(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماجبین قزلباش

[10.Mar.2022 - 11:48]

خوږ غږې سندرغاړې ما جبین قزلباش یاد 

 ماجبین قزلباش د پښتوژبې له هغو سندرغاړو څخه وه چې خدای پاک ورته ښایسته غاړه او ښکلی ظاهري صورت ورکړی وو

..............................

ماجبین قزلباش د پیداکیدلو کوټلې نیټ څرګنده نه ده،( ښاغلي جلیل خان وایي: ما جبين په 1958 کښې پيدا شوې وه. کله چه ما په ايډورډز کښې سبق وې دې په فارورډ کښې سبق وې او روزانه به مونږ سره د اشنغرئ نه په جی ټی ایس بس کښې تله راتله.) ، پلار  او مور (قزلباش امدادعلي خان او بیګم حشمت ارا)   د ایران نه پېښور ته تللی او هلته میشت شوي وو.  ماجبین د پېښور د رسالدار په کوڅه کښې  زېږېدلې او نوم یې ورته ( ثریا ) کېښودلی وو. 

 

ماه جبین قزلباش د پېښور په فارورډ هايي سکول کې تر نهم ټولګي پورې زدکړې کړي، په پنځه لس کلنۍ کې د کیم الله خان اورکزي سره یې ژوند شریک کړلو . حکیم الله خان ته به یې ملګرو ایمل خان نوم هم اخیستلو. 

ماجبین لا ماشومه وه چې د سندرو سره یې شوق و.بې له سندرو ویلو یې بل کوم شوق نه لرلو.

دنوموړې اولنۍ سندره چې پېښور ریډیو ته یې په ژوندۍ بڼه ویلې وه ،داوه چې سپینې سپوږمۍ وایه اشنا به چرته وینه ، ګونګۍ شوې ولې نه وایې حالونه ......

له هغې ورځې تراوسه یې له ۱۲۰۰ نه زیاتې سندرې ویلي او اخري سندره یې د مجیدالله خلیل دا کلام دی چې ( د مینې اور کې ستا د پت کیسه ....... ) 

ما جبین قزلباش په اوو ژبو سندرې ویلی شوي چې له پښتو نه علاوه ورکې فارسي ، اردو ، هندکو ، سرایکي، سندهي او بلوچي هم شامل دي. 

ما جبین قزلباش درې اولادونه لري چې دوه یې زامن او یوه یې لورده. لور یې په رنګ کې کټ مټ مور ته تلې او په لیدو یې د ماجبین د ځوانۍ تصویر سړي ته مخې ته ودریږي. 

(نصیر ستوری)

26.02.2020

-
بېرته شاته