(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد

[20.Jan.2022 - 22:30]

دپښتو ژ بې نامتو سندرغاړی ارواښاد استاد اولمیر

----------------------------------------------------

ارواښاد استاد اولمیر دپښتو ژبې نامتو سندر غاړی و ،نو موړی په ۱۹۳۳ زیږدیزکال کې دپښتونخوا دمرکز پیښور دسولۍ په کلې کې دسید احمد خان په کور کې چې دپیښور یو مشهور سندرغاړی و دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې دي.استاد اولمیر خپلې لو مړنۍ زده کړې تر څلورم ټولګي(کلاس) پورې په خپل کلی سولۍ کې تر سره کړي دي او وروسته دپیښور دصدر په فرنټیر نومی ښوونځي(سکول) کې شامل شو او په هغه ښوونځي کې یې تر لسم ټولګي ( کلاس) پورې زده کړې وکړې.

استاد اولمیر دکوچنیوالی نه دسندرو او موسیقۍ او فیلمی سندرواو ګانو سره مینه درلودله ،همداوجه وه چې په لس کلنې کې دهغه سیمې دنامتو استاد جعفر خان سره شاګرد شو او پوره شپږ کلونه یې دهغه سره شاګردي وکړه.استاد لا دښونځي زده کوونکی و چې خپل مور او پلار یې له لاسه ورکړل او دی مجبور شو چې دخپل تره سره ژوند وکړي. تره یې نوموړی دموسیقۍ بل مهم استاد سبز علی خان ته بوت او کله چې استاد سبز علی خان دده غوړیدلی استعداد او په موسیقي کې دده پوهه ولیدله نو دی يې له ځانه سره لاهور ته بوت او هلته یې دده ځینې سندرې ریکارډ کړې.وروسته یې څه موده دپښتونخوا دولسی شاعر ګلستان بابا سره تیره کړهاو دهغه نه یې دموسیقۍ په برخه کې ډیر څه زده کړل.داستاد اولمیر لو مړنۍ سندره چې داستاد سبزعلی خان سره یې ویلې ده(زړګی مې شو ټوټې ټوټې) نومیږي.

استاد اولمیر په۱۹۵۰ کال کې دافغانستان دخپلواکۍ په جشن کې دګډون لپاره کابل ټه راغی.په هغه وخت کې دپښتو ژبې نامتو شاعر ارواښاد ملنګ جان په راډیو کابل کې دپښتو دموسیقۍ په برخه کې مهتمم و.دهغه وخت دقبایلو ریاست استاد اولمیر ،ملنګ جان ته ور وپیژانده او استاد اولمیر دکابل راډيو سره خپله همکاري پیل کړه.استاد اولمیر په را ډیو افغانستان کې تر ۲۵۰ په شاو خواکې سندرې ویلی او ثبت کړی دي.استاد اولمیر دپښتو موسیقۍ په وده او پر مختیا کې لویه ونډه اخیستې او ډیر شاګردان یې روزلي دي.داستاد دزیاترو سندرو شعرونه د ارواښاد سیلاب ساپي، ارواښاد نصرالله حافظ او ملنګ جان دي.همداراز استاد دافغانستان دمشهورې سندرِغاړې میرمن رخشانې سره هم ډیرې پښتو سندرې ویلي دي.

استاد اولمیر ټه په ۷۱ ۱۹ زیږدیز کال کې دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا دموسیقۍ داستاد لقب وګاټه. استاد اولمیر د افغا نستان دهنري ډلوسره یوځای هند ،روسیې او چکو سلواکیا ته هم سفرونه کړي دي او هلته یې کنسرتونه ورکړي دي چې دخلکو دتودو هر کلیو سره مخا مخ شوي دي.

داستاد اولمیر په مشهورو سندرو کې (دازموږ زیبا وطن- دازموږ لیلا وطن- داوطن مو ځان دیدا افغانستان دی)او (ستا دسترګو بلا واخلمبیا دې سترګې ولې سرې دي) ډیرې مشهورې دي.

داستاد اولمیرسندرې نه یوازې په افغانستان،بلکې په پښتونخوا کې هم دزیا ت شهرت نه برخمنې دي.

استاد اولمیر له نن نه ۳۲کلونه وړاندې په ۱۹۸۲ کال کې په کابل کې وفات شو اودکابل ښار دشاه شهید علیه الرحمه په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

اروادې یې ښاده وي!

 

https://www.youtube.com/watch?v=9D_YVDV7Y_A

-
بېرته شاته