(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ویاړي دروازه

[30.Jan.2022 - 17:32]

د ویاړی دروازه/ د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

له الماني سرچېنو څخه/ ژباړه پوهاند رڼاګل اریوبزی، د کابل پوهنتون پخوانی پروفیسر

 

یو وخت یوې مبر منې دوه اولادونه در لودل، یو يې زوی و او دا بله يې لور. یوه ورځ دا میرمن په سفر روانه شوه او اولادونوته يې و ویل چېبچیانو! زه په سفر ځم او تاسې د لته یوازې پاتې کیږی، نوځکه به دویاړې د روازې ته ډیر پام کویمقصد يې داو چې دکوچنیانوباید دې ته پام وي چې، غله دویاړ دروازې له لارې کورته ور نه شي. څه موده چې دا په کور کې نه وه، د کوچنیانو زړونه تنګ شول او ورور يې خور ته و ویل چېراځه چې دواړه یوڅه د باندې ځنګل ته لاړشو، د ویاړې دروازه به له ځان سره یوسو، بیانو څه نه پیښیږيدا خوشاله شوه او دواړه دباندې ځنګل ته و وتل، په ځنګل کې يې لوبې کولې، هرې خواته منډې وهلې، په دې کې لار ترې ورکه شوه، شپه په راغله او پوه شول چې کور ته نه شي تللی. له ډاره یوې ونې ته وختل، تر څو چې داړونکي ژوې يې ونه خوري.د واړه یو څه وخت هلته په ونه کې ناست ووچې غله د پنډ و پنډ و پیسوسره راغلل، دهمدې ونې لاندې کیناستل او پیسې يې شمیرلې. په دي وخت کې کوچنیانو ځانونه ډیر ارام اوغلي ونیول، ترڅو غله پوه نه شي چې دوی د لته په ونه کې دي. لږڅه وروسته ورور خور ته و ویل چېمتیازې راغلې دي او نه شم يې ټنګولیخور ورته و ویلنو ويې کړهده خوشې کړې، خو غلو په کرارۍ خپلې پیسې شمیرلې او ویل يې چېدا د باران څاڅکې دي چې وریږيلږ څه وروسته ورور خور ته بیا و ویل چېنور ځان نه شم تم کولی، باید غټ څه وکړمخور ورته و ویل چېويې کړهده وکړل، غلو بیا هم د پیسو شمبرلو ته دوام ورکړ او ويې ویل چېداد هغه الوتونکو چټلي ده چې پاس په ونه کې ناست دياوس نو دواړه د ډیر وخت له پاره په ونه کې ارام ناست وو، خو ورور يې بیا و ویل چېزه د ویاړې دروازه نوره په لاس کې نه شم ټینګولیخور ورته و ويل چې ويې چوهده دروازه واچوله او دروازه دغلو په منځ کې ولوید له. غلوپه بیړه منډې اوچیغې کړې چېد اسمان نه تند ر راولوید، داسمان نه تند ر را ولویددوی وتښتید ل او هرڅه يې په ځای پریښودل. اوس نو سهار رانږدې شوی و، خور او ورور دواړه له ونې راکوز شول او د ویاړې دروازه او ټولې دغلو نه پا تې شوې پیسې يې د ځان سره را واخیستې ، خوښ او نیکمرغه کور ته راغلل. مور يې مخې ته ور ودانګل او دواړه يې وښکنل چې په دروازې يې پام نه و کړی. که چیرې غله راغلي وای، نو هرڅه به يې غلا کړي وای. کوچنیانو مور ته ټول هغه څه بیان کړل چې په ځنګل کې يې لیدلي او په تیر شوې وو. بیا هغه هم خوشاله شوه. په پیسو يې ښکلې جامې او نور سامان را ونیول او لا دومره پاتې هم شوې چې د ټول ژوند له پاره يې بس کیدې.

 Märchen aus Deutschland, Mutabor Verlag, Kindermärchen aus aller Welt, Bild: Cristina Roters 

-
بېرته شاته