(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیالي

[25.Jan.2022 - 20:41]

د جوبایډن سره خېالي مرکه؛ 

------------------------------

خبریال -مننه چي بلنه مو ومنله.

بایډن-ستاسو نه مننه چي د یو افغان په توګه حاضر سواست چي زما سره مرکه وکړئ،ځکه افغانان پر ما زما د وروستیو څرګندونو پخاطر ډیر په قهر دي.

 

خبریال-له همدي ځایه به یې شروع کړو افغانان ولي پر تا غوسه دي؟

جوبایډن -ما ویلي وه چي افغانستان د امپراطوریو هدیره ده ،خو دوی کله هم نسي کولای پر یو واحد مرکز سره را ټول سي .

 

خبریال -افغانان دا نه مني او هغوی وایي د بایډن خبري د هغه د عمر د ډیروالي ،فزیکي او روحي ضعف له کبله دي.

 

بایډن-هغوی چي نه یې مني باید قانع کونکي دلایل وړاندي کي.لومړی خو داسي نده چي ټول افغانان یې نه مني تاسو همدا اوس خواله رسنیو ته سر ور ښکاره کئ د بیلو بیلو قومونو ،او مذهبونو لارویان جلا،جلا غبرګون ښیي د هغوی چي زما خبري تائیدوي هم شمیر یې کم ندئ.دوهمه خبره دا چي دا نظر زما اوسنی نظر ندئ په ۲۰۰۹ کال کي مي هم دا خبره کړیوه او په ۲۰۲۰ کال چي ما ټاکنیز فعالیت پیل کړئ هم ما ویلي وه ځکه نو دا زما د ضعیفي حافظې دلیل ندئ.

 

خبریال-افغانان وایي چي دوی یو نه بیلدونکی ملت دئ د تاریخ په اوږدو کي د یوه واحد تن په څیر وه اوس ستاسو په شان د بهرنیو د مداخلو پخاطر جنجالونه پیدا سوه.

 

بایډن -تاریخ خو د پیښو حافظه ده،حد اقل پر تیر څه باندي۴۰ کاله چي زما د سترګو په وړاندي تیر سوه داسي یو ځل هم نسئ را ښودلای چي افغانان د بهرنیانو د فشار ،زور او منځګړیتوب پرته سره را غونډ سوي وې.نه یوازي ټول افغانان ،بلکي د یوې ایډیالوژۍ او نظریې خلګ او ویلای سم د یوه سیاسي ګوند غړي هم د نور د فشار او منځګړیتوب په نتیجه کي د یوه لنډ مهال لپاره سره چلیدل او بیا بیرته جنجالونه ،جنګونه .کودتاوي..........نو دا خو نیمه پیړۍ سوه تاسو د کوم تاریخ خبره کوئ؟

په داخل کي د افغانستان د خلګ دموکراتیک ګوند(خلقیان او پرچمیان) غړي د شوروي مشاورینو او چارواکو د فشار په نتیجه کي به موقتآ سره جوړ سوه خو بیا به کشمکش وو کوتاه پر کودتاه او یو د بل وژل؛،په پاکستان کي ولي اوه اسلامي جهادي تنظیمونه وه؟ او که د امریکا ،عربو او پاکستان فشار نه وای هلته به یې سره خوړلي وای .او داسي هم وسوه چي کله هیواد ته راغله څه قیامت یې جوړ کئ؟

په ایران کي اته تنظیمونه د ایرانیانو په هدایت او فشار په وحدت حزب تبدیل سوه او بیا بیرته ۵-۶ ډلي سوه.بیا نو راځه تر اوسه کومه پریکړه،هوکړه یا فیصله دوی د بهرنیانو د فشار او مداخلې پرته کړیده؟د مجاهدینو د وخت نه جنرال فیصل المالکي ،جنرال حمید ګل،اسحاق خان،نواز شریف.

بیا نو جنرال سیلماني ایرانی،کرنیل امام پاکستانی،ترکي چارواکي،روسیي او ازبک چارواکي،بیا زموږ خلیلزاد، جانکیړي،یګمبیري پوځي جنرالان او مشاورین د ملګرو ملتونو لخدر ابراهمیي،کای آیډې..........دا ټول هره ورځ که نه وه نو په اوونۍ کي یې باید د یوه یا بل ګروپ یا ډلي مرور سره پخلا کول.

 

خبریال-همدا خبره افغانان هم کوي چي د بهرنیو استخباراتو او اشغالونو په نتیجه کي دا بې اتفاقۍ را منځ ته سوې تاسو دا نه منئ؟

 

بایډن -ولي نه، دا درسته ده خو کله چي شوروي پوځونه ووتل ایا د افغانستان داخل ، پاکستان او ایران کي افغانان کله هم سره جرګه سول؟بیا چي د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکئ هغه د جهاد ډلو پخپل منځ کي څه ناورین جوړ کئ؟بیا د تا----لبانو او د شمال په نامه جبهې جنګونه ستاسو د یاده وتلي دي؟هغه وخت خو اشغال نه وو.

بیا چي موږ راغلو او هر څه مو له سره پر پښو ودرول مخالفه ډله (تا...ن) یوې خواته پریږده هغه په داخیل کي سره جوړ سوه؟بیا چي د دوحې مذاکرات وسوه او موږ تعهد وکړئ چي تر دغې نیټې وزو ،دوې غاړي مو سره کښینول یوه ورځ هم دوی یوه پریکړه یا هوکړه د خپل وطن په خاطر وکړه؟

اوس دادئ زموږ اشغال پایته رسیدلی دئ شپږمه میاشت ده هلته هیڅ بهرنی عسکر نسته ولي نه سره را ټولیږي؟هغه بله ورځ د تهران په فشار منځګړیتوب بیاهلته نه وه سره ناست؟

د استخباراتو خبره تاسو وکړه ،دا خو یو اصل دئ هر هیواد په نړۍ کي د خپلو ګټو ساتلو لپاره د استخباراتو  بهرنۍ څانګه لري او که تاسو فکر کوئ چي نړۍ او ګاونډیان به افغانانو ته تضمین ور کوي چي نه پوځي مداخله کوو،نه استخباراتي،نه سیاسي او نه اقتصادي.....دا نه امکان لري او نه تر اوسه سویدي.

 

 خبریال -نو ستاسو په نظر افغانان پخپله نسي جرګه کیدای چي یوه واحده منلې اداره جوړه کي؟

بایډن-که وغواړي ولي نه،خو زه یې تر اوسه نښانې نه وینم .

 

خبریال_ستاسو سپارښتنه به افغانانو ته څه وي؟

 

افغانان ډیر مغرور خلګ دي،ډیر ښه شعارونه ور کوي خو په عمل کي یې یوازي جنګیدل ښه زده دي.

ترڅو یو بل ونه زغمي،د شعار نه عمل ته را و نه وزي او د بهرنیو سیاسي،اقتصادي...........مرستو پر ځای خپله لاس پکار نسي نو تاریخ به د به زما د دې ادعا یوه پیړۍ وروسته هم دفاع وکړي.

یووالي او ورور ګلوي د شعار نه عمل ته را وباسي.او همدا اوس یې تر ټول ښه وخت او چانس دئ کنه په لاپو او باټو ،ښایسته شعارونو هیچا وطن ندئ جوړ کړئ او نه یې ساتلی دئ

-
بېرته شاته