(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبیدالله کاسي په نوم

[25.Jan.2022 - 20:42]

د ملک عبیدالله کاسي په نوم یو  لیک

لیک: عصمت الله زهیر

ملک جي! پر ګور دي رحمتونه او روح دي آرام اوسه...

ملک صاحب!زما په سیاسي تربیت او نظریاتي روزنه کي ستا اساسي نقش دی،په کال ۱۹۸۴ء ډیموکراټیک سټوډنټس فیډریشن(DSF) ته تا جلب کړم د محصلینو د یوه مترقي سازمان رسمي غړی دي کړم هم دي د انډرګرونډ سیاسي فعالیتونو سره بلد کړم...

 

ملک جي! زما د انډر ګرونډ سیاسي فعالیتونو تر دوو کلونو مسول خو هم ته وې، د ډېر مهمو سرکل سټډیو دي برخمن کړم ...

ستا!سیاسي بصیرت او عملي فعالیت ستا د سیاسي مبارزې روښان ثبوت دی...

زما ښه یادیږي چي هره میاشت به دي "سرخ پرچم" مجله راکوله چي زما په فکري پراختیا کي به یې ویړیا مرسته راسره کوله د تعصف او منافرتونو به یې ذهن راته مینځلو.

 

ملک جي! تا مدام د ټولنیز جبر،استبداد  او  بې انصافۍ په مقابل کي مقاومت وکړی او په جرات سره تر وروستۍ سلګۍ په خپل موقف ټینګ ولاړ پاته سوې، د یوه نه ستړي کېدونکي سیاسي مبارز په حیث دي په خلګو کي خپل ځانګړی شناخت درلود دا ځکه د خلګو په غم  او  ښادي کي به هر وخت شریک وې، د قبضه ګرو ناولي پلانونه به دي ورته لوڅول او هغه خونریزي قبایلي دسیسې به دي ورته افشا کولې چي ریاست یې د پښتنو پر خاوره او سیمه د خپلو تنخوادارو  په وسیله عملي کول غواړي.

 

ملک جي!تا هیڅ داسي کوم منفي یا غېر سیاسي عمل نه و کړی،نه څوک درڅخه زهیر سوي و،نه دي چاته کوم تاوان رسولی وو...

هو!د پلار او نیکه څخه شتمن وې،د جائیداد  او  د  مځکو خاوند  وې خو نه دي د چا یو چاریاک مځکه  قبضه کړه،نه دي د تورو سیښو موټران او ټوپکیان په ځان پسې کړو  او نه دي څوک د تاوان لپاره اغوا کړل او نه دي د چا زور او ناروا  په ځان قبول کړو...

 

ملک جي! په سیمه او  وطن کي ترتا غټ،غټ فیوډالان شتون لري هم یې تښتونکي په ډېره اساني سره تښتولی سي،چي د تاوان غوښتلو لپاره یې تښتول هغوی به یې تښتول،ته یې ولي وتښتولې او په دومره ناترسي یې ولي وژلې؟

 

ملک جي! دې کي کوم شک نسته چي ته یو غېرمتنازعه شخصیت وې هم د سپېڅلي کردار لرونکی سیاسي مبارز وې لاکن ته یې په مرګ شعوراً ډېر متنازعه کړې او ستا زړه،روح لړزونکي انسانیت سوز،افغانیت شرمونکي مرګ تر شاه ډېري پوښتني پرېښولې،په حقیقت کي موږ ته ستا د مړي سره یو  اوږد احتجاج کول په کار وو خو داسي مي ونکړو او زغرده،زغرده مي په خاورو ومنډلې د سیاسي بصیرت پر ځای مي د سیاسي مصلحت څخه کار  واخستی.

 

ته چي یې د کور په لویه لار کي وتښتولې په دا سهار مي ستا د تښتولو خبر وکتلو نو مي ولیکل...

 

"د پنجابي ریاست دا هڅه ده چي قبایلي او جنګجو ذهنیت لرونکي څهرې د جنوبي پښتونخوا په ډګر کښي د قام پرست دریځه ولوبوي...

له تیرو څو میاشتو چي ریاست په خاموشي کښي په جنوبي پښتونخوا کښي کومه ناولې لوبه لوبوي دا  اساسي تیروتنه کوي چي په دا رنګ  به یوه نوې خونریزي شروع کړي یا به د قامي تحریک  په وړاندي نوي مشکلات را پیدا کړي...

 

تر ریاستي محاصرې ریاست قبایلي محاصرې او جنګجو ذهنیت لرونکو قبایلي څهرې کارول غواړي...

د عثمان خان کاکړ شهادت سټبلشمنټ ته کلکه ماته ورکړه هم یې پښتون ولس ته وژونکې خونخواره څهره بربنډه سوه...

د شهید عثمان خان کاکړ پر جنازه را ټول سوي پښتون ولس د  لر او بر  د یوالي ډېر څرګند  پېغام په ډېرو څرګندو ټکو دښمن ته ورکړی...

 

د شهید عثمان خان کاکړ په جنازه کښي یا د شهید پر قبر ولاړ د  ګران افغانستان بیرغ خو  رسنیو ته ښکاریدو خو د لکونو پښتنو دا  اجتماع ورته نه ښکاریدله،په اجتماع را داخل کړي خپل دوه تنخوا دار چي د افغانستان بیرغ یې راکښته کولو او د خلکو د غضب سره مخامخ سو سټبلشمنټ او جنرلي رسنیو ته خو ښکاریدلو لاکن په جاني خیلو کي پر سولیز پرلټ مرمۍ اورول ورته نه ښکاریدلو چي څلور ځوانان یې ووژل...

 

د عثمان خان تر شهادت وروسته بیخي  د خلکو په ذهنونو کښي دا  اندیښنه هیڅ پاتي نه ده چي زه دي د قام او  وطن خبره کوم او  زه دي د لوی افغانستان د ملي حاکمیت خبره او په افغانستان کي د ناروا  مداخلت مخالفت کوم او د پښتنو په ویشل سوي ګوندیزه بیانیه کي دي سلامت پاته سم...

 

د  قبیلویت په نوم را پورته سوی استخباراتي شخصیتونو ته د یوې نوي جګړې پلان ور سپارل سوی دی خو د شهید عثمان خان پر جنازه را ټول اولس دا په ډاګه دښمن ته په اثبات ورسوله چي موږ د قبیلویت څخه د ملت لور ته لومړی مضبوط ګام واخستي.

 

شهید عثمان خان کاکړ چي په ژوند دښمن څومره وار خطا کړی وو تر هغه یې څو چنده په مرګ وار خطا کړی او عثمان خان به تل د ډارن دښمن  پر عصابو سپور پاته وي.

د  ملک عبیدالله کاسي تښتول  د  شهید عثمان خان د شهادته د خلکو پام اړول دي او که ځینو ملتپالو مبارزینو  ته د عثمان خان پر شهادت د خاموش کېدلو پېغام ورکول دي هرڅه چي وي خو د سټبلشمنټ شرمناکه او دوه مخیزه خونخواره څهره بربنډه سوه...

 

ملک عبیدالله کاسی یو ملتپال سیاستمدار دی او په ډېره کلکه پر خپله نظریه درېدلی او په ډېر جرات یې خپل موقف وړاندي کړی دی...

ملک عبیدالله کاسی همېش د جمهوریت پلوي او د دیکتاتورۍ هر کله کلک مخالفت کړی دی ،د جنرل ضیاالحق په خلاف د ایم.ار.ډي.په تحریک کي یې فعاله رول لوبولی دی...

د  ملک عبیدالله کاسي تښتول د  استخباراتي ډلو بدترین شکست او په سیمه کي چاودونو او ترهګرو فعالیتونو ته زمینه مساعدول دي"

 

ستا د تښتولو په خلاف پرلټ سو،احتجاج وسو،سیاسي ویناوي وسوې خو حاصل یې ستا په هتکړۍ تړلي لاسونه او روح لړزونکی مړی...

تا!خو خپل تښتونکي او ریاستي وژونکي په ګوته کړل خو  موږ درباندي ننګ ونکړی،موږ ته لازم ووچي د تښتونکو او وژونکو په ضد مي یو منظم او کلک اجتجاج ستا د جسد سره کړی وای او په جار،جار مي د ریاستي ترهګرو ناولي څهرې ولس ته بربنډي کړي وای لاکن موږ د پیسو او د جائیداد  بابولالي په هم هغه عادي سُر کي زمزمه کړې د ولس ذهنونه مي مشکوک کړل...

 

اولس هم مطمین سو چي د پیسو او د جائیداد پر تنازعه یې تښتولی او بیا یې د لوږي و تندي وژلی دی.

ملک جي! دا حیرانونکې ګوره ستا د جنازې په مراسمو کي د بلوچستان وزیر داخله وویل" په دوو ورځو کي به یې د تښتونکو او وژونکو نتیجه درکړو"

 

دوې ورځي پس د پښين سرخاب درې په خوله کي څلور ځوانان د ریاست لخوا وژل کیږي او خبر دا خپریږي چي دا د ملک عبیدالله کاسي تښتونکي او  وژونکي وو...

د پښين ځايي خلګ وایي چي دا ځوانان د مخه لا په سرو کي په مرمیو وشتل سوي وو ،دلته یې راوړي وو او وروسته یې د پولیس مقابلې نوم ورکړی او بل د پښتون جرګې مشر هم د سرخاب پيښه ریاستي ډرامه ونوموله.

 

ملک جي! ستا اتلولي،د ولولو ډکه مبارزه،دنګه چنار ځواني او سپېڅلی شخصیت مي ټول ژوند له نژدې څارلی وو،اوس چي دي د بې وسۍ او ناتوانۍ خوراک سوی جسد ګورم نو مي زړه راته وایي یو بل رښتونی مبارز مي بې ځایه قرباني سو،شخصي ګټي به ورباندي تر لاسه کړو لاکن قاتل ته به یې ګوته ونه نیسو.

 

که د پښتون ملت پالو هدف یوازي شهیدان ورکول او جنازې پورته کول وي نو دا مبارزې خو قام ته نه خپلواکي ورکړه نه یې قام د سیالۍ برخمن کړو.

-
بېرته شاته