(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرګ ته ماتې

[20.Jan.2022 - 22:27]

کل (اوچرک) / مرگ ته ماتې يا(البعث بعدالموت )/ د لاړيس (بايسکل) ټکر نور دردونه او رنځونه رابرسېره کړل

لیک: پوهاند مجاوراحمد زیار

د څرخي زندان (۱۳۵۷ل) راهيسې فرهنگيال دوست او د مخښود (فېسبوک) مرستيال سميع سېلني دېته وهڅولم، د لوی افغان کور مېشتو او بهرمېشتو درنو فرهنگيالو او پوهيالو سټو د پور اداينې لپاره چې د روغتوني درملنې په ۴۷ ورځني بهير کې يې خپلې اندېښنې او خواخوږۍ او له (بيا ژوند) سره د زړه له ژوروخوښۍ او خوشالۍ را څخه ونه سپمولې، سم له لاسه يو (تکل) ،هومره وړاندې کړم:

د اکتوبر پر نهويشتمه يو دوه کيلو متره وړاندې لمباځي کې تر لمبا روسته لس بجې پر دوه څرخه يا لاړيس (بايسکل)بيرته راستنېدونکی وم چې ناببره تورې دربلې توپاني جم جکړ را ښکېل کړم. خو مې بياهم لاس له پښو ختا نه کړ او بې له دې چې په هر گام کې د سړک غاړې اوبيا ځنگلوټي دنگو زړو ونو مرگونې راپرځېدنې وترهېږم، هماغسی سپور بازارگي ته راووتم . ډوډۍ پېرلو په موخه له يوې تنگې تورشي لارې دوکان ته ورښی څرخ شم، چې غرشو، ترما بتر ارور ترور مې گاډي مخې ته را وڅرخاوه، لاړيس (بايسکل) مې له نرۍ پولې سړک ته ور وښويېد، ما ځان او لاړيس (بايسکل) د گاډي له اربې را بچ کړ او له ډوډۍ سره په گوتشمېر سانيوکې کورته ځان سپور ور ساوه

له خپل ورځنی مهالوېش سره سم تر ماښامه سولگر (رايانر =کمپيوتر) ته کښېناستم. د نو رو ليکنو څېړنو په ترڅ ترڅ کې مې د اروا ښاد عبدالرحيم مجذوب ويرنه پيل کړې وه، چې پښتيانا لور مې د المان له لنډ چکره را ستنېدا سره زنگ راوواهه او ما هغه تېره پېښه په لڼډو ټکو کې ور ډا گيزه کړه چې بلاوه، برکت يې نه. او پرې مې نه ښوه، د خپل کور پرځای هسې ستړې ستوما نه پر ما راشي. خو نوکريواله مور يې راباندې خبره کړه، هغه هم سبا گهيځ ۸-۹ داسې مهال را غله چې زه له کټه ښوی شوی او پر غولي براب براب ( ستوني ستخ ، تخته به پشت . سېلنی) بېسده پروت وم.څو امبولانس رارسېده، پښتيانا هم را رسېدلې وه او دواړو تر نوي ټيپ ۳۷ پوړيز روغتون (هوسپيديم) بدرگه کړم. بېړنۍ مخخونه کې لمړی، ازمېښتکارې ډاکترې (اېوا) واړولم را وا ړولم. همداچې د يو مړ ژوانده رگ (نبض) لږڅرک هومره يې را ولگاوه، له خپل کارکړن سره سم يې زما دواړې کورنۍ غړې را نژدې کړې چې کېدای شي، پر گړهار مې راولي او له ژونده مې پوره ډاډه شي. د ورپسې پړاو پازوال ډا کتر (اندري) پېژندويه وخوت او پر نورو يې غږ وکړ،چې زه د اکسفورډ پوهنتون سانت جان کالج (پوهنځي) د ختيځپوهنې او بيا آريانپوهنې د تېزسونولارښود استاد يم او د يوه هسې بوډا په سترگه راته ونه کتل شي!

په لمړيو کتنو کې ډاگيزه شوه، د تېرې ورځې تور توپان د لاس و پښو پرځای دننه د تشي په سر سر کې پروت تريخی تک تور راړولی چې تر نس روسته سهنيز(هاضمه) بهير يې راويجاړ کړی دی. هغه داچې له دولسگوني (اثنأعشر) څخه د ورلېږدېدلو خوراکي زهرو د تر يخي(صفرأ) کڅوړه راپړسولې او شېبه نيمه پس يې له چاودون سره زهر د وينو بهيرته ورگډېدل، زړه او بيا سږي له کاره لوېدل او زما ژوند ته يې پايټکی اېښوه؛ خو ډاکترانو يې د مخنوي لپاره د الکتروني اندوسکوپۍ په مټ تريخی اوکڅوړه او ورغلي دولس واړه نلونه پرلپسې تشول او پاکول او په دې توگه يې سم له لاسه له تړلي مرگه راوژغورلم ، خو ورځ دوې ځنې پاتې الکترونيکي کمرې (د غاښو نغرنې) ( د پورتني مصنوعي غاښو ژامه تېرول '' سېلنی'' )بله مرگونې بخوله ( بده پیښه)رامنځته کړه او څه ناڅه يوه نيمه مياشت يې زما درملنه وغځوله!!؟ 

هله مې په د ې سر خلاص شو چې تريخی ترينې (ځيگر) هم ټاکنده چاڼيز-سهنيز نقش پرځای کوي او له دې لامله- په پښتو گړنه (څوک د يوڅه کړن تريخی لرل يا نه لرل) کې د ( زور-ځواک) جاج ښندي ؛ او د اکتوبر د روستۍ شپې بد اکر ( حالت و وضعیت)يې تورېدا لامل شوی او د تورېدايې پلمه يې هم هماغه بابيزه ټکر وو! که نه، (له۹کلنۍ) يتيمۍ او ورسره ورسره تر پولې پټي کور کوډلې پورې د ژوند له هرې وزلې وسيلې بې برخيو کډواليو او مزدوريو، او راروسته پرلغښتو (سستماتيکو)ورزشونو د چا خبره لکه پولاد غښتلی کړی او له ډېرو مرگونيو پېښو روغ رمټ راوتی، لکه له هسکو ونو را غورځېدنو ، په رودونو او سيندونو کې ډوبېدنو... 

او بيا پسې وه د ژبو او ادبياتو پوهنځي په اډانه کې د اطلس تر پروژې لا ندې له پاميره تر سپين غره او له اسلام کلا تر پکتيا او پکتيکا د څو کلنو ژبنيو او گړدودي او فولکلوري څېړنو او( ثبتونو) په ترڅ کې د ډبډبي (موټرسا يکل) له بېشمېرو ټکرونو ...او بيا په دې زړبوډۍ کې د تريخي له توريدا سره ۲۴ ساته ژوندی پاتېدنه مې د هاغه سخت تېر ژوند و ژواک برکت شمېرل کېدای شي؛ د نورو والگي وهلو ناروغانو!له سرايته،-خو په پرلپسې ستنو وهنو روږدي اکر ته راوښتم، د کرونا ازماينه يې خو د هرې ورځې پيلامه وه!

لابتره مرگونې پېښه چې کورنيو غړو ترې را وژغورلم

ډېرو اړينو او ناړينو ازماينو، درې کلنو لاسرغولو پاسنيو درو ناښونو ( انيابو) د نغرنې (تېرونې) او په ستوني کې بندېدنې ربړه ناڅانگيزو ( غیر مسلکي)درملگرو لپاره نا پېژندويه پېښه وه او په دې يې سرونه نه خلاصېدل چې هغه دې دغه درې غاښيز تړنگ اويسي:

يونيم نمونيا (کمويني)، بل د مغزو ستروک (فلج- گوزڼ)، او يو پوخ منگي جراح لاچونگاښ دانه (سرطاني تومور) انگېره چې بايد خېټه را سورۍ کړي او تر يو مهاله يې له لارې خوراک او څښاک وکړم. خو د گلاسگو پوهنتون زدياندې ( محصل)نمسۍ په گډون درې سره کورنيو غړو ، په تېره پښتيانا دا اټکلي نومېرنه (تشخيص)، هغه هم په اوسني لېزر طبابت کې له چړو کاراخېستنه کورټه ور رد کړه، لور مې چې په اناتومۍ او نورو طبي برخو کې يې تر هغو زدکړه او له کلونو راهيس په کړنيز (عملي ډگر کې) بيا ډېره پوهېده، زماخوله يې وپلټله چې پاسني غاښونه مې، نه په خوله کې شته او نه رانه د کور په تشناب کې پاتې شوي. تر دې چې دا ليد يې اېمرای هم را تاييد کړ چې هماغه غاښونه دي؛ نويې د څېرمه پخوانۍ روغتوني پزې ستوني څانگې ته ولېږدولم او اړوندو تخنيککرانو لاندې لاندې زمهرير ( يخ ترين دوزخ . )

ځمکتل (زیر زمینی)ته کښېستم هغوی مې له نيمې نيمگورې بېسدۍ سره غاښونه له ستوني راوکښل او لورمې په سرکاري او له کوره راوړو کمپلو کې نغښتې تسکيرې سره له ځمکني پوړه بيرته راو خېژولم او هله يې له لارښونې سره سم د يوې گوښې خونې دننه يېکې يوازې د خدای اسرې ته پرېښوم او پخپله يې له نورو سره د کور پر لور رانه پښې سپکې کړې. له تندې مې ژبۍ له خولې يوه ولېشت راوتې وه او پر نارو سورو مې روغتوني پازوالو غوږ هم نه رپاوه . گهيځ مهال مې کتل چې ډاکتران، روغتياپالان او نوره عمله فعله مې وره چنې جاروځي ( دروازې مخې ته کښته پورته کېږي)، نو د هسې بې گټو چغو سورو پر ځای مې بېواکه دا بدله را واخېسته

اخ له تندې مرمه زه 

هېڅوک نه لرمه زه...

ناببره مې چېرې له کوم لورې مخينۍ لاهورۍ روغتيا پالې (فرزانې) کړکۍ راووهله. په هماغه بيړه کې يې، بې اجازې په يوه منډه د تشناب تر لاسولونې (دستشوی)ورسولم، او په يوه غرغړه يې ستونی رالوند کړ او بيرته يې په تسکيره کې پرخپل ځايگوټي وسپارلم . مېرمن او لور مټې تنکۍ غرمه له خپلو کارځايونو زما اکر بکر ( حال وضعیت ) له اړوندو پازوالو وپوښت او سات نيم روسته راورسېدې او دنوي اسمانڅک اودېرشم پوړ ته يې په برېښل ( لفت)کې ورپورته کړم. دا پلا يې راته په اړونده لوژستېکي مشرې ځانته خونه راسمباله کړه، په ورځ دوه کې يې د ستوني پزې څانگې زړه سواندې په مشرۍ د پښتيانا په لاسليک کړي ژمنه له هغه زندان وزمه روغتونه را ازاد شوم . لمړۍ شپه مې د لور کره تېره کړه او هله يې مور زړه نازړه دېته چمتو شوه، چې د همغې رسمي ژمندويې لور په ملتياخپل کور ته راستون شم

لور مې مټې تر هغې دويمې مرگوني اکره ( حالت) روسته سر راخلاص کړ چې:

( تنده) هغلته د هر درد و زخم د رغېدا يو اجباري آړ و شرط دی او له همدې لامله ما پټ پر پټه د غاښو وللو په پلمه يو څاڅکی غړپ اوبه درکولې که نه د مړيو (خوراکونو) تر منځ واټن له ۶- تر اتو ساتو تنده دې يو تړلی مرگ وو؛ ان تر دې چې د کيڼ غوږ پوڅکۍ لاندې يې يوه پلاستيکي غوندې، چيټۍ را نښلولی وه، او وخت پر وخت يې کنترولوله او کله به مې چې لرې کړه، شېبه روسته به کومې روغتياپالې. بيرته نښلولی وه، داسې يوه چيټۍ چې يو لنده بل هومره يې ستا په بدن کې نه پرېښود)) 

په دې توگه، دا هم ناشونې نه ده چې څوک دې له دغه ښنديزو (افراطي) تندو سا ورکړي، بې له دې چې اړوندان يې يو سپڼ هومره وکړای شي)

هو، زه به له هغه نوي ماډل روغتونه لمړی نيم نيمگوری روغ او بيا ژوندی راوتی ناروغ اوسم، چې دغه بشري ناورين له خپل کلينيکي(GP) درملگر سره شريکوم

په پای پای کې د پوهيالو او فرهنگيالو د تبصرو تر څنگ د گڼ شمېر دينپوهانو او ستانه وو د دعاوو درناوی هم نه هېروم، هغه هم د ستر شاعر پر پليونۍ:

سپاه وسپند هردو رقيبان شاه

دعای نظاميست درصبحگاه

په نړه افغاني مينه او مننه! ستاسې د ټولو منندوی زيار

-
بېرته شاته