(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عربي وییو پېژندنه

[17.Mar.2022 - 16:15]

د عربي ژبې وییونو/لغاتو پېژندنه ؟

چې کوم ویینو/لغاتو کې لاندې توري ول او یا را تلل هغه به له عربي ژبې رېښه لري.

 لیک: نصیب شېرزاد

لکه: "ح" حلال، حرام، محروم، حلوا، حل حبیب… 

لکه: "ف" فاعل، فرید، فاروق، فارغ، فرقه، مفعول...

لکه: "ق" قاري، قرض، قلم، قام، قید، قسم، قرار… 

لکه: "ث" ثواب، وارث، ثریا، ثمر، ثبوت، اثار.... 

لکه: "ص" صبر، صبور، اصلي، وصل، صدقه…. 

لکه: "ض" ضرورت، ضایع، ضمیر، وضعیت، ضرر، ضرور

لکه: "ع" علم، معلومات، تعینات، عملي، عمده، عملیات… 

لکه: "ذ" ذکر، ذاهد، او ذاکر… 

لکه: "ط" طالب، طلب، طرحه، طریقه، طاهر… 

لکه: "ظ" ظابط، ظالم، ظهیر، ظلم… 

لومړۍ یادونه: په ځینو عربي لغاتو باندې پښتو خپل قانون پلې کړی؛ د وخت په تېرېدو سره یې بدلون کړی.

----------------------------------------------------------------------

بېلګې: "ع" ځینې ځایو کې په "الف" بدلون کړی او ټولنه کې دود شوي لکه: "معنا" په "مانا" او معالومات په مالومات" خو "ات" وروستاړی د عربي ژبې جمع بڼه ده.

دویم: "ق" په "ک" قمیص/کمیس او "ف" په پ لکه: "تپوس" کلمه او "ط" په ت بدلون کړی لکه: طوفان په "توپان" طورخم په "تورخم" طوطاخېل په "توتاخېل" طوطي په "توتي" علیشنګ په الیشنګ علینګار په الینګار.

 

خو ښاغلي "یون" صاحب په خپله لیکنه کې لیکلي الینګار او الیشنګ د عربي ژبې رېښه نه لري له اره "الیشنګ او الینګار" سم دي.

 

 ښاغلي! پوهاند مجاور احمد زیار وایي: "مانا" ویی له اریايي ژبې رېښه لري عربي ژبې پورې اړوند نه دی.

--------------------------------

همدغه ډول په ډېرو عربي ویینو پښتو خپل قانون پلې کړی او په ټولنه کې دود شوي دي

لکه: "لغات" عربي بڼه ده او پښتو یې "لغاتونه"

لکه: قلمونه ادارات په "ادارې"حالات/خالتونه" معلمین/معلیمان" مجرمين/مجرمان" خیالات/خیالونه"شرایط/شرطونه" او داسې ګڼشمېر نور… 

.......................

 

ډاکتر یاد: په پخوانیو تاریخي او جغرافیایی کتابونو کې دځینو هیوادونو او ځینو  ځایونو نومونه په دې ډول راغلي ول چې ځینې یې اوس په دې نومونو نه یادیږي دبېلګې په ډول

سیامتایلینډ 

برما = میانمار 

سراندیپ = سریلانکا

شام = سوریه 

مقدونیه = مسدونیا 

صر بستان = سربیا 

پارس = ایران 

مجارستان = هنګري 

بهارت = انډیا 

ختیز پاکستان = بنګله دیش 

بلغارستان = بلغاریه 

فورموسا ( فارموسا)= تایوان

حجاز یا جزیرة العرب = سعودي عربستان 

اناتولي = ختېزه ترکیه 

خان بالیغ ،( خان بالق)= اوسنی بیجینګ

بین النهرین  (Mesopotamia)=ددجلې او فرات دسیندونو ترمنځ سیمې( اوسنی عراق)

ما وراء النهرTransoxiana= دا هغه سیمې ته وایې چې دجیحون ( امو سیند ) او سیحون ( Syr Darya) ترمینځ پرته ده او عربو فاتحینو دغه نوم پر دغې سیمې ایښودلی و چې معنایې ده دسیند نه پورې خواته .په فارسي ژبه یې ورارود بولي اوزیاتره برخه یې نن دازبکستان په هیواد پورې اړه لري . . ختلان، کش، نخشب، بخارا، سمرقند، فرغانه، چاچ او ترمذ ددغې سیمې مشهورې برخې دي

جیحوندامو سیند 

سیحون =سیر دریا

بالقان ( بالقانات) =Balkans(بالکان ټاپو وزمه) د اروپا په سویل ختیځ کې له یوشمیر هیوادونو جوړه جغرافیا یي  سيمه ده. یاده سیمه ۰۰۰'۷۲۸ کیلومتره مساحت او کابو ۶۰ میلیونه وګړي لري، په دي سیمه کې میشت هیوادونه: بلغاریا، یونان، شمالي مقدونیه( مسدونیا )، البانیا، د ترکي اروپایي برخه ، رومانیا، مونتینګرو، سربیا، سلوانیا، کروشیا، بوسنیا او هرزګوینا، او هنګری پراته دي.اد)

-
بېرته شاته