(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمولانا جانزیب دوه

[14.Jan.2022 - 08:40]

پښتانه ځوانان دې د سياسي روزنې لپاره ولې خان هم مطالعه کړي !!!

لیک: مولانا جانزیب

په نړې کښې دهر انسان دفکر سره اختلاف اتفاق کېدې شي خو په ځنې انسان کښې ځنې داسې کمالات او صفات وي چې د هغې منل پخپله دبل انسان عظمت ښائي.

ولي خان په شلمه پيړې کښې د پښتنو په خاوره د پښتون قامي سیاست او د پاکستان د ټولنيز سياست  په حواله ډېر يو ستر نوم دې په ارواښاد کښې ځما په اند ځنې دسې خويونه وو چې دپښتنو په سیاسي ليډرانو کښې هغه ته ځانګړې مقام ورکوي.

۱...  هميش به ئې سياسي خبره ډيره سپينه او پاکه خبره د چا د پرواه نه پغېرکوله.

۲... په شخصي توګه ډېر نر او بادر انسان وو دمرګ حادثې پې شوي خو ېريدلې غلې شوې نه وو د وخت هر زورور ئې چېلنج کړې وو.

۳...  زبردست  مقرر هم وو د مصنوعيت په ځائې به ئې د پښتنو د خوئې بوئې مطابق سياسي خبره سيدها  ساده خو مدلل  کوله ولي خان د منطقې د ازادۍ نه پس پداسې چاپېريال کښې پښتانه د سیاست سره بلد کړي چې په نوي رياست او نوي دور کښې پښتنو ته سياسي مزل ډېر ګران وو .

۴... د خپل تاريخ سره د نړۍ د تاريخ جغرافيه او پښتو ادب لوېه مطالعه ئې لرله او د پښتو ادب په زرګونو ټپې او متلونه ورته په ېادو ېاد وو پروفېسر سلمی شاهين وائي ما چې د پښتو په ټپو کتاب ليکلو نو ولي خان راسره ډيره مرسته کړې وه  اتهه سوه هغه ټپې چې په زندانونو کښې ځان سره ليکلې وې د کتاب لپاره راکړې وې.

 

۵...پښتانه ليکل نه کوي او يا ډير کم خو ولي خان يو ښه او مستند لیکوال هم وو درې کتابونه ئې ليکلي وو بائد چې ځوانان دهغه کتاب ،باچا خان او خدائي خذمتګاري ،پينځه جلده،  او  ،رښتيا رښتیا خامخا ، اوګوري  ددغه کتابونه مو که ښه کتنه اوکړه نو د پاکستان او خواشا منطقې په سياسي پېچلتيا او کړن لارو  به مو سر خلاص شي د شلمې پېړۍ د منطقې د سترګو ليدلې بل حقيقي تاريخ د ،باچا خان او خدائي خذمتګارې ،نه به بل نه وي.

 

۶...  په پاکستان کښې پې هميشه  د روس هندوستان ايجنټ تورونه لګول شوي وو غدار ورته وائل شوې وو  خو دا خبره اوس تاريخ سپينه کړې چې ولي خان ايجنټ وو خو د خپل قام ولي خان غدار وو خو د هر جبر او زورواکې نه .

۷... نن سبا سیاست کنځلو او سپکو ته راغلې خو ولي خان د مخالف سره هم اختلاف ډېر په دليل او د اخلاقیاتو په دائره کښې ساتلې .

۸... د جماعت اسلامي يو مشر ارواښاد پروفیسر غفور احمد يو ورځ بی بی سی ته د ولي خان په اړه اووئل چې د پاکستان په سیاست کښې د ولي خان پشان د غلا نه پاک  روغ او بهادر سیاست دان بل نه وو.

 

۹... نن سبا هر سړې سمدستي ليډر دې د جيل دروازه به ئې په عمر کښې لکه د جنا صیب پشان نه وي ليدلي او که جيل له ځي نو هم دغلا په تورونو کښې  خو ولي خان څه شل کاله په جيلونو کښې تير کړي او ټول د سیاست او قام په نوم .

 

۱۰... دپښتنو په خاوره رشتينې سیاست ډير ګران دې په سم وخت کښې سمه خبره کول ډيره ګرانه وي خو دپښتنو د خېر لپاره ولي خان همېش سمه خبره په ډير مشکل وخت کښې هم ښه سمه په نره کړې ډير وخت پس به د هغه خبرې ته ټيک وائل کېده خو وخت به تېر وو.

۱۱ ... بائد چې نوې کهول د پښتنو په خاوره د سیاست لپاره يو مثال ولي خان  ښه مطالعه کړي او د خپل سياسي شعور لپاره د قام قاميت نه څه پنګه تې واخلي.

۱۲ ... د پښتنو قامي سياست په پاکستان کښې او د پاکستان سياست ېا قامي سياست او ېا پارليماني سياست ددې دواړو ترمېنځ ډېر خلک اغېړ وي او نشي کولې چې د قام د ښه راتلونکي او د شته بدبختو کمولو لپاره ددې دوو ډانګ او پړانګ ترمنځ ښه تړون راولي خو ولي خان پدې اړه ېو مثال دې چې هغه د قام خبره څومره رونړه او په جار کړې او بلخوا د پاکستان د حزب مخالف د ګوندونو دوه ځل لپاره باوري مشر هم پاتي شوې د نورو محکوم قامونو خبره ئې هم ښه په جار کړې بائد چې دغه پوښتنه کوونکي د ولي خان د طرز سياست نه د قام د ښه راتلونکي لپاره د خپل پېښ چاپېريال په رڼا کښې درست الهام واخلي .

 

مولانا خانزېب...

...............................

 

حمزه بابا دحمزه شينواري نه کله د پښتو غزل بابا شو ؟

 

پښتانه ډېر عجيبه خويونه لري ېو خوئي دا هم دې چې هرڅوک په سر ستر نه مني ډېر زر د هرچا نه مړېږي  پدې غاوره مارشل اولس کښې ځان په ډګر محبوب کول ډېر ګران دې د ځان پخپله ستائنې کونکې سړې د خنزير پشان بدې شي هم دغه لامل دې چې په سياست کښې فقط احمد شاه بابا او باچا خان ته ئې د بابا مقام ورکړې او په ادب کښې فقط څلور کسانو خوشال بابا ، حمید بابا ،رحمان بابا  ،او حمزه بابا ، ته د خپل اولس له خوا د دوئې د کار او زيار په سبب د بابا لقب ورکړې شوې.

 

 دا لقبونه د کم رياستي ډاډ ګېرنې مېډلونو په توګه نه وي بلکې د ریاستي ستائنو نه ډېر د ارزښت وړ دي ځکه چې خپل اولس د ډېرې مينې او درنښت له کبله دې ښاغلو ته ورکړي وي د نورو په اړه خو کم مستند ثبوت نشته چې څنګه او په کم وخت مجلس کښې ورته بابا اووئل شو البته د حمزه بابا په اړه مستند صراحت شته .

 

 حمزه بابا ته د بابا لقب څنګه ورکړې شو ؟ پدې اړه د حمزه بابا  د ديوان په سريزه کښې پوهان اصف صميم په مخ ۵۷۱ کښې او فضل دين خټک پخپل کتاب کښې ليکي !

په پينځلسم د مارچ د شپې په 1940 کښې په پېښور ،مالږو منډئي ، کښې د پسرلي مشاعره راجوړه وه د مشاعرې طرحه د نازک خيال کاظم خان شيدا دا شعر وو !

 

دواړه زلفی ئې د خط سره آفت شوې.

سیه مار په نظر نه راځی ماشام دې.

 

کله چې د حمزه شينواري وار رالې خپل کلام اورولو په وخت دا شعر ئې چې کله اووئلو !

برندې سترګې مې د ېار زړه ته په ځېر شوې

بېا حبشو په کعبه تړلې لام دې .

 

د بدرشو شاعر سمندر خان سمندر پاڅېدو حمزه شينواري ته ئې د داد ورکولو سره اووئل چې ته د پښتو غزل بابا ئې !

ددغې نه پس دا لقب دومره عام شو چې حمزه شينواري په حمزه بابا ېاد شو .

دولت خان دولت هم ليکي چې ما پۀ دې لړ کښې  پخپله د حمزه صېب نه تپوس کړې وو نو هغه راته اووئل چې آو د ټولو نه اول ما ته سمندر خان سمندر د غزل پلار وائېلې وو او د دې نه پس دا زما لقب شو.

 

د کاظم خان شيدا په طرحه د قاري شاه محمود هم ېو غزل دې !

 

تور لباس  مې د دلبر زغلی په خیال  کښې.

سپین رخسار په نظر نه راځی ماښام دې

 

سيه مار په نظر نه راځي ماشام دې .

 

غزل په بنېادي توګه د ،عربې قصیدې صنف وو د اتمې عيسوې پېړۍ نه پس د پارسې اختراع/ ايجاد دې پارسي بانو د ، تشبيب ، شکل بدل کړو او د غزل نوم ئې پې کېښود عربو به پدغه قصيده کښې فقط د باچا ستائنې وائلې خو ایرانیانو د محبوب ستائنې ته واړولو .

پښتو ته هم د پارسې د لارې راغلې پښتون غزل ځوانې ته حمزه بابا رسولې ځکه خو وائي !

ستا په اننګو کښې د حمزه د وينو سره دي.

ته شوې د پښتو غزله ځوان دې بابا کړم

 

ځنې د غزل معنا د ښځو سره خبرې وائي خو فضل دين خټک او پرېشان خټک وائي (د غزل ېوه معنا هغه كيفيت دې چې كله ښكاري سپۍ  هوسۍ غزاله په مخه كي او هوسۍ په منډه ځان خلاصول غواړي خو ښكاري سپى هم ورپسې وي او  چې كله د هوسۍ توان ختم شينو په دې پوهه شي چې ده ښكاري سپي نه په منډه ځان نه شې خلاصولى اودرېږي او د هغې په سترګو كښې دغه وخت د بېوسۍ يو خاص كيفيت ليدل كېږي. دغه كيفيت او آه ته  غزل وائي سپې ورته پدغه وخت څه نه وائي د سپي دغه حال ته غزل الکلب وائي.

 

په اوس وخت کښې غزل د محبوب پورې نه دې پاتي بلکې همه جهت رخ ئې اختيار کړې د تصوف عرفان سياست معيشت اخلاقياتو سره هر ډول مضمون پکښې راوړل شي.

د پينځه شعرونو نه به کم نه وي او زيات هرڅومره کېدې شي ړومبې شعر ئې مطلع آخري مقطع وي په مقطع کښې د شاعر نوم لازم وي کنه نو بې مقطع ګنړل شي دوانړه مصرعې به هم قافيه وي ټول اشعار به يې داسې وي چې دوېمه مصرعه به ئې د مطلع سره سم هم قافيه وي د بحر رديف بندېز پکښې نشته که وي وي کنه وه نه.

 

د پښتو ړومبې غزل اکبر زمينداوري ليکلې وو

اکبر زمينداوري د پښتو ژبې لمړنۍ غزل بول د هلمند د زمينداور په سيمه کښې په  780هجري  کښې نړۍ ته سترګې غړولې وې زمينداور د هلمند په شمال کې يو سيمه ده چې د پخوانيو باچانو د ښكار ځائې وو او ډېر غزل ګو شاعران ئې په غېږ كښې روزلي دي

 

د اکبر زمينداروی غزل.

 

چې مدام زه ستا و مخ وته نظر وړم

د بېلتون د وېرې زړه زېر و زبر وړم

که مې وژنې که مې پېرې ستا رضا ده

دغه ستا د نغري سور انګار په سر وړم

ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دې

تل په زړه کښې دغه فکر زه اکبر وړم .

 

د حمزه بابا څه اووه پنځوس کتابونه چاپ شوي ېواځې شاعر نه بلکې ېو ستر نثر نګار صوفي او اديب سړې هم وو د حمزه بابا دور غزل په پښتني رنګونو کښې پوخ کړې بام تې رسولې شائد چې د پښتو غزل ددې معیار او انداز نه بل څوک واوړي د 1907 نه تر 1994 پورې د شلمې پدغه وخت به د پښتو غزل تل په ناز وي .

 حمزه بابا ېو اشعار  !

 

ما كوز ورته ليمه كړه زما سر نه ټيټېده    

شايد چې په الفت كښې هم افغان پاتې كيدم

 

دا سركوزي پښتونه! ېاره ولې !    

  ستا د زلمو هغه پګړۍ څه شوې

 

زه برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم

 نه نرى ملا لكه و يښته نه ټيټې مړې سترګې

 

ستا د بڼو خبرې نېغې وې تل       

داسې وې تل د پښنتو خبرې

 

پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره!

  زمري غوندې به ګورې شرمېدل به په كښې نه وي

 

تېره به شې شپه په شال او هم په پشمينه كښی         

قوت غرض د نان دې سبانۍ او شبينه كښې

 

د فارسي د دغه شعر نه متاثره ښكاري:

                     

حمزه بابا د شاعرانو په بې قدرۍ داسې آهونه كاږي:

 

لواړګيني د شاعرانو قدر نه كا          

غورځولي يې لعلونه په ډېران دي

 

د خېبر له غرونو نمر د شعر وخوت              

چې خورې ئي پلوشې تر هندوستان دي

 

حمزه قدر په خپل كور كې د چا نوي

  د عربو خلك كم دي چې حاجېان دي.

 

مولانا خانزېب !!!

-
بېرته شاته