(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوې اباسین

[25.Jan.2022 - 20:49]

   "  لوی اباسین

 زما رور ''' زما یار '''' اباسین '''' روان رود دے '''' د هغۀ د پښتو د لویئ سر د مغروره تاترو نه هم دنګ دے '''' نۀ د ډیرو سلامونو خوشامندو چل هنر ورځي او نۀ   یې چاپلوسئ ځان پلوسئ زده دي '''' ما او هغۀ پوره پینځۀ دیرش کاله په یو مالت کښې تېر کړل ، تور بریتونه مو په یو ښار ( پېښورکښې سپین شوۀ خو په دا نیم انساني ژوند کښې ما هغۀ نه نۀ چري ټیټه اولیده او نۀ کمه کمزورې '''' ما او هغۀ د ملکونو ملکونو ښارونو ښارونو اوږدۀ اوږدۀ سفرونه یو ځائے کړي دي '''' هفتې هفتې شپې شپې مو په یو کمره یو چت لاندې تېرې کړې دي خو هغه چې څنګه پښتون په خپل ښارخپل کور کښې دے د هغې نه زیات د پښتني اقدارو خیال په بهر ملکونو کښې ساتي '''' پښتو په هغۀ فخر کوي '''' پټکي په دے سر ښۀ ښکاري ـــــــ ښۀ راته یاد شي '''' توره نیمه شپه وه '''' دقطر دوحې رڼا رڼا ښار وو '''' زۀ او هغه د نور افغان د میلمستیا نه راوتو،  زما غوږ ته یې خوله راجوښته کړه ـــ " باچا سلامت په دے ښار کښې خو هره ښځه هر سړے په خپل خپل رنګ خپل خپل لباس کښې ګرځي،  خوښه دے نۀ ده چې مونږ ورته هم پښتانۀ شو، ''''' او بیا ما او هغۀ واسکټونه واچول ، دستارونه مو په سرونو کاږۀ کیخودل او د درِ دُنیا مخکښې د رڼا رڼا " دوحې " په لارو کوڅو او فټ پاتونو پښتانۀ پښتانۀ  ګرزیدو ــــ هغۀ له الله پاک لوی نوم،  لوی عزت او شهرت ورکړی دے ــ په دے ایرپوټونو کښې به ترې پیغلې او ځوانان راتاؤ وي تصویرونه به ورسره اوباسی،  اټوګرافې به ترې اخلي ـــ ما سره یې په واوره واوره بارانو کښې د پریس کلب ( هم د زوړ او هم د نويمخې ته د پښتو د حق چغې وهلې دي ـــ چرته چې څوک خبره نۀ شي کولے ــــ هلته به د ملک احمد خان ،  ګجوخان،  کالو خان  ،  باکو خان د خاورې دا لوی اباسین شور کوي ، یو ځل عمران خان وزیر اعلی هاوس ته راغلی وو ــ زۀ او اباسین یې سره د پښتونخوا  د درې څلو رو لویو لویو لیکوالو وزیر اعلی هاوس ته اوغوښتو ـــ وزیراعلی پرویز خټک هم ناست وو '''' عمران خان وې ستاسو څۀ مطالبه ده؟  زۀ ورپاسیدم ما وې صیب زمونږ دا یو جائزه مطالبه ده چې د پښتونخوا د اکثریت قام ژبه دے د پښتونخوا د تعلیم ژبه اوګرزولے ــــ پرویز خټک ( تش په نوم " خټک" ) راپاسیدو وې نا دا مطالبه خو بیخي د منلو نۀ ده،  انګریزي د دُنیا لویه لویه او د ترقۍ ژبه ده زۀ خو وایم چې ټول تعلیم دے په انګریزۍ کښې وي " ''''  د وزیر اعلی دے خبرې سره یوه اوږده خاموشي خوره شوه '''' او بیا  په دے تیارۀ خاموشۍ کښې کۀ د رڼا کم مشال کم لیتکے چا بل کړو نو هغه هم دا '''' پښتون اباسین '''' وۀ ــ   " نا نا وزیراعلی صیب دا خبره نۀ ده تۀ په جناح پارک کښې تقریر نۀ کوې جې عام عوام درته ناست دي تاته چې دا مخامخ څلور شپږ کم کسان ناست دي د دے هر یو په درځنونو درځنونو کتابونه چاپ دي،  د بوهې،  شعور،  بصیرت او بصارت خاوندان دي،  په دے خبره تۀ هم بوهه یې او مونږ هم پوهیږو چې د دُنیا ټولو ترقي یافته قامونو او ملکونو د خپلو خپلو ژبو په سر ترقي کړې ده ''' چین ' جاپان،  روس او داسې نور لوی لوی وطنونه راواخله او اوګوره چې د  دغه ملکونو سکولونو،  کالجونو او پوهنتونونو  کښې کمه ژبه لازمي ده،  د دوئ په مصنواعاتو د کمې ژبې تحریر لیکلے شوي دے  ''''' یو دغه ورځ وه چې د لوی اباسین د حرات نه په دغو ډکو خبرو زۀ د وزیراعلی هاوس په سبزه زار کښې د پښتو د مینې د جزباتو او خوشالۍ نه په زړا شوم او یو دا ورځ ده چې زما د سترګو نه د لوی درد په وجه اوښکې لاړې ''''' چې خپل شاعر ځوی عباس شاه عابد راته اوئیل " داجي اباسین صیب ریټائرډ " کړے " شو '''' ما وې  سپین سریه اسلامیه کالجه ستا د غرور او نشې ډک سر په خپل ځائے  '''''' خو '''''' شائید چې داسې د پښتو او پښتونولۍ د نشې ډک سر تۀ خپل پاتې ټول ژوند کښې بیا اوینې ......

سید صابرشاه

"                     "  لوی اباسین

سید صابرشاه صابر

پښتون کوټ

22 جنوري Prof.Abasin Esapzai By: Said Sabirshah Sabir

-
بېرته شاته