(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز او مزاخ

[14.Feb.2022 - 18:16]

په ټولنه کې طنز او مزاح /مجید بابر

سید الرحمان شینو وايي چې له تېرو څلورو لسیزو راهيسې یې په سلګونه داسې کردارونه لوبولي چې له طنزه ډک وو، خو هغه وايي، طنز او مزاح یوه داسې چاړه ده چې د حلالولو باوجود پرې څوک ونه دردېږي.

"موږ هر څه د ټولنې او سماج د خير ښیګړې او پوهې لپاره کړي دي. زموږ مقصد اجتماعي دي. موږ د خپلو کردارونو په ذریعه په ټوکو مسخرو کې د ټولنې کردارونو ته ایينه ښودلې ده، چې دا غل دی، دا ډاکو دی، دا رشوت خور دی."

د پېښور ټېليويژن مخکښ مزاحیه اداکار شينو زياتوي، "نن سبا موږ يوه خپرونه د "شينو مينو" په نامه کوو زموږ په خپرونه کې چې څوک هم مېلمه وي هغه ته مو دا خواست وي چې هر څه به په "روايتي او سماجي" دایره کې کوو. په مذهب به ملنډې نه وهو او بې مقصده به د سرو شونډو او یار و ريبار خبره نه کوو، لکه د بېلګې په توګه يو چا ټپه وويله چې" خدای دې په تنګه لار کې راکړه" نو ما ورته وويل چې ولې خدای به یوازې دا کار کوي چې څوک به پّ تنګه لاره کې درکوي؟ نو زما د خبرې مقصد دا دی چې طنز او مزاح یو حد لري.

 

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د جولای پر ۲۲مه د سيمې نامتو ټوکمار "#خاشه" له خپل کور څخه ايستلی و چې د جولای پر ۲۳مه يې په مرميو سوری مړی وموندل شو.

 

وروسته د جولای پر ۲۷مه پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې يوې ویډیو کې ښودل کېږي چې وسله والو طالبانو نظر محمد چې په "خاشه ځوان" مشهور و، په يو موټر کې کېنولی، لاسونه یې شا ته ورتړلي او یو وسله وال یې پر مخ په څپېړو وهي او ښکنځل ورته کوي.

 

له ګاډي چاپېره ګڼ غږونه دي او له خاشه څخه پوښتنه کېږي چې په کوم ځای کې نیول شوی دی؟ د طالب وسله والو په منځ کې ناست خاشه په مزاحيه انداز ځواب ورکوي چې کور ته د اختر په رخصتۍ تللی و چې ونيول شو.

 

دا ويډيو پر ټولنيزو رسنيو په پراخ کچ خپره شوه او د خاشه د وژنې پر ضد ګڼ غبرګونونه راغلل. وروسته د جولای پر ۲۹مه د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ومنل چې خاشه ځوان طالب وسله والو په ډزو وژلی او د هغه وژنې په تړاو یې دوه وسله وال هم نيولي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پر دغو وسله والو به د طالبانو په عدالت کې د خاشه ځوان د وژنې مقدمه چلېږي.

 

#خاشه_ځوان څوک و؟

د مشال راډیو د ټوکو ټکالو "پام کوه" اوونیزې خپرونې جوړونکی امان الله ناصر وايي، ۶۱ کلن خاشه ځوان د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شريف سیمې اوسېدونکی و او په عمومي توګه به یې د خلکو لخوا د پوښتنو ځواب په طنزیه او مزاحيه انداز کې ورکاوه.

 

"د ولس د خندېدو او خوشالۍ لپاره به يې ځوابي طنز کاوه. خلکو به له ځان سره د ساعتيرۍ لپاره بېولو، هغوی ته به يې ټوکې مسخرې کولې. هغوی به څه پيسې هم ورکولې چې نوموړي به د کور ګوزاره هم ورباندې کول."

 

ناصر زياتوي چې خاشه یوه مېرمن او دوې لوڼې درلودې.

 

"خاشه مخکې دومره ډېر مشهوره نه و، خو په دا تېرو څو اوونیو کې یې داسې څو ويډيوګانې خپرې شوې وې چې چا به د طالبانو په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه، نو هغه به طنزیه ځواب ورکاوه."

 

خاشه ځوان روزل شوی نطاق نه و. هغه د کوم ټېليويژن یا راډیو سره هم کار نه کاوه خو پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ويډيوګانو کې د خاشه ځوان د طنز او مزاح انداز ولسي او بې ساخته دی. هغه په ځان پورې ملنډې وهي، له طنزه ډکې سندرې وايي او د ګير چاپیره ناستو خلکو پوښتنو ته سمدستي ځواب وايي، خو په دغو لسګونه ويډیوګانو کې يوه خبره مشترکه ده چې حاضرين په پړق پړق ورته خاندي، نه څوک اعتراض ورباندې کوي او نه یې څوک سپکاوی کوي.

ليکوال او شاعر اباسین یوسفزی بیا وايي چې د پښتنو حجرې د طنز و مزاح او ټوکو ټکالو مرکزونه دي. د نوموړي په وينا، پوه قامونه د طنز او مزاح په ذریعه د خپلو ټولنیزو نيمګړتياوو جاج اخلي خو طنز او مزاح زغمل لوی زړه او روڼ تندی غواړي.

 

"بې شکه چې طنز تريخ وي خو چې د مزاح خواږه ورسره يوځای شي نو بیا ډېر ښه محسوسېږي، خو زموږ په ټولنه کې ډېر ناپوه خلک دي، هغوی د طنز او مزاح په اهميت، ضرورت او د مزاح کوونکي په قدر و قيمت نه پوهېږي."

 

نامتو بريتانوي مزاح ليکونکی سټيفن لي کاک په خپل کتاب "هيومر اېنډ هیومېنيټي" يا "طنز او انسانيت" کې ليکي، چې طنز د ټولنې پر خامیانو رسا ګزار او نیوکه ده او مزاح د انسان دوستۍ، خندا او خوشحالۍ نوم دی.

 

د خاشه د وژنې پرضد غبرګونونه

پر لوړ پوړو افغان چارواکو سربېره، د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشت ګڼو مدني فعالانو، هنرمندانو، د ټولنیزو شبکو کاروونکو او يو شمېر سياستوالو د خاشه وژنه په پراخه توګه غندلې ده.

 

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د خاشه د وژل کېدو دمخه خپره شوې ويډیو ښيي چې طالب نه شریعت ته پابند دی، نه محکمه لري، نه قانون او نه انسانیت. د طنز او انتقاد غلي کول د ټولنې د روح غلي کول دي.

 

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دې اړه غبرګون ښودلی، هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي:

 

د خاشه وژلو یو ځل بیا د دغې خاورې او د دې خاورې له فرهنګ، هنر او ازادۍ سره د دښمنانو دښمني ښکاره کړه.

 

بل پلو د بشري حقونو د څار نړيوالې سازمان هيومن رايټس واچ د جولای پر ۳۰مه په خپل خپاره کړي بيان کې د خاشه ځوان د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده. سازمان ليکلي، له راپورونو سره سم خاشه ځوان په محلي پوليسو کې هم کار کاوه خو وسله والو په دا وروستيو کې په کندهار کې د ولايتي ادارې کارمندان، امنيتي ځواکونه او په ځينو مواردو کې د هغوی خپلوان هم نيسي او وژني يې.

 

له دې وړاندې افغان حکومت هم ويلي و چې وسله والو طالبانو په کندهار کې سلګونه خلک له کورونو ايستلي او يوشمېر يې بيا 

وژلي دي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

 سرچېنه:مجیدبابر،مشال راډیو31.07.2021

-
بېرته شاته