(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میا وکیل شاه

[14.Jan.2022 - 20:59]

دپښتونخوا دليکوال،محقق اوشاعر ښاغلي ميا وکيل

 شاه فقير خيل لنډه پيژندګلوي اوژوند لیک

----------------------

ليک د لطيف ياد

 

نن تاسو ته دپښتونخواهغه شاعر،ليکوال او محقق در پيژنم چې د ستر خوشال په کورنۍ پو رې اړه لري او دا ښاغلی ميا وکيل شاه فقير خيل دى .

ښاغلی مياوکيل شاه فقير خيل د ګلرنګ شاه فقير خيل زوى د ١٩٥٧ زيږديز کال دفبرورۍ د ميا شتې په ١٤ نيټه د پښتو نخوا د مردان په ساول ډهیرنومې کلي کې دې نړۍ ته ستر ګې پرا نيستلې دي .نو موړي د پيښور په پو هنتون کې زده کړې کړي دي او اوس د مردان په پو سټ آفيس کې سرکاري دنده لري .

دښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل کورنۍ او دنسب شجره(ونه) :

ښاغلى ميا وکيل شاه فقير خيل خپله د نسب شجره يا ونه په اتم پښت کې دخوشال بابا د مشر ورور جميل خان (جمال خان) ته چې يو روحاني شخصيت و رسوي او وايې چې د جميل خان(جمال خان) دمشر زوى محمد صديق په لمسيا نو کې راځي.جمال خان هم د خپل ورور خوشال خان په څير دخپلې قبيلې مشراو سردارو،خو کله چې د شيخ کستير ګل نه يې چې په کاکا صاحب خټک سره يې شهرت درلود دولايت درجه تر لا سه کړه نو کا کا صاحب ورته د فقير نوم غوره کړ چې تر دې وروسته په همدې نامه سره مشهور شو. جمال خان(فقير بابا) يو ډير ستر عالم او صوفي او د چشتيه او سهرورديه طريقو د لارويانو او پيروانو نه و .نوموړى په ١١١٦ ليږديز کال مړشوى دى . نو موړى شاعر او ليکوال هم و.دپارسي قلمي نسخې يې (تذکرة الاوليا )او (نور محمد صلی الله علیه واله وسلم) يې د پيښور په بښتو اکيډيمۍ کې شته.بله قلمي نسخه يې دکابل په ملي ارشيف(کابل نيشنل ارکايو)کې خوندي ده چې تذکره شيخ رحمکار نو ميږي .همداراز دده بل سجاده نشين او مريد چې محمد صديق نو ميږي لوى شاعر او عالم و چې شعري ديوان يې د صديق ديوان په نا مه يې ميا صاحب ديوان چاپ کړی

دښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل کورنۍ ته د جميل خان(جمال خان) چې په فقيربابا سره يې شهرت درلود دنامه له کبله فقير خيل ميا گان وايې.

ښاغلى ميا وکيل شاه فقير خيل وايې د پښتو ادب او تاريخ سره دده مينه دهغه ستراو دروند ليکوال ارواښا د ميا فردوس شاه فقير خيل برکت دى چې د فقير خيلو شجره يې تر تيب کړې وه اود مياشمس الدين مناقب فقير جميل يې چاپ کړي دي اوستر کار يې کړى دى .

ميا صاحب که څه هم ډير لږ شعرونه ويلي دي ،خو نو موړى د تحقيقي کارونو سره زياته مينه لري.

دښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل چا پي کتا بونه :

١-دتحقيق په رڼا کې

٢-دميا حمدالله فقير خيل ديوان

٣-خد متگار دفقير خيل په کتبخانه(کتابتون) کې

۴ داحمد دين طالب کليات

۵ د معاذالدين خټک ديوان

۶ د صديق ديوان

۷ دکامګار خان خټک کليات

۸ د سکندر خان خټک کليات 

(۹) د مرزا زخمي جګر کلام

نا چا په کتا بونه يې :

١-تذکره جمال خان (فقير بابا)

٢- دتاريخ څو پا ڼې

٣-د جمال د بڼ ګلونه تذکره

۴ د پښتونستان د تصور ګمنام خالق

۵ د پښتو منظوم داستاني ادبيات

۶ د امام الدين قيصه جمجمه

۷ د ميا تجمل شاه فقير خيل منظوم طبي لغت

۸ د ميا محمد سعيد د بنګال او اسام منظومه سفر نامه

 

دميا صاحب نورې تحقيقي ليکنې او مقالې دپاکستان ،پښتونخوا او افغا نستان په لاندنيو مجلواو ورځپا ڼو کې چاپ شوي دي :

١- دکراچۍ په پلو شه

٢- دکراچۍ په جرس

٣- دکرا چۍ په روشن اخبار

٤-دپيښور پو هنتون د پښتو په مجلې کې

٥- دپيښور په درې مياشتينۍ تاتره

٦-د مردان په ګلبڼ مجله کښې

٧- دافغا نستان د ننګرهار په مجله کې

٨- دافغانستان په ژوندون مجله کې

٩- دخانه ايران په پیغام اشنا مجله کې

١٠- دکوييټې په هيواد ورځپا ڼه کې

١١- دپيښور په وحدت ور ځپا ڼه کې

١٣-دمردان په ننگ نا موس مچله کې

١٤- دمردان په پا څون کې

۱۵  دزلمي هيواد مل په ادارت کښې مجله شمشاد کښ

 

(۱۶) د ننګرهار نه د عبد الله خدمتګار بختاني په ادارت کښې ننګرهار مجله کښې

(۱۷) دنوموړي شاعر ارواښاد عبدالطيف وهمي په هفته وار پښتو اخبار غازي کښې

 

(۱۸) د نوموړي اديب شاعر سردار خان فنا په هفته وار پښتو اخبار امن کښې 

 (  ۱۹) دپيښور نه دوه مياشتنۍ ښکلا مجله د شير شاه ترخوي په ادارت کښې د آئينه په نوم فکاهي کالمونه او مضامين

ښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل په ځينو علمي سيمينارونو کې ګډون کړى دى او هم يې خپلې مقالې پکې لو ستلي دي :

(١)- دافغا نستان د جلال اباد په ښار کې د ښاغلي زلمي هيوادمل صاحپ په وياړ جوړ شوي سيمينار کې

(٢)-په جلال اباد کې د ښاغلي ډاکټر عبدالروف رفيقي صیب په وياړ جوړ شوي سيمينار کې مقاله اورولي

(۳) په ۲۰۱۵ع کښې د پښتو اکيډمۍ کويټه په بين المللي سيمينار کې په پښتو ادب کښې د تحقيق عصري تقاضې په عنوان سره مقاله اورولي

 

(۴) په جلال اباد کښې د ختيزو سيمو د ژرنلسټانو د انجمن د ګولډن جوبلي سيمينار کښې د نوموړي محقق ډاکټر لال باچا ازمون په سفر نامو مقاله اورولي

 

(۵) په دسمبر ۲۰۱۸ع کښې د علومو اکيډمۍ کابل له خوا د نابغه خوشحال بابا په بين المللي سيمينار کښې شرکت کړی

 

(۶ )په لغمان کښې د لغمان فرهنګي مرکز له خوا په مختلفو سيمينارونو کښې شرکت او مقالې اورولي  او د مشر ميلمه په حيث يې هم شرکت کړی

 

(۷) په کابل کښې پري د دانش خپرندويه ټولنه له خوا  په ميا وکيل شاه فقير خيل او نوموړي انقلابي شاعر رحمت شاه سائل يو ورځنې سيمينار شوی

 

ددې سر بيره ښا غلى ميا وکيل شا فقير خيل صاحب خپل شخصي لوى کتا بتون لري چې ۱۰۰۰۰ لس زره په شا اوخوا کې ډول ډول علمي کتابونه په پښتو،اردو،فارسي او انګريزي ژبو پکې خوندي دي .او دغه شان يې په کتابتون کښې ډير قيمتي قلمي نسخې هم  خوندي دي

ميا صا حب د پښتو ژبې ښه شه عر دى . دده دشعريوه بيلگه په لاندې ډول ده:

 

انتظار او تورې شپې دي ځکه ژاړم

د دروغو دې وعدې دي ځکه ژاړم

ته به څنګه زما خواله اشنا راشي

زمونږ منځ کښې فا صلې دي ځکه ژاړم

خدای دې خېر کړي علامې بدلې ښکاري

د اسمان لمنې سرې دي ځکه ژاړم

دا په تا چې څه تېريږي زه خبر يم

دا زما د ژوند قيصي دي ځکه ژاړم

هغه لاړل چې پښتو به ئ ژړله

اوس ولاړې پرې خزي دي ځکه ژاړم

ما وې ډکه به جولی د مينې راوړم

راته بندې ستا کوڅې دي ځکه ژاړم

په ژړا ژړا کښې ووې وکيل شاه ته

ستا غمونه اند يښنې دي ځکه ژاړم 

-
بېرته شاته