(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر لطیف یاد

[20.Jan.2022 - 22:38]

لمرګلی=کافرګل :کا پر ګل   Sunflowerپه پښتو ټپو او شعرونو کې

----------------------------------------

دکافر ګل په شان کږه شوې

چې راسمېږې ورځ به نیمه تېره وینه

لمر ګلی چې په پښتوکې ورته لمرپرست ،لمر مخی ،ټاپراس  ،کافرګل او کاپرګل هم وایی عربان یې (عباد الشمس) بولي ، په فارسی ژبې یې( ګل آفتاب پرست او ګل افتاب ګرداناو په هندي اواردو کې ورته (سورج مکهي) وایي، انګریزي نوم یې(Sunflower)او علمي نوم یې (Enthusiast)دی.

زموږ ځینې پښتانه لمر ګلي  ځکه  ( کافر ګل یا کاپرګل ) بولي  چې وایی دلمر عبادت کوي

لمرګلی دنړۍ په ډېرو هیوادونو کې کرل کیږي او له زړو( تخم ) نه یې غوړي ترلاسه کیږي . همداراز زړي یې هم خوړل کیږي

ویل کېږي چې د  لمر ګلي په زړو کې   کالوري، غوړ،  پروټین، کاربوهایډریټ،  فایبرونه ،  ویټامین اي،  ویټامین بي، اوسپنه، میګنیشیم او زینک شته .

د لمر ګلي زړي د زړه او شکرې د ناروغیو مخنیوی کوي او د لوړ فشار او فلج خطر کموي او هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید د تل لپاره د ځان معاینات وکړي او په ورځني ډول دې یو موټی د لمر ګلي زړي استعمال کړي، نو په شکرې کې به یې لس سلنه کمښت رامنځته شي.

د لمر ګلي زړي دبدن دفاعی سیسټم  متحرک  او پیاوړی کوي او د سیلینیم شتون یې بیا د میکروبونو په وړاندې مقابله کوي او بیټا سیټوسټرول په نوم ماده بیا د سینې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.دغه راز د لمر ګلي په زړو کې د فایبرو شتون د وینې خراب کلیسټرول کموي او د ویټامین بي ۶ شتون یې  حافظه پیاوړې کوي .

دلمرګلي بوتي کله کله تر دریو متروپورې  لوړیږي.هغه هیوادونه چې ډیر لمر ګلی پکې کرل کیږي هغه دامریکې متحده ایالتونه ، روسیه ، ارجنټینا ، چین ،ترکیه او ډیرشمیر اروپایي او ایشیا یي هېوادونه دي

موږ په پښتوژ بې  کې دلمرګلی په اړوند ټپې او شعرونه هم لرو چې دلته یې دټپو او شعرونو یوه یوه  بېلګه وړاندې کوم

دکافر ګل په شان کږه شوې

چې راسمېږې ورځ به نیمه تېره وینه

کور مې دنیا، ته په کې لمر یې

د لمرپرست په شانتې مخ درپسې وړمه

او یا داچې

لمر پرست لکه چې لمر پسې تاويږي 

مخ مي داسې په دلبر پسي تاويږي

دلمرګلي په اړوندیوه کېسه هم شته  چې داکیسه خپل جانان یا لمرته دلمر ګلي دوفادارۍ ښه بېلګه ده .

وايي د لمر ګلي نه چا تپوس وکړچې ټوله شپه دې سر ولي ټيټ او ځوړند نيولی وي ؟

لمر ګلي ورته ځواب ورکړ

که څه هم دشپې له خوا ستوري راته سترګکونه وهي،خو زه نه غواړم چې ورته خپل سر پورته کړم او ورته وګورم او په خپلې سپیڅلې مينه کې د لمر سره خيانت وکړم او د لمر زړه مات کړم ځکه چې لمر زما جانان دی او دجانان سره خیانت لویه ناځواني ده

(یاد)

..........

دآسترالیاځایی ( بومي ) او اصلي اوسیدونکي ابروجینیان

(Aborigines)

(ابروجینیان) دآسترالیا بومی او ځایی اوسیدونکی دی چې دتیرو پنځوسو یا شپیتو زرو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې ژوندکوی.دوی تورې څیرې ، خیرن مخونه ، ګاړګوټي ویښتان،پلن سرونه اوپیتې پوزې لري. دو ی پخوا معمولا په ځنګلونو کې اوسیدل او یا به یې په ځنګلونو کې دلرګیو او دونو دپاڼو او څانګو نه ځانته کوډلې جوړې کړې وي او د کبانو او نورو ژوو په ښکار سره به یې ژوند کاوه .ددوی دښکار وسایل نیزې ، مچنوغزې او چاکوګان وو.دوی د۲۵۰ په شاوخوا کې بیلابیلې ژبې او لهجې درلودلې.دوی په بیلا بیلو قبیلو ویشل شوی وو او دمذهبی پلوه دوی په (Dream Time ) عقیده لری او وایی چې زموږ نیکونو او ددوی ارواګانو دانړۍ پیداکړې ده .

ورو سته چې په ( ۱۷۸۸) زیږدیز کال کې انګریزان آسترالیا ته راغلل نو دوی دانګریزانو سره ډیرې جګړې وکړې . انګریزانو ددوی نه په استرالیا کې ځمکې واخیستلې ، ددوی ماشومان یې دمیندو او پلرونو نه په زورسره جلا کړل او ان دوی یې دآسترالیا دهیواد دتابعیت نه محرومه او بې برخې کړل . دانګریزانو سره په جګړو کې د دوی ډیر شمیر ووژل شول او ډیر شمیر یې بندیان شول .

څو کلونه وړاندې دابرو جینیانو او د استرالیا حکومت ترمینځ دپخلاینې تړون لاسلیک شو او دآسترالیا حکومت ددوی نه دهغوکړو وړو لپاره بخښنه وغو ښتله چې په تیرو وختونو کې یې ددوی پر خلاف کړي وو. ابرو جینیا ن دآسترالیا دهیواد درې سلنه وګړي جوړوي . باید وویل شي کله چې ۱۶۰ کلونه وړاندې یو شمیر پښتانه کو چیان آسترالیا ته راغلل او د اورګاډي دپټلیو او دتلګراف دمزو په غزولو کې یې دلته کارونه کول هم دآسترالیا دسپین پوستو او تور پو ستو بومي ابروجینی میرمنو سره یې ودونه کړي وو. زه به تاسو ته هغه ویډیو شریکه کړمه چې ( سټولن جنریشن ) نومیږی . په لاندیني انځو رونو کې دآسترالیا دابرو جینيانو یابو مي خلکو څو انځورونه .

https://www.youtube.com/watch?v=XaZtOIsgBqQ

.........  

په پاکستاني جیل کې بندی علي وزیر ته :

دعصمت قانع ډالۍ

دپيړۍ دمنبر غږ يم چې اسيريم

زه دخپل سرنوشت چيغه يم تقدير يم

دبل ښکار نه خورم دخپل بازو څښتن يم

ځکه بند پر بند تړلى په ځنځير يم

دمغلو مريدان مې زنديقان کړل

زه دخپلې پښتونخوا دبلۍ پيريم

زما اداء دغلامۍ نه زده اورنګه

دروهي کاروان اغا يمه او ميريم

زما غشي به زما پر نښو وار کړي

دافغان صياد دنښي پوخ نخچير يم

راشه ما ته زما حساب پر ميدان راکړه

زه کيسه کي نه داستا نه دکشمير يم

زما قصور زما دخپل کور مالکيت دى

زه دخپل زخم دارويمه اکسيريم

قانع ګله لروبر يې لاپه څه دى

يوافغان يم يو ملت يم يو تقدير يم

........ .

شیشګی= جیږګی،جیزګی ،جزګی ،سیځګی، زيږګی ،ږېږګی ،جیشکی ،شژګی ،شیژګی ،جزګی،ججغی. جیجغای،څڅکی ،سیزګی ،ژیژګی،ګېشګی،سوسکی ،زوګزوګی ،جزغې ،دېزګي،ججغی،جګجګی ،زوګزوګی ،څیزګی ،اجغی یوتی لرونکی کوچنی ځناور دی چې ایرانیان یې (جوجه تیغي)،دافغانستان فارسي ژبي یې( خارپشت یا خارپشتک)،په اردو کې ورته (کانټي دار جانور)،په عربی ژبه ورته( قنفذ) اوپه انګریزي ژبې یې (Hedgehog )بولي یوتی لرونکی حیوان دی چې زیاتره خزندې او حشرات خوري .

په ایشیا ، افریکې ، امریکې اویورپ کې دشیشګي (۱۷) ډولونه پیژندل شوي دي . دشیشګي پوستکی یاڅرمنه په اغزو پټه ده او کله چې بل ځناور وغواړي پرې برید وکړي نو ځان پکې پټوي څو خوندي پاتې شي .

........

شین خالۍ

----------------

توره شپه ده توره خونه

شین خالۍ نه ده معلومه

توره شپه به خدای رڼاکړي

شین خالۍ به خدای پیدا کړي

که راځې درته ولاړیم

ګلې ستا په انتظاریم

نارې مه وهه درځم

په ویالې ګوډې ډکوم

مازدیګر دګودر غاړه

شینخالۍ ده در روانه

زه درځم نه ایساریږم

ستا دیدن ته رارسیږم

شینخالۍ ده در روانه

زه درځم نه ایساریږم

ستا دیدن ته رارسیږم

http://www.youtube.com/watch?v=hPt9yFJUXUk

...........

د ا پینو ( تر یاکو ) جګړې :

----------------------------------

په تاریخ کې موږ دچین سره داپینو یا ا فیومو ددوو مشهورو جګړو شاهدان یو .د اپینو لومړۍ جګړه دانګریزانو او چینایانو ترمینځ وشوه او دویمه جګړه یې دفرانس او چین تر مینځ وشوه .زه په دغه لنډه لیکنه کې داپینو( افیومو) یا تریاکو دغه دوه جګړې په لنډه توګه درپیژنمه :

۱- داپینو لومړۍ جګړه :

----------------------------

دغه جګړه دانګریزانو او چینایانو تر مینځ د۱۸۴۰ او ۱۸۴۲ زیږدیزو /میلادی کلونو تر مینځ وشوه . تر دې وړاندې انګریزانو له چین نه خپل هیواد ته چای صا دراوه او د انګلستان دخلکو دچین چای ډیر خوښیده او دانګلستان حکومت به چین ته دچایو په مقابل کې سپین زر تبا دله کول . .په پای کې دانګریزانو دسپینو زرو زیرمې مخ په کمیدو شوې اود برتانوي هند انګریزي مشرانو چې په هغه وخت کې یې دهند پر نیمې وچې ولکه او واک درلود چین ته دچایو په مقابل کې دسپینو زرو مبا دله ودروله او بنده یې کړه . انګریزي سوداګرچې دحکومت ممتازه طبقه وه د چین سره یې د سو داګرۍ لارې چارې بدلې کړې . دوی په هند کې خاشخاش او دکتانودبوټي کښت ته زور ورکړ او دسپینو زرو پر ځای یې چین ته د کتانو او اپین ( تریاک) لیږل پیل کړل . دتریاکو دلیږلو په پایله کې دچین خلک داپینو ( تریاکو) پر استعمال او کارونې روږدي او معتاد شول . وروسته دچین حکومت وپتییله چې چین ته داپینو لیږل بند کړي او په ۱۸۳۰ زیږدیز کال یې امر وکړ چې دکانتون په سوداګریز بندر کې دې دانګریزانو داپینو صندوقونو او پیټیو ته اور واچول شي چې همداسې وشول او انګریزي سوداګر دچین دحکومت په دې کار سره سخت خواشیني شول .همدا وجه وه چې انګریزانوپه ۱۸۴۰ زیږدیز کا ل کې د چین دکانتون سود اګریز بندر ته خپل پو ځونه ولیږل او په دې توګه دانګریزانو او چین تر مینځ داپینو پر سر جګړه پیل شوه . وروسته انګریزانو دچین نه د یانګ تسه کیانګ او شانګهای ښارونه ونیول او نانکینګ ښار ته ورنږدې شول او چین مجبور شوچې دانګریزانو سره دنانکینګ تړون لاسلیک کړي چې ددغه تړون په پایله کې چین له انګریزانو سرهپه ۱۸۴۲ زیږدیز کا ل کې دغه لاندینی تړون لاسلیک کړ :

۱- هانګ کانګ یې چې دچین دخاورې یوه مهمه برخه وه انګریزانو ته وسپارله

۲- چین د پنځوسمند ري سوداګریز بندرونو دروازې انګریزانو ته پرانیستلې .

۳- هغو شمیر انګریزانو به چې په دغو چینایی بندرونواوښارونو کې کوم جرمونه کول نو فیصلې به یې په انګریزی محکمو کې کیدلې نه په چیینایی محکمو کې .

۴- دنانکینګ دتړون له مخې امریکې ، فرانس او روس هم له چینه دورته امتیازونو غوښتونکی شول

د اپینو ( تریاکو) دویمه جګړه :

--------------------------------

دابینو یا تریاکو دویمه جګړه چې دغشو دجګړې په نامه هم یادیږی دفرانس او چین ترمینځ د۱۸۵۶ او ۱۸۶۰ زیږدیزو کلونو تر مینځ وشوه .په دغې جګړې کې هم انګریزان او امریکا دفرانس ملګری وو.ظاهرا ددې جګړې علتونه داوو چې په چین کې دکوینګ دکورنۍ واکمن فرانسویانو ته ویلي و چې دوی ته به په چین کې دانګریزانو په شان ورته امتیازونه ورنکړی او بل علت یې داوچې چین دفرانس دحکومت یو تن استازی مجازات کړی ا وهم یې یوه کښتۍ او دهغه عمله او کسان زندانیان کړي وو .وروسته فرانسویانو او انګریزانو چې ډیر لږ پوځونه یې درلودل په ګډه سره په جګړه کې چین ته ماتې ورکړه اوچینایان یې دیته مجبوره کړل چې دپیکینګ تړون ورسره لاسلیک کړي چې فرانسې ته به امتیازونه ورکوی او په چین کې به داپینو سوداګري قانونی بڼه نیسي

.......

-
بېرته شاته