(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دولس ورونه

[14.Feb.2022 - 18:09]

دولس ورونه / لیک : ګرېم برودر، ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

د پیشې او موږک ټولنه

...........

یوې پشې غوښتل چې د موږک سره انډیوالي وکړي، نو موږک په ستایلو او د هغه سره دخپلې ژورې مینې په بیانولو نه ستړې کیدهږ موږک چې د پشې د مینې ډک بیانونه او خبرې واو ریدلې، ويې منلې او له هغې سره يې پّ یوه کور کې په ګډ ژوند کولو هوکړه وکړه. دواړو پریکړه وکړه چې په دې کور کې به یو ځای اوسیږو، په ګډه په يې ګټو او په ګډه په يې څټو. پشې موږک ته و ویل چې اوس نو باید دژمې له پاره تیاري ونیسو او که نه په ژمې کې یه مو لوږه ورنځوي او ته خو موږکه، هرې خوا ته تللی هم نه شي، ځکه کیدای شي چې چیرته بند پاتې شېدا مشوره عملي شوه او دغوړو یو ډک ژی يې را ونیو، خواوس په دې نه پو هیدل چې دا ژی څنګه او چیرته وساتي. له ډیر سوچ نه وروسته پشې و ویلچې زما په فکر کلیسا د بل هر ځاي نه دژي د ساتلو له پاره د ډاډ وړځای دی، ځکه هیڅوک دا جرأت نه شي کولی چې د کلیسا نه کوم شی غلا کړي. موږ به ژی هلته په کلیسا کې د مقدس میز لا ندې کیږدو او تر څو چې اړتیا نه وي لاس به نه وروړوپه دې ډول يې ژی په یوه ډاډمن ځای کې کیښود، خو لا ډیر وخت تیر نه و چې دپشې خوله ورته اوبه اوبه شوه او موږک ته يې و ویل چېموږک جانه! غوښتل مې درته و وایم چې زما یوې خپلوانې یو ښکلی بچی دنیا ته راوړی دي، پوستکی يې سپین دی او نصواري ټکي لري. زه دهغه د مخ لیدو له پاره ورځم او ته به ګوښی په کورکې خپله چاره په خپله وکړېموږک ورته و ویل چېهو هو! ځه د خدای په نامه لاړه شه، کله چې خوندور خواړه خورې، نو ماهم دریاد کړه، خوږو ممیزو او پتاسو ته زما هم زړه کیږيپه حقیقت کې دا ټول درواغ وو، پشي هیڅ خپلوان نه درلودل او مخ لیدوته هم نه وه بلل شوې. دا نیغ په نیغه کلیسا ته ورغله، په کلیسا کې دغوړیو ژي ته ور وښوئيده، د ژي غوړ پوست يې پاک وڅټه او ځان يې ښه موړ کړ. بیا يې د ښار په بامونو يو ښه چکر و واهه، ورپسې لمر ته پریوته او سمه وغځیده، بیا يې خوله او بریتونه پاک سوتره و مینځل او کله چې ماښام شو کور ته را وګرځیده. موږک ورته و ویل چېښه نو ته بیرته راغلې، خدای دې وکړي چې ورځ دې خوشاله تیره شوې ويپشې و ویل چېبده نه وهبیا موږک و پوښتله چېپه ماشوم مو کوم نوم کیښود ؟» پشې په وچ غږ ورته و ویل جېپوست پاک » موږک و ویل چېداخو عجیب نوم دی، ایا داسې نوم ستاسې په کورنۍ کې دود لري؟» پشې ورته و ویل چېپه دې کې نو څه بد دي، دا خو  « د زړو لتوغل » نوم نه، چې په تاسې کې دود دی، بد نوم نه دی

د دې سوال او ځواب نه لا ډیر وخت نه و تیر شوی چې غوړو ته د پشې خوله بیا اوبه اوبه شوه او موږک ته و ویل چېموږکه، یو ځل بیا دا نیکي راسره وکړه، ته د کور چارې یوازې سرته ورسوه. زه مې خپلوانې بیا بللې یم، دا ځل يې د ماشوم غاړه سپینه ده، نو ځکه مې د خپلوانې غوښتنه نه شم ردولیموږک له ښه نیته د پشې دا خبره هم ومنله، خو پشه دښار د دیولونو تر شا بیا کلیسا ته ورغلله، دغوړیو ژي نیمه برخه يې وخوړله او په دې ډول ژی نیم تش شو. بیا يې له ځان سره و ویل چېځان ته يې وخورې، ډیر ښه خوند کويپشه د دې ورځې په کړو وړو ډیره خوشاله وه.کله چې ماښام کور ته راغله، موږک وپښتله چېداځل مو په ماشوم کوم نوم کیښود؟» پشې ځواب ورکړ چېنیم تش » موږک له ځان سره زمزمه کوله چېدا څه وايي، دا نوم خو مې په ژوند کې هم نه دی اوریدلی. زه په دې شرط کوم چې په جنترۍ کې هم نه دي لیکل شوی

پشېبیا ښو خوړو ته رړه وشو او بیايې خوله اوبه اوبه شوه او موږک ته يې و ویل چېله نیکه مرغه او دري شول. زه مې بیا خپلوانۍ غوښتې یم،دا ځل ماشوم له سره تور دی، یوازې پښې يې سپینې دي او په نور ټول بدن کې يې یو سپین ویښته هم نه شته او دا په هرو څو کلو کې یو ځل پیښیږي. ته خو ماته د ورتګ اجازه راکوې؟» موږک په سوچ ډ وب شو او په همدې حال کې يې ورته و ویلپوست پاک، نیم تش، دا خو عجیب اوغیب نومونه دي او دا نومونه مې په سوچ راوليپشې ورته و ویل چېته ټوله ورځ په توره خړه ځاله کې ناست يې او د باندې نه ګرځې، نو ځک له هر څه بې خبره پاتې يې

موږک د پشې په غیاب کې دکور چارې تر سره کړې او هر څه يې ځای په ځای کړل. پشه بیا کلیسا ته ورغله او په ژي کې ړچې څه غوړي پا تې وو، هغه ټول وخوړل او ژی تش ټول تش شو. ځان سره يې دو ویل چېاوس مې چې ټول غوړي وخوړل، نو ارامه هم شومکله چې ښه چاغه شوې او په مړه ګیډه دشپې کورته راغله، موږک ور څخه د دریم ماشوم دنوم د نوم پوښتنه وکړه وکړ. پشط ورته و ویل چې دا نوم به دې هم خوښ نه شي، نوم يې « ټول تش » دی. موږک چیغه کړه چېټول تش! دا تر ټولو د اندیښنې وړ نوم دی، دا نوم تر اوسه هیڅ چیرې نه دی لوستلی. ټول تش! دا نو څه مانا لري؟» موږک په اندیښنو کې ډوب شو، سر يې وخوخاوه، ځان يې راټول کړ او ویده شو.

سر له دې ورځې بیا پشه دخپلوانې له خوا ونه بلل شوه. کله چې ژمی را ورسید او دباندې دخوړو څه نه پیدا کیدل، موږک دخپلې زیرمې په فکر کې شواو پشې ته ۍې و ویل چېراځه چې غوړیو ژي ته، چې د دې وخت له پار مو ستلی و، ورشو او خوړل به يې ښه خوند وکړيپشې ورته و ویل چېهو! داسې خوند به درکړي، لکه چې دکړکي نه سر اوباسې او په تشه هوا کې خوړل پیل کړېدواړه غاړه په غاړه دکلیسا په لور روان شول او چې ورسیدل تش ژی په ځای پروت و. موزک چې تش ژی ولید، چیغه يې کړه او و ویل چېاوس پوه شوم چې څه پیښ شوي دي. اوس هرڅه په ډاګه شول. دا ته زما رښتینې ملګرې وې چې ټول غوړي دې هغه وخت وخوړل چې ویل به دې، خپلوانې مې غوښتلې یم: اول پوست پاک، بیا نیم تش......» پشې ور غږ کړ چېچپ شه او که نه و به دې خورمد « ټول تش » نوم لا د پې وسه موږک په ژبه و او له خولې يې لا نه و راوتلی چې پشې ور ټوپ کړ او دسترګو په ري کې يې نس ته تیر کړ. د دنیا چارې په دې ډول دي

Liste von Märchen - Grimms Märchen - Grimmstories.com

وايي چې په لرې تیره زمانه کې یوه پاچا دخپلې ملکې سره دمینې اوخوشالي نه ډک او ارام ژوند درلود. دوی ته خدای دوولس اولادونه ورکړي وو او ټول يې هلکان وو. پاچا خپلې میرمنې ته وویل: « کله چې دیارلسم اولاد دنیاته راوړې اوهغه جلۍ وي، نوباید دا دوولس هلکان ووژل شي، ترڅو چې دا ټوله شتمني او بادشاهي یوازې دې ته پاتې شيده د دوولسو تابوتونو د جوړولو امرهم وکړاوهرتابوت د رندې له توپڼو ډ ک او په هر یوه کې دمړو یو بالښت هم ځای په ځای شوی و. تابوتونه يې یوې کوټه ګنکې ته یوړل. دکوټې کلي يې ملکې ته ورکړه او ورته ويې ویل چې بل چا ته به حال نه وايي. مور يې ټوله ورځ ناسته، په خپګان تیره کړه. ترڅوچې کشر زوی يې، چې همیشه به له دې سره و او زمرک نومیده، ترې وپوښتل چې: « مورجانې! ته ولې دومره خپه يې؟» موريې ورته وویل چې: « ګرانه زویکه! زه دحال ویلو اجازه نه لرمخو زوی خپله مور تر هغوی ارام ته نه پریښوده، تر څوولاړه او دکوټني وريې خلاص کړاو دوولس درندې له توپڼو ډک تابوتونه يې وروښودل او بیايې ورته وویل چې: « ګرانه زمرکه ! دا تابوتونه تا اوستا یوولسو وروڼو له پاره ستاسې د پلار په امرجوړ شوي دي. که دا ځل مې یوه جلۍ دنیا ته راوړه، نوتاسې به ټول ووژل شی او په دې تابوتونوکې به ترمځکې لاندې خښ شی. کله چې دا د خبرو په جریان کې په ژړا شوه، نوزوی يې تسلي ورکړه اوورته ويې ویل چېمور جانې مه ژاړه، موږ به د ځان دساتنې له پاره څه چاره وسنجوو اوله دې ځایه به چیرته لرې لاړ شومور ورته وویل چېورځه دخپلو یوولس وروڼو سره د باندې ځنګل ته ولاړ شی. هلته یوه تر ټولو لوړه ونه پیدا کړی او وار په وار ور پورته کیږی اود قصر برج ته به ګوري. که چېرې مې هلک دنیاته راوړ نوسپین بیرغ به په برج ورپوم. مانا يې داده چې تاسې کورته راتلی شی. که چیرې مې لور په دنیاراغله، نوسور بیرغ په ودرول شي. په دې صورت کې به په دومره چټکي تښتی چې له لاسه مو کیږې. لوی او مهربان خدای به مو وساتي. هره شپه به را پور ته کیږم او دلوی خدای په دربار کې به دا دعا درته کوم چې په ژمي کې مو له سخت ساړه او په اوړي کي مو له سختې ګرمې وساتي.

کله چې مور خپلو بچیانو ته دعا وکړه، نو بچیان يې راووتل او ځنګل ته و لاړل. هلته هر یو په خپل وار ترټولو لوړې ونې ته پورته کیده او د قصر د برج په لور يې کتل. کله چې لس ورځې تیرې شوې او دزمرک وار راغی، نو ويې لیدل چې یوه جنډه ودرول شوه. دا جنډه سپینه نه وه. د وینې په شان سور رنګ يې درلود. پیغام يې دا و چې دوی به ټول ووژل شي. کله چې وروڼه په دې خبر شول نو ډیر په غوسه شول اوويې ویل چې: « اوس نو موږ باید د یوې جلۍ له پاره د مرګ رنځونه په ځان ومنو! په قسم چې خپل غچ به اخلو. که کومه جلۍ مو پیدا کړه، باید وینه يې تویه شي. له دي وروسته په ځنګل کې ژور ننوتل، منځ ته يې ورسیدل، چیرته چې تر ټولو زیاته تیاره وه.

هلته يې یو وړوکی، په« بد و منل شوی» کورګئ ومیند او ويې ویل چېدلته به اوسیږو او ته به، زمرکه، چې تر نورو ټولو کشراو کمزوری يي، دلته په کور کې پاتې کیږې او دکور چارې به سرته رسوې. موږ دباندې ځو تر څو دخوراک له پاره څه راوړودوی ځنګل ته د وحشي غرڅه، سویو، الوتونکو، کوترواونورو هغه شیانو په ښکار پسې ووتل چې غوښه يې د خوړو وه. هغه به يې زمرک ته راوړه. پخلی د زمرک کارو او دد ې له پاره چې وږي شوې وروڼه يې ماړه شي ډوډۍ يې ور ته پخوله. په دې کور کې لس کاله واوسیدل، خو دوی ته داوخت دومره اوږد نه ښکاریده.

هغه جلۍ چې د دوی مور، دبادشا میرمنې، دنیاته را وړې وه، اوس لویه شوې وه. دا جلۍ په زړه مهربانه، په ځوانۍ ډیره ښکلې وه او دسرو زرو ټیک يې په ټنډه ځوړولی و. دجامو د مینځلو په ورځ يې د نورو په منځ کې د نارینه وو دولس کمیسونه ولیدل او له مور يې وپوښتل چېدا دوولس کمیسونه دچا دي، دپلار له پاره خو ډیر کوچني دي؟»مور يې په غمګین زړه ځواب ور کړ او ويې ویل چېلور جانې! داستا د دوولسو وروڼو کمیسونه ديجلۍ وویل چېزما دا دوولس وروڼه چیرته دي، ما خو د دوی په هکله هیڅ هم نه دي اوریدليموريې په ځواب کي وویل چېیوازې خدای پوهیږي چې وروڼه دې چیرته دي، په ځنګل کې سرګردان دیخوا اوهغې خوا ته کرځيبیا يې لورګنکۍ له ځان سره روانه کړه او دهغې کوټې ور يې خلاص کړ، چې پکې درندې توپڼو او دمرګ دبالښتونو سره دوولس تا بوتونه ایښودل شوي وو. هغې ته يې دا تابوتونه وروښودل او ويې ویل چېدا تا بوتونه ستا وروڼو له پاره جوړ شوي دي، خو دوی ستا تر زیږیدو وړاندې وتښتیدلبیا يې هغه غمونه ورته بیان کړل چې ور باندې تیر شوي وو. په دي وخت کې يې لور وویل چېګرانې مورې! ته مه ژاړه. زه ځم او وروڼه مې لټوم

جلۍ دا دوولس کمیسونه له ځان سره واخیستل، روانه شوه اوپه دې لوی ځنګل ور ننوتله. دې ټوله ورځ مزل وکړ او چې ماښام شو، هغه« په بدو منل شوي» کورګي ته راورسیده. کورته ور ننوتله او هلته يې یو ځوانکی هلک ولید. هلک جلي وپوښتله چېته له کومې خوا راغلې او چیرته ځې؟» جلۍ شاها نه جامې اغوستې وې او دسرو زرو ټیک يې په ټنده ځوړو. هلک ددې جلۍ ښکلا ته حیران پاتې شو. جلۍ هلک ته په ځواب کې وویل چېزه یوه شهزادګۍ یم اوخپل دوولس وروڼه مې لټوم. ترهغو چې دا اسمان شین وي، زه به ورپسې ګرځم، ترڅو چې پیدا يې کړمدې هغه ته ددوی دوولس کمیسونه هم ور وښودل. په دې وخت کې زمرک پوه شو چې دا جلۍ يې خورده او ورته ويې ویل چېزه، زمرک، ستا تر نورو کشر ورور یمدواړه له ډیرې خوشالۍ په ژړا شول، له ډیرې میني سره غیږ په غیږ شول اویوبل يې ښکل کړل. تر دې وروسته زمرک خپلې خورته وویل چېګرانې خورې! دلته له یوې ستونځې سره مخامخ یو او هغه دا چې موږ که لومړي ځل له پاره دکومې جلۍ سره مخامخ شو، هغه باید مړه شي، ځکه چې موږ د یوې جلۍ په خاطر د خپلې پاچاهۍ پریښودو ته مجبور شووخور يې په دې خای کې ورته وویل چېکه زما په مرګ مې وروڼه له دې ستونځو نه خلاصیږي، نو په ډیره مینه مرګ ته تیاره یمزمرک ور ته وویل چېنه! ته باید ژوندۍ پاتې شي. ته اوس دلته په دې صندوق کې پټه شه. کله چې زموږ یوولس وروڼه راشي، زه به خبرې ورسره وکړم او موږ به یوې موافقې ته ورسیږوشهزادګۍ هغه څه وکړل چې ورور يې ورته وویل. دشپې درارسیدو سره سم دا نوره هم له ښکاره بیرته راغلل، ډوډۍ هم تیاره وه او کله چې په دسترخوان کښیناستل، نو ويې پوښتل چېڅه نوي پیښ شويدي؟» زمرک ورته وویل چېتاسې خبر نه یاست؟» دوی په ځواب کې وویل چېنهزمرک خپلو خبرو ته دوام ورکړ اوويې ویل چېتاسې په ځنګل کې ګرځی او زه دلته په کور کې پاتې کیږم نو ځکه تر تاسو یوڅه زیات مالومات لرمټولو په یوه غږ وویل چېراته ووایهزمرک په ځواب کې وویلپه دې شرط چې، کومه جلۍ چې په لومړي ځل له موږ سره مخامخ کیږي، نه به وژل کیږېدوی ټولو په لوړ اواز وویلسمه ده، هغه به وبحښل شي، خو زر راته ووایه چې څه پیښ شوي دي؟» ده ورته وویلزموږ خور دلته دهبیايې د صندوق ور پورته کړ اوشهزادګې، چې شاهانه جامي يې په تن وې او د سرو زرو ټیک يې په ټنډه و، دصندوق نه راپورته شوه اوډیره ښکلۍ او نازنینه ښکاریده. اوس نو ټول ډیر خوشاله، یوله بله غاړه غړۍ شول، په ډیره مینه او د زړه له کومې يې یوبل ښکلول. خوريې دزمرک سره په کور کې پاتې کیدله او دکور په کار کې يې وره سره مرسته کوله. دانور یوولس وروڼه به هره ورځ ځنګل ته په ښکار پسې وتل، هوسۍ، مرغان، کوترې اونور به يې نیول او دخوراک له پاره به يې کورته راوړل. زمرک اوخور يې ډودۍ تیاروله، سابه يې راشکول، دپخلي له پاره يې لرګي راټولول او دیګونه يې په اور باندې کول او دیوولس وروڼو ترراګرځیدو پورې به ډوډۍ تیاره وه. دوی دواړو دکور نظم هم ساته، بړستنې اوبسترې يې هم پاکې او منظمې ساتلې. ټول وروڼه د خور سره خوښ او په خپلو کې په اتفاق وو.

یوه ورځ دواړو ډیره خوندوره ډوډۍ تیاره کړې وه. کله چې ټول سره راټول شول، په دستر خوان کښیناستل په خوشالۍ او مزه يې وخوړل او وچیکل. د« په بدو منل شوي کور» تر څنګ یو کوچنی باغ واو په دې باغ کې دوولس ګلان ولاړ وو. شهزاد ګې دخپلو وروڼود خوشالولو له پاره دا دوولس ګلان وشکول او غوښتل چې د ډوډۍ په وخت کې هر یوه ته یو ګل ور کړي، خو کله چې جلۍ دا ګلان وشکول، په همدې شیبه کې يې له دوولس وروڼو نه دوولس کارغان جوړشول او دځنګل دپاسه والوتل. کور او باغ هم ورک شول. په دې ډول دا بی وزله او بې وسه جلۍ په دې وحشي ځنګل کې یوازې پاتې شوه، خو چې شاوخوا ته يې وکتل، ویې لیدل چې یوه زړه ښځه يې تر څنګ ولاړه وه او ورته ويې ویل چېلور جانې دادې څه وکړل؟ دا دوولس سپین ګلان دې ولې په ځای ولاړ پرې نه ښودل؟ داخو ستا وروڼه وو، اوس نو ور څخه د تل له پاره کارغان جوړ شولجلکۍ په ژړا وویل چېاوس نو د دې حالت نه دهغوی دخلاصون کومه لارشته؟» بوډۍ ورته وویل چېنه، په ټوله نړۍ کې د دوی د خلاصون بله لار نشته، یوازې یوه لار شته، خو هغه ډیره سخته او نا شونې ده او وبه نه کړی شې چې په دې لار يې خلاص کړې، ځکه ته باید اوه کاله کونګه پاتې شي، نه به خبرې کوې او نه به خاندې. که د اوه کالونه یوه ګړۍ وړاندې هم یوازې یوه خبره وکړې، نو له دې خبرې سره سم به دې وروڼه مړه شي

اوس نو جلکۍ دځان سره په زړه کي وویل چېزه اوس په دې پوه شوم چې وروڼه به مې ازاد ګړمدا لاړه او د يوې جګې ونې په لټه کې شوه، چې پیدا يې کړه، نو ور پورته شوه او هلت يې په ونه کې ځا محکم کړ، نه يې خبرې کولې او نه خندیده. د خدا کارونه وو چې یوه ورځ یو بل پاچا په ښکار پسې ځنګل ته راووت. پاچا یو غټ با دي سپی درلود. سپي د هغې ونې په خوا منډه کړه، چې شهزاد ګۍ ورختلې وه، اوهلته د ونې په ښاوخوا ګرځیده، ټوپونه يې وهل،غپیده اوچِغيده. په دې وخت کې پاچا هلته ورغی اوشهزادګۍ يې چې، دسروزرو ټیک يې په ټنډه خلیده، ولیده، ښکلا يې زړه ترې یووړ او تري ويې غوښتل چې که غواړي چې دده سره واده وکړي. شهزاد ګۍ خبرې نه کولې، خو سريې یو څه غوندې وخوځاوه. باد شاه په خپله ونې ته وروخوت، دا يې راکته کړه، په خپل آس يې کښینوله او کورته يې راوستله. یو لوی او ښکلی واده يې جوړ کړ، خو ناوې نه خندیده او نه يې خبرې کولې. څو کاله يې له یو بل سره په مینه او خوشالې کې تیرکړل، تر څو دپاچا مور، چې یوه خرابه غوسه ناکه ښځه وه، دځوانې ملکې ځورول اوتحقیرول پیل کړل او پاچا ته يې وویل چېدا چې تا له ځان سره راوړې ده، بل څه نه دي، یوازې یوه درویزګره جلکۍ ده. خدا خبر دی چې دا به په زړه کې څه ډول دسیسې جوړوي. که چیرې ګونګه وي، نویووار خو باید وخاندي. څوک چې هیڅ نه خاندي، هغه په رښتیا چې ډیر بد وجدان لريپاچا په اول ګې دهغې په خبرو با ور نه کاوه، خو دې بوډۍ مور يې په میر من پوري پرله پسې دومره تورونه وتړل چې په اخرکې يې پاچا تر اغیزې لاندې راغی او خپلې میر منې ته يې دمرګ جزا وټا کله.

د دربار په انګړ کې يې ډیرلوی اوربل کړ او غوښتل يې ملکه په دې اورکې وسوزوې. پاچا هلته پاس په کړکۍ ولاړ و اود هغې دلیدو په وخت يې له سترګو اوښکې بهیدلې، ځکه چې تراوسه ډیره په ګرانه وه. کله چې دا يې په یوه ډانګه پوري کلکه وتړله او داور سرې لمبې يې دکمیس لمنې ته ورورسیدې، په همدې وخت کې داوو کالو وروستۍ شیبې هم پای ته ورسیدې او ورسره سم په هوا کې د چټک حرکت اواز واوریدل شو او که ګوري چې دوولس کارغان دبازانو په شان په چټکۍ دانګړ په مخ راټیټ شول. کله چې پښې يې په ځمکه ولګیدې، دا هغه دوولس وروڼه وو، چې خور يې ازاد کړل. وروڼو يې د اور لرګي دیخوا او هغې خواته خپاره کړل، د اور لمبې يې مړې کړې، خپله ګرانه خور يې خلاصه کړه. زړونه اوځانونه يې یوبل ته نږدې کړل او یوبل يې ښکل کړل. اوس نوچې د خور خوله خلاصه شوه او د خبرو اجازه يې ترلاسه کړه، پاچال ته يې د دې خبرې راز بیان کړ، چې ولې يې ځان ګونګ نیولی و او خندیده هم نه. پاچا چې دا واورید او پوه شو چې میر من يې بې ګناه ده، نو ډیر خوشاله شو او دوی ټولو

خپل ټول ژوند دلته په خوشالۍ او اتفاق کې تیرکړ. د پاچا مور چې کینه کښه اوغوسه ناکه ښځه وه، محاکمه شوه او جزا يې دا شوه، چې د خوټید لو تیلو او زهرجنو مارانونه ډک بیلر کې يې واچوله او په سخت مرګ مړه شوه.

Grimms Märchen: Kinder- und Hausmärchen

Die

 

 

-
بېرته شاته