(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هیلې

[14.Jan.2022 - 20:53]

کله چې ماشوم نړۍ ته راشي، نو سمدستي نوي زېږېدلي ماشوم ته تی نه ورکول کېږي، بلکه لږ وخت نیسي، چې ماشوم وچ شي.(( دتي د وخت په هکله په هر کولتور کښې بیل ډول دود دی)) نو وروسته له یوې ېا درې ورځو مور او ېا "دایي مور" پدې پیل کوي، چې د ماشوم د لوږې اړتېا د تي ورکولو سره پوره کړي. پدې توګه د ماشوم اړېکې د خپلې کورنۍ سره، چې د ټولنیز کېدو د لړۍ په پلي کولو سره پیل کېږي د ژوند تر پاېه پورې مخ پر وړاندې ځي

ددې کړنې ( عملیې) په ترڅ  کښې د ژوند په بېلابېلو پړاونو کښې بېلابېلې اړتېاوې منځ ته راځي، خو ېوازې هغه اړتېاوې سرته رسېږي، چې د ټولنې د دود، دستور، رسم او رواج او قوانېنو سره په کومه کښې چې سړی ژوند کوي برابرې وي. هغه اړتېاوې، چې د ټولنې د دود، دیتور، رسم او رواج او قوانینو سره سمون نه خوري، د ټولنې له خوا رټل کېږي او غندل کېږي او پوره کېدل یې بند ( منع) او په سزا محکوم دي، نو لدې امله ددغه اړتېاوو د پوره کېدلو هیلې په غیر شعور کښې ځای نیسي او پټېږي، خو د سرته رسېدلو هڅه له لاسه نه ورکوي او د ېوې داسې ساوالې ( روحي) لانجې بڼه نیسي، چې له ېوې خوا باید حل شي، او له بلې خوا یې حل کېدل منع دي، نو په چرت او خیال کښې یې د حل کېدلو هڅه کېږي. ځېږمونډ فرایډ د اړتېاوو( غرېزو) د سرته رسېدلو هیلې د چرت محرکه قوه ګڼي  لدې کبله هر چرت د یوې هیلې د سرته رسېدلو او ېا د یوې لانجې/ ربړې ېا ستونزې د حل، چې تاداو او بنسټ یې په منع شوو هیلوو ولاړ وي مانا لري

هر څومره چې سړی ډېرې هیلي او ارمانونه په زړه کښې ولري، هغومره ډېر چرت وهي. ډېر وخت سړی،خپل چرت د نورو خلکو څخه پټوي. کېدای شي،،چې سړي ته ځان یوازې ښکاری، چې ځانله دی او دغه شیانو کښې چرت وهي او ېا ددې څخه ډارېږي، چې د ټولنې له خوا به په سزا ورسېږي، ځکه چې په هر چرت کښې د منع شوو او سرته نارسېدلو هیلو د پوره کیدلو تکل (اراده) پرته ده.

هغه هیلې او ارزوګانې چې د ټولنې له خوا د تل لپاره منع وي ، دهمدې هیلو او ارزوګانو د سرته رسېدلو فکر اوسوچ غیر شعور ته تېښته ( فرار) کوي. ، خو تل د سرته رسېدو هڅه کوي، چې لدې کبله دغیر شعور څخه د شعور تلي ته راځي، او د حقېقي نړۍ سره یې اړېکي نه شلېږي. او کله کله له هغه ځای څخه ډډه کوي او په چرت کښې دېره کېږي،ځکه چې په حقېقي نړۍ کښې یې څرګندونه په سزا رسول کېږي، خو کله چې د سړی احساسات راوپارېږي نو بېا د سزا څخه دومره نه ډارېږي او جرائت یې ډېرېږي.

چې پدې ډله کښې شاعران هم راځي، چې د خپلو راپارېدلو احساساتو په وخت کښې خپلې سرته نارسېدلې او تښتېدلې ( فرار) شوې هیلې د شعور دتل او ېا د چرت څخه رااخلي او په داسې جامه او لفظونو کښې یې د شعر پواسطه ټولنې ( حقېقي نړۍ) ته بېرته وړاندې کوي، چې د ېوې خوا په سرا ونه رسېږي او د بلې خوا یې هېلو ته د عم جامې واغوندي  

اخسونځی: پښونخوا لومړی ټوک 

(ډاکتر کبیر ستوری)

حق به واېم سمدستي که وژل کږم

جذبه  د   شاعرۍ  ده  نه  ډارېږم

-
بېرته شاته