(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کلېوال ملا

[25.Jan.2022 - 21:21]

کلیوال ملا (زما د ژوند لنډه کیسه)

    لیکوال: څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلی 

زه څوک او څه یم
ززما اولادونو له ما څخه وغوښتل چې زه د ځان په باره کې د دوی له پاره یو څه ولیکم. نو دا دی دا لاندي څو لیکي زه د خپل ژوندون په باره کې لیکم:

زه الحاج مولوي زین الله منلی د عمر زوی د طاهر لمسی، د طیب کړوسی، د قسیم کودی، د شهاب الدین پردی او د بلوڅ لا پردی. د ۱۳۰۳ کال د وږی د میاشتې په ۱۵ نېټه د افغانستان د ننګرهار ولایت د روداتو د ولسوالۍ په کان کلي کې زېږېدلی یم. د مور له خوا د ویزی او د پلار له خوا اتمر خېل مومند یم.

کان یو کلی دی چې د ننګرهار ولایتأه مرکز جلال اباد،  جنوب ته، تقریبآ په شل کیلو مترۍ واټن کې پروت دی او تقریبآ پینځلس زره تنه او سېدونکي به لري. له جنوب څخه یو وچ خوړ راغلی دی او د دې کلي په مینځ کې تېر شوی دی چې دا کلی یې په دوو برخو وېشلی دی.

د خوړ ختیځ خوا ته د دیګانو کان وایي او لوېدیځ خوا کلی ته د مومندو کان وایي. دا وچ خوړ چې د کلي په مینځ کې تېر شوی دی د شمال په لوري ځي او د جلال اباد د ختیځ لوري په څلور یا پنځه کیلو مترۍ کې د کابل-کونړ په سیند کې لوېږي.

په دې خوړ کې کله چې ورښت وشي سېلاب راځي. د کان دا دواړه کلي یو یو کاریز لري چې د دواړو کلیو د کاریزونو اوبه  سره لکه په تله چې تلل شوي وي برابرې دي. دا کلی له همدغو دواړو کاریزونو څخه کار اخلي او له سپین غره څخه راتلونکی اوبه ور سره لږي لږي ملګري کېږي. دا کلی د غو اوبو په برکت یو ښه ودان کلی دی چې اوس اوس د هلکانو او نجونو دوه لېسې هم لري. وګړي له زده کړو سره ښه مینه او علاقه لري.

د جلال اباد ښارچور او تالان

په ۱۳۰۸ شمسي کال چې د امیر حبیب الله خادم دین رسول الله، د سقاو د زوی د واکمنۍ مهال و او د ده پر ضد قیامونه وشول د جلال اباد ښار هم د ننګرهار قومونو، شینوارو، مومندو، خوګیاڼیو، او صافیو او نورو هر توکیه وګړو چور او تالا کړ چې هیڅ په کې پاتي نه شول او یو شاعر په همدغه مهال ویلي دي:

اینځر د شیرشاهي وای، اوبه د چارچینې په کې

ښې سپینې سینې په کې

څوک په کې خانان شول، د چا ولاړې ارتینې په کې

ښې سپینې سینې په کې

ښار په دغه تالان کې داسي چور شو چې هیڅ په کې پاتي نه شول. یوه ډېره ښکلي ودانۍ چې سراج العمارت نومېده هغه هم د غو ورانکارو وسوځوله چې دا ودانۍ او ماڼۍ اوس اوس د کرزي په مهال بیا ودانه شوه او وګړي ورته د سیل له پاره ورځي.

مولوي خالص به د شینوارو پورې ټوکه کوله چې یو شینواری له تالا څخه وروسته جلال اباد ته راغی خو څه یې ونه موندل ځکه چې ښار وخته تالا شوی و.ولاړ، د جلال اباد ښار په ختیځ لوري کې پروت کلي کې د لرګیو د یو پله په ورانولو یې پیل وکړ. چا ورته وویل: هلکه دا څه کوي؟

شینواري ورته وویل: ورانی کوو!

کله چې د کان کلی د جنوب په لوري د سپین غره په لمن کې پراته شینواري د جلال اباد ښار په تالا پسي را روان شول نو شپه یې کان کلي ته له ډلو او ډولونو سره را ورسوله. د شپې یې د کان د کلي د وګړو چرګان او پسان و لوټل او ویې خوړل. په سبا یې جلال اباد ته روان شول او جلال اباد چور شو.

د جلال اباد له چور څخه څه موده ورسته د کان پر کلي د جنوب له خوا څخه د نهو، لسو بجو پرمهال الوتکې راغلې او پر دغه کلي یې بمونه وغورځول. د دغو بمونو د غورځولو پر مهال زموږ د وړوکي کلی - چې د لوی کلي وګړو ورته بانډګی ویل - ښځې پر بامونو ناستې وې چې زه هم ور سره وم. چې الوتکې د جنوب له لورې را ښکاره شوې ښځې ټولې له ډاره و تښتېدلې او له کلي څخه بهر د ونو لاندې، چې نوې یې پاڼې کړې وې، پټې شولې. خو زه چې وار خطا شوم ولاړم، خپلې کوټې ته ننوتلم او په یو کټ کښېناستلم. له ډاره رپېدلم. په دې مهال زما نېکه راغی زه یې په غېږ کې واخستلم، بهر ته یې بوتلم او زه یې هم له شنو ونو لاندي و درولم.

به وروسته مهال چې ما هرڅومره پوښتنې وکړې چې دا الوتکې د چادي او ولي یې دا کلی بمباري کړ په دې باره کې ماته چا معلومات رانه کړل.

زه د دغو الوتکو بمباریو دومره ډارولی وم چې تر دغه مهال وروسته به زموږ د کلیو په هوا کې کومه الوتکه تېرېدله نو زه دومره ډارېدم چې اندازه به یې نه وه. نو زه به خپلې نیا، د پلار مور، په غېږ کې واچولم او زما په غوږونو کې به یې ګوتې کېښودې چې د الوتکې غږ وا نه ورم. چې الوتکه به تېره شوه نو زه به یې بیا خوشی کړم.

کله چې زه لږ لوی - نهه کلن، لس کلن - شوم له ما سره د څارویو د څرولو ډېر شوق و. زموږ زراعتي ځمکه د کلي په پای کې د شمال لوري ته پرته وه، چې زموږ د ځمکې شمال ته بیا پراخه خوړ وږ ما به خپل مال او څاروي دې ځای ته د څرولو له پاره بیول خو کله به مې چې په هوا کې د الوتکې غږ اورېده نو له ډاره به ولاړم او د یو کمره خواته به غلی کېناستم چې هسې نه چې پر ما بم را ونه غورځوي. چې الوتکه به تېره شوه نو بیا به زه را ولاړ شوم او خپل څاروي به مې څرول.

 

 

 

د ملخانو کال

 

د ۱۳۱۰ کال په شاوخوا کې د حمل د میاشتې په اخر او د ثور د میاشتې په لومړیو وختو کې په هغه سیمه کې چې زموږ ځمکې یې په شمال کې پرتې وې ډېر زیات د ملخانو بچي پیدا شول چې وزرونه یې لانه وو شوي او زموږ د کلي په لور را روان ول. نژدې، څلورو، پنځو ورځو کې دې ملخانو وزرونه وکړل او پر الوتلو یې پیل وکړ دې ملخانو د کان د کلي ټولې ونې لوڅې کړې او ټولې یې و خوړلې.

 

ونې داسي ښکارېدې لکه چې په ژمي کې وي، لوڅې پوڅې او بې پاڼو شوې، وګړو ډېر ملخان مړه کړل خو دا لوی توپان په وژلو نه خلاصېده، کلي یې چور چپاول کړل.

 

په دې کال د ثور د میاشتې په مینځ کې زما پلار ،مور،خور او زه زموږ د کلي په جنوب کې یو کلي ته - چې پچیر ورته وایيولاړو. اوړی مو هلته تېر کړ او په مني بېرته خپل کلي ته راغلو.

 

زما یوه ګوډه خاله (ترور) وه چې هغې په پچیر کې خپله خره پووله، ما ته یې وویل چې ورشه هغه خره راوله زه په خرې پسې ورغلم. هغه مې د ترور پلو راروانه کړه خو له بده مرغه چې ما دا خره له لکۍ څخه ونیوله خرې زه په لغته پر مخ ووهلم. سترګو مې لمبه وکړه او مخ مې زخمې شو. ښه شوه چې سترګې ته مې څه نقصان ونه رسېده. له سترګو څخه یوه ګوته لاندې مخ مې ټپي شو، چې د هغه زخم خاپ اوس هم زما پر مخ شته او هغه د سترګو لمبه مې لا هېره نه ده.

 

کابلیان

 

زموږ د کلي وګړي هر کال د جوزا میاشتې په پای کې د لو او مزدورۍ له پاره کابل ته روانېدل. نهه شپې به یې په لار کې کولې، او لسمه شپه به یې د کابل ښېوکیو سیمې ته رسوله. په ښېوکیو، ساکو، کمریو او بینې حصار کې به یې لو وکړ. هغه څوک چې زراعتې ځمکه به یې نه درلوده، هغوی به په کابل کې بیا د نورو مزدوریو له پاره پاتي شول.

 

څرنګه چې زموږ ځمکه زیاته برخه له سود خورو سره ګرو وه او په پاتې ځمکه ګوزاره نه کېده نو زما نیا، نېکه او تره به ځمکې سنبالولو ته پاتي شول او پلار، مور او زه به - له کابلیانو سره یعنی له هغو وګړو سره چې کابل ته د لو او مزدورۍ له پاره تلل او د کلي وګړو به ورته کابلیان ویل - کابل ته تللو. دې کابلیانو به یو یو خر، هر چا له ځان سره، د کالیو او خوارکي موادو د وړلو له پاره بیوه او چې کالي به ډېرول نو دا اضافی کالي به سړیو په خپلو شاګانو وړل او ښځو به یو څه ضروري شیان په خپلو سرونو وړل.

 

لنډه دا چې د کابلیانو دغه کابل ته د تللو سفر ډېر له ستونزو او کړاوونو ډک سفر و. خره به ښه پوره درانه بارول، د ډېر اوږد سفر توان او سېک به یې نه درلود. نو ځکه کابل ته د تللو سفر له پاره په لار کې ډېرو شپو ته اړتیا وه. دې کابلیانو به، کابل ته د تللو په مهال، په لار کې نهه شپې کولې او لسمه شپه به یې د کابل ښېوکیو ته ورسوله.

 

یو کال چې له کابلیانو سره زما پلار، مور، زه او زما خور هم ولاړو نو په کابل کې مې پلار لو کاوه، مور به مې وږې ټولول. ما به هم له مور سره وږې ټولول. یو کال چې زما د پلار او مور د لو او وږو څه  ګټه وه په هغه پیسو یې یو غټ پسه و پېره دا هم د دې له پاره چې کلي ته یې بوزو، ښه موړ یې وساتو چې ښه تیار او چاغ شي نو ډېرې پیسې به وکړي. خو داسي ونه شول، چې کلي ته راغلو پسه  ته مو ښه خوراک او ښه خواړه ور سره کړل. پسه ورځ په ورځ غوړېده او ښه کېده، خو له بده مرغه چې پسه به مو په داسي ځای کې په ډېره کې تاړه چې د اخور شاته، خواو شا یو نیم متر، کمر و. پسه په موږي پوري تړلی و او په دېره کې څوک نه ول. پسه کوم څیز - چې سپې به و او یا کوم بل شی - ډارولی و او چې خیز کړی یې و نو له اخور څخه اوښتی و، له کمره څخه ځوړند شوی او مړ شوی و.

 

نو زموږ د دې کال خواري او مزدوري په دې توګه خوشي او برباد شوه.

 

کړکچه:

 

کله به چې زموږ د کلي (کان) وګړي د لو له پاره له کان څخه وخوځېدل نو لومړۍ شپه به یې د چپرهار په جنوب کې په یوه سیمه کې کوله چې دغه سیمه ګډل نومېږي او ور سره نژدې کلي ته ماڼو کلی وایي. بله شپه به یې د خوګیاڼیو په نومی ځای کې کوله او بله به یې په کندمک کې وه او بله به توتوکې او بله د غلجیو په حصارک کې، بله به بیا د کړکچې په غره کې وه. د کړکچې د غره په بیخ کې یو ځای دی چې په هغه مهال چې دا زموږ لوګري وګړي به هلته ورسېدل نو غرمه به وه.

 

غرمه به یې دلته تېروله چې په دې ځای کې ډېر ښه د توتو باغ و او د غره په څنګ کې همدې د توتانو باغ ته یو ښه یخ او سوړ کاریز را وتلی و. دې ځای ته یاغي بند وایي. له «یاغي بند» څخه د کړکچې د غره سر ته دوه لارې ختلې دي، یوې لارې ته تېر لار وایي او بلې ته د کړکچې د «کندې» لار وایي.

 

جره ګان کابلیان به د تېر په لار ختل او خر والا به په کنده کې تلل، لږ لږ به پورته ختل، ځکه چې د کندې لار لږه لږه جګېدله او بیا به په پای کې نېغه شوه او نژدې په نیم ساعت کې به هغه ځای ته رسېدله چې دې کابلیانو به په کې شپه تېروله. دا ځای به نژدې دوه درې سوه متره مربع میدان و.

 

چې دې وګړو به دلته شپه وکړه نو سبا ګهیځ به یې بیا کډې بار کړې او نیم ساعت وروسته به د کړکچې د غره په کنډو وا ووښتل او یوه ځای ته به ورسېدل چې د کړکچې د غره په لوېدیځه لمنه کې واقع دی او «توره چینه» ورته وایي.

 

په توره چینه به تېر شول او تنکۍ غرمه به بیا «تېزین» نومې سیمې ته ورسېدل. په تېزین کې به یې شپه وکړه او سبا غرمه به له دې ځایه روان شول یوه شپه به یې په «خاک جبار» کې وکړه، بله به یې په «وله» نومې ځای کې وکړه اوپه سبا ته به د کابل ښېوکیو ته ورسېدل.

 

د کړکچې غره جنوبآ او شمالآ پروت دی. د دې غره ختیز لوري ته د غلجیو حصارک او نورې سیمې پرتې دي. د غره له جنوب څخه یو رود پیلېږي ده چې په حصارک تېرېږي او بیا د ننګرهار ولایت په سرخرود تېرېږي، د کابل په سیند کې ورګډېږي. د دې غره لوېدیز لورې ته د تېزین سیمه پرته ده. دا غر هغه مهال چې مالیدلی و - او له هغه نه اوس چې ۱۳۹۰ ش کال دی اویا کاله تېر شوي دي - ډېر ودان او په غرنیو راز راز ونو ډک و،  څېړۍ، جلغوزي او داسي نورې وړې لویې ونې په کې وې.

 

له هغه مهال څخه ډېر وخت تېر شوی دی، خبر نه یم چې دا د کړکچې غر به نور هم شین شوی وي او که به لکه نور هیواد چې ویجاړ شوی دی دا غر به هم ویجاړ وي؟

 

لومړی ځل زما لارۍ لیدل:

 

هغو لوګري چې له کان څخه به کابل ته د لو له پاره تلل او چې لو به ختم شو نو بېرته به کان ته تلل کانوالو کابلیان بلل. نهه کلن یا لس کلن به وم. زما مور او پلار له کابلیانو سره کابل ته روان شول. زه هم ورسره وم. کله چې درېیمه شپه ګندمک ته ورسېدو، نو هلته ماښام شو، ماښام تېر وړو هلکانو ویل: هغه ده لارۍ راغله! زه حیران شوم چې لارۍ لا څه شی ده؟ ما تراوسه پوري نه لارۍ لیدلي وه او نه مې پرته له خپل کلي څخه داسي کوم کلی لیدلی و چې لارۍ په کې وه. تر دې مهال پوري ما جلال اباد هم نه و لیدلی. تیاره وه چې لارۍ را ورسېده او هلته چې زموږ د کابلیانو کډې پرتې وې دا لارۍ یو سماوار ته ودرېدله. هلکانو ورمنډه کړه چې د لارۍ سیل وکړي، زه هم ورسره ولاړم خو دا لارۍ یو غټ شی و او هلکانو یې دا د رڼا ګروپونه د لارۍ سترګې بللې او ویل یې چې دا رڼا چې کوي دا د دې لارۍ سترګې دي. زه لارۍ ته له ډاره ډېر ورنژدې نه شوم. هسي نه چې یا به خوله را واچوي او یا به مې په لغته ووهي.

 

ګهیځ د وخته زموږ کابلیانو له دې ځایه کوچ وکړ او له سرک څخه بېل شول. بیا نو تر کابل پوري سرک په مخه رانغی چې ما په کې د ورځې لارۍ لیدلې وای. اوه ورځې وروسته بیا موږ کابل ته ورسېدلو، هلته مې بیا د ورځې هم لارۍ په رڼو سترګو ولیده او هم مې یو کوچنی موټر ولید چې وګړو ورته «تیز رفتار» ویل. بایسکل مې هم ولید چې وګړو او زموږ هلکانو ورته «جولا ګاډی» ویل.

 

سربېره په لارۍ مې، په کابل کې د ښېوکیو په سیمه کې، دوه فیلان هم ولیدل چې دورمې (نی) یې ورباندي بار کړې وې او له ښيوکیو څخه د کابل ښار په لوريې وړلې. دا فیلان دومره قوي اوسېکمن ول چې د یو فیل د دورمو بار د یو توت ښاخ ته بند شو، فیل روان و او له ځان سره یې د توت غټ ښاخ مات کړ.

 

کلای بختان

 

د نهو، لسو کالو به وم، ډېر زړه مې کېده چې سبق ووایم، خو زموږ په کلې کې ښوونځی نه و نو اراده مې وکړه چې د کلي له امام سره سبق ووایم.

 

د کلي امام به کوچنیانو ته دینې سبقونه ویل نو ما هم د کلي له امام سره سبق ویل پیل کړل. قرآن کریم مې ولوست، خلاصه کېدانی، منیة المصلی، پنج کتاب، تحفة النصایح... دا کتابونه مې ولوستل. نور مې نو زړه نه غوښتل چې د کلي له بې سویه ملایانو سره سبق ووایم، زړه مې کېده چې چېرته له کوم لوی ملا او مولوي څخه سبق ووایم. دا کار ما ته په خپل کلي کې ممکن نه و نو باید کوم بل ځای ته تللی وای.دې کار ته پلار او مور نه پرېښودلم. ویل چې چې ته سبق پسې بل ځای ته ولاړشې دلته به موږ ته غوا، خوسی څوک و پیایي. زما د ترورزي ملا عبدالرحیم د سره رود په کلای بختان کلي کې امام و او هلته یې له یو چا سره د فارسي کتابونه لکه ګلستان، بوستان، یوسف زلیخا او داسي نور لوستل. ما خپل پلار او مور مجبور کړل چې ما بوزي او زما ترورزي ملا عبدالرحیم ته مې ور ولي چې له هغه سره سبق ووایم. دا مهال پسرلی و، کوکونارو ګلان کړي ول او ولو، ونو هم غوټۍ سپړلې وې. زه خپل پلار روان کړم جلال اباد ته یې بوتلم په جلال اباد کې یې راته درې متره د سپین ململ پګړۍ و پېرله او هغه راته له سره تاو کړه. کلای بختان ته یې بوتللم. شپه یې زما له ترورزي سره وکړه. سبا ته کورته ولاړ. ما له ترورزي سره ګلستان پیل کړ. له بده مرغه چې زما نېکه ولاړ نو باران پیل شو او داسي زورور باران اورېده چې د کمبو خوړ - چې د کلای بختان خواته تېرېږي او په کابل سیند کې لوېږي - ډک بهېده. له درونټې څخه یوه لویه ویاله را ختلي ده چې نهر سراج ورته وایي او د جلال اباد د الوتکو تر میدان پوري اوبه په کې روانې دي.

 

څو کاله د دغه ویالې له برکته د الوتکو د میدان په شاوخوا ځمکو کې وګړو هندواڼې، رومي او موټ وکرل او ښه حاصلات یې ورڅخه واخیستل. له کلای بختان کلي سره نژدې دا ویاله د کمبود خوړ لاندې د پخو خښتو یو سیفون کې تېره شوې وه.. په دغو ورځو کې چې زه په کلای بختان کې له خپل ترورزي سره سبق وایم، د کمبو په خوړ کې داسي زور ور سېلابونه راغلل چې دا د نهر سراج سیفون یې و نړاوه او بیا په نهر سراج کې اوبه تېرې نه شوې. وروسته بیا د محمد ظاهر پا چا په مهال د ننګرهار کانال جوړ شو او په زرګونو جریبه ځمکه یې خړوبه کړه چې اوس د د غه کانال له برکته ننګرهار ښه ودان او سمسور دی. نهر سراج په ۱۳۱۷ ش کال وران شو.

 

زه په کلای بختان کې دغه،د څو ورځو،اورښت په تنګ کړم او ترورزي ته مې وویل چې ما د هډې کلي ته بوزه، زه نور کورته ځم. نو زما دغه سفر یوه اونۍ و نیوله؛ترورزي هډې ته بوتلم او زه له کانوالو سره د جمعې په ورځ کان ته راغلم. په هډه کې د نجم الدین اخندزاده زیارت او لوی جومات دی چې دجمعې په ورځ د ننګرهار له ټولو سیمو څخه وګړي راتلل او لوی جمعګي بازار به جوړ و.

 

چا به په دغه ورځ څه پلورل او چا به څه پېرل. لنډه دا چې په دغه ورځ به ډېر لوی بازار جوړ و او د نجم الدین اخوند زاده په جومات کې به یې د جمعې لمونځ وکړ.

 

نجم الدین اخندزاده یو مجاهد سر تېری دی چې له انګریز سره په ډېرو جګړو کې د غازیانو لارښوونه کړي ده.

 

اعلیحضرت محمد نادرخان د نجم الدین اخوندزاده په نوم په هډه کې په ۱۳۱۰ شمسي کال کې د نجم المدارس په نوم یوه دیني مدرسه هم تاسیس کړه چې تر اوسه پوري لا فارغان ورکوي او زه هم له همدغې مدرسې څخه په ۱۳۳۳ ش کال د جوزا په میاشت کې فارغ شوم. د دولسم ټولګي دوهم درجه بری لیک مې واخیست.

 

زه له کلای بختان څخه خپل کلي، کان، ته راغلم او بیا مې څاروي څرول پیل کړل. دا مهال چې ما په کلای بختان کې سبق وایه ۱۳۱۷ هجری شمسی کال وه او زه ۱۴ کلن وم.

 

په ۱۳۱۸ ش کال کې بیا کابلیان کابل ته تلل نو په دې ډله کې زما تره کابل ته له خپلې مېرمنې سره روان شو. زه هم ور سره ولاړم.

 

-
بېرته شاته