(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بېلابېلې

[25.Jan.2022 - 21:07]

دآسترالیاځایی ( بومي ) او اصلي اوسیدونکي ابروجینیان

(Aborigines)

(ابروجینیان) دآسترالیا بومی او ځایی اوسیدونکی دی چې دتیرو پنځوسو یا شپیتو زرو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې ژوندکوی.دوی تورې څیرې ، خیرن مخونه ، ګاړګوټي ویښتان،پلن سرونه اوپیتې پوزې لري. دو ی پخوا معمولا په ځنګلونو کې اوسیدل او یا به یې په ځنګلونو کې دلرګیو او دونو دپاڼو او څانګو نه ځانته کوډلې جوړې کړې وي او د کبانو او نورو ژوو په ښکار سره به یې ژوند کاوه .ددوی دښکار وسایل نیزې ، مچنوغزې او چاکوګان وو.دوی د۲۵۰ په شاوخوا کې بیلابیلې ژبې او لهجې درلودلې.دوی په بیلا بیلو قبیلو ویشل شوی وو او دمذهبی پلوه دوی په (Dream Time ) عقیده لری او وایی چې زموږ نیکونو او ددوی ارواګانو دانړۍ پیداکړې ده .

ورو سته چې په ( ۱۷۸۸) زیږدیز کال کې انګریزان آسترالیا ته راغلل نو دوی دانګریزانو سره ډیرې جګړې وکړې . انګریزانو ددوی نه په استرالیا کې ځمکې واخیستلې ، ددوی ماشومان یې دمیندو او پلرونو نه په زورسره جلا کړل او ان دوی یې دآسترالیا دهیواد دتابعیت نه محرومه او بې برخې کړل . دانګریزانو سره په جګړو کې د دوی ډیر شمیر ووژل شول او ډیر شمیر یې بندیان شول .

څو کلونه وړاندې دابرو جینیانو او د استرالیا حکومت ترمینځ دپخلاینې تړون لاسلیک شو او دآسترالیا حکومت ددوی نه دهغوکړو وړو لپاره بخښنه وغو ښتله چې په تیرو وختونو کې یې ددوی پر خلاف کړي وو. ابرو جینیا ن دآسترالیا دهیواد درې سلنه وګړي جوړوي . باید وویل شي کله چې ۱۶۰ کلونه وړاندې یو شمیر پښتانه کو چیان آسترالیا ته راغلل او د اورګاډي دپټلیو او دتلګراف دمزو په غزولو کې یې دلته کارونه کول هم دآسترالیا دسپین پوستو او تور پو ستو بومي ابروجینی میرمنو سره یې ودونه کړي وو. زه به تاسو ته هغه ویډیو شریکه کړمه چې ( سټولن جنریشن ) نومیږی . په لاندیني انځو رونو کې دآسترالیا دابرو جینيانو یابو مي خلکو څو انځورونه .

https://www.youtube.com/watch?v=XaZtOIsgBqQ

......................

 

ګرانه دی ستا لیک ځواب به په څو ټکو کې درکړم د بابا د کاروان یو ادنی غړی په حیثت

ګرانه یو خو دغه خبره بیخی دروغ دی چې باچا خان بابا ته فرنګیانو لوئ احمد شاهی جغرفیا ورکولو خو باچا خان بابا نه تیروتنه شوی ده 

او بله چې پنجابیان کم وؤ او خدائ حدمتګاران زیات وؤ 

او دریمه دبره آزاد خاوره سره یی ځکه ټیټ چګ کول چې ځان یی پر پاکستان ګرانولو

ـ  ګرانه یو خو مونږ ټولو ته پته دی چې پرانګې حکومت دغه پاکستان ریاست دی خپلو ګټو له پاره جوړاول غوښتل چې هغه له پاره دوئ څه کم سل کله هلې ځلې وکړې او که چیرته چې کمه سیمه دوئ ته مهمه وه هغه دغه د پښتنو سیمه وه چې نن ورځې پورې دوئ ته داغسی اهمیت لری(دغه پاکستان ریاست جواړول دوئ ته هم وو او نن پوری دیاو نن هم چې څوک دغه سیمه سره څوک مینه ولری هغه باندی د غداری ټپې لګې یا دغه خلک د نړیوال جنګ خشاک جوړیږې وژل کیږې

دوئم ګرانه باچا خان بابا سره چې کم هغه وخت پښتانه وؤ هغه څه د بلې سیاری څخه نه وؤ راغلی دغه پښتانه وؤ لکه نن چې لګیا دی د هر چا په ډولو اټنونه کوې لکه نن په سل لاری روان دی 

نن د غورځنګ مشر منظور پشتین  د یویشتمی صدی انټرینیټې دور باوجود د څومره مشکلاتو سره مخامخ دې 

بیا لږ خپل سوچ کوه چې هغه وخت د انګریز سرکار پرضد به د باچاخان بابا به څه حال وې 

دریمه

باچاخان بابا د ازادی خاوری لوئ اففانستان وخت پر وخت دوری کولې 

خپلې هلې ځلې یې کولې خو داسی ښکاری چې د بابا دغه وخت فرنګې سرکار یا بیا وروستو دغه مفاداتو ریاست پرضد ملګرتیا ته تیار شوی نه دی 

ګرانه که چیرته بابا نه رواخله تر نن پوری د عوامی نیشنل ګوند پوری که چیرته په رشتیا دوئ د پاکستان ریاست تسلیم کړې نو په دعوی سره درته وایم چې د چا پلار به په صوبه کې تری حکومت نکړی جوړ خو د باچاخان بابا نه رواخله تر نن ورځې پوری چې د سور بیرغ ملګري په نخښه کیږی جرم یې فقط دغه دی لوئ وطن دفاع او مینه دی او 

بابا که چیرته غوښتلی نو ولی باغ ځمکه یې دومره دی چې تر کوړواسیو پوری یی کافې دی خو نه په ژوندنا یې ځان له پاره د جلال اباد خاوره خواښه کړه چې لوئ مقصد یی دغه وؤ چې د ډیورنډ کړکیچنه پلیته کرښه یی د ده په مرګ سره د مینځه یوړه 

ګرانه باید مونږ دغه نن سبا جذباتې مبارزین لږ دی خپلو جذباتو څخه راوځو او هغه څه بیان کړو چې حقیقت دی 

نوټ: زه دغه نه وایم چې د باچاخان بابا نه رواخله تر نن پوری به د عوامی نیشنل ګوند نه تیروتننی نه دی شوی یا د پښتنو قام او وطن خدمت یې سل په سله کړی دی 

که چیرته داسی سل په سله وې نو نن به غورځنګ مینځ ته نه راتلو خو دومره وایم چې که چیرته عوامی نیشنل ګوند د سوچ ملګري نه وی نو بیا به غورځنګ نه وې او نن به زه او زما پر شان ملګري ګلخانان وې

الله نور ننګېال وزیري

...........

 

لیک : ډاکتر ممتاز خان

کورک = هغه کس چي سترګي یې وتلي وي بس جږمي/چښمي یې خالي وي. پاړسبانان بیا ړوند ته کوره وایي چي دَ پښتو لهجه ده

کچ سترګی = هغه کس چي سترګي یې کجکدار وي یاني پای یې کوز نه لوړ وي 

کونګی = هغه کس چي سترګي یې لکه جاپانیان داسي تنګي وي یاني ډیري تنګي وي. داسي برېښي لکه بس لیکي دي سترګي نه شته پکښې.

تاغوری = هغه څوک چي سترګي یې تر جِږمو وړې وي

پوچ سترګي = هغه څوک چي تور یې بې رنګه شوي وي اؤ با هم خالي وي  یاني پوچک یې پاته وي

چوغی سترګی = هغه څوک چي لکه جوغکي/چړیا دغسي وړې خو غټي سترګي لري. یاني غټي بادامي وي

کورمک سترګی = هغه څوک چي دَ سترګو غټي/ارغون یې واړه وي

کینک سترګی = هغه څوک سترګي یې ژوري وي اؤ دَ ککرې په غارو کي دننه وي

رډ سترګی = هغه کس چي سترګي یې دَ کولک نه بهر راوتي وي

بڼي سترګي = هغه سترګي چي ډېر ګڼ یاڼه لري.

مُړ سترګی = هغه کس چي ډېر سیخ/سیدها چا ته نه ګهوري

 

کورمی هغه سړی چي وړوکی اؤ وچ و ډنګر وي.

...............

 

ډیرمی خوښ شوپه ریالیزم ولاړ شعر اود زړه خواله ده قلم اوژبه دتانده اوسه ګرانه ملګریه حبیب جانه

دجمعی ورځ وه يومولا غريب قيصه کوله

خپله قيصه يی په  محراب کی په مزه کوله

ويل يی ګران دی او حرام دی ده شراب يادول

دده  بادار  به هر  ماښام  په دی  نشه کوله

څادر هوار وه  دخيرات  په نوم پيسې  ټوليدی

پښتنو  خپله  دپښتون مرګ ته  چانده کوله

يو په جومات  کی ارواحګانې په رڼا ليدلی

ورته  دی ناستو  دسبحان الله  ناره کوله

بل  دجنت دټکټونو  ډک  صندق  ګرځوه

ده  به پخپله  په  دنپا  کی  فيصله  کوله

يو يی دخوب تعبير په داسی شد اومد کی کاوه

ورسره  ناست  وه ميکايل  ته يی قهوه کوله

قسم  يی وخوړ  دډپزل فصل رامان  لپاره

بابا  ادم  سره يی  په فون  مکالمه کوله

زمونږ  مولا به  په  همدی  قيصو  خبريږې کله

دا  کابلی  مولا  به  دی خوب  ته رسيږې کله

دده  قيصه ده  دجهاد  نه تر  خيراته  پوری

د جوماتونو  له چاندو  نه  تر ذکاته  پوری

نه ويده کيږې ، ده هيڅکله خوب ليدلی نه دی

داسی  ښکاريږې  دی مقام  ته رسيدلی نه دی

صابره  دغو  ډرامو  رانه  وطن  وخوړه

غم دی خپل ځان ته دتدفين اودکفن وخوړه.

ح.صابر.صافی

جنوری 20/ 2022

ويتبې کاناډا.

 

 

 

 

استاد حبیب ا لله رفیع دپښتو ژبې نامتو لیکوال ، شاعر ، محقق او ژورنالیست دی ، ده دخپلو علمي اوڅیړنیزو کارونو په پایله کې ډیر آثار کښلي دي چې دځینو چاپ شوو آثارو نومونه یې په لاندې ډول دي :

۱-سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵كال چاپ.

۲-برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶كال چاپ، افغان ملت.

۳-دخلكو سندرې ، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.

۴-د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹كال چاپ، پښتون كتابفروشي .

۵-د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال د چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.

۶- دتاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.

۷- د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲كال چاپ، پښتو ټولنه.

۸- پښتو پانگه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.

۹-ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳كال چاپ، پښتو ټولنه.

۱۰-تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴كال چاپ ، تاريخ ټولنه.

۱۱-د روښان ياد (شعري مجموعه) د ۱۳۵۵كال چاپ ، تاريخ ټولنه.

۱۲-خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵،د پښتو د انكشاف رياست.

۱۳-پښتو پانگه ( دوهم ټوك) د ۱۳۵۶كال چاپ ، پښتو ټولنه.

۱۴-پښتو خپرونې، ۱۳۵۶كال، د پښتو د انكشاف رياست.

۱۵-پښتوكتابښود، ۱۳۵۶كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه.

۱۶-د پښتونخوا د شعر هاروبهار( ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننگرهار مجله.

۱۷-معرفة الافغانى ( سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.

۱۸-د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.

۱۹-په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه.

۲۰- د سره غره گلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۲۱-ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت گوند، پېښور.

۲۲-څوب ، ۱۳۵۸امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۲۳- ادبي ستوري ( دوهم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت.

۲۴-ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل.

۲۵-زرينې څانگې ، ۱۳۶۰پښتو ټولنه.

۲۶-زنځيرۍ ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور.

۲۷-په افغانستان كې د سيدجمال الدين افغان خدمتونه ،سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲كال.

۲۸- د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون.

۲۹- اورونه اوويرونه ، ۱۳۶۳، امان كتاب ، پېښور.

۳۰-د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۱- زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۲-د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۳-انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۴-تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۵-ورك زوى څنگه پيدا شو ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۶-شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۷-د روسي ښكيلاك رنگونه او نيرنگونه ، ۱۳۶۵پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۸-د استقلال څلورمه جبهه ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور ، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۳۹-وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۰-د محمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۱- فالنامه ( د خوشال خان خټك) سريزه او ترتيب ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ .

۴۲-روښاني ليكنې ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور.

۴۳-ږلۍ او گولۍ ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۴- افغانستان او د روسي دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه.

۴۵-آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۶-ملي زاويه ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۷-ولونه، ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۸-د ستوريو كرونده ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۴۹-محمود نامه ( سريزه او سمون ) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۵۱-مهاجرت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۵۲-د بتانو هنگامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۵۳-وصيت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۵۴-د تمدن سوغات ، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.

۵۵- ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.

۵۶- افغانستان لنډكى تاريخ ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.

۵۷-تاريخ فشردۀ افغانستان ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.

۵۸ -ليكونه او سرليكونه ، ۱۳۷۳ ، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.

۵۹ -نامه ها سرنامه ها ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.

۶۰-مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.

۶۱-مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.

۶۲-تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.

۶۴-وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.

۶۵ -هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر ، آى.

۶۶-نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۶۷-كتابونه دريابونه، ( لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز.

۶۸-كتابونه دريابونه (دوهم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۶۹-وصيتنامه د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۷۰- نسبنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۷۱-خټكنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۷۲-هندوكوه نامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۷۳۲-اخلاقنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.

۷۴-پښتني ودونه، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱،

................................

 

سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه

ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه

لیک: مولانا جانزیب

کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه

 

شين آسمان ذرې ذرې 

د سرو زرو تنابونه 

سپوږمۍ د بام په سر

په ېار واېه سلامونه !

 

دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي .

 

دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه .

ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د ېو بل تشریح ده خو که مونږ دا لوبه شين آسمان ذرې ذرې اووايو نو هيڅ کم معنا نه ورکوي د آسمان ځلا ښائست د هرې ژبې د ادبیاتو سره په پښتو کښې هم ستائل شي لکه پدې او نورو ډېرو تپو کښې.

آسمان په ستورو ښائسته ښکاري

لکه د  پیغلې  جينې غاړه په خالونه 

 

داسې دا بره ليکل شوې بله سندره هم ده چې په غلط مشهور کښې داسې وائل شوې

سرې سترګې خومارې بانړه د جالندهر دينه 

ټيک مې دړې واړې دا چارې د زرګر دينه !

 

دا سندره هم د پښتو په نړۍ وال شهرت لرونکو سندرو کښې ده چې کله ګلنار بېګم په اتياېمه لسيزه کښې د پېښور ريډيو اسټېشن نه وائلې وه .

 

پدې سندره کښې هم دوه غلطې راغلي ېو د ،خونبارې ،په ځائې ،خومارې ،دوېم د  ،لاجمدر ، په ځائې ، جالندهر ،وائل !

 

پدې اړه شاعر ليکوال غازي سیال وائيچې دې ډول وېنا  د سندرې ټول مفهوم  شکمن کړى دې.

 ګلناربېګم او نورو سندر غاړو ته چې څنګه ښودل  شوې وه هم هغسې ئې وئيلې ده خو  د هغوئې صرف د ترنم سره کار وو اؤ په ترنم ئې پوره وئيلې ده.

"جمدر" زمونږ په قبائيلي سيمه کښې د ېوې نوکدارې وسلې  ،نېزې په څېر ، نوم دې چې ځلمي ئې په کمربند کښې ټومبي زمونږ د باجوړ په سيمه کښې تراوسه به د خلکو په کورونو کښې وو خپل تېکۍ به ئې هم وو ،شل ، به هم ورته وائل شو  د جمدر په اړه بادر شاه ظفر کاکاخېل پخپل ،ظفراللغات ، کښې وائي دا د ټوپک د وخت نه وړاندې د پخوانې زمانې د ،چړې ،په څېر وسله وه خو د چړې نه به لکه نېغه او اوګده وه چې ،کټاري ،هم ورته وائل شي :

 

جلندر په پښتو کښې ېو رنځ ته هم وائل شي چې په ګېډه کښې اوبه اوشي دغه راز جالندهر د هند ېو ښار هم دې .

 

سرې سترګې هم د حسن استعاره ده چې انجونې په سرو رنجو خپلې سترګې تورې کړي او خون بارې برېښي .

 

 د "جمدر" په باره کښې دا متل هم ډېر مشهور دى چې "جمدر" کۀ د سرو زرو هم شي خو په ځيګر د منډلو نه وي ځنې خلک پدې متل کښې،سيخ ،کاروي خو سم ،جمدر ، دېپدې سندره کښې  دا سمه داده چې "جالندر" نۀ دې بلکې "لاجمدر" دى چې د "لاجمدر" نه "جلندر" جوړ کړې شوې دي.

 د ځينو په خيال دا "جودر" دې چې جودر  په غنمو کښې ېو ،ګېاه ، زرغونېږي د ېو بوټي نوم دې چې وږي ئې اوږده اوږده تورې تورې نرۍ نرۍ  لشې لري چې د بڼو سره مشابهت لري  خو کۀ په سندره کښې جودر اولګي نو بېا د سندرې وزن ماتوي او ټول د بلاغت د څوکاټ نه بار کېږي ځکه دا ټکې جودر هم نه دې  د موسيقۍ په سرتال کښې هم سمون نۀ خوري نو دې دپاره د جودر استعمال هم غلط شوې دې.

 په حقيقي بنړه په اصل کښې دا نۀ "جودر" دې او نۀ "جالندر". بلکې دا " لا جمدر " دې نو چې "لاجمدر" شي نو د سندرې مفهوم اؤ معنى به هم د استعارې په بنړه صحيح شي اؤ په موسيقۍ کښې به هم پوره شي اوس دا سندره داسې شوه چې:

 

سرې سترګې خونبارې،  باڼۀ مې لا جمدر دينه

 ټيک مې دړې وړې،  دا چارې  د زرګر دينه

 

د سندرې په شاليد کښې داسې وائل شي چې ېوه شوخه پېغله چې کله ،هندارې ، ته د خپل ډؤل سينګار په وخت کښې اودرېږي اؤ خپلې سرې  خون بارې سترګې ،خونبارې ډؤل کېدل د حسن استعاره  وګوري چې د سترګو نه ئې ګېرچاپېره تېرۀ تېرۀ باڼۀ لکه د نوکدارې وسلې "جمدر" ولاړ وي نو په داسې حال کښې د خپل حسن په موج کښې ائينې ته مخاطبه وائي چې:

څوک به وي چې زما د هغه سترګو چې د وينو سرې دي د وړاندې راشي  زما د سرو خونبارو سترګو تېرۀ تېرۀ باڼۀ لکه د پېرېدارو تيار ولاړ دي خو افسوس چې زما په تندي ددې حسن د نظارې په وخت موجوده وخت ټيک نشته، ټکړې ټکړې د زرګر په دکان د جوړښ  لپاره  پروت دې تراوسه  زما ټيک نۀ دې جوړشوې دا ټولې ناکړدې چارې د زرګر د لاسه دي چې د ټيک په وجه زما حُسن نيمګړى پاتي شو دا وخت کۀ چرته زما په تندي ټيک‌هم زوړند پروت وې نو هيچا زما د حُسن بلاخيز تاب نۀ شو راوړلى  په وزن شعري کښې د ،لاجمدر ،لا د تاکيد ېا لا کله لا زائد هم راځي د عربي ادب سره سره  عموما پښتانه هم پخپلو وېناؤو کښې دغه زياتې ، لا  ،کاروي .

 

جمدر ته که راشو نو جمدر د خوشال بابا د ،نېزې ، نوم هم پاتي شوې د اسپ نوم ئې ،سيلې وه داسې مې اورېدلي چې دغه جمدر د فضل زمان شلمان صېب سره پخپل ،لرغنتون ، کښې خوندي دې خوشال بابا خپل جمدر داسې ستائلې !

 

مرګه ! هومره مهلت راکړه په جهان کښې

 چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم.

 

دا وېنا خوشال بابا د برات په مياشت کښې هغه وخت وائلې وه چې کله مغلو لاس تړې هند ته روان کړې وو .

 

خوشال بابا بل ځائې جمدر داسې ستائي !

 

مغل بې قدره، پښتون بې ننګه

توبه له تورې، توبه له جنګه

 

تسبیح په لاس کښې په نظام پور کښې

ناست په مسجد کې، جمدر تر څنګه

 

نور شاعران هم جمدر داسې ستائي !

 

د خوشال د جمدر شرنګ شه

سپیلنی له نام و ننګ  شه

د سیلۍ په څیر  وردرومه

په مېدان کي په غورځنګ شه

 

بل ځائې په ټپه کښې  وائل شي

جمدر وهلې نه رٙغيږي 

متل.

 په بېلتانه مې داړه اوکړه

ترې مې راستون کړل په جمدر وهلې زړونه .

 

مولانا خانزېب.

.........................

خټک عقیده او دخوشال

سیاسي فلسفه

دریمه برخه

( ۱ )

د خوشال په سیاسي فلسفه کې دجنګ مقام:

په دې ځای کې دجنګ دتعریف نه تیریږم. ځکه چې جنګ د دوو تنو ترمنځ د لفظي جګړې نه را واخله بیا دهیوادونو تر منځ تروسله والې نښتې پو رې د لاملونو، موخو، تکتیک، ستراتیژۍ او جنګي وسایلو له مخې دومره ډیر ډولونه لري چې په یوه تعریف کې نه ځائیږي اوله بلې خوا دخوشال خان دوخت جنګونه دشلمې او یویشتمې پیړۍ له جنګونو سره ډیر توپیرونه هم لري چې په خپل وار دجنګ په تعریف کې نورې ستونځې رامنځ ته کوي. دخوشال خټک د جنګي وړتیا او مهارت ستاینه هم نه کوم او په دې پسې هم نه ګرخم چې له کوم جنګه بریالی راوتلی دی او کوم جنګ يې بایللی دی. په دې ځای کې غواړم پوه شم چې جنګ دبابا په سیاسي فلسفه او انساني وجدان کې کوم ځای درلود اوایا ننګیالی خوشال په رښتیا جنګیالی خوشال و اوجنګ يې دژوند هدف ګرځولی واو کنه په جنګ یا جنګونو کې ښکیل شوی و. په دې هکله دڅیړنې په بهیر کې لومړی دخوشال خان دې شعر سره مخامخ شوم:  

اولیــا د اولیــا ســره بــد نه دی       دا په دا چه يې د نفس نشته هوا

په دنیا دپاچا هانو سره ضد دی       امــرا ســره د ښــمــن دی امـرا

[ منتخبات خوشال خټک................ ۱۳ مخ ]

اولیا دهرډول حرص او نفسي غوښتنو نه پاک، بې ریا او په بشپړه اخلاص دلوی پروردګار په ذکر او فکر مشغول او له دې امله دهغه لوی ذات نږدې دوستان دي. اولیا له بدو بد وړي اوتل ښیګڼې رسوي. دځان غوښتنې او ځانته غوښتنې ځنځیرونه يې شلولي، یوازې او یوازې دلوی څښتن درضایت په لټه کې دي. نوځکه په زړونو کې کینه اوحسد او په خپلو کې دلانجو اوجګړو موضوع هم نه لري او دیو بل سره په دوستۍ او مینه او محبت کې ژوند کوي. خو ننګیالی خټک دخپل وخت دوسله والو ځوا کونواعلا سرقومندانانو یانې پاچاهانو، آمرانو او هغوی ته ورته زور واکانو ته داولیا په سترګه نه ګوري بلکې دنفس او حرص غلامان او دزور او زرو لیوالان يې ګڼي چې شپه او ورځ دخزانو دپړسولو او دزورواکې دپراخولو په فکر کې دي. د بل پاچا یاامیر نظامي او مالي ځواک يې دستر ګو اغزی و. د شتمنې او زور واکې حرص يې ترمنځ بدګمانې را پارولې چې دښمنې تري جوړیدلې او وسله والې جګړې ته رسیدلې. په جګړه کې زوروراړخ کمزوری ماتوي، خزانې او شتمنې يې لوټوي، ولس يې استثماروي او خپل هر څه په منې. وینو چې دخوشال دسیاسي فکر له مخې د جنګ موخه اولا مل د پاچا ها نو، آمرانو او هغوی ته ورته زورواکانو د ټیټو نفسي غوښتنو یانې حرص څخه سرچینه اخلي او ګټه يې هم دوی ته رسیږي او دولسونو پراخې پر ګنۍ پکې له هرې خوا ژوبلیږي. ولسونه د ولسونو سره دښمني نه لري، دیواوبل په ضد نه جنګیږي، جګړې ته دپاچاهانو، امیرانو او یاد محلي زورواکانو له خوا مجبوریږي. لنډه دا چې خوشال خټک جنګ او جنګ غوښتنه داسلامي اخلاقو، دانسانې عقل اووجدان ضد عمل اودنفس او حرص دغلامې او دبې عقلې پایله ګني او په یو بل ځای کې لیکي چې:

عـقل وهـوش ېې وسړي وته پیداکړ       دا چیـچل داړل د پــړانګ وو یا د یږ

دا بیدرد که په ظاهرسړی لیده شي        وخوشال ته مچ مېږی دی ماشې سپږ

[ منتخبات خوشال................ ۵۰ مخ ]

چیچل او داړل د یږواو پړانګانوکاردی. عاقل انسان نه داړل کوي، نه جنګ کوي او نه چیچل کوي. یانې عقل دجنګ اړتیا کمزورې کوي اوبې عقلي دجنګ خطر زیاتوي. خوشال خټک دعاقل یا هوښیاراو دبې عقله او یا ناپوه تر منځ یو ټوپیر په دې کې ویني چې:

هوښیار هغه دی چې سخت جنګونه       تر خیره راولي په فرسنګونه

نادان هغه دی  چې په کار د سولې       ګــډ کا د شــروفســا د رنـګونه

[ دخوشال خټک کلیات.............۴۳۶ مخ ]                                                                                                                              په بل ځای کې لیکي چې:

څوک چې له خلکه شوروغوغا کا       نادان حریص دی، هغه چې دا کا

چې عاقلان دي، چې صابران دي       هغــه به کــله جنــجا ل له چا کـــا

[ دخوشال خټک کلیات............۳۷۳ مخ ] 

جنګکه د امپراتوریواو هیوادونواوکه په قومونواو کلیو اوبانډو کې ويدولسونو آرامې او هوسايۍ ته زیان رسوي، اوپه جنګ دښمنې او دښمنان له منځه نه ځي بلکې کینې، دښمنۍ اودښمنان لا زیاتوي. خوشال خټک په دې عقیده دی چې دوستي د دښمنې او دښمنانو د له منځه وړلوترټولوښه او حتی یوازنۍ لار ده. یانې که څوک غواړي چې دښمن له سره ورک کړي نو له هغه دې دوست جوړکړي. بابا ټینګار کوي چې:

هوښیــا ر هغه دی چې ډ یـر د وستـان لري       په دښمــنا نو با ندې احسان لري

دښمن دي دوست کا دوست دي دښمن نه کا       خوږ دي دهرچا سره زبان لري

[ دخوشال خټک کلیات............۵۳۷ مخ ] 

 

وینو چې خوشال خټک نه یوازې شخړه او دښمني غندي بلکې له جنګ دسولې او له دښمنې د دوستې په لور هلې ځلې دیني مکلفیت او وچت اخلاقي ارزښت هم ګڼي او لیکي چې:

څوک چې آشتي غواړي که دی غلیم دی       والصلح خیر ځای دتسلیم دی

عــفــو بــهــتــره  تــر ا نــتــقــا مــه ده       نیـکې په بد و کا ر د کریم دي

[ دخوشال خټک کلیات............۴۴۳ مخ ]

په غچ او انتقام اخیستنه کې تیری او تیروتنې هم کیږي چې بد ترې جوړیږي خو په بخښنه کې هیڅ ډول تیری اوتیر وتنه نه ځائیږي بلکې له سره نیکي ده اونیکي په بدودکریم کار ګڼل کیږي. نو ځکه بابا ټینګار کوي چې:

ښــه سړی د چا پـه بــد ونظـر نه کا      که څوک بد ورسره کاندي دی به ښه کا

پــه بــارداره ونــه تــل وریږي کاڼې      ورته ګوره چې باردار ونه څه  کـــــــا

دا په دي چې خود بیني ورسره نشته       د جهان ننــداره ځــــــکه د وه لیــمه کـا

همدا اثر، ۱۵ مخ

اوپه یوه بل ځای کې لیکي چې:

راشـــــــه ښیــګــڼه دونې ګـــوره       خپل ځان په نمرکا، بل کا په سیوره

په سنګ ېې ووله، میوه درواچوي       خصلت له ونې واخــله ای وروره

[ دخوشال کلیات..............۴۱۶ مخ ]

دخوشال خټک دا پورتنې څرګندونې راښيي چې جنګ دده په سیاسي فلسفه کې چندان ښه مقام نه لري، جنګ دانسانی عقل، اخلاقو اوله سره دانسانیت ضد عمل ګڼي اوتر دې چې کوچني تاوتریخوالې ته په بده سسترګه ګوري او انسان دانسان په وړاندې تیریدنې، حوصلې، خواخوږۍ اوښیګڼې ته را بولي. په خواښینې سره باید ووایم چې په ډیرو لیکنو کې دخوشال خان نظامي پوهه، دلښکر سوق او اداره، په جګړې کې دهغه شخصي وړتیا له سره جنګ بلل کیږي، خو دجنګ په وړاندې دهغه سیاسي دریځ هیڅ په پام کې نه نیول کیږي، نوځکه دننګیالي بابا نه جنګیالی خوشال جوړیږي او دجنګ غوښتلو او په جنګ کې دښکیل کیدلو تر منځ تو پیر ورکیږي. د دې برخې په « ب» جز کې په همدې ټکي هم یو څه بحث کیږي.

..........................

 

د کونړ ځنګلونه ملي شتمني ده او ددې ساتنه او پالنه د ټولو کونړېانو دنده ده.

دکونړ ښاغل والي صیب دې دځنګلونو د ساتنې او پالنې په پار  د هر رېاست څخه یو یو تکړه  کس د کرنې رېاست یا د چاپیرېال ساتنې د رېاست تر مشرۍ لاندې  وټاکي او ځنګلونو ته نژدې میشت ځایي مشرانو  له ځان سره ملګري کړي، او د مخورو مشرانو جرګه راوغواړي، تر څو ولس د ځنګلونو په وهلو بندېز او ناغه ولګوي، نو ډېر ژر به دا ستونزه حل ومومي

-
بېرته شاته