(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په رواغو مینه شهزادګۍ

[25.Jan.2022 - 21:34]

په درواغو مینه شهزادګۍ / د ماشومانو لپاره کیسه

رااخستنه: له الماني سرچېنو څخه؛

ژباړن: پوهاند ډاکتر رڼاګل اریوبزی

 

یووخت یوه پاچایوه ډیره ښکلۍ لور درلوده اودا شهزاد ګې د ګل په شان ځلیده ، خو یوازې یوه نیمګړتیا يې درلوده، چې له درواغو نه ستړې کیده او نه ترې مړیده. پاچا دخپلې لور د رواغو ته ډ یر په تشویش کې و او نه پوهیده چې څه وکړي. ده د ملکې سره یو ځای پریکړه وکړه چې شهزاد ګۍ ته به تر هغو دروا غ وايې ترڅو چې نورباور ورباندې ونه کړي، په غوسه شي او و وايي چې: دا رښتیا نه دي. بیا به له دې ناروغۍ نه جوړه شيبس نو پاچا، ملکې او په قصر کې نورو خلکو د درواغو تر ټولو ښې کیسې بیان کړې، خو شهزادګۍ هیڅ ونه ویل چېدارښتیا نه دینوځکه پاچا په ټوله امپراتورې کې اعلا وکړ چې ټول ځوانان دې شاهي قصر ته ورشي او هر یو دې د درواغو کیسه بیان کړې، که هر چا په خپله کیسه شهزاد ګۍ دې ته راوسته چې و واييدا رشتیا نه دیله هغه سره به واده کوي. د هیواد د ګوټ ګوټ نه ځوانان راغلل او هر یوه په خپل ټول فساحت هڅه وکړه چې دشهزادګۍ له خولې نه دا ټکي را وباسي، خو یو هم په دې کار کې بریالی نه شو. دلته په دې امپرا تورۍ کې د یوه موچي یو ګلالی زوی هم اوسیده چې ځايي خلکو موزې ګک باله. یوه ورځ دی هم قصر ته ورغی او شهزاد ګۍ ته ور وستل شو. په هرکلي کې شهزادګۍ ورته و ویل چېکه څه هم دورځې پیل ښه نه راته ښکاري، خوسره له دې هم ښکلې ورځ درته غواړم. دلته درې ځوانان راغلي وو، درې واړو ستومانونکې کیسې بیان کړې. که دا حلت دوام وکړي، نوزړه مې غواړي چې څه موده د د مې د  پاره سپوږمۍ ته پورته شم. پلار مې هلته یو کور جوړ کړی دی، داکور دومره لوی دی چې، د هرې کوټې لیدل يې یوه او نۍ وخت رانه غواړيموزې ګک ورته و ویل چېهغه کور چې زما پلار په لمر کې جوړ کړی دی، لا ډیر لوی دي، دټولو کوټو لیدل يې یوکال وخت رانه ِغواړيشهزادګې ورته و ویل چې ډ یر ښه، خو دومره لوی غوایی چې زما پلار يي لري، ستا پلار به يې ونه لري، زموږ دغوایه سر دومره غټ دی چې، دښکرونو تر منځ يې د وښو یوه لویه کراچۍ ځای شوې دهموزې ګک ورته و ویل چې:«  دا نو زما پلارد غوایه په وړاندې هیڅ هم نه دی. دهغه د ښکرونو تر منځ یوه سلامته غوجل ځا ئید لی شيشهزادګۍ ورته و ویل چېښه، ښه، خو د مڼې هغي ونې په هکله څه وايې چې، ما د خپل پلار په باغ کې کینولې ده؟ دا ونه دومره غټې مڼې نیسي چې هره یوه يې د کراچۍ دڅرخ په اندازه غټه دهموزې ګک ورته و ویل چېدا ونه خو دمڼې دهغې ونې پرتله هیڅ نه دي چې ما پرون سهار د وخته د خپل پلار په باغ کې کینوله. تر ماښام پورې د کلیسا دبرج په اندزه لوړه شوه. زه ور پورته شوم او غوښتل مې چې مڼې ترې راوشکوم. خو ونه لوئیده، لوئید او لوئیده ترڅو چې داسمان وریځو ته ورسیده او تر هغو لا نوره هم پورته شوه. ورپسې سخت باد ولګید او زه يې له ځان سره یوړم، درې ځله يې دمځکې نه  راتاو کړم، بیايې پریښود م او زه رالویدم، رالویدم، رالویدم تر څو چې دګیدړ په سوړه کې کیناسم او ته، ګرانې شهزاد ګۍ، هلته نا سته وې اوزما موزې دې ګنډ لې. شهزادګۍ چیغه کړه چېدا رښتیا نه دیپه دې ډول موزې ګک دشهزادګۍ سره دواده مستحق شو. اوس نو شهزاد ګۍ د درواغو د پاره ډیر وخت نه درلود. موزې ګک اومیرمنې يې په ټوله اونۍ کې یوازې یوځل د درواغو تر ټولو ښکلو کیسو په هکله فکر کاوه.

 

Kindergeschichten - Geschichten und Märchen für Kinder ...

-
بېرته شاته