(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې لنډې

[30.Jan.2022 - 17:31]

درې لنډی کېسۍ چې د بیدارۍ درس په کې پروت دی

د هوښیارۍ بها ګرانه ده

لیک: سید عبیدالله نادر

یو غل چې پرله پسی یې په یوه کلي کې غلا کوله ،نو وروسته د ده د پرله پسي غلاوو څخه خلکو دا حقیقت پیدا کړ ، چې د غله د پشو پلونه د کلي د مشر د بوټانو پل ته ورته دي ،یوه وویل چې غله په اصل کې د کلي د مشر بوټان غلاکړي  دي ، بل وویل : چې د بوټانو خاپونه یې د کلي د مشر د بوټانو د خاپونو په شانه دي ،هر چا په خپل فکری توان سره د واقعیت بیان کولو ،یو لیونې غږ وکړ چې وه خلکو غل په خپله د کلي مشر دی ، خلکو ډیر وخندل او د کلي مشر ته یې چې هلته حاضر وو ، د لیوني له طرفه بخښنه وغوښته ،او وي وییل:چې خیر دی زړه ته مه اچوه دا لیونی دی ،په سبا یې هغه مجنون او لیونی چا ونه لید ،د کلي مشر وویل : چې غلو وژلی دی ، د کلي مشر په حقیقت کې رښتیا ویلي ځکه دی په خپله غل وو ،خو د خلکو درک د واقعیتونو نه ډیره فاصله درلوده ، او یا دا چې د مجنون د سر نوشت څخه ایریدل ،ځکه خلک په دې پوه شول ،چې په هغه آبادۍ کې د پوهی بها ډیره درنه ده ، او ناداني ډیر لوړ مقام لري ،

.............................

 

د بیدارولو سزا/لیک: سید عبیدالله نادر                                 

وایي چې یو چا په خپل ګاونډ کې ، چې یو ښکلی چرګ یې درلوده ،او سهار وختي به یې آذانونه کول ، یو څو ورځي د چرګ آواز وا نه وریدل شو ، نو ګاونډي یې د دي بل ګاونډ د چرګ د خاوند څخه پښتنه وکړه ، چې آ ستاسو دا ښایسته چرګ چې هر کله به یې سهار وختی بانګونه کول هغه څه شو ، ګاونډی د چرګ خاوند وویل : نورو ګاونډیانو شکایت درلود چې ستاسو چرګ سهار وختي آ‌ذانونه کوي ، او مونږه د خوبه ویښوي ،نو مونږ هم سر غوڅ کړ او حلال مو کړ ، نو وايي په حقیقت کې زه په دې په شوم ،چې څوک په دې وخت او زمان کې ،خلک د غفلت له خوبه ویښوي ،یا ویښول کوي ،د هغي سر غوڅیږي ،په تیره د دې قیصی خو ډیره عبرتناکه لړۍ ،زمونږ په استبدادي حکومتونو کې تیر شوي ،چې مونږ ډیر منور خلک وژل شوي ،او زمونږ تاریخ په دې ګواه دي ، چې یادونه یې په دې مختصر کې نه ځایږي ،او په اوس وختونوکې خو د پاکستان په پشتنو باندی د پاکستان د ریاست له خواه دا لړۍ روانه ده ،چې ټوله نړۍ یې د سر په سترګو ویني ،یانی ډیر خلک د ویښتابه په جرم وژل کیږي ،لکه څرنګه چې ډیر مشران د مخه وژل شوي او اوس هم دا لړۍ روانه ده ،

.................

 

د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او په پښتو  کې یې ژباړه د ملایانو د پاره د پند او عبرت او د عصری علم او فن د هڅونۍ احساس ورکول

هغه ورځ چې امیر کبیر وژړل/لیک: سید عبیدالله نادر

 

۱۶۸ کاله د مخه لمړنۍ واکسیوناسیون د امیر کبیر په فرمان پیل شو ، یو څو ورځي وروسته یې امیر کبیر ته خبر ورکړلو ،چې د ایران دیني علماوو یعنی ملایانو په هیواد کې داسي پرو پاګنډه خپره کړي ده ، چې د واکسین د وهلو یا اخیستلو په ذریعه پیریان د انسان په وینه کې ننوځي ، امیر کبیر حکم وکړو چې، هر څوک واکسین نه کوي ، باید پنځه تومانه جریمه ورکړي ،خو د ملایانو د خبرو اثر په خلکو کې ډیر زیات وو ، هغوي چې پیسي درلودلي او بډایان ول ،هغوي پنځه تومانه ورکړل ،او د واکسین د اخیستلو څخه یې ځانونه معاف کړل ،هغوي چې هیڅ نه درلودل په کورو کې پټیدل ، وروسته د یوه مودې نه څو تنه یې د امیر کبیر محضر ته راوستل ،چې د هغوي ماشومان د واکسین نه اخیستلو له وجهي د چیچک په مرض اخته او بیا مړه شوي وو ، امیر کبیر د حاضرینو به مخکي په ژړا پیل وکړ ، مرزا آقا خان په ورو امیر کبیر ته نژدی شو او وي ویل : چې د دوي بچیان خو د دوي د خپلي نادانۍ په وجهی مړه شوي ،امیر کبیر وویل : د دوی د نادانۍ مسوول هم مونږه یو ، که مونږ په پوره اندازې سره مکتبونه جوړ کړي وای ،نو ملایانو به خپل د ټګی او مکر څادر ټول کړی وای ، په ریښتیا چې د ملتونو د پرویتو او غورځیدو او وروسته پاتي کیدو دوران هغه وخت پیل شو ،چې د سالم تفکر ځای (تقلید)،او د کوښښ او تلاش ځای( دعا )،او د لوړو آرزوګانو د تصوراتو ځای( قناعت) او د رسیدلو او پرمختګ د ارادۍ ځای (قسمت) ونیو ،

 ............

د فارسی د متنونو څخه د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او د پښتو ادب کې یې ژباړه او د پښتو ادب په اوړو کې اغیږلې ،

 

-
بېرته شاته