(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هرڅه به له لاسه

[10.Mar.2022 - 10:07]

موږ به هرڅه له لاسه ورکړو

لیک : شفیع الله تاند

" خدای دې زموږ نصیب هم وکي" خو څوک چې سعودي ته تللي وي هغوی به د دې شاهد وي چې په نبوي جومات او هم په بيت الله شريف کې د ټولو قومونو او ډلو خلک يوځای په لمانځه ليدل کیږي - په يوه صف کې ولاړ خلک په مختلف شکل سره د يو امام شا ته لمونځ کوي،چا په خېټه لاسونه تړلي وي،چا له نوم لاندې او چا له پاسه تړلي وي چا لاسونه ايله پرېیښي وي - د چا پښې تر غوزانو او د چا تر پونډو لوڅې وي - د چا کميس ټول پټ کړي وي،د چا د پښو ترمنځ ډېر واټن وي،چا پښې سره نږدې کړې وي، چا احرام تړلی او څوک په کميس پرتوګ کې وي، چا پتلون اغوستی وي، د چا په سر سپینه پګړۍ او د چا په سر توره وي- چا به خولۍ په سر کړې وي، د چا به سر لوڅ وي څوک به د الله اکبر په اواز سم له واره رکوع او سجدې ته ځي او څوک به له رکوع او سجدې وړاندې يو ځل لاسونه تر غوږونو وړي - د همدې يو امام په غږ به د کعبې شريفې مخې ته ولاړ خلک ټيټيږي او د همدې حرم شريف په حدودو کې ښځمنې هم د همدې امام په الله اکبر سجدې ته ځي.

په حرم شريف کې ټولو ښځمنو خپل سرونه او بدنونه پټ ساتلي وي؛ خو مخونه او پوندو پورې پښې يې لوڅې وي - مسجد نبوي او کعبې شريفې ته له تلونکیو مېرمنو سره کوم محرم نه وي، مېرمنې له محرم پرته د حرم شريف او نبوي جومات په ګېر چاپېر بازارونو کې هم يوازې ګرځي راګرځي - له کعبې شريفې او نبوي جومات بهر ښځو ريړۍ ګاډۍ هم لګولې وي - دا سوداګرې مېرمنې وي او حرم شريف ته راتلونکي سړي ترې هم سودا کوي او په دې ټول ماحول کې د هيچا اسلام په خطر کې نه دی - په سعودي کې بازارونه هم ايله وي - تلويزيوني چينلونه هم روان وي - ډش انټينا هم لګيدلې وي - د سي ډي ګانو دوکانونه هم وي - نبوي جومات او کعبې شريفې ته بېخي مخامخ د حجام دوکانونه هم دي،او خلک په حجامونو کې ږيرې هم خرېیي.

په نبوي جومات او کعبه شريفه کې هيڅ شيعه سني ته مخ نه ګرځوي او نه هم سني شيعه ته تريو ګوري - څوک له يوه بله هيڅ د مسلک په اړه نه پوښتي، هلته ټول مسلمانان د خپل - خپل روايت او دود، خپل - خپل مسلک او خپلې عقيدې له مخې عبادت کوي.

اوس نو دې ټول منظر ته په پام له خپل ځانه پوښتل پکار دي چې اصل اسلام څه ډول دی؟ دا اسلام يا که هغه چې بېلګه يې موږ په خپل وطن کې دلته ګورو! که جبر او سختي د اسلام برخه وي، نو بيا دا سختي او دا جبر په نبوي جومات او بيت الله شريف کې ولې نه تر سترګو کېږي - که پرده په څلور ديوالونو پورې محدوده وي او برقع خامخا د حيا او پردې نوم دی او په اسلام کې د ښځمنو بهر وتنه، تجارت کولو او محرم پرته په سفر کولو پابندي ده، نو بيا ښځمنې د مدينې منورې او مکې مکرمې په کوڅو کې ولې ګرځيدونکې راګرځيدونکې او ترې ولې سړي سودا اخلي - که په اسلام کې د حجام دوکانونو او سي ډيانو ځای نه وي، نو بيا د خانه کعبې بيخي مخې ته ولې د حجام دوکانونه دي او دا د حجام خاوندان د خلکو ږيرې ولې خروي؟؟

ما هیڅ د دې پوښتنو ځواب ترلاسه نه کړ ـ 

اسلام به ومومو يا نه؛خو هر څه به خامخا له لاسه ورکړو.

.....

 سرچېنه:   کاغذي حکومتونه

-
بېرته شاته