(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حباب خان او

[25.Jan.2022 - 20:29]

حباب خان کاکا او پښتونستان 

لیک: شلمان ملاکنډ

 

د سوابؽ اولسوالؽ په کالو خان کلى کښے د شهداد خان يوسپزى ځوؽ حباب خان په 1895 کښے پيدا شو ـ هيله خت يؽ راغلے وو چے د ترنګزو حاجى صيب سره يؽ تګ راتګ شورو شو ـ په اولنؽ نړيواله جګړه کښے به بؽ د ترنګزو حاجى صيب په وينا خلق د پرنګى په پوځ کښے د برتى کولو نه منهّ کول ـ د دے کار په وجه حباب خان کاکا د پرنګى سرکار د سترګو ازغے شو . په کال 1920 کښے د ملګرو سره په هجرت افغانستان ته لاړو ـ هلته د باباٸے امن باچا خان او نورو مشّرانو سره ډير وخت پاتے شو نو د هغوؽ خبرو پرے ژور اسر اوکړو او چے واپس راتلو نو د پښتنو د بيدارؽ او يووالى سوچ يؽ د ځان سره راوړو ـ د هجرت په دوران کښے يؽ ښځه مړه شوے وه ـ په کال 1924 کښے د يو دوست په بلنه تاٸي لينډ او بپا جاپان ته لاړو د جاپان حکومت دے ځکه بنديوان کړو چے دے د غلام وتن اوسيدونکے وو ـ دلته يؽ د غلامؽ د زنځير شلّولو اراده نوره هم مزبوته شوه ـ چے په کال 1926 کښے وتن ته واپس راغے نو باباٸے امن باچا خان له لاړو ـ دواړو ډير وخت د پښتنو په راتلونکى خبرے اوکړے او د خداٸي خدمتګار غورځنګ سره يؽ د وپادارؽ سوګند  پورته کړو ـ د خپلے پوهے ، تنزيمى کاروايو او زړّورتيا له کبله په يو څو مياشتو کښے يؽ په خداٸي خدمتګار غورځنګ کښے لوے نوم او احترام پيدا کړو ـ نو ځکه به هرے غونډے ته ډير په درناوى بللے شو ـ د رزّړو د خداٸي خدمتګار  غورځنګ خزانچى اوټاکلےشو ـ 

په کال 1942 کښے چے سول ناپرمانى شورو شوه نو دوؽ ته ذمه وارؽ ورکړے شوه چے هره ورځ به دوه کسان عدالت ته په دے غرض ليږى چے ځان ورته قيد کولو ته پيش کړى ـ ده ته وٸيلے شوے وو چے ځان به د پيرنګى سرکار نه پټ ساتے چے ګرفتار دے نه کړى ـ حباب خان کاکا اول خپل رور پاٸينده خان او دوه خورّيونه ايمل خان او ګلشاد خان د ګرفتارؽ دپاره عدالت ته وليږل ـ دغه شان دا سلسله په کاميابؽ سره روانه وه ـ پيرنګى سرکار د ډير کړاو او کوششونو نه پس مالومه کړه چے دا ټول کار حباب خان کاکا کوى نو پټه څوکيدارى يؽ ورله شورو کړه ـ يوه ورځ دے هجره کښے ناست وو چے پوځ او پوليسو د هجرے نه چاپيره شو ـ دے يؽ اونيولو ـ د کالو خان څوکؽ ته ٸي بوتلو خو دے ورسره په ټانګه او نه پياده تلو ـ چے په وهلو ټکولو کار اونشو نو په کټ کښے يؽ کلک اوتړلو او د کالو خان څوکؽ ته يؽ يوړو ـ عدالت ورته د يو کال د قيد سزا واٶرّوله او هرى پور جيل ته يؽ وليږلو ـ هلته د سياسى قيديانو سره د اخلاقى مجرمانو سلوک کيدو ـ زلمونه زياتى به پرے کيدل ـ دا کار حباب کاکا زغملے نه شو نو د ملګرو په سلا مشوّره يؽ د نه خوراک عمل شورو کړو ـ د ډيرے کمزورؽ له کبله روغ

تون کښے داخل کړے شو ـ د بے هوشؽ په حالت کښے واک دارانو دده غوښتنه اومنله ـ څلويښت ورځے پس يؽ د دارو سره سره خوّراک هم شورو کړو ـ د ده د قربانؽ په وجه د خداٸي خدمتګارو سره ښه سلوک شورو شو ـ د قيد په دوران کښے يؽ ښځه مړه شوه ـ چے آذاد شو نو هم هغه شان يؽ بيا خداٸي خدمت متګارؽ ته کار اووٸيلو ـ هرے غونډے له به سره د ملګرو تللو ـ په دے دوران کښے يؽ واده هم اوکړو ـ د دوؽ د هلوځلو په وجه خداٸي خدمتګارى نوره په خوّريدو شوه نو د دے د مخنيوى د پاره پوليسو دے ګرفتار کړو ـ د کالو خان څوکۍ کښے به يؽ ساتلو ـ دوړه دباو به يؽ پرے کولو ، د وهلو ټکّولو نه علاوه خنداګانے به ٸي پورے کولے ـ د هر څه به يؽ د دے د پاره کول چے دے د خداٸي خدمت ګارؽ نه توبه ګار شى ـ خو دوؽ دا کار د ځان وژنے په مانا اغستو ـ د ملګرو سره د سلا مشورے په نتيجه کښے چے حالات ورته برابر شو نو د څوکؽ نه اووتو اوسره د باله بچه ګدون علاقه غير ته لاړو ـ اول قدره کلى او بيا پنړول کلى کښے مستقل پاتے شو ـ 

د هندوستان د تقسيم فيصله چے اوشوه نو د پښتنو د راتلو نکى په اړه د پريکړے د پاره د خداٸي خدمتګار غورځنګ مشران او د غورځنګ سره نور ملګرى د آمير محمد خان په مشرؽ کښ په بنو کښے راغونډشول ـ دے غونډه له قاضى عطا الله خان او حباب خان کاکا يو ځاٸے تلى وو ـ

چے پاکستان جوړ شو نو د قيوم خان په حکومت کښے باباٸے امن باچا خان بنديوان کړے شو ـ په خداٸي خدمتګارو ظلمونه زياتى شورو شول ـ نو د دے غيرانسانى سلوک د مخنيوى په غرض خداٸي خدمتګار په 12 آګست 1948 په بابړه چارسده کښے د يوے جلسے تابيا اوکړه ـ په دے تش لاسو خلقو د قيوم خان حکومت ګولؽ وورّولے ـ سلګونه کسان ور کښے شهيدان او ټپيان کړے شول ـ په ټپيانو کښے حباب خان کاکا هم شامل وو ـ آمير محمد خان دے ځان سره موټر کښے کيښنّولو چے روغتون ته يؽ ورّسّوى خو په لار د خانماٸي پوليسو حباب خان کاکا اونيولو او په زخمى حالت کښے ٸي د کالو خان پوليس څو کؽ ته اوسپارّلو ـ درے څلور ورځے پس حباب خان کاکا د ملګرو په مشوره او منصوبه د څوکؽ نه په تښتيدو کښے کامياب شو ـ ګدون ته لاړو او د علاج کولو نه پس چے جوړ شو نو دے پوهه شو چے قيوم سرکار يؽ د وژلو تابيا کړے ده نو د ميرمنے په سله مشوره يؽ افغانستان ته د تلو فيصله په دے شرط اوکړه چے پښتونستان جوړ شى نو هله به واپس راځم ـ 

حباب خان کاکا سخاکوټ ملاکنډ ايجنسؽ ذيرے تحفظ

علاقے ته د راحت خان بابا شلمانى ځاٸے ته لاړو ـ د هغوؽ خبره يؽ په دے اونمنله چے د ميرمن سره مے ژمنه کړے نو بابا ورسره مسترى تر باجوړه ملګرے کړو او هلته يؽ غلام رسول خان عرف تورلالى ملک  ته اوسپارّلو او هغه کابل ته ورسولو ـ

په افغانستان کښے د امير ظاهر شاه حکومت وو ـ هغوؽ ورله سياسى پناه او کور ورکړو ـ دوؽ به د پښتونستان د پاره کار کولو ـ په کال 1950 کښے چے فقير ايپى د اذاد پښتونستان د پاره جرګه کوله نو حباب خان کاکا هم دے جرګے ته په بلنه تلے وو ـ

هر کال چے به د پښتونستان ورځ نمانځلے کيده نو په دے موقع به حباب خان کاکا د ريډيو کابل نه تقرير کولو ـ نو ځکه ورله حکومت په کال 1952 کښے کور تاله ، اته شپيته څاروى او څوارلس جريبه مزکه نيلام کړه ـ 

باباٸے امن باچا خان چے په افغانستان کښے ژوند کولو نو  اکسر به حباب خان کاکا ورله تلو او د پښتنو په راتلونکى به يؽ خبرے اترے کولے ـ په 1971 کښے چے په صوبه سرحد کښے د نيشنل عوامى پارټؽ او جمعت العماٸے اسلام حکومت جوړ شو نو د هغوؽ په خواست باباؽے امن باچا خان پاکستان ته راغے خو حباب خان کاکا ورته اووے چے 23 کاله پس ځه کور ته لاړ شم او ميرمن راته اوواٸي چے  څه دے راوړل نو ددے جواب به څه ورکوم ؟ نو ځکه حباب خان کاکا ترے پاتے شو ـ 

حباب خان کاکا د اذاد پښتونستان جوړيدو ارمان په 26 عقرب 1353 ش / اکتوبر 1974 د ځان سره قبر ته يوړو او په کابل کښے  د شهداٸے صالحين په مقبره کښے د محمد ګل مومند د قبر خوا کښے خاورو ته اوسپارلے شو ـ 

مشهور خداٸي خدمتګار او شاعر ارواښاد اجمل خټک حباب خان کاکا ته داسے درناوے پيش کړے کوم چے د حباب خان کاکا په قبر هم ليک دے ـ

زه غازى د خپلے خاٶرے د خپل قام يم ـ

                       زه شهيد د خپل وتن په ننګ و نام يم ـ

   يوسپزے د لوٸے ټبر د کالو خان يم ـ

                       قربان شوے په آرزو د لوے افغان يم ـ

سر مے ورکړو د خپل کوره په سپر کښے ـ 

                     خو تسليم نه شوم غليم ته په سنګر کښے ـ

حباب خان ووم سر لښکر د خپل کاروان شوم ـ

                      چے شهيد د خپل آذاد پښتونستان شوم ـ

 
-
بېرته شاته