وایې هغو آسونو ته ورته و چې کلیوال دخرو په څیر پرې خاورې چلوي . دغه آس هم دخپل خاوند یو آن په څیر په سوچونو کې ډوب ښکاريده.

یوه موده شوې وه چې یوآن او آس یې له ځایه نه وو خوځیدلي . خاوند یې یو آن یوه ورځ مخکې خپل آس د آسونو دطبیلې نه راایستلی و اوتر اوسه یې لا یوه سورلۍ یې هم نه وه پیداکړې . شپه مخ په تیاره کیدو وه او دښار دواټونو دڅراغونو رنګ روښانه او تېز معلومیده .

په دغه وخت کې نا ببره چا پر یوآن غږ وکړ .

ای ټا نګې والا ، ای ټانګې والا ما( ویبوسکا) ته رسولای شي؟

یو آن ددې غږ په اوریدلو سره ټکان وخوړ او دخپلو وریځو له مینځه یې وکتل چې دغه سړي یو پوځي ( فوجي )افسر دی.

پوځي بیاپر ټانګې والا غږ کړ او ورته یې وویل :

ټانګې والا لکه چې ویده یې ؟

ځه ما (ویبو سکا) ته ورسوه !

د ټانګې خاوند یوآن دخپل کوټ او اوږو نه واوره وڅنډله او پوځي په ټنګه کې کښیناست .ټانګې والا حرکت وکړ، خو کله کله به له خپله ځایه پاڅید او په متروکه به یې خپل آس وډار کړ چې تیز او ګړندي ګا مونه او چت کړي . خو دلارې په اوږدو کې هغه خلک چې دوا ټونو په غاړو ښکته او پورته تلل ځینوبه یې پر(یو آن )غږ وکړ چې پر لاره سم لاړشه .

پوځی هم پر( یو آن )په غوسه شو اوورته یې وویل :

ته لکه چې ټانګه نه شي چلولی ، پر لار ه دې سم ځه !

آس همداسې روان و او دپښود ټک ټک آواز یې غوږونو ته رسیده . په دغه وخت کې یو پلي چې دسړک پر څنډه روان و پر بګۍ ولګید او په ډیرې غوسې سره یې د(یو آن) خواته وکتل .

په ټا نګه کې ناست پو ځي په ملنډو سره ټانګې والا یو آن ته وویل چې عجبه ناوړه خلک دي غواړي تاسره جګړه وکړي .یوآن پو ځي ته مخ ورواړاوه او غوښتل یې چې پوځي ته یوه خبره وکړي  او  د(یو آن) له خولې  یو څو خبرې چې نا مفهومه وې ووتلې چې څوک پرې نه پو هېد.

پوځي ورته وویل چې څه دې وویل ؟

یوآن مسکی شو ، خپلې لاړې یې تیرې کړې ، وټو خید او خپل ستونی یې صاف کړ او په غمجن غږ سره یې وویل :

ښاغلیه ! زما زوي په دې اونۍ کې مړشو .

پوځی دده خبروته غوږ و نه نیوه .

په دې وخت کې پو ځي هم پر ټانګې والا غږ وکړ او ورته یې وویل :

شیطان صفته سپین ږیریه !مخ دې دسړک خواته واړوه غواړې چې خلک دټانګې لاندې کړي ؟

زر شه او تیز او ګړندی لاړ شه ، که نه نو چې ته داټا نګه دومره په کراره چلوي نو تر سبا سهاره پورې به (ویبو سکا )ته ونه رسیږو.یا الله، آس دې په متروکې ووهه چې تیز او ګړندی لاړشي!

ټانګه والاد پوځی نه مخ واړاوه او خپل دټانګې آس ته یې دمتروکو یو څو ګوزارونه ورکړل چې تیز او چا بک لاړشي . بیا ټانګه والا څو څو څلې پو ځي ته وکتل ، خو هغه ددې لپاره سترګې پټې کړي چې دټانګې والا خبرې وانه وري ځکه دده دکیسې داوریدلو حو صله یې نه لرله .

په پای کې ټانګه ویبو سکا ته ورسیده او پوځی دټانګې نه راښکته شو او پر خپله مخه لاړ .

په دې وخت کې یوآن خپله ټانګه دیوه میلمستون ( هو ټل ) مخې ته ودروله او په خپله ټانګه کې ناست و . په دغه وخت کې بیا دواورې اوریدل پیل شول او دده کوټ او دده دآس شا تکه سپینه شوه او په دې توګه دوه ساعته ( ګینټې ) تیرې شوې، څو کومه سپرلۍ پیدا شي .

په دغه وخت کې دلیرې نه درې تنه ځوانان چې دوه یې اوږده قدونه او یو یې پر شا کړوپ او لنډي وو په داسې حال کې چې یو بل ته یې سپکې سپورې او ښکنځلې کولي ټانګې ته رانږدې شول .

کړوپ ځوان ټانګې والا ته وویل ی چې موږ دښاروالۍ پله ته ورسوه درې واړه به درته نیم روبل درکړو !

ټانګه والا سوړ اسویلي وکیښ او دځانه سره یې وویل ، نیم روبل خو ډیرې لږې پیسې دي خو اوس زه په داسې حالت کې یمه چې ماته دیو روبل او پنځو روبلو تر مینځ تو پیر نشته .

ځوانان په داسې حال کې چې یو بل ته یې بدو رد ویل او ښکنځلې یې کولي په ټانګه کې کښیناستل .په دغه وخت کې ددغو دریو ځوانانو تر مینځ چې څوک دې کښیني او څوک دې په ټنګه کې ولاړ پاتې شي جکړه را مینځ ته شوه ، خو په پای کې داوږده قد خاوندان کښینا ستل او پر شا باندې کړوپ ځوان دټانګه والا شاته په ټانګه کې ودرید .

په دغه وخت کې کړوپ پر ټانګه والا ملنډې وهل پیل کړل اوورته یې ویل چې داسې خولۍ لرې چې ساري او مثال یې په ټول (پترزبورګ) کې نشته ، عجیبه غاړه لرې او عجیبه څیره دې ده !.

ټانګه والا چې دکړوپ داخبرې واوريدلې ویې خندل او ورته یې وویل : هی هی څه وکړم ؟

کړوپ او نورو ځوانانو ټانګې والا ته وویل هی هی څه وکړم !

هی هی څه وکړم ! ټانګه دې تیزه چلوه!یو څو متروکې دې آس ته ورکړه چې ټانګه دې تیزه لاړه شي !

ټانګه والا ددو ي سپکې سپورې و اوريدلې او بیا یې ددوی خواته خپل مخ ور وګرځاوه او ورته یې وویل دا اونۍ زما ځوان زوي مړ شوی دی ؟

ځوانانوپر ټانګه والا ملنډې ووهلي اوورته وویل : واه! دده ځوان زوي مړ شوی دی ، مړ شوی دی نو مړشوی دی زموږیې پرې څه ؟

طاعون وهلیه زوړ سړیه !زر شه زر شه ټانګه دې چابکه کړه چې موږته نوره حوصله نه ده را پاتې !

په دې وخت کې یو آن دغم نه ډکه خندا وکړه او دې ځوانانو ته چې په ټانګه کې ناست وو وویل :

خوشاله او ښادمنو ښاغلو تاسو دې خدای سلامت لري !

په ټانګه کې دناستو ځوانانو نه یوتن دټانګه والا نه پو ښتنه وکړه ي چې ته میرمنه لرې؟

ټنګه والا ورته وویل میرمن مې هم مړه ده اودتورو خاورو بندیوانه ده او ځوان زوی مې هم مړشو . ددې پر ځای چې عزرائیل راغلی وای او لو مړی یې زما ژوند رانه اخیستلی وای زما دځوان زوی ژوند یې واخیست .وروسته دغه ځوانان خپل منزل ته ورسیدل او دټانګې نه ښکته شول اوده ته یې نیم روبل ورکړ .

تر دې روسته یوآن بیا دخپل زوي دمړینې په سوچونو کې غرق شو . شپه پخه شوې وه. ټانګه والا هغه سرای ته راغی چې دشپې به نورو ټانګه والاوو خپل آسونه په طبیله کې پکې و درول او پخپله به دسراي په کوټو کې دخوب لپاره پکې څملاستل . ده خپل آس په طبیله کې ودراوه او کوټی ته راغی چې ویده شی . دلته یخنی وه او یوه خیرنه بخارۍ لګیدلې وه او په کوټه کې دننه نور ټانګه والا هم ویده وو او په خوب کې یې دخرش او پرش آوازونه پورته کېدل . په دغه وخت کې په کوټه کې دده پر یوه ځوان پام شو چې له خوبه راویښ شو او دڅښلو داوبو په لټه کې و . ده ورته اوبه یووړلې هغه چې اوبه وڅښلې نو ده غوښتل چې دخپل زوي دمړینې کیسه ورته وکړي ، خو ځوان داوبو دڅښلو وروسته څادر پر مخ کش کړ او دده خبروته یې غوږ هم ونه نیوه او ویده شو .

یوآن اوس نا هیلی شوی او په دې پوه شوی و چې انسانان دومره نا مهربانه شوي دي چې دچا دغم او درد کیسه هم نه اوري او ورته غوږ نه نیسي نو له ځانه سره یې ژمنه وکړه چې خپل آس ته لاړشي او دخپل غم داستان او دخپل زوی دمړینې کیسه ورته بیان کړي نو هماغه و چې له کوټې نه ووت او طبیلې ته لاړ او خپل آس ته ورنږدې شو او دخپل زوی دمړینې کیسه یې ورته وکړه.د آس له سترګو نه اوښکې تویې شوې او دخپل خاوند پر حال یې وژړل او له ده سره یې خپله همدردي وښودله.

-
بېرته شاته