(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیر د پښتنو نه

[23.Feb.2022 - 21:30]

خیر د پښتنو نه د پښتودلپاره غواړم

.......................

په بهر میشتو ملګرو د ښاغلي شفیع الله تاند غږ

دا بهر میشتي ملګري که لازم ګڼئ د دې کتابونو په چاپ کې مرسته وکړئ وبال یې وګڼئ له ډېر وخت ناچاپ پراته دي، چې تر هېوادوالو ورسېږي اجرونه مو په خدای او احسان مو په موږ ـ 

زه به دا ژمنه وکړم چې په نورو یوولسو ناچاپو کتابونو به خاورې واړوم او یو کتاب به هم نور نه لیکم او نه ژباړم،  ځکه تر ننه مې په همدې سختو وپالل، نور ډېر ستړی، نهیلی او مات ـ مات یم، ما د خپلې ځوانۍ ډېر ازار اخیستی..

......

 

ښاغلي تاند ګڼشمیر کتابونه ژباړلي اولیکلي دي. د ډاکټر ذاکر نایک لس بیلا بیل کتابونه یې  په لومړي ځل افغانستان ته راوپیژند، وژباړل او مومند خپرندویې چاپ کړل.
۱ ـ اسلام ترهګري که نړیواله ورورولي
۲ ـ اسلام او ترهګري
۳ ـ اسلام د کایناتو دین دی
۴ ـ پر اسلام شوې نیوکې او د هغو څیړنیز ځوابونه ـ لومړی ټوک
۵ ـ پر اسلام شوې نیوکې او د هغو څیړنیز ځوابونه ـ درېیم ټوک ـ
۶ ـ لمونځ او پاکوالی
۷ ـ دعوت یا تباهي
۸ ـ د حضرت محمد ص پر سنتو ساینسي څیړنې ـ له ارواښاد مومند سره په ګډه
۹ ـ پر لیکه شویو پوښتنو ځوابونه
۱۰ ـ اسلام او عیسویت کې ورته والی

ـ د علامه ابوالاعلی مودودي لس بیلا بیل کتابونه!!

۱ ـ اسلام څه دی
۲ ـ د کلمې پیغام
۳ ـ د دین د بلنې دنده
۴ ـ د الله تعالی په لار کې جهاد
۵ ـ د فکر خبره
۶ ـ موږ کوم لوري ته غواړي!
۷ ـ حکومت د خیر که شر سرچینه
۸ ـ د قوت سرچینه
۹ ـ درود پر هغه،سلام پر هغه
۱۰ ـ د کولو کار

ـ د هیواد پرمختلنې لس اصول ـ ژباړه
۲۲ ـ د ماشومانو روزنیزه ارواپوهنه ـ ژباړه
۲۳ ـ ماشوم او ټولنیزه ارواپوهنه ـ ژباړه
۲۴ ـ د شمې زړه ـ شعري ټولګه
۲۵ ـ شین ستوری ـ ناول
۲۶ ـ زندۍ ـ ناول
۲۷ ـ تا وګټله ـ ناول
۲۸ ـ د یوې شپې واده ـ ناول، ژباړه
۲۹ ـ په تورتم کې ـ د رابندر نات ټاګور ناول
۳۰ ـ ښځه،مینه او ژوند ـ هر اړخیز معلومات ـ ژباړه
۳۱ ـ جنسي اړیکې( ګټې او زیانونه ) ـ ژباړه
۳۲ ـ د وطن خاورې ګواه اوسه ـ
۳۳ ـ مړ اسامه ووژل شو ـ ژباړه
۳۳ ـ د مکې مکرمې تاریخ ـ ژباړه
۳۴ ـ شاه ولی الله دهلوي رح او د هغه اقتصادي نظریات،ژباړه
۳۵ ـ افغانستان څنګه په امن شي ـ ژباړه
۳۶ ـ د هند توتي امیر خسرو دهلوي ـ چاپ ته تیار
۳۷ ـ شیندلي فکرونه ـ ژباړه ـ چاپ ته تیار
۳۸ ـ خبرې ګلورینې ـ چاپ ته تیار ـ
۳۹ ـ خو زما دادا یې مړ که ـ ناول ـ چاپ ته تیار
۴۰ ـ د اشرف غني خیالي خوبونه ـ
۴۱ ـ علامه استاد حمیدالدین فراهي ـ چاپ ته تیار
۴۲ ـ د مولانا وحیدالدین خان لیکنې ـ ژباړه ـ چاپ ته تیار
۴۳ ـ کاغذي حکومتونه ـ چاپ ته تیار
۴۴ ـ زما خوښې لیکنې ـ چاپ ته تیار
۴۵ ـ الله یو ولې ـ تر ژباړې لاندې
۴۶ ـ د عبیدالله سندهي قلمي نسخې ـ تر ژباړې لاندې
۴۷ ـ ته به راځې ـ شعري ټولګه ـ چاپ ته تیار
۴۸ ـ سل دروغ ـ چاپ ته تیار
۴۹ ـ تا وګټله ـ ناول ـ دوهم ټوک ـ چاپ ته تیار
۵۰ ـ خبرې ملغلرې ـ ژباړه ـ چاپ ته تیار
۵۱ ـ سوداګریزې اړیکې ـ چاپ ته تیار ـ ژباړه

-
بېرته شاته