(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاه محمود میاخیل

[25.Jan.2022 - 21:36]

شاه محمود میاخیل د سید محمود حسرت زوی په ۱۳۳۷ هجري شمسي کال کې د کونړ ولایت، د خاص کونړ ولسوالۍ په منګوال کلي کې  په یوې علمي او روحاني کورنۍ کې زیږیدلی دی، د ښاغلي میاخیل د کورنۍ شجره،  میا علي صیب (رح) ته رسیږي، پلار یې هم څولسیزې د معارف، عدلي او د کورنیو چارو په وزارتونو کې کار کړی و او د یو پوه او عالم شخصیت په توګه یې سلګونه شاګردان روزلي دي .

میاخیل صیب ابتدایي او ثانوي زده کړې په کونړ،لغمان، کابل او بلخ ولایتونو کې سرته رسولي او په ۱۳۵۵ هجري شمسي کال د خاص کونړ د لیسې نه فارغ شوی دی. ده هغه وخت د زراعت سره شوق درلود، نو په دې توګه د کانکور د ازموینې نه وروسته د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بریالی شو

ښاغلی میاخیل د کرنې په پوهنځي کې تر دریم ټولګي پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو په افغانستان کې د ثور د کودتاه نه وروسته تحولاتو له امله په ۱۳۵۸ هجري شمسي کال  په سر کې پاکستان ته د خپلې کورنې سره کډوال شو،خو د کډوالۍ او کورنۍ ټولو ستونزو سره،سره یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چې په پیښور کې د ادارې او منجمنت په برخه کې خپلې لوړې زده کړې او د پریستن پوهنتون نه د ماسټرۍ تر کچې پورې سرته ورسولي او هم یې په سیاسي علومو کې لیسانس او دویمه ماستري په هسپانیه کې د برچم نړیوال پوهنتون نه تر لاسه کړه .

د دې سربېره میاخيل صیب د امریکا د مشهورو پوهنتونو سټینفورد، هاروارد او د امریکي ملي دفاعي پوهنتون کې د دیموکراسۍ، حاکمیت د قانون، انکشاف او لیډرشیپ په ساحو کې فیلوشیپونه سرته رسولي او د امریکا د ویرجینا کمونیتي کالج نه يې د کمپیوټر په څانګه کې MCSE  سندونه تر لاسه کړي دي.

شاه محمود میاخیل د ۱۹۸۲ نه تر ۱۹۸۴ کال پورې د انتروپولوژي په برخه کې د امریکا د ویلمز کالج د یومشهوره پروفیسر ډیوید  ادوارډ سره د افغانستان او د مهاجرینو په هکله ریسرچ وکړ،چې دوه کتابونه د هغه د ریسرچ په هکله د امریکا د کلفورنیا پوهنتون له خوا چاپ شوي دي

د۱۹۸۴ نه تر ۱۹۸۷ کال تر اخره پورې ښاغلي شاه محمود میاخيل د بلجیم د کمیټې د مرسیتال په توګه دنده اجرا کړۍ ده، په هغه وخت کې د بلجیم خیره موسسه د تعلیم او تربیه او هم د حرفوي زده کړو په برخه کې افغان مهاجرینو ته د خدمت کولو فعاله ونډه درلوده او په زرګونو استادانو او ځوانانو د بلجیم په موسسه کې زده کړي ترلاسه کړي دي، د بلجیم په موسسه کې د میاخیل صیب یو مهم بل کار دا و،چې د اول ځل لپاره یې په پیښور کې د انګلیسي ژبی کورسونه جوړ کړل،چې بیا د بلجیم موسسې د انګلیسي ژبې د زده کړې دا پروګرام د IRC موسسې ته ورکړ،چې وروسته دا پروګرام د IRC د کورسونو په نامه شهرت وموند،چې په زرګونو افغانانو د دی کورسونو نه ګټه اخستلي ده.

د ۱۹۸۵ کال نه تر۱۹۹۰ کال پورې میاخيل صیب په پیښور کې  د امریکا غږ رادیو د دري او پښتو ژبو محلي خبریال و،چې تقریبا ۶۰۰ راپورونه د امریکا غږ رادیو د څپو نه په هغه وخت کې نشر شوي دي، د ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۵ کلونو پورې یې د ملګرو ملتونو د انکشافي اداري UNDP سره کار کاوه چې د افغانستان د جنوب ختیځ سیمو کې د ولس سره د اړیکو مسوولیت یې په غاړه درلوده، په ۲۰۰۲ م کال کې یې د مشرقي څلورو ولایتونو کې د بیړنۍ لوی جرګۍ په ټاکنوکې فعاله ونډه درلوده او د ملګرو ملتونو د یونیما دفتر سلاکار و.

نوموړی د ۲۰۰۳ م کال نه تر ۲۰۰۵م کال پورې د کورنیو چارو د وزارت ستر سلار او اداري معین و

د ۲۰۰۵م کال نه د ۲۰۰۹ م کال پورې یې د ملګرو ملتونو د یونما دفتر سره د ښې حکومتدارۍ په څانګه کې د ستر سلاکار، د حکومتدارۍ د څانګې ریس او مرستیال په توګه کار وکړ. د ۲۰۰۹ م کال نه راپدې خوا په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سولي د انستیتوت رئیس په توګه دنده ترسره کوله،چې په دیارلس سوه اووه نویم کال کې د سلواغې په ۱۴مه د سیمه ییزو  ارګانونو خپلواکې ادارې په  وړاندیز د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ د هېواد د مهم ولایت ننګرهار والي په توګه وټاکل شو.

 د ننګرهار نوي والي شاه محمود میاخیل په لس ګونو مقالۍ په انګلیسي ژبه د نړۍ د بېلابېلو معتبرو انسټیټونو او ادارو کې چاپ شويدي او تر اوسه یې یوولس بېلابېل علمي،تحقیقي او تاریخي کتابونه  لیکلي او چاپ شوي دي .

هغه په ملي او نړیواله کچه ډیر مډالونه او تقدیر نامې هم اخیستي،چې لیست یې زیات دی،خو د ۲۰۰۲م کال نه راپه دې خوا د ټولو لویو جرګو غړی و، همدا راز یې ډیری افتخاري نورې دندې هم ترسره کړي، د ټاکنو د اصلاحاتو په کمیسون کې د کمیشنر دنده یې هم ترسره کړې ده .

ښاغلي شاه محمود میاخیل لس ګونو نړیوالو کنفرانسونو او مجالسو کې برخه اخیستې، خپلې مقالي یې هلته لوستي او د افغانستان په هکله یې بیانې او لیکچرونه ورکړیدي، هغه د نړۍ مهمو دیرشو نه زیاتو هېوادونه ته رسمي او غیري رسمي سفرونه کړي.

د  شاه محمود میاخیل اووه اولادونه لري، چې ټول د پوهنتونو نه فارغ شوې او ځینو یې ماسټرۍ کړي او مشر زوی یې په امریکا کې د طب ډاکټر دی

درنښت

 

Shahmahmood Miakhel

-
بېرته شاته