(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بازمحمدعابد

[23.Feb.2022 - 21:27]

بازمحمد عابد د پښتنو جذبو شاعر

لیک: امان الله نصرت

ښاغلی باز محمد عابد دپښتو خوږ ژبی شاعر او لیکوال دی چې په شاعرۍ یی د عشق او محبت سیوری غوړیدلی او د رزم او بزم په دواړو میدانونو کې یې خپل اس ځغلولی دی۰

 

په ټولیزه توګه د ښاغلی عابد په شاعرۍ ملی او حماسي رنګونه غالب دی او د هیواد د څو لسیزو پرله پسې غمیزو او ناخوالو یی شاعري تر ژور اغیز لاندې راوستې خو نوموړی کله ناکله خپل باغي شاعرانه فطرت اوځوانو سرشارو ولولو او جذبو هم دې ته اړ کړی چی له ګل او بلبل سره خبرې وکړي، د طبیعت په ښکلاوو کې ورک شي د حسن او رنګونو په ټالونو وزانګي او د عشق او مینې په سمندر کې ژورې غوټې ووهي۰

 

د ښاغلي عابد په شعر او شاعرۍ کې فني ښکلا او نازکخیالي له ورایه ځلیږي او معنوي ارزښتونه هم پکی په پام کې نیول شوي دی چې دده شاعري یې لاپسې خوږه او پخه کړې ده .

 

ښاغلی عابد د ټولنې به نبض پوه او د طبیعت په رمزونو خبر شاعر دی چې په ډیر ماهرانه انداز د خپلې ټولنې او چاپیریال د حالاتو او پیښو عکاسي او انځور ګری کوي او چې څه وینی او محسوسوي یی هغه خپل قلم ته سپاری چې د تاریخ برخه شي او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي او  ادبی میراث په توګه پاتې شي.

 

ښاغلي باز په خپله هره وينا کې د ولس دردونه او غمونه په ګوته کړي او د خپلو خلکو او خاورې په بدو ورځو او ناخوالو په زوره زوره ژړېدلی او د هغوی له غږ سره ېې خپل غږ شريک کړی دی.

 

د وطن او قام مينه د باز په وينه کې ورګډه او د نوموړي په خټه کې اښکل شوی ځکه ېې شاعري ملي او ولسي رنګ لري او د قامپالنې او وطندوستۍ ملي او پښتانه رنګونه ېې په شاعرۍ کې   ځلاند او جوت ښکاري.

 

که د ښاغلی باز په شاعرۍ هر څومره خبرې وشي بیا به هم کمې وي ځکه د نوموړي شاعري په ډیرو ستایلو او ځلولو ارزي او که د هغې هر ځومره تعریفونه او یادونه وشي هغه یی حقدار دی.

 

زه نور د خپلو خبرو لمن راټولوم او هیله لرم چې ګران عابد په راتلونګې کې هم د پښتو د شعرو شاعرۍ میدان د تیر په څیر تود او ګرم وساتي او په خپلو هنري او ادبي نوښتونو او پنځونو د پښتو ادب په پرمختګ او پیوړتیا کې نه هیریدونکي او ارزښتناک کارونه وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري۰

دا هم د ښاغلي عابد صیب یو خوندور غزل چې تاسو د شعر او ادب درانه مینه وال یې لوستلو ته رابولم او هیله لرم چې خوند ترې واخلۍ.

نور مو په ستر او سپیڅلي رب سپارم

په ټوله شاعرانه مینه

نصرت

غزل

 

څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوې سترګې

حانان چې رانه نن کړۍ کړۍ اړوي سترګې

 

راځئ چې د یو بل سترګو کې ټول سره راټول شوو

زمونږه له خوارانو چې نړۍ اړوي سترګې

 

زما د زړه غوښتنه باندې خدایګو پوهېدلی

دا ښکلی چې له ما هره ګړۍ اړوي سترګې

 

د بر کلي د شپون رمې هوښیارې راته ښکاري

ازغو کې چې ترې پاتې شي وړئ اړوي سترګې

 

دعا به د کوترې سپین وزرې ورسره وي

چې (باز) نه په هوا هره جړۍ اړوي سترګې

-
بېرته شاته