(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لمره!

[20.Jan.2022 - 22:21]

لمره

لیک: سیدعبیدالله نادر                         

ته د خدای تعالی یو لوی او عظیم نعمت یې ،چې  ، د دنیا په مخ او ګوټ ګوټ کې ظلمتونه او تیارې په تا رڼا کیږي ،بلکه ډیر یو لوی طاقت او قوت د ځمکي د پاره ، او د ځمکي د اوسیدونکو د پاره یې ،تا د ډیرو کلنو راهیسي ،چې انسانان یې په خپل فکر او هوش سره اندازه او اټکل نه شي کولای ، د دې ځمکي پر مخ خپلي زرینې وړانګي پلنې کړي دي ،او جهان ته دي روښنایي ورکړې ، له بی حسابه کلنو راهیسي هر سهار ستا زرینې وړانګي ،په کنډرنو،غرونو،په لوړو څوکو او ځنګلونو پر سر لګیدلي ،ته دي خالق یوه ډیره لویه معجزه یې ،ستا له رویه هم ډیر مظاهر د قدرت عیان کیږي ، ستا حکمت ته ډیر محقیقین په حیرت کې دي ،                                                                                            

تا عالم ته روح بخښلی ،ستا وړانګي نه یواځي ځمکي ته بلکه ډیرو نورو ستورو ته هم رسی ،زمونږ د کیهانی نظام د عجائیبو نښه ته یې ، بشر په دومره پرمختګ او ترقی سره ،تر اوسه په دي نه دي پوهیدلي چې په تا کې څه اسرار موجود دي ، او په تا کې څه دي ،دا هم ستا د لوی والي او عظمت نښي دي ، ته د اسرارو ډکه یوه خزانه یې ،او لاینحله معما ،چې ډیر فلسفي ذهنونه ستا د اسرارو د کشف په لاره کې ستړي شول ،خو ته هماغه هره ورځی ځان ښایي او خپل دنده چې رَب درکړې ،هغه خپل ستورو ته وړاندی کوې ، ډیرمحقیقین ستا اسرارو ته په ګونډو دي ، تا خپله رڼا په ګنهکار او بی ګناه یو راز شیندلی ده ، ته پس له خالقه د سخاوت یو بله نمونه یې ، ستا د دي لا ینحله معما او پټو رازونو د کشف په لار کې د بشر د ابتدا نه تر اوسه پوری ، ډیرو فلسفیانو خپل سوچونه کړي او فکرونه سټړي شوي ، خو څوک نتیجی ته نه دي رسیدلي ، مونږ نه پوهیږو چې ته څه یې ، او تاکې څه دي ،او داسي بی پایانه انرژی او قوت یې، چې نه ختمیدونکی ده ،

-
بېرته شاته