(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدایي خدمتګار

[20.Jan.2022 - 22:24]

د پښتون قامي تحريک يو نه ستړی کېدونکی مبارز  !!!

        "خداٸي خدمتګار حاجي خان زمين جان "

" ليک عنايت الله بهار "

دا د کال دوه زره اتلس خبره ده کله چې زمونږه ګران مشر ملک حاجي ګل زاده عرف غټ لالا  د عوامي نېشنل ګوند په ټکټ د قامي اسمبلۍ دپاره د باجوړ نه د امېدوار په حېث په عامو ټولټاکنو کښې برخه اخېستې وه ۔

په دغو ورځو کښې مو د وړ ماموند په تاريخي کلې بدان کوټ کښې جلسه کوله په دغه جلسه کښې زما نظر په يو سړي پرېوت څوک چې څو زلمو د وهېل چير په مرسته جلسه ګاه ته راوست وچ کلک کمزوری بدن ۔ ښکلې غنمرنګه څهره ۔ وړه وړه ګيره ۔ او خړ پکول ۔ 

کله چې د دې سړي نه د ګوند مشران چاپېره شول او ستړې مشو او هرکلي سلسله شېروع شوه نو زه هم د هعه خواته ورنېژدې شوم ۔ ما ليدل چې دې سړي خپلو سياسي مشرانو او ملګرو ته څومره مينه ورکوله په کوم انداز ٸې د مشرانو او کشرانو هر کلی وکړو او په تېره تېره چې څه وخت د هعه نظر په جلسه په ډير پراخه کچه د پښتنو زلمو ګډون ته وکتل نو ما د هعه خوشحالي د هعه په ښکلې څهره کښې د لرې نه ليدله ۔ دې سپېځلي مشر په دغه وخت کښې بې اختياره يو څو خبرې وکړې کومې چې زما وس هم يادې ۔ 

  " شکر دی خدايا چې نن بيا سره جهنډه زمونږه په علاقه اوچته شوه يو وخت داسې راغلی وه چې دلته به چا سره جهنډه نه شوه ښکاره کولی دا زما لوې ارمان وه شکر دی نن زما هعه ارمان هم پوره شه "

د دې نه وړاندې دا سړی ما نه پېژندو خو چې څومره څومره به ما د هعه مخ ته کتل نو پته نه لږي چې ولې خو هسې به مې زړه ته سکون رسېده  او جذبه به مې سېوا کېدله ۔

ځکه چې د دې سړي وجود د دې د سپېځلې مبارزې خپل تصوير وه ۔ د هعه کمزوري او بيمار وجود د هعه د هعه نظرياتي او فکري سياست يو بشپړه کتاب ښکارېده کوم سياست چې هعه په خپل زلميتوب کښې شېروع کړی وه او تر اخيري سلګۍ پورې ٸې جاري وساته ۔ 

دا سپېځلی پښتون خداٸي خدمتګار په کال 1954ء کښې د وړ ماموند په تاريخي کلې بدان کوټ کښې پېدا شوی وه ۔ 

د پلار نوم ٸې عبدالحميد وه ۔ خان زمين جان لالا ړومبنۍ زدهکړې په خپل کور کښې د خپلو مشرانو نه کړې وې ځکه چې په دعه سيمه کښې تر ټولو علمي کورنۍ هم د دوې کورنۍ وه څوک چې په خوا و شا علاقو کښې د ګل ډهېرۍ د ملانو په نوم شهرت لري ۔ په بدان کوټ او خواو شاه سيمو کښې د علم د برکته د دغه کورنۍ ډير عزت دی او خلق ورته ډير په درنه سترګه ګوري  ۔ لالا په خپل کور د اسلامي بنيادي زهکړو نه پس په ډير کم عمر کښې مسافري او مزدورۍ ته لاس اچولي وو په دغه سلسله کښې کراچۍ او نورو مختلفو ښارونو ته ٸې سفرونه کړې وو ۔ په ډير کم عمر کښې هعه ډيرو درنو درنو بوجونو ته اوګه ورکړې وه سختې سختې مسافرۍ او مزدورۍ ٸې کولې او خپله ګوزاره به ٸې کوله ۔ د دې سره سره به ٸې هر وخت د قامي سياست لمن هم ښه کلکه نيولې وه ۔ د هعه سياسي روزنه د قامي تحريک د مشرانو په نګرانۍ کښې شوې وه ځکه خو د هعه د سياست محور او مرکز د خپلې خاورې او خپل قام خدمت کول وو ۔ 

 ۔ په دې حواله مې چې کله د باجوړ د يو بل قامي مشر شېخ جهان زاده صاحب نه پوښتنه وکړه نو د هعه جواب څه داسې وه ۔

"خان زمين جان بېخي د ورکوټوالي نه د قامي تحريک سره خپله رشته مضبوطه کړې وه بلکې د خپل سياسي ژوند اغاز ٸې هم د قامي تحريک نه کړی وه هعه يو داسې قام پرست وه چې بېخي په هر لحاظ سره پوره وه هعه سياسي سړی وه په سياست پوهېده ټول عمر خپلې قامي او سياسي نظريي ته وفادار ثابت شوی وه د خان زمين جان په شان کلک نظرياتي خلق ډير کم وي "

د دې نه دا ثابته شوه چې هعه سياست کاوه قامي سياست صرف د ځان دپاره نه وو لګيا ۔ سياست دوه قسمه وي يو د ځان دپاره او بل د قام دپاره د ځان دپاره چې څوک سياست کوي د هعو فکر صرف د بېنک بېلنس ګاډي او بنګلې پورې محمدود وي خو د څوک چې د قام دپاره سياست کوي نو هعه ټول عمر د قامي اجتماعي مفادو فکر کوي ۔ 

نو خان زمين جان لالا قامي سياست کاوه هعه روپۍ نه دي ګټلي ۔ هعه ګاډي نه وو پېدا کړي هعه بنګلې نه وي جوړې کړې خپله مزدوري به ٸې کوله او قام له به ٸې قامي مبارزه کوله ۔ هعه يو خداٸي خدمتګار وه نه ٸې د چانه څه طمع کوله او نه ٸې چرته د خپل ضمير سودا کوله ۔ 

د دې شپه ورځ محنت نتېجه وه چې خان زمين جان لالا په ضلعي سطح د ګوند په ډيرو اهمو اهمو څوکو پاتې شو او خپلې ذمه وارۍ ٸې په هر دور کښې په ډيره ښه طريقه سر ته رسولې وې ۔  

هعه به د کال 2000ء نه وړاندې بس چلاوه خو د بده مرغه په 26مۍ کال 2000 ء کښې د يو خطرناک اکسيډنټ په نتېجه کښې ډير زيات ژوبل شه نو ځکه ترې د بس ډرايوري د ټول عمر دپاره پاتې شوه ۔

په کال دوه زره درې کښې د مزدورۍ دپاره سعودي عرب ته لاړ او هلته ٸې هم د خپلې مزدورۍ سره سره قامي سياست کاوه او د خپلو پښتنو افغانانو ورونو سره به په هره ښه بده کښې شريک وه د دې سره سره ٸې د حج عظيمه فريضه هم ادا کړه او د کال دوه زره شپږ په اخيرو ورځو کښې وطن ته راستون شه او دلته ٸې خپل قامي سياست ته دوام ورکړو ۔

په کال 2007 ء کښې د تحصيل ماموند صدر وټاکلی شه دا هعه وخت وه چې ټولې قباٸلي پټۍ په مکمله توګه سقوط کړی شوې وه او د حکومت نوم ٸې هېڅ يو شی نه وو د باجوړ نه تر وزيريستانه پورې ټوله قباٸلي منطقه د يو ډير خطرناک صورتحال نه راتېرېدله دلته د اور او ويني په يوه نا اشنا لوبه کار روان وه ۔ د قامي سپين ګيرو شملې په بمونو کښې الوتې وې په هر قسمه سياست پابندي وه او بيا د سرې جهنډې سياست خو بېخي کفر وه ۔ په دغه وخت کښې د سرې جهنډې نوم هم چا نه شه يادولی خو افرين دې وي او په خان زمين جان لالا دې وي چې په دغه کړکېچنو او مرګوني حالاتو کښې ٸې هم په کور سره جهنډه رپېدله په دغه ورځو کښې سياسي خلقو د خپلو خپلو علاقو نه خوندي ځايونو ته کډې وړې وې خو هعه د خپل اولس سره په خپله سيمه کښې هعه ټول عزابونه په ځان تېر کړل کوم چې په ټول اولس تېرېدل ۔

د خان زمين جان لالا تر ټولو لوې کار دا وه چې په دغه مرګوني حالاتو کښې ٸې سره جهنډه داسې رپانده وساتله چې زمونږه سترګې ٸې د فخر نه اوچتې کړلې ۔ هعه په دغه عهده تر کال دوه زره لس پورې پاتې شه او خپله دورانيه ٸې پوره کړله ۔ 

د دې نه پس په کال دوه زره دولس کښې د حلقه NA 43 صدر وټاکلی شه ۔ خان زمين جان لالا خپلې قامي نظريي ته په هر دور کښې وفادار ثابت شوی دی کله چې د کال 2013 ء په عامو انتخاباتو کښې ګوند د ناوګۍ د شوکت خان سره اتحاد کاوه نو خان زمين جان لالا هم په هعه خلقو کښې شامل وه چا چې د دغه اتحاد سخت مخالفت کاوه ۔ 

هعه د کال 2014 ء نه تر کال 2018 ء پورې د عوامي نېشنل ګوند ضلعي ناٸب صدر هم پاتې شه په دغه ورځو کښې ٸې صحت ډير زيات خراب وه انتهاٸي کمزوری شوی وه داسې چې په وهېل چير کښې به ګرځېده خو د هعه قامي او سياسي جذبه هم هعه شان توده وه ۔ دا سپېځلی خداٸي خدمتګار په اتم نومبر کال 2019ء کښې د جمعې په شپه د زړه د دورې د وجې د تل دپاره زمونږه نه په مادي توګه جدا شه او په خپل کلې بدان کوټ کښې خاورو ته وسپارلی شه ۔ خو په فکري توګه به تل تر تله ژوندی وي ۔  خان زمين جان لالا خپلو بچو ته هم د قامي سياست درس ورکړی وه بلکه که زه داسې اوويم چې هعه خپلو بچو ته په ميراث کښې تر ټولو لوې شی هم دغه قامي سياسي نظريه پريښې ده نو بده به نه وي ۔ نن هم د دې پښتون قام پرست لالا زلمی بچی لعل کريم ننګيال د خپل بابا په لار روان دی او په هر لحاظ سره د خپلې برخې کار کوي ۔ 

 

عنايت الله بهار

-
بېرته شاته