(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سل ژبو خاموشه

[10.Mar.2022 - 11:45]

په سل ژبو خاموشه

 

د غونچې په څير په سل ژبو خاموشه

لکه بوی هسې پـــه پټه خوله ګويا يم

عبدالرحمن مومند

 

په سل ژبو خاموشه د وتلي شاعر او ليکوال ښاغلي فيض الوهاب فيض د شعرونو ټولګه ده چې تازه د چاپ په ګاڼه سينګار شوې او بازار ته راوتلې ده ۰ دا کتاب ۱۹۲ مخونه لري چې د مخونو شمېر ې ېې د انګريزۍ په اعدادو ليکل شوي او د مخپاڼې او شاپاڼې ښکلې انځورونه او ډيزاين ېې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي ۰

ددې شعري ټولګې تړون د ستر صوفي شاعر عبدالرحمن مومند بابا په نوم شوی او ستر پښتون او د رزم او بزم د ميدان سالار خوشال خان خټک ته ډالۍ شوی دی۰

په سل ژبو خاموشه کتاب مې د ويناوال خپلې خبرې ترسترګو نه شوې خو سريزه پرې روښان يوسفزي ليکلې او د ښاغلي فيض په شاعرۍ او فني شخصيت ېې ښه او له انصاف نه ډکه تجزيه او شننه کړې ده او د شاعر کار او زيار او ادبي شخصيت ېې ستايلی دی۰

ما د ښاغلي فيض_الوهاب_فيض شاعري په پوره پام ولوستله او تاسو به ېې هم ولولۍ نوموړي په خپله هره وينا کې د نوي فکر او نوي خيال د راوړلو او بيانولو شعوری هڅه کړې او له تکراري او سولېدلو الفاظو او موضواتو له بيا تکرار نه ېې په شعوري ډول ډډه کړې ده همدا لامل دی چې د هر شعر په لوستو ېې لوستونکي د بل شعر اورېدلو ته هوسېږي او تنده ېې لا پسې زياتېږي۰

ښاغلی فيض په خپله وينا کې د وخت له جابرانو ښه ښکاره بغاوت او سرغړونه کړې، د خپل چاپېريال ويروونکې خاموشي ماته کړې او خپل اولس ته يي د مينې، ژوند او يون نغمې غږولي او د خپل ويده او خوبولي قام د ويښتيا او بيدارۍ سندرې ېې ويلي دي۰

زما د مينې دا خبره به ېې خولې ته راشي

ډېر چې په بله بله ځي اخر به دې ته راشي

 

د خير او شر جنګ ېې په زړه کې هميشه وي روان

وعده کړي ماته خو بيا هم هغې وعـــــدې ته راشي

 

څوره ساده وي چـــــې ميشته وي د جمال کلي کې

څومره هوښيار شي چـــې د مينې ښارېې ته راشي

 

ښاغلی فيض د خپل يار د ښايست او ښکلا ځلونه په ډېرو خوږو او زړه راښکونکو الفاظو کوي او رنګين انځور ېې زمونږ مخې ته ږدي:

د خپلې مينې پيمانه خو ستا ښايست ګڼمه

خو ستا ښايست نه به له کومې پيمانې راوړمه

 

د يو تصوير نه دې پوره نګارخانه جوړوم

ځمه د فيض نه د شــعرونو ائينې راوړمه

 

نوموړي په خپله شاعرۍ کې د انسان دوستۍ، وطنپالنې او ټولنيزو ښېګڼوخبرې کړي او خپل ولس او ټول بشريت ېې د انساني حقوقو د احترام او درناوي او د اخلاقي معياراتو ساتلو او خپلولو ته رابللی دی ۰

ښاغلی فيض وايي:

په ځنګل کښې پيدا شوی يو انسان وو

د انسان څـــه د حيوان هم قـدردان وو

انسانان څــــــۀ حيوانات ورپـسې ژاړي

د هر چا په درد دردمن د درد درمان وو

فيض الوهاب فيض ته الله ج د شاعرۍ لوړ رسالت او استازولي ورپه برخه کړې او د خپل اولس او وطن د ترجمانۍ او لارښوونو دروند بار ېې ورسپارلی دی ۰

د فيض صيب په شاعرۍ کې انساني، اخلاقي او فلسفي فکرونه ځای ځای ليدلای او لوستلای شو او له خولې راوتلی هر لفظ ېې د مينې په رنګ رنګين او د ښکلا په ګاڼه پسوللی ښکاري

په لاس کې غواړې رانه ستوري د اسمان جانانه

زړه مې سره د عقله ځان کړلړ نادان جانانه

 

زه مامــــــــــــــور شوی د ګلونو پــــــه ساتنه يمه

تــــــۀ همېشه پـــــــه سيل راځه د ګلستان جانانه

 

يوه ادا نۀ ده چـــــــــې زه ېې تصور کړمه جــــوړ

ته خــــــــــو ېې سم د ادا ګانو کهکشان جانانـــــه

 

ستا پـــه يوه يــــــــوه وعده ځان ته فريب ورکوم

پـــــــــه فريبونو مـــــــــې راوړی دی ايمان جانانه

 

يو فيض خو نه دی عالمونه دې له خـدايه غـــواړي

يو فيض خو نه دی چې پرې ته شې مهربان جانانه

 

زه د ښاغلي فيض په لاندې بيتونو کې د ( کا ) د راوړلو په معنا پوه نه شوم چې دا ېې د کړه په ځای کارولې که څنګه ځکه زما په اند کا د کوي معنا ورکوي او دلته راوړل ېې ماته سم نه برېښي کيدای شي ګران فيض مو پرې وپوهوي :

 

جانانه د وختونو د چـــــکر نــــــه مــې بهر کا

جانانه په ما هــــــر وختې د مينې ډک نظر کا

 

دا فيض خو ددې خلقو سره تلو ته تيار نه دی

دا فيض خو لږ د ځان ســــره ملګری د سفر کا

 

ښاغلي فيض د وخت او حالاتو سره سمه شاعري کړې او په هغې کې ېې د خپل چاپېريال او ولس د رښتينو حالاتو او واقعاتو رښتينې او کما حقه انځورګري کړې او په خپلو فکري او علمي پيغامونو ېې هغوی ته شعور ورکړی، د خپل قام د بيدارۍ او ويښوولو هڅې ېې کړي او منزل او هدف ته د رسېدو لار ېې ورپه ګوته کړې ده۰

د فيض په شاعرۍ کې د نوښت او تخليق ښکلي رنګونه او روښانه رڼاګانې له ورايه ترسترګو کېږي چې د نوموړې وينا ېې ښکلي او رنګينه کړې او د لوستونکو د خوښۍ وړ ېې ګرځولې ده۰

زه په تلو تلو کې ښاغلي فيض ته د (په سل ژبو خاموشه) شعري ټولګې د چاپ مبارکي وايم او نوموړي ته په ادبي سفر کې د لا زياتو برياوو او لاسته راوړنو دعا کوم۰

زه د خپلې ليکنې لمن د فيض په لاندې بيتونو راټولوم او له تاسو قدرمنو او خوږو لوستونکو سره خدای پاماني کوم۰

د محبت د قاتلانو لاس تـــــــه ناست خلق يـــو

مونږه د ژوند د ارتقا په لار کې ملاست خلک يو

 

چا چـــــــې مو ټول عمر جذباتو سره لوبې کړي

هم د هغو د عقيدت پــــه لړ کې راست خلک يو

په ډېره مينه او درنښت

امان الله نصرت

                                                ۱۰/۱۰/۲۰۱۹

     پېښور

 

................

 

زرينې کرښې

که غواړۍ چې په نورو ګران شئ د زړونو کړکۍ مو پرانېزئهرچاته ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړئ  او احترام او عزت ېې وکړئ.

خپل درنښت د نورو په درناوي کې ولټوئ او خلکو ته د قدر په سترګو وګورئ چې تاسو هم د ټولنې خلکو ته قدرمن شئ او هر ځوک مو عزت او احترام وکړي.

 

د نورو احترام او درناوی تاسوو درنوي او د هغوی په زړونو کې ځای  درکوي نو هڅه وکړئ خلک خپلو زړونو ته رانږدې کړئ  مينه ورکړئ او  په درنو او د قدرر په سترګو ورته وګورئ.

.......

د حسين علي حسين  قامي نغمې 

 

ليک: امان الله نصرت

 

شعر د فکر او خيال له عاطفي تړون څخه راټوکېږي ، د انسانانو پر زړونو کښيني او په هغوی  ژور اغيز او تاثير کوي۰

شاعر د يوې ټولنې او ولس د يوه ترجمان، نباض او عکاس په توګه هغه څه چې د خپل ژوند په چاپېريال کې  ګوري او مشاهده کوي هغه د قلم نوکې ته سپاري او رښتينی او حقيقي تصوير او انځور ېې د ولس مخې ته ږدي۰

 شعر  او ادب د يوې ژبې په بډاينه، غنا او پرمختګ کې ستر رول لوبوي او د نړۍ  ولسونه د يوه قام  له کلتوري مناسباتو، تاريخي پېښو او واقعاتو او د ژوند له بېلابېلو اړخونو خبروي او دا هر څه د تاريخ په پاڼو کې ژوندي او خوندي ساتي۰

شعر د انسان احساسات او جذبات تاند او تازه کوي او له مړه کیدو یی ژغوری، شاعر د ژوند په ټولو اړخونو ژور نظر ساتی او په خپل محیط او شاوخوا کی هغه څه وینی او محسوسوی چی د ټولنی عام وګړی یی په اسانی نه شی لیدلای۰

شاعر د قام  غم او ښادي او ښې او بدې هر څه د خپل ځان ګڼی او په ښادې یې خوښي کوي او په غم او درد یې دردیږي او د خپلوسترګو اوښکې پرې تویوي ۰

ښاغلی حسين علي حسين د پښتو ژبې يو ښه او منلی شاعر دی چې د سوات د رنګينو سردرو او حسينو غرونو په غېږ کې ېې سترګې غړولي او د رنګونو او ښايستونو په دې شاعر زيږونکي شنه او سمسوره سيمه کې ورسره د شعر ښاپېرۍ ملګرې شوې او پر  ده ېې خپل رنګين او ګلالي  وزرونه غوړولي دي۰

د ښاغلی حسین په شا عرۍ کی د جمال او کمال دیر ښکلی او زړه راښکونکي رنګونه تر سترګو کیږی او د فکر او فن ناوی یی د هنر په رنګینیو او ښکلاګانو سینګار او پسوللی ښکاری۰ 

د حسین په شاعرۍ کې اجتماعی حس، ملی شعور او اجتماعي او اخلاقي معیارات ټول په پام کې نیول شوي او خپل قام ته یې د خپل قام په ژبه د هغوی له غوښتنو سره سم د هغوی د خوښې  نغمې غږولي  او د خپل ولس او ټولنې د ژوند د بیلابیلو اړخونو رنګین او زړه راښونکي انځورونه یې کښلي دي۰ 

( نغمی زما د قام ) په شعری ټولګه کې ښاغلې حسین د خپلې ټولنې د پیښو او واقعاتو روښانه تصویر د کاغذ پر پاڼو ترسیم کړی او څه یی چې  په خپل چاپیریال کی محسوس کړی او لیدلی کتلی  دی هغه یی د خپل فن په غیږ کی رانغښتی او د شعر ژبه یی ورکړی ده ۰

د پښتو ژبی په روان ادبی بهیر کی ښاغلی حسین هغه شاعر او ویناوال دی چی خوږه او رنګینه شاعری یی کړی ده او په خپل هر شعر کې یې د فکر او فن او د خیال او مضمون ټولو  خیال ساتلی دی او هڅه یې کړې ده چې که هر څه لیکي ښه ېې ولیکي او په تول یې پوره ولیکي۰

 حسین علی حسین د ښه ادبی شخصیت تر څنګ یو دروند او ملت پال پښتون ،مهربان او مینه ناک انسان او سوچه او بی ریا مسلمان هم دی چی همدغو ښو اخلاقو او لوړو او صافو د هغه په شاعرۍ خپل ښکلي رنګونه غوړولی دی او د هغه هرې وينا او کلام ته ېې پوره وزن او د پام وړ ښکلا یی وربښلی ده۰

 ( نغمې زما د قامشعري ټولګه په سنتي او دوديز ډول په دعا،  مناجاتو او نعت شريف پيل شوې او بيا ورپسې د شاعر غزليزه شاعري مخې ته راځي او ښاغلي حسين د غزل د صنف په پراخه ميدان کې قدم پر قدم پر مخ تللی او خپله طبع ېې ازمايلې ده۰

پاکه ربه ته مې ژبه خپل صفت باندې ګويا کړې

پاکه ربه ته جاري ميې په قلم خپله ثنا کړې

 

پاکه ربه د شيطان له غلبې نه امان راکړې

پاکه ربه ته مې خلاص له هوسونو د دنيا کړې

 

پاکه ربه په نصيب چې مې ديدار د پاک رسول شي

پاکه ربه ته پوره مې دا د عمر تمنا کړې

 

او په يوه ښکلي نعت کې خپل محبوب پېغمبر او د اسلام له ستر لارښود سره د خپلې ژورې مینې او عقيدت اظهار  په ډېر ښکلو لفظونو کوي او واېيي چې:

چې روان ستا پر قدم شمه حبيبه

زه به خلاص له هر يو غم شمه حبيبه

 

شپه او ورځ به دې تل ستايم په نغو کې

چې بلبل ستا د حرم شمه حبيبه

 

که ټول ځان درنه لوګی او سپېلنی کړم

بيا به هم درباندې کم شمه حبيبه

 

چې يوه شېبه مې فکر درنه واوړي

لېونی په هغه دم شمه حبيبه

 

د حسين صيب د شاعرۍ ډېره برخه د پښتون قام او پښتنې خاورې حالاتو او واقعاتو ته ځانګړې شوې او شاعر هڅه کړې چې د خپل وطن ويرجن او غملړلي حالات د شعر په ژبه بيان او له لوستونکو سره شريک کړي نوموړی وايي:

مونږ د وختونو په تيارو کې اوسو

لا به تر څو په سرو لمبو کې اوسو

 

يو سزاوار مونږه د کومې ګناه

چې در په در دښتو ميرو کې اوسو

 

واړه قامونږ ازاد ژوند تيروي

مونږ غلامان لا زلونو کې اوسو

 

داسې ويرجن يو د حالاتو غېږ کې

چې هره شپه وير او سلګو کې اوسو

 

د حسين په هر غزل کې د مينې ورورولۍ او يووالي پيغامونه د لوستونکو پام ځان ته را اړوي او نوموړي هڅه کړې چې لکه د خوشال بابا خپل قام او ولس يووالي او اتحاد ته راوبلي او پښتانه په يوه ټغر راټول او د ځانځانۍ له تورو بلاګانو وژغوري۰

 

زمونږ په يو بل چې باور نه کېږي

ژوند به مو هيڅ په يو ډګر نه کېږي

دا نفاق چا په مونږ کې واچولو

نن چې زما او د دلبر نه کېږي

ځکه کمزوري شو چې يو نه يو مونږ

اوس د غليم رانه خطر نه کېږي

در په در څنګه پښتانه به نه وي

چې ېې باور په خپل رهبر نه کېږي

 

د حسين په شاعرۍ کې د عشق او مینې روماني رنګونه او څرکونه هم تر سترګو کېږي او نوموړي ځای ځای د ګل او بلبل، حسن او ښکلا، وصال او هجران او يار او غماز يادونه هم کړې او د خپل زړه د پټې مينې احساسات، جذبات او رازونه ېې د شعر په ژبه مونږ ته راڅرګند کړي دي۰

 

دا چې د حسن بنديوان شي سړی

خدايګو چې سم اخته په ځان شي سړی

د چا وصال چې په مودو نه کېږي

ستی ستي خود په هجران شي سړی

غم د جانان چې ېې په زړه ورېږي

خزان وهلی په لړزان شی سړی

بس د دنيا له هرې چارې اوځي

په خپل ژوندون باندې ستومان شي سړی

 

حسين په خپله شاعرۍ کې اجتماعي ناخوالو او د ټولنې بدو حالاتو، نا انصافيو او بې نظميوته هم ګوته نيولې او هغو ته ېې په انتقادي نظر کتلي او په کلکه ېې غندلي دي۰

لنډه دا چې ښاغلي حسين خپل خيالات او احساسات په ښکلو او خوږو الفاظو د هنر په تارونو کې  پيېلې او د ملغلرو قيمتي اميلونه ېې ترې جوړ کړي چې د شعر د مينه والو ادبي تنده پرې ماته شي۰

نوموړي د ادب په پراخه ميدان کې پر مخ روان دی او لګيا دی د پرمختګ او لوړتيا پړاوونه وهي او د خپل منزل په لور ېې خپل يون او مزل جاري ساتلی دی۰

نور به نو تاسو درانه لوستونکی  ( نغمې زما د قام ) پخپله ولولۍ او د شاعرۍ او ادبي پنځونو په اړه به ېې قضاوت او پرېکړه وکړئ چې نوموړي څومره په تول پوره او معياري شاعري کړې او له خپل فکر او فن سره ېې له څومره انصاف څخه کار اخيستی دی۰

دا تاسو او دا هم د حسين علي حسين نغمې زما د قام، زه له لمنځه اوځم او تاسو په ستر او مهربان رب سپارم

په پښتنه مينه

............

...........

ډاکټر اظهار دمينې د نغمو شاعر

 

ليک: امان الله نصرت

 

د پروفيسر ډاکټر اظهار الله اظهار صيب له نوم سره زيات شمير  پښتانه اشنا دي او د پښتو ادب د اسمان ددغه ځلاند او نوماند ستوري د فکر او فن رنګونه او رڼاګانې د هيچا له سترګو پټې نه دي۰

د ډاکټر اظهارالله اظهار له زړه نه د راټوکېدلو نغمو زمزمې له اوږدې مودې راهيسې د پښتونخوا په کلو او بانډو  خورې دي او د شعر او ادب مينه وال ېې له سندريزو احساساتو او رنګينو او وريښمينو خيالونو له لوستلو خوند اخلي او خپله ادبي تنده پرې ماتوي۰

 ډاکټر اظهار ته الله ج د تخليق او تحقيق په دواړو ميدانونو کې بې سارې پوهه او لوړ استعداد ورکړی او دا ښاغلی په يادو برخو کې ډېر ښه ځلېدلی او د پام وړ لاسته راوړنې لري۰

اظهار صيب نه يواځې دا چې يو ښه استاد او هڅاند څېړنکار دی او په اړونده برخو کې ېې کار او زيار خورا ارزښتمن او د قدر وړ دی نوموړی د پښتو ادب د رنګين چمن هغه خوږ ژبی بلبل او نغمه خوان دی چې په ډېر لږ او کم وخت کې ېې د پرمختګ او ارتقا پړاوونه وهلي او د پښتو شعر لوړو پوړيو ته ېې ځان رسولی او د يو ښه فنکار او شاعر نوم ېې خپل کړی دی۰

همدا شېبه د ډاکټر اظهار د پښتو خوږو شعرونه ټولګه (زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) زما مخې ته پرته ده او زه ېې د غزلېزې شاعرۍ د ګل ګل او مينه مينه لفظونو له لوستلو خوند اخلم او خپله ادبي تنده پرې خړوبوم۰

دا کتاب (زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) ټول ۲۵۶ مخونه لري په سپين کاغذ په ډېر ښه صحافت د پروفيسر ډاکټر شوکت الله په اهتمام په اعراف پرنټرز ( چاپخونه ) کې د ۵۰۰ ټوکو په شمير چاپ شوی دی۰

ددې کتاب تړون نوموړي د خپل قدرمند  پلار پروفيسر انعام الله جان قيس او د خپلې درنې مور بي بي په نومونو کړی دی او په شا پاڼه ېې  ډاکټر اباسين په کتاب خپل نظر څرګند کړی دی، ښاغلی اباسين د خپلو خبرو په اوږدو کې ويلې چې: ( ډاکټر اظهارالله اظهار زما يار، ډېر ځيرک تخليق کار او ډېر تيز او باريک نقاد او ځېړنکار دی۰ په دې کتاب کې د ښاغلي نوې نوې تجربې، ذايقې، ترکيبونه، لفظيات، اشارې، کناېې او علامتړنه په ډېر شعوري اهتمام د تغزل په زرينو مزو او لړو کې داسې به جادوګرۍ پېيلي دي د غزل د مينانو د زړه ټکور، د غزل د استادانو د اننګو شوخي او د نوو لوستونکو د پاره بې کچه راښکون سبب دي۰ د خپل چاپېريال غمونه ېې د خپلې مينې سره ګاډېره کړي دي او د غرونو په پوڼو کې ېې د مينې په رنځورانو او د حالاتو په وهل شوو وګړو پېرزو کوي، اظهار د ادب استاد دی او هر ليک ېې يوه ستره فنپاره ده)۰

د اظهارالله اظهار صيب په  (زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) کتاب  مې د چا تقريظ تر سترګو نه شو او پيل ېې په خپلو خبر کړی او د خپل کتاب او فن په اړه ېې اړين ټکې پکې روښانه کړي او له ټولو هغو دوستانو ېې مننه کړې چې د کتاب په چاپ کې ېې له نوموړي سره مرسته او همکاري کړې ده۰

د ( زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي ) کتاب د شعرونو پيل ډاکټر اظهار په دعا او مناجاتو  کړی او د خپل زيار د تبرک په پار ېې دا خواږه الفاظ د کتاب په سر کې راوړي نوموړي ليکي:

د تباهۍ په لور روانه ده دنيا خالفه

تياره بهر له حده اوځي د رڼا خالقه

 

نظر مې نه لږي ورکېږو لاره هيڅ نه وينو

د شپې له غېږې راپيدا کړې سپين سبا خالقه

 

منو چې مونږ کې سليقه نشته هنر نشته خو

درنه بدرنګه چرته نه شږ د ښکلا خالقه

 

دې هواګانو ته وراوبښه پيغام د مينې

وارخطا شوي يو ډوبېږي زمونږ سا خالقه

 

ژوند کې مو امن ورورولي او محبت راوله

درته منت کوو بې نيازه بې پروا خالقه

 

نور د غمونو د زغملو راکې توان نشته دی

په ځمکه  اوشو د ظلمونو انتها خالقه

 

الوتي ګرد کې د اظهار رنګونه خاورې نه شي

ورته واپس کړه خپل ښايست خپله خندا خالقه

 

( زمکې د اسمان رنګونه راوړي دي  ) د شعرونو ډېره برخه غزلونه دی خو يو نيم نظم او هايکو پکې هم تر سترګو کېږي  چې نوموړي پکې د خپلو شاعرانه خيالاتو رنګينه عکاسې او انځورګري کړې ده۰

د ډاکټر اظهار په خوږو غزلونو کې د شعر هغه ټولې ښکلاوي او رنګونه موندلای شو چې د يوه ښه او معياري شعر غوښتنې او نبسټيز توکي دي نوموړی وايي:

رنګونه د رخسار په اسمانونو کې ورکېږي

د درد ستوري مې ټول پ ګرېوانونو کې ورکېږي

 

د مينې افسانې راته رايادې کړه جانانه

قیصې رانه د ژوند په داستانونو کې ورکېږي

 

چې ښکلي راته اوخاندي نو ته راته راياد شې

ارمان رانه د ژوند په ارمانونو کې ورکېږي

 

خبر نه يم جانانه چې دا ګټه ک تاوان دی

د مينې هر تاوان په تاوانونو کې ورکېږي

 

د زلفو د ګلاب رنګونه والوزي په لاس کې 

د غرونو اوسېدونکي ميدانونو کې ورکېږي

 

ګودر چې به ېې تش په الوتلو هم ګلزار شو

اوس هغه لولکۍ پ ګلدانونو کې ورکېږي

 

اظهاره هر ټکور راله د درد ځړيکې سېوا کړي

مشال کله د ژوند په طوفانونو کې ورکېږي

 

ډاکټر اظهار د ميني، ښايست او رنګونو شاعر دی  او د ژوند په رنګينو رڼاګانو او زړه راښکونکو ښکلاکانو کې ېې د شعر ښاپېرۍ سا اخلي خو کله کله ېې د وخت جبر او د حالاتو  ترخه او ناخوالې دې ته اړباسې چې د جنګ او ننګ خبرې وکړې او د خپل چاپېريال  په وينو وينو تورو کښل شوی انځور زمونږ مخې ته کېږدي:

وينو کې راپورته شو غورځنګ اخري لاره ده

ما سره د ژوند د پاره جنګ اخري لاره ده

 

ما د سحرونو د فريب قيصه ښکاره کړله

وو مې هر ماښام په وينو رنګ اخري لاره ده

 

زور ېې په فريب د مينې زر ځله وژلی يم

پورته مې له تورې نه کړو زنګ اخري لاره ده

 

مينه مې يارانو ته منظور نه وه وژلم ېې

ګرانه د غيرت د تورې شرنګ اخري لاره ده

 

زه کمزوری نه يمه اظهاره خو مجبور شونه

مينه مې وړومبۍ غوښته او ننګ اخري لاره ده

 

ډاکټر اظهار د خپلې ټولنې او چاپيريال په ويرجنو او غملړلو حالاتو هم ژور نظر ساتلی او د ولس د يوه عکاس او ترجمان په توګه ېې هغه ټولې پېښې او واقعات چې په پښتنه خاوره کې تېرېږي او ولس ورسره لاس او ګرېوان دی د خپلې شاعرۍ په غېږ کې رانغښتي او د پښتو ادب پاڼو ته ېې د تاريخي سندونو په توګه سپارلي دي , نوموړي د خپل ولس د ژوند تراژېدۍ او ناخوالې په ډېر مهارت انځور کړي هغو ته ېې ژبه ورکړې او د نړيوالو پام ېې ورته رااړولی دی نوموړی وايي:

 

ژوند اجل اجل دی زنګدن زنکدن لارې دي

ما چې قتلوي ټولې زما د بدن لارې دي

 

اوس  د مينې ژوبل ارمانونه چرته يوسمه

ګېرچاپېره مرګ دی، د احساس د کفن لارې دي

 

ته خو سوداګر ېې د زخمونو کاروبار کوې

ستا پرې ځه، پرهر پرهر، زما د چمن لارې دي

 

جرم سرفرازه دی قاتل هم سرفرازه شو

څومر د هنر پېښې دي څومره د فن لارې دي

 

ستوري د اسمان زما جولۍ ته را پرېوزي ټول

اوښکو جوړې کړي د سپوږمۍ په لمن لارې دي

 

رابه شي سپرلی اظهاره سا راکې غړېږي لا

ډېرې که زما په وينو سرې د وطن لارې دي

 

د ډاکتر اظهارالله اظهار شاعري زمونږ د پښتنې ټولنې د بېلابېلو رنګونو او تصويرونو هنداره ده چې مونږ پکې د خپل ژوند کردارونه او انځورونه لېدلای او مشاهده کولای شو او هغه څه پکې محسوسولای شو چې زمونږ  له ورځينيو چارو سره تړلې او پر مونږ ېې سيوری غوړېدلی دی۰

مينه او عشق، ښکلا او رنګونه، سوز او ساز، ولس او وطن او داسې نور د ډاکټر اظهار د شاعرۍ اهم موضوعات دي  چې په ښکلي او زړه راښکونکې انداز نوموړي د خپل فن په لمن کې رانغښتي او د هنر د مشاطې په لاسونو ېې سينګار او ښکلې کړي دي۰

زه لاس په دعا يم چې د پښتو د ادبي کاروان دا سرشار لاروی او نوښتګر استاد دې د نوو نوو تخليقاتو او ادبي پنځونو او شهکارونو سره د خپل قام او ټولنې د لا زياتو خدمتونو مصدر شي او د پښتو ادب د يوه ځلانده ستوري په توګه دې  لاپسې روښانه او له پخوا زيات  وځلېږي۰

په ډېره مينه او احترام

 

                                 ۲۲/۱۱/۲۰۱۹

                      پېښور

.............

د صحرا بادونه

 

ليک: امان الله نصرت

 

افسانې که څه هم له افسون څخه اخيستل شوي او د سحر او جادوګرۍ په مانا دي او په هغې کې ډېری خيالي کيسې او فرضي پېښې ليکوال او کيسه ليکونکی په پوره مهارت ترسيموي او تصوير ېې زمونږ مخې ته ږدي خو دا د هر ليکوال کمال او پوهې پورې تړلې چې خپله افسانه څومره د لوستونکو د پام وړ ګرځوي او هنري او فني ښايستونه او د حقيقت رنګونه او جلوې ورکوي۰

افسانه  ليکونکی تل هڅه کوي چې کيسه او واقعات د فن او تکنيک له نظره کره او معياري وليکي او پلاټ، کردارونه او مکالمې د ادب له نوو غوښتنو سره سمې په خپله ليکنه کې ځای په ځای کړي او د خپل هنر په رڼا او ښکلا ېې ښکلې کړي۰

افسانې په عام ډول د وخت تېرولو، بوختيا او تفريح لپاره لوستونکي لولي او خوند ترې اخلي او دا يو داسې داستاني قالب دی چې په خيالي ډول په مجازي او فرضي عناصرو او کردارونو تکيه کوي او غير حقيقي پېښي او خارق العاده چارې پکې بيانېږي,

 افسانه له حقايقو او رښتينو پېښو څخه سرچينه نه اخلي بلکه په هغې کې حقايقو او د ژوند واقعاتو ته  افسانوي او فرضي بڼه او رنګ ورکول کېږي او په ډېره خوږه او ادبي ژبه  او معياري توګه پنځول کېږي۰

افسانه د پښتو فولکلوريک ادب يوه پياوړې او غوښنه برخه ده چې د لرغونو زمانو راهيسې په پښتو ادب کې دود او زيات ليکونکي او لوستونکي لري او په لسګونو او سلګونو کتابونه ېې چاپ او په بازارونو او کتابتونونو کې موجود دي۰

اوس به راشو د ښاغلي افريدي ( د صحرا بادونه ) افسانو ته چې څومره پکې د فن او تکنيک خيال ساتل شوی او په کومه کچه معياري او په تول پوره دي۰

ښاغلي فيروز خان په خپله ( د صحرا بادونه   )  د افسانو په ټولګه کې کوښښ کړی چې د دېوانو, ښامارانو او د پيرانو د خيالي داستانونو په ځای د خپلې ټولنې او ولس د ژوند کردارونه پېښې او واقعات په خپله کيسه کې راونغاړي او په هغې کې د پښتنې ټولنې د رواياتو او دودونو پوره خيال وساتي۰                     د افريدي صيب د صحرا بادونه افسانې زمونږ د ټولنې ژوندي ژوندي تصويرونه سترګو ته کوي او په هغه څه څرخي چې په رښتينې ډول زمونږ په چاپېريال کې شتون لري او په خپل ورځيني ژوند کې ېې مونږ وينو او ورسره مخ يو۰

د ( صحرا بادونه  ) افسانو په ټولګه کې ښاغلي فيروز خان افريدي  په شعوري ډول زيار ويستی چې د خيالي او فرضي پېښو په ځای حقيقي واقعات د خبلې ليکنې په غېږ کې راونغاړي او هغه څه زمونږ مخې ته کېږدي چې زمونږ د ټولنې د حالاتو او واقعاتو عکاسي او انځورګري پکې شوې وي۰

د ښاغلي افريدي د افسانو فني جوړښت خورا پياوړی او غښتلی دی او د ټولو فني توکو او عناصرو د پوره خيال ساتلو شعوري هڅه پکې شوې ده خو دا چې د ښاغلي افريدي دا هڅه او زيار څومره په تول پوره او ستاسو د خوښې وړ دی نو دا قضاوت تاسو درنو ادبپوهانو او قدرمنو لوستونکو ته پرېږدم او د فيروزخان افريدي د افسانو لوستلو ته مو رابولم۰

ستاسو د اوږود عمر او نيکمرغه ژوند په هيله۰

الله مو مل او ساتونکی شه۰

 

۱۰/۱۰/۲۰۱۹                 پېښور

-
بېرته شاته