(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنعېم ازاد مقالې ته

[17.Mar.2022 - 16:20]

د خان شهید لیکدود ته یوه سرسري کتنه باندې زما جزوي رائ. مقاله د نعیم ازاد په دېوال پرته ده

ازاد صاحب ستاسو مقاله مې په خوند خوند ولوسته زۀ ستاسو د سنحیدګۍ او علمي استناد قایل یم. دلته چې تاسو د لیکدود کومه تاریخواله رانقل کړې ده هغې کښې یوه ضروري اضافه کول غواړم 

د پښتو د لیک او د لفظونو د پانګې وړومبیو هڅو کښې مونږ دپښتونتر ټولو وړومبنۍ ګڼهمۍ 1928’ کښې وینو چې پۀ درېم مخ ئې د مرستیال چلوونکي میا احمد شاه بېرسټر پۀ دې اړه نوټ لیکلے دے. هم د دغه ګڼې پۀ اتم مخ پۀ افغانستان کښې خپرېدونکو مجلو او ورځپاڼو نه پښتو ته برخې ورکولو غوښتنه شوې ده. د یوولسمې فرورۍ 1939 ګڼه )مخونه (8-7 کښې باچا خاند پښتو سیندپۀ نامه د مننې یو نوټ داسې لیکلے دے:

 

د پښتو سيند )قاموسِ افغاني(

 

زما خوږ ورور محمد ګل خان صاحب مهمند رئيس تنظيميه د مزار شريف پۀ پورتني نوم سره د پښتو لغت يو کتاب رالېږلے دے. پۀ دې کتاب کښې لغتونه د پښتو دي او ترجمه او تشريح ئې پۀ فارسۍ ژبه کښې ده. کتاب پۀ ډېر ښۀ غټ کاغذ د څلور سوه مخونو چاپ شوے دے. زۀ محمد ګل خان صاحب ته پۀ دې لوړه او شانداره کارنامه د زړۀ د اخلاصه مبارکي ورکوم او امید لرم چې هغه به د پښتو ژبې د ترقۍ پۀ سلسله کښې خپل خدمت جاري لري. اګرچې د ناوزګارتيا پۀ وجه ما ټول کتاب ښۀ نۀ دے کتلے، خو بيا هم د دې کتاب پۀ حق کښې يو څو خبرې عرض کول مناسب ګڼم.

 

پۀ دې کتاب کښې د پښتنو خاص حرفونه د زوړ شکل نه پۀ بل شکل ليکلے شوي دي او داسې لغات هم نوي نوي تجويز شوي ديزۀ پۀ دې باب کښې دا مناسب خيال کوم چې د رسم الخط مسئله ډېره يوه اهمه خبره ده. دا د يو کس يا د يوې قبیلې د خيال مطابق فېصله کول نۀ دي پکار، بلکې پکار دي چې د پښتون قوم د هرې علاقې، هر خېل مشران او د ژبې ماهران پۀ يو ځاے جمع شي او يو لوے کانفرنس منعقد کړي او ټول مشران پۀ دې مسئله غور وکړي او پۀ اتفاق سره فېصله وکړي چې کوم کوم حرفونه پرېښودل پکار دي او کوم کوم حرفونه پۀ نوي شکل جاري کول پکار دي؟ بلکې پۀ عام رسم الخط د پښتون کښې کوم کوم نقائص دي، چې هغه لرې کړے شي. نو کۀ چرې موجوده حکومت د افغانستان چې د پښتو ژبې د ترقۍ خواهش لري، دا انتظام وکړي چې پۀ جلال اباد یا بل مناسب ځاے کښې د یو کانفرنس د پاره تیارے وکړي نو د سرحد تمام پښتانۀ اهلِ قلم به پۀ هغې کښې شمولیت وکړي او څۀ ښې ښې خبرې به فېصله شي. او کۀ افغانستان دې خبرې ته تيار نۀ وي نو مونږ د سرحد پښتانۀ به پۀ پېښور کښې د دې انتظام وکړو او د افغانستان نمائندګانو ته به دعوت ورکړو.

 

پۀ هر حال، دا خبرې بغېر د ټول قوم د متفقه فېصلې نه نۀ شي کېدې.

 

عبدالغفار

 

بله خبره دا چې تاسو یو خان شهید یو اقتباس کښې رانقل کړي چې الصلواة په لمونځ او الصوم په روژه زړو پښتنو بدل کړے اګر کۀ دا د عربي پشان نۀ دي....... 

داسې ده چې لمونځ/اودس/مځدک/روژه/بوزه/ پښتنو د اسلام عباداتو او شعایرو ته ورکړي تحولات نۀ دي بلکه دا د دوي سره وړاندې نه ول نو دا په دې نومونو پاتې شو یا اسلام د دوي دا عناصر جسټیفایډ پرېښودل. او نور کوم چې د دوي سره نۀ ول هغه د نورو نومونو سره راغلل. پښتنو دې اعمالو او شعایرو ته دا نوم نۀ دے ورکړے بلکه اسلام د دوي دا نومونه په بل صورت/راروان تسلسل کښې منلي دي. دا خبره په ظاهره وړه ښکاري خو دا وړه نۀ ده دې سره د تاریخ او لرغونپوهنې ډېر نتایج بدلیږي

څۀ نور نکاتو باندې ورستو خبره کووم 

په درنښت

-
بېرته شاته