(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رشتین بابا

[10.Mar.2022 - 11:43]

د پوهاند علامه رشتين بابا ژوند او ادبي هلې ځلې

د امان الله نصرت ليکنه او څېړنه

ارواښاد پوهاند رشتين صاحب د پښتو ادب له پنځو ځلاندو ستورو څخه هغه ستوری و چې د پښتو ژبې او ادب لپاره ېې نه هېرېدونکي او تلپاتې خدمتونه کړي او داسې ادبي او علمي اثار ېې ليکلي او پنځولي دي چې مونږ ته د لارې د مشالونو حيثيت لري۰.

رشتين بابا د خپل ژوند ډېره برخه د خپلې مورنۍ ژبې خدمت ته ځانګړې کړې وه او د پښتو د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ېې ډير ګټور او بنسټيز کارونه کړي چې که هرڅومره ستاينه او ځلونه ېې وشي حق ېې نه شو پوره کولای۰

علامه رشتين په سلګونو پېغلې او ځوانان وروزل او په پښتنه روحيه ېې وپالل چې د خپلې مورنۍ ژبې د بډاينې او پراختيا لپاره کار وکړي او هغه د نړۍ د نورو پرمختلليو ژبو سياله کړي۰

پوهاند صديق الله رشتين په ١٢٩٨  لمريزکال کې چې له ( ۱۹۱۹ زېږديز ع ) کال  سره سمون خوري   د مومندو ايجنسۍ د لکړو د سيمې د غازي آباد د سره کمر په کلي کې  د مرحوم مولوي تاج محمد چې په مهتمم مشهور و په کور کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې او د ژوند ستړی سفر ېې پيل کړ۰

د رشتين بابا پلار تاج محمد د امير احمد زوی د محمود اکبر لمسی او د شاه جهان کړوسی و چې په خټه سليمان خيل او د لوګر اوسېدونکی و۰ 

مولوي تاج محمد مهتمم د انګرېزانو خلاف په جهاد کې د ترنګزو حاجي صاحب د سنګر او مبارزې فعال ملګری و،  د خپلواکۍ په جګړه کې ېې برخه درلوده او په   ۱۳۰۳کال کې  په خوست کې د خوست د چاوڼۍ تر څنګ  وفات شو او هماغلته خاورو ته وسپارل شو۰

رشتين بابا قران کريم له خپل پلار څخه زده کړ او يو څو ابتدايي ديني کتابونه ېې د تورو له مولوي صاحب څخه ولوستل۰

پوهاند رشتين په شپږکلنۍ کې يتيم او د پلار له سيوري بې برخي شو او د روزنې او پالنې چارې ېې د مور  په غاړه شوې۰

  د پلار له وفات نه وروسته ېې لمړنۍ زده کړه د خپل کلی له علماوو پيل او په ۱۳۱۱ لمريز کال د ننګرهار ولايت د هډې د کلي  د نجم المدارس په ديني مدرسه کې داخل شو۰

نوموړی په ۱۳۱۵ لمريز کال کابل ته ولاړ او په همدغه کال ېې د کابل په عربي دارالعلوم کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په   ۱۳۱۸ کال کې ېې له يادې مدرسې څخه په لوړه درجه د برياليتوب سند تر لاسه کړ۰

 

ارواښاد رشتين بابا د ۱۳۱۸ لمريز کال د وږي په مياشت کې د ادبی انجمن غړی او د پښتو ټولنې د قواعدو د څانګې مدير شو . په ۱۳٢۱لمريز کال پکتيا ته لاړ او د ( وړانګې ) د جريدې موسس او لومړنی مسؤل چلوونکی شو .په ۱۳٢۱لمريز کال کې د پښتو ټولنې د معاون کفيل او د پښتو ټولنې د لغاتو او قواعدو د څانګې مدير شو۰ 

د۱۳٢٢لمر يز کال په سنبله کې  د پښتو د دايرة المعارف د څانګې آمر شود ۱۳۲۶ لمريز کال په زمري کې د مطبوعالو د مستقل رياست د خپرونو د لومړۍ څانګې د مدير په دنده وګمارل شو . د ۱۳٢۶لمريز کال د تلې په مياشت کې د فراه په ولايت کې د سيستان د جريدې د مؤسس او مسؤل مدير په توګه مقرر شو۰ 

د ۱۳٢٧لمريز کال  د وږي په مياشت کې د پښتو ټولنې د مدير مرستيال او د پښتو دايرة المعارف امر شو۰ 

په ۱۳٢٧لمريز کال کې په پورتنيو دندو  سربېره  د هېواد د ورځپاڼې مدير هم شو .   

د ۱۳۲۵ لمريزکال له لړم مياشتې څخه د ۱۳۲۹ لمريز کال تر وروستۍ پورې په پورتنيو دندو سربېره يې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په صفت هم دنده تر سره کوله۰

د ۱۳۳۰ لمريز کال د وري په مياشت کې د پښتو ټولنې عمومي مدير شو۰ 

د۱۳۳۱لمريز کال د زمري په ياشت کې د ( زېري ) د جريدې د دوهمې دورې مشر شو۰ 

د۱۳۳٤لمريز کال د وري په مياشت  کې د پښتو ټولنې رئيس شو۰ 

د۱۳۳۵ لمريز کال د زمري په مياشت کې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي رسمی استاد او د پوهنې د وزارت مشاور شو۰ 

پوهاند رشتين د پښتو ادبياتو لومړنی پروفيسور دی او له ده نه دمخه په دې ميدان کې بل څوک د پښتو په څانګه کې نه دي تير شوی۰

پوهاند رشتين بابا د ۱۳۴۲ لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د دوهم ځل لپاره د پښتو ټولنې د رئيس په حيث وټاکل شو . دا لس کلنه دوره وه او په دې دوره کې ېې ډېر ګټور علمی او ادبي کارونه سرته ورسول . د داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنګاښ د کودتا نه 

پس رشتين بابا ته جبرا تقاعد ورکړ شو او په کور کښېناست۰

بابا د رسمي دندو له پای وروسته بيا هم د خپلې ژبې د خدمت، پرمختګ او پياوړتيا لپاره خپل کار او زيار ته ادامه ورکړه او خپل يو شمير هغه کتابونه چې نيمګړي وو هغه ېې بشپړ او د چاپ په ګاڼه سينګار کړل۰

نوموړی په دري اوردو او عربي ژبو هم پوهېده او يو زيات شمير مقالې ېې په يادو ژبو ليکلي او يو شمير عربي مضمونونه ېی په پښتو ژبه ژباړلي دي۰.

ښاغلی استاد رشتين د لوړي ارادې،, قوي عزم او ټينګ ايمان څښتن و او پرته له هيڅ ډول وېرې او زړه نازړه توب ېې پښتو پال له، په پښتونواله کلک ولاړ و او د پښتو د ترقۍ او پرمختګ لپاره ېې ګړندي او بنسټيز ګامونه اخيستل۰.

رشتين صاحب په خپله خاوره،  ولس , ژبه او کلتور مين افغان و او دا مينه په فطري ډول د نوموړي په خټه کې اخښکل شوې وه۰

هغه به شپه او ورځ د خپلې مورنۍ ژبې د ژوندۍ او خوندي ساتلو فکرونه کول او د پښتنو د بيدارۍ او ويښتيا شعوري هڅې به ېې کولې۰

بابا د ژبپوهنې او ادبياتو د تاريخ په برخه کې ډير ګټور او علمي اثار وليکل او د پښتو ادب ډيوه ېې بله او روښانه وساتله۰

د پښتو ژبې د ورکېدو او مړې کېدو مخه ېې ډب کړه او د هغې د علمي کېدو او ملي کيدو لپاره ېې خپل کار او زيار او مبارزې ته ادامه ورکړه۰

د پښتو ټولنې د مشر او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه ېې ډېرې ګټورې او ارزښتمنې چارې سرته ورسولې او خورا مهم او قيمتي علمي او ادبي اثار ېې پښتنې ټولنې ته ډالۍ کړل۰

رشتين بابا پښتو او پښتنو ته بې ساري او د پام وړ خدمتونه وکړل او د خپل ژوند تر پايه ېې د خپلې ژبې د غوړېدنې او ځلېدنې لپاره خپلې هڅې او هلې ځلې جاري وساتلې۰

د پښتنو دا ستر خدمتګار او د پښتو ژبې او ادب دا ځلاند ستوری په  ۱۳۷۷ لمريز کال د ليندۍ په پنځمه (۲۶/۱۱/۱۹۸۹ ) نېټه د پېښور په ليډي رېډنګ روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د نهه اويا کلونو په عمر وفات شواو د تل لپاره ېې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې۰

د بابا د جنازې لمونځ د پېښور په حيات اباد کې ادا او مړی ېې ګران هېواد افغانستان ته يوړل شو او د نوموړی له وصيت سره سم د ننګرهار په بهسودو کې خاورو ته وسپارل شو۰

انا لله و انا اليه راجعون.

د بابا اروا دې ښاده او لار له مينه والو او لارويو ډکه اوسې۰

 

ستاينليکونه او نښانونه:

پښتو ژبې لپاره د علامه رشتين کارونه او خدمتونه د لمر په شان روښان او ځلاند دي او د هيچا له سترګو پټ نه دي۰.

بابا د يوه نوښتګر او نابغه ليکوال په توګه دولس په نبض پوهېده او د خپلې ټولنې دردونه سړې تودې او ښې او بدې ېې په ډېره ځيرکتيا مشاهده او درک کولې۰.

استاد رشتين د خپلو پخو تجربو او ژورې علمي پوهې او سياسي بصيرت په رڼا کې هغه څه د کاغذ پاڼو ته وسپارل چې د ځلکو اړتيا د وخت ضرورت او د خپلې ټولنې د وګړو غوښتنه او د دردونو دوا وه۰

نو ځکه د نوموړي هڅې او ستړياوې د ډيرو ستايلو وړ وې او خدمتونه ېې په ډېرو يادولو او ځلولو ارزېدل۰.

ارواښاد رشتين بابا د خپلې دندې د علمي او اکاديميکو کارونو په بهير کې په ډېرو لوړو نښانونو او مډالونو و نازول شو چې يو څو ېې په لاندې ډول دي

 

د صدارت له خوا دوهمه درجه تقدیر نامه 1327 لمريز کال۰ ۱

د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا دوهمه درجه تقدیر نامه 1333 لمريز کال۰ ۲  

د پوهنې د وزارت له خوا د پوهنې مډال 1335 لمريز کال۰ ۳  

۴ - د۱۳۳٧لمريز کال : د کابل راډيو په مسابقه کې د ( نوی کال نوی زيری ) تر سر ليک لاندې د رشتين بابا مقاله د دري او پښتو په مقالو کې د مطبوعاتو لومړی درجه جايزه تر لاسه کړه۰ 

۵  د۱۳٤٢لمريز کال : رشتين بابا د ( لویې جرګې ) د غړیتوب ستر نښان تر لاسه کړ 

د ۱۳٤۵لمريز کال : رشتين بابا ته د پوهنې د وزارت له خوا د رښتین د سرو زرو نښان ورکړ شو۰ 

۶ - د۱۳٤٩لمريز کال : ارواښاد رشتين بابا ته د پوهنې وزارت له خوا يو ستاينليک او د دوو مياشتو معاش ورکړ شو۰

 

په ملي او نړيوالو سيمينارونو کې ګډون:

پوهاند رشتين د هېواد دننه او په بهرنيو ملکونو کې په يو زيات شمير کنفرانسونو او سيمينارونو کې برخه اخيستې او خپلي علمي او ادبي مقالې او بيانيې ېې پکې اورولي چې دا لاندني څو کنفرانسونه او سيمينارونه يې د يادونې وړ دي:

۱ - په ۱۳٢٩لمريز کال په ډيلي او جمشيد پور کې د هند د پښتنو په ستره جرګه کې۰ 

۲ - د۱۳۳۱لمريز کال د زمری په مياشت کې د پښتونولۍ په باره کې يوه ښکلې 

بيانيه۰.

۳ - په ۱۳۳۶ لمريز کال ډ پېښور په پښتو اکاډمۍ کې د پښتو د رسم الخط په اړه بيانيه۰

۴ - د ۳۳۶ لمريز کال لړم : په مسکو کې د پوشکين په باره کې بيانيه ،

۵ - د۱۳۳٧لمريز کال : د مصر اسکندرېې د ادب په پوهنځي کې د پښتو ژبې په باره کې بيانيه۰ 

۶ - د ۱۳۳٨لمريز کال : د مسکو د شرق پېژندنې په انستيتوت کې د پښتو ژبې په باره کې کنفرانس۰

۷ - د ۱۳٤٢لمريز کال : د نوي ډيلي د ختيځ پېژندونکو په کانګرس کې د پښتو نثر په باره کې کنفرانس۰ 

۸ - د ۱۳٤۳لمريز کال : په کابل کې د خواجه عبدالله انصاري په بين المللي کنفرانس کې د تصوف په باره کې بيانيه۰ .

۹ - د ۱۳٤۳لمريز کال لړم : په کابل کې د جامي په کليزه کې د جامي او پښتو ادبيات په باره کې بيانيه۰ 

۱۰ - د ۱۳٤٤لمريز کال د زمري په مياشت کې د پېښور په پوهنتون کې د پښتو نثر او ګرامر په باره کې بيانيه۰ 

۱۱ - د ۱۳٤٤ لمريز کال : د نوې ډيلي پوهنتون دفارسي څانګه کې د پښتو ادبياتو په باره کې بيانيه۰ 

۱۲ - د   ۱۳۴۵  لمريز کال : د خوشحال خان خټک په سيينار د خوشحال خان خټګ د نثر په باره کې بيانيه۰ .

۱۳ - د ۱۳٤۶لمريز کال غبرګولی : د قلمي نسخو په بین المللي سيمينار کې د پښتو د قلمي نسخو په باره کې کنفرانس۰ 

۱۴ - د ۱۳٤٩لمريز کال په زمری: د خوشحال خان خټګ په دوهم سيمينار کې د خوشحال خان د نثر په باره کې بيانيه۰ ۱۵ - د۱۳۵٢لمريز کال تله : د مرکزي آسیا په کلتوري اجلاس کې د پښتو او فارسي ژبو د ارتباط په اړه بيانيه۰ 

۱۶ - د۱۳۵٢لمريز کال غبرګولی: د البېروني په زرم تلين کې د البېروني د ژب پېژندنې په اړه بيانيه۰.

۱۷ - د ۱۳۵۴لمريز کال ليندۍ: د پښتو څېړنو په بين المللي کنفرانس کې د پښتو تحقيقاتو په اړه بيانيه۰.

۱۸ - د  ۱۳۵۶ لمريز کال غبرګولی: د چاپي آثارو په سيينار کې د پښتو چاپي اثارو په اړه بيانيه۰

 

 

 د پوهاند رشتين بابا هغه کتابونه چې جائزې ېې ګټلی دي

پوهاند رشتين چې کوم څېړنيز علمي او ادبي اثار ليکلي ، بې له شکه معياري، کره او په تول پوره دي او د باوري سرچينو په توګه به ترې پښتانه ليکوالان او محققين استفاده کوي او راتلونکي نسلونه او د پښتو ادب لاروي به ترې لازمه ګټه اخلي۰

د بابا د ليک هره کرښه زرينه، ارزښتمنه او د کاڼي ليک دی چې به تر ډېره وخته د بابا نوم ژوندی وساتی  او په علمي او ادبي برخه کې به زمونږ لارښوونه کوي۰

د بابا يو زيات شمير کتابونو په بېلابېلو وختونو کې ادبي جايزې ګټلي چې دا زمونږ ددې ادعا ژوندی ثبوت دی چې د بابا ليکنې پخې، معياري او کره وې او مونږ به ېې ساری ډېر کم ومومو۰

دا لاندې د يو شمير هغو کتابونو جايزې دي چې بابا ته ورکړل شوي او د بابا د کار او زيار اعتراف ترې څرګندېږي:

 

۱ - پښتنی تورسری. ۱۳۱٨هش داقتصاددرېيمه درجه جايزه 

۲ - دحميد دېوان. ۱۳۱٨لمريز کال د اقتصاد لومړۍ در درجه جايزه 

۳ - خوږی قصی. ۱۳٢٢لمريز کال د اقتصاد څلورمه درجه جايزه 

۴ - دپښتو ادب تاريخ. ۱۳٢٢لمريز کال د خوشحال خان لومړۍ درجه جايزه.

۵ -دپښتو کلی لومری لار ښود. ۱۳٢٤ لمريز کال د اقتصاد لومړۍ درجه جايزه.

۶ - دپښتو اشتقاقونه. ۱۳٢۵لمريزکال د اقتصاد دوهمه درجه جايزه.

۷ - دزلمو وظیفی. د ۱۳٢۵ لمريز کال د اقتصاد درېيمه درجه جايزه.

۸ - دپښتو نثر. ۱۳٢۶لمريز کال د اقتصاد څلورمه درجه جايزه .

۹ - ځلاندی پلوشی. ۱۳٢۶لمريز کال د اقتصاد دریمه درجه جايزه.

۱۰ - دپښتنو مجاهدی. ۱۳٢٧هش جايزه درجه سوم خوشحال خان

۱۱ - نوی ژوند. ۱۳۳۱  لمريز کال د خوشحال خان خټګ لومړۍ درجه جايزه 

۱۲ - دهند سفر. ۱۳۳٢لمريز کال د رحمان بابا لومړۍ درجه جايزه .

۱۳ - پښتو څېړنه. ۱۳۳۳ لمريز کال د خوشحال خان دریمه درجه جايزه .

۱۴ - داشعارو دولونه ۱۳۳٤لمريز کال د خوشحال خان څلورمه در جه جايزه .

۱۵ - دپښتو نثر هنداره. ۱۳٤٢لمريز کال د سید جمال الدین دوهمه درجه جايزه .

 

په کابل کې د رشتين بابا چاپ شوي آثار

۱ - پښتانه شعرا دوهم ټوک، ۱۳۳۶لمريز کال

۲ - دپښتو ادب تاريخ، ۱۳٢٧لمريز کال 

۳ - دپښتو کلی، شپژم سمستر، ۱۳۳۳لمريز کال 

۴ - دپښتو لومړی لار ښوونکی، ۱۳۳۳لمريز کال 

۵ - دپښتو گرامر، اول ټوگ، ۱۳۳۰لمريز کال 

۶ - دپښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، ۱۳٢۵لمريز کال 

۷  د عبدالحميد مومند دېوان 

۸ - دمعارف،درېيم ټولگی قرائت 

۹ - دپښتنو قصی، ۱۳۳۰لمريز کال 

۱۰ - نوی ژوند، 

۱۱ - د خوشحالخان بازنامه۱۳۳۱لمريز کال 

۱۲ - دپښتنو مجاهدی، ۱۳۳۰لمريز کال 

۱۳ - دمعارف شپږم دينيات 

۱۴ - پښتونيار ،۱۳۳۰لمريز کال 

۱۵ - دمعارف پنځم قرائت

۱۶ - دپښتو دمصدرونو لارښود

۱۷ - دهند سفر

۱۸ - دژوند سندره

۱۹دپښتونخوا پېښې

۲۰  ژب ښوونه

۲۱ -پښتو عروض

۲۲ - طب نامه، ۱۳٤٤لمريز کال 

٢۳) ۲۳ - د دولسم ټولگی قرائت

۲۴ - دجلال الدين تذکره، ۱۳۱٨لمريز کال

۲۵ - ننی ليکوال، ۱۳۱٨لمريز کال

۲۶ -دپښتو ادبيات، ۱۳۱٨لمريز کال

۲۷ - دپښتنو دری ادبی قواعد، ۱۳٢٢لمريز کال

۲۸ - دپښتو او سانسکريت نږدېوالی، ۱۳٢۵لمريز کال

۲۹ - شيرشاه سوری، ۱۳۳٤لمريز کال 

۳۰ - تاريخچه ادب پښتو، ۱۳۳۳لمريز کال 

۳۱ - دفراه پیژندنه، ۱۳۳۶لمريز کال 

۳۲- دعلیخان پیژندنه، ۱۳۳۶لمريز کال 

۳۳ - دپښتو قلمی نسخی، ۱۳٤٧لمريز کال 

۳۴ - پښتو پیژندنه، ۱۳۵٧لمريز کال 

۳۵ - دآلمان سفر، ۱۳۵۱لمريز کال 

۳۶ - دآریانا دایره المعارف 

۳۷ - پښتو نثر، ۱۳٢۰لمريز کال 

۳۸ - دپښتو قلمی نسخو دڅیرنی لارښود، ۱۳٤٧لمريز کال 

۳۹ - دکتغن سفر، ۱۳۳۰لمريز کال 

۴۰ - زما ژوند او هلی ځلې 

 

هغه کتابونه چې پېښور کې چاپ شوي دي 

۱- پښتنی لارښود

۲ - روښان ستوری

۳ - نوميالی پوهان او غازيان

۴ -تاريخی سيينار

۵ - دپښتو نثر هنداره

۶ - نوی څېړنه

٧) ادبي او تاريخي سمونې

٨) ادبي لیکونه

٩) دمهتمم ژوند

۱۰) پیاوړی شاعران

۱۱) دننگرهار ننداره

۱٢) لرغونی پښتو

۱۳) پښتو گرامر

۱٤) دژوند پلوشی

۱۵) نومیالی شاعران

۱۶) داشعارو ډولونه

۱٧) خوږه وژمه

۱٨) دښکلا وږمه

۱٩) دپښتو ادبی مکتبونه

 

ناچاپ آثار

۱ - پښتنی مېرمنې ډرامه

۲ - دژوند پلوشی دوهم ټوک

۳ - په هند کی پښتو کتابونه

۴  خپلواک ژوند

۵ - نړيوال کنفرانسونه

۶ - دشوروی سفر

۷ - دمصر سفر

۸ - نوې کتنه

۹ - دهېواد ننداری

۱۰د زلمو وظيفې

 

د پوهاند رشتين بابا يونليکونه ( سفرنامې )

د پوهاند رشتين د يونليکونو شمير له يونيم درجن څخه اوړي او نوموړی بې له شکه چې د يونليکونو د بابا د لقب حقدار دی او تر او اوسه له ده څخه چا زياتې او معياري سفرنامې نه دي ليکلي۰ 

دا لاندې د هغه يونليکونو نومونه دي چې بابا د خپلو سفرونو په بهير کې ليکلي او خپل ليدلي کتلي حالات او مشاهدات ېې پکې خوندي کړي دي:

١۔ دهند سفر

٢ - ۔دهېواد نندارې

٣ ۔ د پښتو تاريخې سيمينار 

٤ ۔ دننګرهار ننداره

٥ ۔ سیر اوسياحت 

٦ ۔ د جنوبی ولايت

٧۔ د ارزګان مرکز 

٨ ۔ د خوست لیدنه کتنه

٩ ۔ د مصر سفر

١٠۔ د شوروی اتحاد لېدنه

١١۔ د الماتا سفر

١٢۔ د عشق آباد سفر 

١٣۔ د فراه پیژندنه 

١٤۔ دالينګار او اليشنګ ننداره

١٥۔ د بدخشان ننداره 

١٦۔ د نړۍ د ختيځ پوهانو ٣٦ کانګريس 

١٧۔ په دهلي کې د ختيځ پوهانو کانګريس 

١٨۔ د قطغن ولايت سفر

سرچينې:

۱زما ژوند او هلې ځلې پوهاند رشتين

۲د  فضل الله  رشتين ليکنې او ځانګړي ياداشتونه

۳ - د ډاکټر زرغونه زېور, ډاکټر ياد او ډاکټر وږمه رشتين بېلابېلې ليکنې

..........

 

زمزمې د پلوشو ته ځغلند نظر

 

ښاغلی طارق کوثر صيب چې د فيسبوک په مجازي نړۍ کې زما ملګری دی او سلام کلام سره لرو څه موده مخکې د خپلې شعري ټولګې زمزمې د پلوشو مسوده ماته راولېږله او د څه ليکلو هيله ېې رانه وکړه۰ ما د ښاغلي کوثر زمزمې د پلوشو  شعري ټولګه په پوره غور او پام ولوستله او د نوموړې له سندريزو خيالونو او مترنمو نغمو مې ډېر خوند واخيست او ادبي تنده مې پرې خړوب شوه۰

زما په اند د کوثر صيب شاعري د فکر او فن له پلوه په تول پوره او د مضمون او محتوا  له پلوه هم خورا غښتلې او معياري ده او ښاغلي کوثر هڅه کړي چې خپل پيغام په روانه، ساده او اسانه ژبه د لوستونکو غوږونو ته ورسوي او د شعر او ادب  د مينه والو په زړونو کې ورته ځای پيداکړي۰ 

ښاغلي کوثر له هر څه د مخه د خپلې ټولنې او چاپېريال ژوره او هر اړخيزه مطالعه او مشاهده کړي او بيا ېې قلم را اخيستی او د خپلې خاورې او وطن حالات ېې په خورا مهارت او ځيرکتيا د کاغذ‌ پر پاڼو انځور کړي او زمونږ مخې ته ايښي دي۰

ښاغلي کوثر د خپلې پښتنې ټولنې د يوه ترجمان او استازي په توګه هِغه څه چې په خپله خواوشا کې ليدلي او محسوس کړي هغه ېې په خوږو خوږو لفظونو کې رانغښتي او د خپل فن په غېږکې ېې ځای ورکړی دی چې د پښتو ادب برخه شي او راتلونکو نسلونو ته د يو ادبي سند او شتمنۍ په توګو پاتې شي۰

مونږ د ښاغلي کوثر په شاعرۍ کې د  لوړ احساس، انساني عواطفو، رنګينو خيالونو، ژورو فکرونو،  نازکخيالي او لطافت بې شميره بېلګې  او همدغه راز بېلابېلې  هنري او فني  ښکلاوې او رنګونه مشاهده کولای او ليدلای شو چې دده وينا ېې لاپسې خوږه او ارزښتمنه کړي  او د لوستونکو د پام وړ ېې ګرځولې ده۰

ښاغلي کوثر په خپله ( زمزمي د پلوشو ) شعري ټولګه کې خپلې خورې ورې غزلې او نظمونه راټول کړي او په دواړو برخو کې ېې د فکر او فن ښايستونو او رڼاګآنو جوختي غاړې ورکړي او شاعر پکې د شعر ټولې غوښتنې او اصول په پام کې نيولي او له خپلې هرې وينا سره ېې له پوره انصاف څخه کار اخيستی دی چې په ډېرو ستايلو ارزي۰

د محترم کوثر شاعرۍ د فني   ښکلا او هنري رنګونو په رنګين درياب کې غوټې خوړلي او د وختونو په زړه کې ېې د فکر او فن ګلاليو وړانګو او جلوو هره خوا غزونې کړي او لر او بر ېې د  خپلو سندريزو خيالونو او شاعرانه احساس رنګين او  وريښمين  وزرونه غوړولي دي۰

وګورۍ د ښاغلي کوثر د يو خوږ غزل يو څو بيتونه چې په څومره ښکلي انداز ېې د خپلو تودو جذبو اظهار او انځورګري کړې ده:

دريا دَ تجلو دَ فطرت څپاند دی او شپه ده

ولاړ راته په سر دَ ښکلا چاند دی او شپه ده

يؤ مسته ښاپېرۍ  دَ جمال ايشته بيشته لګي

يؤ ټال دَ رڼو ستورو اٰوېزاند دی او شپه ده

يؤ غږ دَ موسيقۍ خېژي په سکُوټه خاموشۍ کښې

يؤ سُر په څو تارونو باندې تاند دی او شپه ده

عجب دَ تيارې غېږه کښې اتڼ دَ پلوشو دے

دَ نور څاڅکے په مېنځ کښې ئې ځلاند دی او شپه ده

 

 د ښاغلي کوثر په اند د يو ښه انسان پټ او ښکاره ( ظاهر او باطن ) بايد يو شان وي او له دوه رنګۍ، منافقت  او ټګۍ برګۍ څخه پکار ده چې ډډه وشي او ځان ترې وساتل شي۰

هغه وايي:

اقرار باندې دهوکه شي په انکار سړی غلط شي

دَ ځنې ځنې خلقو په ګفتار سړی غلط شي

شېطان وي کله کله دَ اٰدم جامې اغوستې

دا ځکه خو دَ يؤ نيم په کردار سړی غلط شي

دَ حُسن دَ رنګونو په شا تورې بلاګانې

په رنګ سړی غلط شي په سينګار سړی غلط شي

اے دې منافقت ته په زړه يؤ او په خُله بله

دَ بعضې بعضې خلقو په روزګار سړے غلط شي

 تسبې ، سپينې جامې ، پګړۍ  خوش فهمه سندونه

اکثر په بزرګۍ او په دستار سړے غلط شي

 

ښاغلي کوثر په خپل يو نيم شعر کې د کاظم خان شيدا په لاره تللی ، له مشکل پسندۍ څخه ېې  کار اخيستی او د فارسي، عربي  او نورو ګاونډيو ژبو د الفاظو او لغاتونو  په راوړلو ېې لوستونکی له ټکني کېدو سره مخ کړي دی نوموړی وايي:

ستا اُلفت طالع اٰزما او رفيع نه شه

بحرِ حُب دَ تنګ نظر دې وسيع نه شه

که دَ زړه دَ نُوکو زور مې پسې وکړو

دَ رڼا ليت له قدم مې سريع نه شه

دَ لفظونو په صمصام چې ئې غوڅ غوڅ کړم

يار په تلخ زبان چرې تشنيع نه شه

دَ وحدت چغې مې شور کړې په فضا کښې

په تقرير مې غوږ تکۍ  دَ سميع نه شه

دَ وصال قُرۃ العېن ئې راپېرزو کړو

په مقراض دَ هجر زړه مې تقطيع نه شه

 

ښاغلي کوثر په خپله شاعرۍ کې د عشق او مينې، حسن او ښکلا او سوز او ګداز د رباب تارونه هم ترنګولي   او ځای ځای ېې ډېر ښکلي او زړه راښکونکي  تشبيهات کارولي او موشګافي ېې کړې ده،  وګورۍ دا لاندي څو بيتونه:

اورونو ته دَ سترګو ئې خوبونه لمبه کېږي

په چم کښې دَ جانان مې ارمانونه لمبه کېږي

تنکۍ تنکۍ مُسکا په نيم کښو سترګو کاته ئې

دَ سترګو کټورو ته ئې جامونه لمبه کېږي

پرواه پرې يو ذره دَ ستمګرو سترګو نشته

ځانونه لمبه کېږي او کۀ زړونه لمبه کېږي

رنګونه پټوي ترې دَ ګلاب نازکې پاڼې 

سپرلو دَ اننګو ته ئې رنګونه لمبه کېږي

تياره تياره ماښام کښې ئې دَ زلفو پېچ و خم ته

فکرونه لمبه کېږي او خيالونه لمبه کېږي

لېلا چې له مستۍ زلفې خورې کړي په شا واؤړي

بيا کلي لمبه کېږي او ښارونه لمبه کېږي

 

ښاغلي کوثر د خپلې پښتنې ټولنې د ژوند بېلابېلې ناخوالې او دوديزې نادودې په ګوته کړي او خپلو هېواد والو او پښتون قام ته ېې د هغې علاج او درملنه په ګوته کړې ده

ډک بازار کښې چې بمبله لکۍ  ګرځي

دَ لغړې هرې خرې علاج پکار دی

پُښتانه چې پرې دَ سپي دَ لکۍ خوار شو

دَ بدل او دَ سورې علاج پکار دی

دَ ړندو عقيدتونو بيخ دې ووځي

دَ باطل هرې نعرې علاج پکار دی

چې همېش له مو پرېږدي په نيمه لار کښې

دَ دې سوال دَ کټارې علاج پکار دی

چې دَ امن ټول وجود ترې په لړزان دے

دَ جنګونو دَ مهرې علاج پکار دی

چې دَ قام دَ ثقافت جامې وباسي

دَ فېشن او دَ مجرې علاج پکار دی

چې ترې اور دَ عقيدو څپرونه اخلي

دَ الحاد دَ شرارې علاج پکار دی

هر مرض پکښې وبا شوله کوثره

دَ بيمارې معاشرې علاج پکار دی

 

نوموړي د يوه حساس او سترګور انسان په توګه چې په خپله شاوخوا او ټولنه او چاپېريال کې څه مشاهده او محسوس کړي دي د هغې عکاسي ېې کړي، د خپل  فن په لمنه کې ېې رانغښتي او زمونږ مخې ته ېې د يوه امانت په توګه ايښي دي چې د تاريخ برخه شي او راتلونکي نسلونه ترې ګټه واخلي۰

د يوه ژمن او هدفمن فنکار رسالت او مسوليت همدا دی چې د خپلو خلکو د ژوند د بېلابېلو اړخونو او سړو تودو د انځورولو تر څنګ  د خپلې خاورې او ټاټوبي  واقعات او عينې حالات په پوره امانت  خپل ولس ته 

ووايي او هغوی له حالاتو او واقعاتو خبر وساتي۰

د طارق کوثر په ويناوو او اشعارو کې مونږ د لوړ تخيل او د فني او هنري جمال او کمال ډېر څرکونه ليدلای او موندلای شو چې د نوموړې وينا ېې خوږه او زړه ناستې کړي ده او د لوستونکو د پام او خوښې وړ ېې ګرځولې ده۰

ښاغلی کوثر صپب په خپله شاعرۍ کې نوې نوې تجربې کړي، له تکراري او بيا بيا ويل شوو خبرو ېې د ځان ساتلو شعوري هڅه کړې او نوي خيالونه، نوي رنګونه او نوي فکرونه ېې د خپل فن برخه ګرځولې ده۰

زه په پوره ډاډ سره وايم چې که ښاغلي کوثر خپل شاعرانه پروازونه همداسې جاري او ګړندي وساتي نو د پښتو ادب په رنګين اسمان کې به لاپسې وځلېږي او پښتو ژبې او ادب ته به د لا زياتو خدمتونو جوګه او مصدر شي۰

په تلو تلو کې ګران کوثر ته د  ( زمزمې د پلوشو ) د چاپ مبارکي وايم او د ژوند ټولې خوښۍ، ښکلاګانې او رنګونه ورته وغواړم۰

په پښتنه مينه او شاعرانه ولولو

امان الله نصرت

۶/۶/۲۰۲۰

..............

 

څه حقيقت څه د خوبونو دنيا

 

ليک: امان الله نصرت

 

څه موده مخکې راته زما درانه او قدرمن دوست ډاکټر شيرزمان سيماب صيب د ډاکتر فرخنده لياقت ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا) شعري ټولګه راکړه خو د بوختياوو له امله مې هغه مهال د درنې خور د شعرونو لوستلو ته وخت پيدا نه کړ خو له نېکه بخته چې دادی  همدا اوس  مې نوموړی کتاب په لاسونو کې دي او د خوږو او رنګينو شعرونو په لوستو ېې بوخت يم او  ادبې تنده  پرې خړوبوم۰

( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) په ۲۰۶ مخونو کې په مناسب کاغذ او ښکلی صحافت چاپ شوی او په مخپاڼه ېې د ډاکتر فرخنده لياقت د شاعرانه خوبونو تت او خيالې انځور د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰ د  ډاکټر فرخنده لياقت شاعري د نومړې د لوړو خيالونو او ژورو فکرونو څخه راټوکېدلې او هره وينا ېې د خپلې ټولنې له منځ څخه او د خپلو خلکو له تودې مينې څخه سرچينه نيولې او د خپلې خاورې او اولس له  دردونو او فکرونو ېې د شاعر ۍ تومنه جوړه شوې ده۰ 

د کتاب تړون ېې د خپلو خوږو بچو په نوم کړی او د کتاب په شاپاڼه د اباسين يوسفزي صيب لنډه ليکنه تر سترګو کېږي چې نوموړي پکې د ميرمن فرخنده لياقت د شاعرۍ په اړه خپل نظر څرګند کړی دی ښاغلی اباسين ليکي:

( ګرانې بي بي د روايت سره سم د پښتنو ښځو ستونزې او کشالې، د پښتنې عظيم کردار، د تيرو وختونو د عظمتونو کيسې، او د خپلې مينې تودې سړې د خپلې شاعرۍ موضوعات ګرځولي دي په نظمونو کې ېې د قلم زور ډېرڅرګند او د ستاينې وړ دی۰ پښتنه ميرمن، پخوانی پېښور، ای پښتنو او بې ګناه يمه په رنګ يو څو نور نظمونه ېې د خپل قام، ژبې او طبقې د پاره ډېر ارزښتناک لګي۰ لنډه داچې خوږ ه ښځه او خوږه شاعره ده  رب دې ېې نوره وتوانوي چې خپله ژبه وځلوی او دغه اثر  ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) ددې په ادبي دنيا کې د نامې او جامې سبب وګرځي) ۰

په   ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) له ټولو نه مخکې  د هميش خليل صيب ليک مخې ته راځي  چې په کتاب ېې خوندوره  تبصره  کړې او د خپلو خبرو په يوه  برخه کې ېې ليکلي چې: ( دا شعري مجموعه د نوموړې وړومبی کوشش دی، دغه نه وړاندې د هغې کوم نظم يا غزل وه غيره  زما له نظر نه نه دی تير شوی۰ دغه مجموعه کې د ځينو حقيقتونو متعلق د هغې جذبات لکه د سېلۍ راالوتلي دي، خصوصا زمونږ په معاشرتي ژوند کې د صنف نازک سره د جهالت د زمانې د رسم و رواج په وجه چې اوس هم کوم ظلم کېږي، متعلق د قرخنده لياقت قلمي هلو ځلو ته که جهاد وويلی شي نو مبالغه به نه وي۰ نوموړی بيا ليکي: دوی په شاعرۍ کې د خپلې خاورې او خپلې ژبې و غيره سره د مينې او محبت د عظمت او رفعت سندرې هم ويلې دي نو ځکه د شاعرانه احساس له مخه دا يوه قابل قدر شعري مجموعه ده

ورپسې پروفيسر ډاکټر سلمی شاهين په کتاب ليکنه کړې او خپل نظر ېې داسې څرګند کړی دی:

ما چې  ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) د فرخندې د شاعرۍ مجموعه ولوسته خوشاله شوم چې د نظم او غزل په صنف هم پوره عبور لري او د مضامينو په بيانولو هم قدرت لري۰ زياته شاعري ېې ډېره روماني ده او پکار هم ده چې تر دې وخته رارسېدونکې د ښايسته شخصيت مالکه هم  روماني شاعري ډېره ښه کولی شې د خپل احساس او جذبې د پټولو کوشش ېې نه دی کړی

وروسته بيا د پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير ليکنه مخې ته راځي او نوموړی د خپلې ليکنې په يوه برخه کې داسې ليکلي:

( د هغې شاعري نه يواځې د هغې د خوبونو او خيالونو ائينه داره ده بلکې د وخت او ماحول يو ښکلی رنګ هم لري څه چې ېې په خپل ژوند کې او څه چې ېې د خپلې ټولنې او  د ټولنيز ژوند د حالاتو په هکله محسوس کړي دي، هغه ېې د خپل فکر په چوکاټ کې د خلکو مخې ته راوړي دي له دې څخه چې هر کوم رنګ ساز شوی هغه ددې خپل رنګ دی او هم ددط د خوبونو او خيالونو دنيا پکې ښکاره دهپه دې ميدان کې دا په خپل سر روانه ده او خپله ېې خپل ځان ته لاره جوړه کړې ده هغې د چا په څير که ېې نقل کولی او يا ېې منجاوري کولی نو خود به ېې شعر ډېر رنګونه لرلی وی خو د هغې د شعر يو رنګ دی او هغه ددې خپل رنګ دی)۰

د  ( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) په شعرې ټولګه وروستی نظر خوږژبي او نوښتګر شاعر او پياوړي ليکوال ډاکټر شيرزمان سیماب ليکلی او نوموړی د خپلې تبصرې په يوه برخه کې داسې ليکلي:

 د محترمې ډاکټر صاحبې د کلام د مطالعې نه هم دا اندازه ګرانه نه ده ، چې هغه څنګه د ادبياتو استاده ده او د طالب علمانو په وړاندې په ادب تبصره او تجزيه د هغې کار دی نو د خپل چاپېرچل ( خارج) جايزه اخيستل هغه د يوې تخليق کارې او فنکارې په حيث ښه کولی شي، کومه جايز يا تبصره چې د هغوی په دې تخليقي مرحلو کې مونږ ليدی شو شايد چې د هغدی ددې شعري ټولګې د نوم وړومبۍ برخه چې دوی په حقيقت اډانه ګڼلې دغه وي چې دوی ل خپل خارج او چاپېرچل ن رااخيستې وي ولې هغ يو تخليق کار هم ده او فنکاره هم نو خوبونه هم ويني او هر فنکار خوبونه وینې بغير له خوبونو، خيالونو او فکرونو د تخليق چېنې اوچېږي نو که محترمه د حقيقت او خوبونو ددغه حسين امتزاج په غېږ کې خپل تخليق ته دوام ورکوي نو لرې نه ده چې د پښتو ادب په ويړ ميدان کې به خپل نوم پيدا کړي۰)

ډاکټر فرخنده لياقت په خپلو غزلو او نظمونو کې ځای ځای د ښځو د حقوقو،. بيدارۍ او  په خپل ځان د باور او اعتماد درلودلو خبره کړې او د پښتنې معاشرې هغه ننګونو او دوديزو ناخوالو نه ېې د بغاوت غږ پورته کړی چې د ښځو حقوق پکې تر پښو لاندې  شوي او په کورنې ژوند کې بې انصافي، امتيازې سلوک او تبعيض ورسره کېږي او له ناوړه تاو تريخوالې سره مخ دي۰

ډاکټر فرخنده لياقت د تخليق او تحقيق په پراخه ميدان کې ښې او ارزښتمنې لاسته راوړنې لري او د پښتو ژبې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ېې هلې ځلې او کارونه په ډېرو ستايلو او ځلولو ارزي او د همدغو خدماتو او کارونو له امله دا درنه ميرمن د ډېر تقدير او شاباس لايقه او حقداره ده۰

( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) د ميرمن فرخندې لومړنۍ شعري ټولګه ده چې دې پکې له خپل سندريزو خيالونو او عواطفو نه راټوکېدلې نغمې د هنر په رنګونو سينګار کړي او زمونږ تر غوږونو رارسولې دي۰

د اغلې فرخندې لياقت په هره وينا کې يو خوږ او رنګين احساس او زړه راښکونکی تخيل موندلای شو او د خوږو او سپېڅلو جذبو او رنګينو شاعرانه ولولو يو پرمترنم او اروا خوښونکی کيفيت ېې په اشعارو کې تر سترګو کېږي۰

د وطن او ولس مينه د ډاکټر فرخنې لياقت د شعر بنسټيز توکي دي او هغه چې کله د پښتنو د ژوند ناخوالو او بدو ورځو ته ګوري نو دردېږي او په درد درد لفظونو  دا ويرجن حالات په خپلو شعرونو کې رانغاړي او  انځورونه ېې کاږي ۰

فرخنده د پښتنو د يووالي او يوموټي کېدو ارمانجنه ده او په خپل فام غږ کوي چې راپاځېږي، بيدار شي او له روانو بدبختيو او ترخو حالاتو سره ښه په نره مقابله وکړي او له خپلې خاورې او ولس نه د دفاع لپار په يوه مرکز راټول شي نوموړې وايي:

ويښ شئ پښتنو تر څو به مونږه مړه کوي دنيا

ويښ شئ پښتنو تر څو به مونږه ډبوي دنيا

راشۍ ټول په يو کرکز را غونډ شئ او پښتو وکړئ

خويندی ميندې څو پورې زمونږ به ژړوي دنيا

هغه عجب خان وو چې د خويندو په ننک ودرېدو

ته ولې غيرت نه کړې ستا خويندې سپکوي دنيا

نه مونږ دهشتګرد يو نه وحشيان، مونږ انسانان يو بس

ولې مو واړه واړه بچې په دار کوي دنيا

چرې به راټول په يو مرکز شو ځان به بچ کړو مونږ

داسې که ونه کړو نو پښتون ټول ورکوي دنيا

 

ډاکټر لياقت ځای ځای فني بريدونه او حدونه مات کړی خو په زغرده ېې خپل پيغام په خپلو شعرونو کې رانغښتی او د خلکو غوږونو ته ېې د هغې د رسولو هڅه کړې ده۰

فرخنده لياقت د لوړو ارادو او تاندو پښتنو جذبو خاوند ده  او نوموړې  د ننګ او غيرت په ميدان کې د خپل وطن له ګلاليوشا زلمو سره په يوه کتار کې د تګ او مبارزې هيله څرګندوي او د خپلې خاورې او پښتون ولس د حقوقو د لاسته راوړلو او پرمختګ په لار کې هر ډول قربانۍ او سرخندنې ته تياره ده  هغه واېې:

زه پښتنه به پښتنو سره ځم

د خپلو لوړو ارادو سره ځم

د ظالمانو نه ک ووېرېدم

څنګه به زه خپلو زلمو سر ځم

زه بهادره يمه ځکه دلته

 ددې بارودو دهماکو سر ځم

د ژوند حالاتو که ځپلي يو ډېر

بيا هم اوچتو حوصلو سره ځم

مرګ زما هر ځای کې څارنه کوي

بيا هم اوچتو حوصلو سره ځم

د ګور شپه کله په کور ن تېرېږي

په دې يقين او ښه پښتو سره ځم

 

داکټر فرخنده په خپله خاوره کې د سولې، خوشالۍ او سوکالۍ ډېرې تاندې هيلې لري او خپل قام او ولس ته له خوښيو او برياوو ډک ارام او پرمختللی ژوند غواړي هغه وايي:

زما وطن کې خوشالي راولې

زما وطن کې سوکالي راولې

چې هرې خواته شې د ژوند رنګيني

داسې ښايسته ښايسته سپرلي راولې

هغه پخوا په شان چې مينه وي بيا

هغه پخوا شان ورورولي راولې

د ميوو ډک هغه ښايسته باغونه

د خوږو ډکه زندګي راولې

هغه پښتون چې په پښتو به مړ وو

بيا هغه شان پښتونولي راولې

سپينه خبره سپين نيتونه به وو

هغه سپين زړي ښه سړي راولې

خدايه  له تانه دا دعا غواړو مونږ

هر خواته امن خوشالي راولې

په  يوه نظم کې يي خپل ورور اجمل خان ته د زړه له تله دعاګانې کړي او له نوموړي سره ېې د خپلې ژورې مينې او خلوص اظهار په داسې خوندورو ټکو کې کړی دی:

زما وروره اجمل خانه

ژوند دې خدای ډېر کړه بې شانه

په سيالۍ د هر چا بر شې

ته پاچا د بحرو بر شې

ته ځلاند لکه د لمر شې

دا دعا دې ده د خويندو

ورځ په مخکې چې روان ېې

برکت دې په هر څه شه

کاميابي دې شه په برخه

دا زما د زړه دعا ده

 

ډاکټر فرخنده لياقت په يوه بل ښکلي نظم کې د پښتنو ښځو د لوړو صلاحيتونو او مهارتونو يادونه کړې او دا ېې په ډاګه کړې چې پښتنې ميرمنې په هيڅ ميدان کې د نړۍ له نورو ښځو کمې او وروسته نه دی بلکه الله ج ورته د پام وړ او بې ساري استعدادونه وربښلي  او د ډېرو ځانګړنو او نوښتونو خاوندانې دي۰

دا بيله خبره ده چې حالاتو د هغوی د پرمختګ او ابتکاراتو مخه نيولې او تپل شوو بې هدفه جګړو او ورور وژنو ېې د استعدادونو د غوړېدنې او ځلېدني لار ډب کړې او د برياوو سفر ېې ورته ټکنی او پر ټپه ودرولی دی نوموړې واېې:

يوه اراده کومه

زه د خپل ځان سره وعده کومه

زه پښتنه يمه او

د يو پښتون لور يم

دا درته وايمه زه

یو پښتنه ښځه خو

له چانه کمه نه ده

د ژوند په هر ميدان کې

د چا نه روستو نه ده

څومره نرتوب دی ددې

چې د پښتو دايره کې

هر هغه کار کوي دا

چې د نړۍ ښځې ېې 

اسانه نه شي کوی

دا اراده ده زما

چرته موقع که راشي

زما پرواز به وي ددوی نه اوچت

يو وخت ب هم راشي

خلق به اومني دا

چې د پښتنو ميرمنو

ثاني بل چرت نشته

نه په حيا او په غيرت کې څوک ددوی نه مخکې

نه په محنت او مشقت کې مخکې شوې له دې

نه پ ښايست او قابليت کې ېې ثاني بل شته

خو ځک وايمه چې

بس اراده پکار ده

کلکه وعده پکار ده

دا فيصله پکار ده

چې روستو کېږو به نه

چا نه يرېږو به ن

دنيا نه مخکې به ځو

هر څو که سخت وخت وي

تير به په مونږ باندې شي

حوصله ونه بايلۍ

اې پښتنو ميرمنو

تاسو نرانې شئ

بادرانې شئ

لکه د غر په شانې

د ر طوفان مقابله به کوو

او دا اميد به لرو

دلته به وخت د خوشالۍ راشي

د سوکالۍ راشي

 

( څه حقيقت څه د خوبونو دنيا ) د ډاکټر فرخنده حيات لومړنۍ شعري ټولګه ده چې يو لړ فني کمزورۍ به ضرور لري خو د نوموړي لوړ ملي احساس، رنګين  او چنار چنار خيالونه او پښتنې جذبې او ولولې د ډېرې ستاينې وړ دي او تمه ده چې د شعر او ادب دا پښتنه بلبله به ډېر زر د شاعرۍ لوړو پوړيو ته ځان ورسوي او د ډېرو ښو او ارزښتمنو تخليقاتو او ادبي پنځونو خاونده به شي۰

که د پښتو ادب د رنګين اسمان دا ځلانده سپوږمۍ خپلې ادبي هلې ځلې او هڅې همداسې ژوندۍ او ګړندۍ وساتي نو د شعر رنګينې رڼاګانې به ېې د لر او بر پښتونخوا ټو کلو او ښارونو ته غزونې وکړي او د پښتو ادبياتو په تاريخ کې به ېې نوم په زرينو کرښو وليکل شي۰

زه د درنې ډاکټر فرخنده لياقت د ادبي او علمي کارونو قدر کوم او دا د پښتو ژبې او ادب د پرمختيا او پياوړتيا لپاره خورا ارزښتمن ګڼم۰

خدای ج دې د دغې پښتنې شاعرې د فکر او فن ډېوې تل روښانه  او د هنر رنګونه  او ځلاګانې  همداسې خورې او په جلوو لري۰

په پښتنه مينه او درناوي

 

۲۱/۱۱/۲۰۱۹

پېښور

.............

 

ساينس اوټكنالوژي دقران او حديثو په رڼا کي

 

لیک: امان الله نصرت

 

انســـــان يو ژوندى خوځنده او هڅاندموجود دى او ژوند تيرولو لپاره د دیني زده کړې او پوهې ترڅنګ دنیوي او ساينســــــــــي علومو ته هم زښـت ضرورت لري. انسان د دې لپاره چې د يو پتمن ،اســـوده او پر مختللي ژوند په ټولو ستونزو اړتياوو او غوښتنوو بريالى  او برلاسى شي دې ته اړ دى چې دعلم او پوهې په وســله سنبـــال شي  او دساينس او ټکنالوژۍ په خپلولو سره ځان دلوړتيا او پرمختيا لوړو پوړيو ته ورســـوي.د پرمختګ بــرياوو او ارتقــــا رنګين پړاوونه هغه مهال د انسان دقدمونو خاورې ښکلوي چې دساينسي علومو په ارزښتنا که رڼا ښکلى او پســــوللى وي او هغه وخت د ژوند ګلالي او ځلانده معراج ته رسيدلى شي چې په وينه کې يې دعلم او پوهې سره ورګډ وي او ساينس اوټکنالوژۍ له رنګينو وړانکو برخمن وي.اسلام چې د اسماني اديانو په لړ کې يو له حکمته ډک، بــشپړ او مکمل قــــانون دى د بشــــري ژوند انه دپر مختګ او نيکمرغۍ لپاره يې خورا په زړه پورې او اعيزمنې لارښوونـــې کړي چې په عملي کولو سره يې انسان کولاى شي دلورتيا، پرمختيااو ارتقا لوړو ګلالیو پړاوونو او منزلونو ته ورســـېږي او ديو سوکاله او ډاډمن ژوند څښتن  شي.

داســـلام مخالفين او يا هم څيني ناپوهان چې داسلام له اصلي روحه نا خبره دي خلکو ته د اسلام نيمګړى تصوير او منفي انڅور وړاندې کوي او وايي چې ګواکي اسلام دساينس او ساينســي علوموسره مخالف دى او يا هم يو  تربله سره دپخلايني اړخ نه لګوي چې دا خبرې سراسر بې بنسټه او له حقيقت څخه بيخې ليرې دي۰ اسلام چې څه لپاسه څوارلس سوه کاله پخوا کومې علمي نظریې وړاندې کړي او دســـــاينس او ټکنالوژۍ په اړه يې يادونــــې او سپارښتنې کړي دي ســـاينس پوهانو وروسته له زياتو څيړنو او سپړنو څخه هغه نظريې په اثبات رسولي او تراوسه پورې هيڅ يوه داســـې خبره نده پيدا شوي چې اسلام يې يادونه کړي او ســــاينس هغه غلطه ثابــــته کړي وي۰ اســـــــلامي پوهان د جغرافيايي او فلکياتو په علم کې، دطب او زراعت په چارو کې او همدغه راز صنعتي او اقتصادي مسایلو کې له هر چامخکې او دابتکار خاوندان تير شوي دي د ٧٨٦م کال په شـــــاو او خواکې د لومړى ځل لپاره ساعت د اسلامي 

ساينس پوهانو لخوا جوړشو او هارون الرشيد نوموړى  ساعت دفرانســې پاچا شارلون ته د ډالۍ په ډول وليږه چې دفرانســـې پاچا د ساعت په ليدو خورا حيران  شو او فکر يې وکړچې ښايي دساعت دننه به کوم پيرى ناست وي چې دساعت ستنې خوځوي.همدغه راز زبيدې د هارون  الرشيد ښځې د دجلې له درياب څخه تر مکې پورې ديوه بـــــريالي پلان له مخې يولوى نهر وويست ترڅو د حرمينو داوبو ستونزه کمه شي .

اسلام دعلم دين دى، دحکمت دين دى او ټول احکام يې د حقیقت پر بنسټ ولاړ دي۰ په اسلام کې د اوداسه دفرضيت حکمت هم دا دى چې انسان دنظافت په مراعاتولو سره له ډول ډول ناروغيو څخه وژغورل شي ځکه خو اسلام نظافت دايمان جز‌ء ګڼلى او په دې اصل يې زيات تاکيداو ټينګار کړى .همدغه راز اسلام د مسواک يابرس استعمال سپارښتنه کړې چې طب هم په خپل وار سره ثابته  کړې چې دمسواک او برس استعمال يو خوراګټور کـــار دى او دهغو خطرناکو مکروبونو چې دغاښونو په وريوکې پټېږي او دلسګونو ناروغيو لامل ګرځي په له منځه وړلو کې مثمر او کاري رول لوبوي . اسلام څوارلس کاله پخوا ویلي وو چې نوکان باید په خپل وخت پرې او پاک وساتل شي  ځکه د نو کانو لاندې شيطانان بټیږي!طب هم ثابته کړې ده چې د نوکانو لاندې مختلف مکروبونه پټېږي چې د خولي له لارې بدن ته ننوځي او د بيلا بيلو ناروغيو  لامل ګرځي .اسلام خبل پيروان  له امراضو څخه دځان ساتلو او همدغه راز دادويې او تداوۍ په اړه يې هغوى ته ګټورې لارښوونې کړې، لکه رسول اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلې دي((الله تعالى نده نازله  کړى ناروغي مګر شفاء او داويې ورته نازله کړىده )). يا دا چې (لکل داء دواء) يعنى دهر مرض لپاره دوا شته .يووخت ځينې بانډه چيانو له نبي کريم صلي عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې اى د الله جل جلاله بيغمبره ایامونږ تداوي وکړو؟نو حضورصلي الله عليه وسلم وفرمايل چې هو تداوي کوئ دالله جل جلاله بنده ګانو! اسلام دانسان روغتياته زيات اهميت ورکړى دی لکه چې رسول اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي

((دوه نعمتونه دي چې ډير خلک پکې غولېږي او په قدريې نه پوهيږي يو یې دبدن روغتيا ده.)) اسلام له مخدره مودو څخه خپل پيروان منع کړي او هغه يې دشـيطان عمل او د ناروغيو لامل ګڼلی دي، طب هم په خپل وارســـره وروسته له زياتو تجربو او تحقيقاتو ثابته کړې ده چې دشرابو و نورونشه يي توکو استعمال خورا خطرناک او د مختلفو ناروغيو لکه ډار،د مسئوليت نه احساسو لو، دارادې کمزورۍ ،سستى،لټۍ،حافظې دضعف اقـــتصادي اخلاقـــي او اجتماعي کړاوونو او دروحــــي او عصبـــي کشمکشـــونو لامل ګرځي.نسوار دخولې دسرطان او سګريټ او چرس دســـــالنډۍ (Dyspnea) توبرکلوز(Tuberculosis) او دسږو دکينسر (Lung ca) باعث کېږي. که ښځې سګريټ استعمال کړي نو د حمل په دوران کې دماشوم دضياع،  بــــې وخته پيدا کيدو،هډوکو د کمزورۍ، ســــوی تغذي او دويني د کمښت لامل کیږي او دجود مقاومت او دفاعي سيســتم يې خورا کمزورى کیږي. اسلام نوي زيږیدلي ماشوم ته تر دوه کلونو دمور شـــيدو په ورکړه ټينګار کړې چې طب هم داسلام دغه نظر وروســــته له زياتو څيرنو تائيد کړى او په اثبـــات يې رســـولې چې ماشوم ته بايد حتماً دمور شيدې ورکړل شـــــي. ځکه دمور شـــيدې دماشوم دفاعي سيستم تقويه کوي، د ناروغيو په مقابل کې يې مقاوم کوي او دجسمي او رواني پياوړتيا سبــــب يې کیږي۰ په اسلام کې د روژې نيول يو له حکمت څه ډک او دانســـان د صحت لپاره ګټور او ضروري کار ګڼل شوى لکه  چې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:معده د ناروغيو مرکز دى او پرهیز د درملنې پيل دى). سقراط او افلاطون د خپل بدن د روغتيا لپاره په هرو څومياشتو کې لس لس ورځې روژې نيولې او ابن ســـينا روژه د ځينو ناروغيو په خاصه توګه د زهروي ناروغيو لومړۍ درجه درملنه ګڼلې ده.

په امريکا کې دبدنې ثقــافت مســـئول ويرنار مکفارډڼ وايي چې د روژې په وجه ډيرې زياتې ناروغۍ له منځه ځي  چې نورې وســيلې او ادويه ترې عاجزه پاتې شـــي.همدغه راز روژه يا غذايي رژيم د زيـــات وزن دمخنيـــوي لپاره  خورا ګټوره نسخه ده او دبدن او روح دتذکيې او ســـالميت مفيده او مثمره لاره ده په خاص ډول د ننۍ عصر ټول طبيبـــــان دامني چې روژه د ډيابټ (Diabetes) يا شـــکرې ناروغۍ د تداوۍ کاميابه وسيله او ادويه ده. د طب نړۍ دزړه دناروغۍ لپاره دکم خوراک لارښوونه کوي او وايي چې روژه دقند يا ډيابټ دکنټرول لپاره خوراګټوره ده او دکلســـــــټرول (Cholesterol) دکمولو او دقندي موادو دســوځيدلواو احتراق سبـــب کېږي.اسلام څوارلس سوه کاله پخوا دبحري کشـــتيو او اوسپنې يادونه کړي چې ګټه ترې واخســـتل شــي او همدغه راز دځمکې، طبـــــــيعت او کائناتو په اړه يې انســـان ته د فکر او دقت سپارښتنه کړي.

اسلام د قيامت دنښو څخه يو هم د لمر توروالى ښـودلې او فرمايلي يې دي (اذالشمس کورت)الايه (او په هغه وخت کې چې لمر نور شي.) سايتس هم ثابته کړې چې لمر د وخت په تېرېدو سره خپله انرژي او حــرارت له لاســـه ورکوي او يو وخت به په تور ټيکلي تبديل شي چې په هغه مهال به بياد ځمکې پرمخ د انســان ژوند ممکن نه وي. الله جل جلاله  لمر، سپوږمـــۍ او ټول کاينات انســـــانانو ته مســـخر کړي دي.او څوارلس سوه کاله پخوا يې ورته اشاره کړې چې ساينس پوهانو هم سپوږمۍ ته په تګ سره په اثبات ورسوله چې د اسلام څوارلس سوه کاله پخوانۍ خبره چې په هغه وخت کې ورسره انســـاني عالم موافق نه وواو ددې خبـــرې تصور یې هم نه ســــو کولاى رښتيني ثابته کړه.

لنډه دا چې که هر څومره څيړنه او سپړنه وشي نو جوتیږي چې داسلام او ســاينس تر منځ ژورې اړيکې موجودي دي او هغه پيغام او عملي نظر يې چې اســلام وړاندې کړې دي ســـاينس په اثبات رسولي او دهغې په حقانيت يې اعتراف کړى دى.

نو اسلام د دين او دنيا دواړو لپاره ګټورې لارښوونې کړي چې په خپلولو او عملي کولو سره يې انسان کولاى شـــي د يو پتمن،پر مختللي او ډاډمن ژوند څښتن شـــي او خپله ټولنه د لوړتيا او تمدن له کاروان سره ملګري او دنيکمرغيو، بريو خوښيو او سر لوړيولوړو پوړيو ته ورسوي۰  يو شاعر څه ښه ويلي دي :

((کاڼي لعل د بدخشـــــان ګياه کيميا ده     چې يې نه پېژنې ته ګناه دچا ده ))

نو راځئ چې د خپل وران جنګ ځپلي او لوڼي لوڼي  او وینې ویني وطن د بـــيا رغاونې او پر مختګ لپاره د علم او  ســـاينس له نوراني کاروان سره ملګري شـــو،د وخت له غوښتنو اوتقاضاوو سره سم ژوند ته ښکلا او رنګيني وبـــښو، د کاينا توپټ رازونه او اســرار را وسپړو او دتمدن او پرمختــګ ګلاليـــو او رنګينو پړاوونو ته رسېــدو اوږده لاره لنډه کړو.

دا چې خداى جل جلاله دځمکي د خلافت چارې انســـان ته سپارلي او کاينات يې ورته تســخير کړي دي نو راڅئ چې د ځمکې له خاورينې کرې څخه دګلونو، ښکلاګانو، او ځلاګانو جونګړه جوړه کړو او دژوند په مخلفو ډګرونو کې دســاينس او ټکنالوژۍ په برکت داسې سترې او تلپاپې کارنامې تر ســـره کړو چې راتلونکي نســـلونه پرې و وياړې او بشــري تاريخ يې په خپلو رنګينو پاڼو کې په زرينو کرښو وليکي۰ د یوه سوکاله،خوشاله، پرمخ تللي پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړیدو په هیله۰

-
بېرته شاته