(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي

[17.Mar.2022 - 16:35]

پښتونولي/ جرګه

پښتونولي د جرګو یو اولسي سیستم ( نظام ) دی چې ډیموکراتیک ( جمهوري ) خوی لري، جرګه کېدای شي د کورنۍ ، کلي منطقې، قبیلې او قام په سویه مینځ ته راشي د ټول قام په سویه سره جرګې ته لویه جرګه هم وائي ، خو دا جرګې دایمي نه دي موقتي ( عرضي ) غېر مرکزي او خپلواکه بڼه لري په هره جرګه کې په خپله سویه سره لکه د سټیټ ( دولت ، ریاست ) په شان مقننه ، عدلیه او اجرئیه قوه راغونډه شوې وي له د ی کبله خپلو پریکړو ته بې له بهرنۍ مرستې څخه دعمل جامې اغوستلې شي د پریکړو د عملي کولو توان د جرګې د ګډون کوونکو د نفوذ د ساحی پورې اړه لری که چيری د جرګې د ګډونکونو د نفوذ ساحه کوچنۍ وي او خپله پرېکړه عملي کولی نه شي نو بیا په جرګه کې نور داسې کسان زیاتېږي چې د نفوذ ساحه ئې د پرېکړو د عملي کولو له پاره بسیا وکړي.

د پښتنو جرګې د هر چا له خوا راغوښتل کېدلې شي او ډیر وخت د کمزوري له خوا او کله کله د پېښو د ضرورت له کبله بې له دې چې څوک ئې راوغواړي مینځ ته راځي او خلق د جرګې له پاره پخپله راټولېږي.د جرګې د ګډون کوونکو څرنګوالې او شمیر د پېښې او لانجې د څرنګوالي پورې اړه لري. جرګه ټولنیزې ، سیاسي او حقوقي پرېکړې کولې شي، په جرګه کې هېڅکله رايې نه اخستل کېږي په هغه موضوع باندې چې جرګه ورته رابلل شوې وي تر هغو خبرې او بحث کېږي چې یوې موافقې ته د ټولو په خوښه ورسېږي او بیا پرې د دوعا لاس پورته شي . کله نا کله جرګه په لانجه کې د برخه والو څخه واک اخلي او بیا د هر اړخ سره بېلې بېلې خبرې کوي، دا خبرې تر هغې دوام  لري چې ټولو خواو ته قناعت ورکړ شي او روغې ته راضي شي. د جرګې راغوښتلو او جرګې جوړېدو سربیره جرګه لېږل کېږي هم، پښتانه  د جرګې ډیر مخ او خاطر کوي او د ډیر څه نه ورته تېریږي. پښتونولۍ د پښتنو لیکوالانو سربېره د نړۍ د یو شمېر لیکوالانو پام هم ځانته را اړولی دی او د خپلې څېړنې موضوع ئې ګرزولې ده. له دې کبله یو شمیر اروپايي پوهان خبرو ته پرېږدو او بیا پرې لنډه تبصره کوو.

ماکس کلیم بورګ (Max Klimburg) اطریشي پوهان د پښتونولۍ د لاندی د پښتنو یو عنعنوي یا حقوقي سیستم باندی پوهېږي چې تر ټولو ستره قضا ( عدالت ) ئې جرګه ده او لیکې چې « جرګه » د ازادو ډیموکراتیکو کړو وړو سره سم نه مشر لري او نه د غونډې په وخت کې هر تن له پاره ټاکلي ځایونه وي سړی په ناپېلي ځای کې د هم غاړو کسانو په ډله کې ناست وي او هر څوک هر کله که وغواړي کولې شي چې پاڅېږي خبرې وکړي او لاړ شي. د جرګې د پرېکړو له پاره د رایو ډیر والی شرط نه دی ، هېڅ کله رايې نه اخیستل کېږي بلکه د مخالفو کسانو شتوالی ارزښت لري، د جرګې د پرېکړو عملي کونه د جرګې د ګډون کوونکو مهمه ټولنیزه دنده ده » (Max Klimburg , 1968).

همدغسې ویلي کروزی (Willy Krause1972) او ځینی نور بهرنی لیکوالان پښتونولي یو حقوقي دود ګڼي. د پورتنیو لیکوالانو دا نظریه چې پښتونولي د پښتنو یوازې حقوقي دود یا سیستم دی مونږ ته بشپړه نه برېښي ځکه جرګه چې د پښتونولۍ تر ټولو ستر مقام دی یوازې حقوقي پرېکړې نه کوي بلکه ټولنیزې او سیاسي پرېکړې هم کوي. د دې خبرې ښه بیلګه دا ده چې پخپله احمد شاه با با په ( ۱۷۴۷ ع )کال کې جرګې باچا کړ. له دې کبله پښتونولي یوازې یو حقوقي سیستم نه شي ګڼل کېدلې بلکې ټولنیز او سیاسي سیستم هم دی د کلیم بورک                   (Klimburg) دا خبره سمه ده چې د پښتنو جرګه ډیموکراتیک ( جمهوري ) خوی لري او هر څوک په کې په ازادانه توګه خبرې کولې شي او خپله نظریه څرګندولې شي خو دا  چې وائي چې جرګه مشر نه لري په دی هکله پکار ده چې ووایو چې جرګه مشران لري خو دغه مشران د ووټونو ( رایو) په واسطه ټاکل شوي نه دي بلکې عنعنوي منل شوي کسان دي د بېلګې په توګه په یوه جرګه کې چې یو قومي مشر ناست وي نو سړی ویلې شي چې دغه جرګه د هغه د مشرۍ لاندې وشوه. ځینې نور پوهان وائي چې د جرګې سیستم چې ډیموکراتیک سیستم دی په پخوانیو قبیلوي ټولنو کې غېرې طبقاتي موجود وو خو کله چې طبقاتي ټولنې او سټیټ مینځ ته راغی نو دا سیستم هم ختم شو. په دی نښتون کې انګلس (Engels) دا یروکیزن (Irokesen) د سینکاس (Senekas) قبیلې ته ګوته نیسئ دغه قبیله د حیواناتو د نومونو په بنسټ په اتو خېلونو ویشل شوې وه چې هر خېل یوه جرګه لرله چې بالغو نرانو او ښځو په کې د رایو مساوي حق لرلو، دغې جرګې د سولې او جګړې مشران ټاکلې او لېرې کولې شول. که ځیر شو نو وبه وینو چې د سینکاس (Senekas) د قبیلې جرګه چې د طبقاتي ټولنې په مینځ ته راتګ سره له مینځه لاړه د پښتنو د جرګې دموجوده بڼی سره توپیر لري او هغه دا دی چې سینیکاس (Senekas) قبیلې په جرګو کې د پښتنو د جرګو پر خلاف رايې اخیستل کیدلې او دایمي مرکزي بڼه ئې لرله او کټ مټ سټیټ (State) ته ورته وې . کله چې په طبقاتي ټولنه کې په جګه سویه سټیټ مینځ ته راغی نو دغه جرګې ئې هم له مینځه یوړې ځکه چې په جګه او غوره سویه تنظیم په ټیټه سویه سره د هماغه شان تنظیم ځای نیسي او له مینځه ئې وړي.

خو د پښتنو جرګې د سټیټ یا هیواد په برخلاف غیرې مرکزي خپلواکي او موقتي بڼه لري او یو بشپړ ولسي ډیموکراتیک ( جمهوري ) سیستم دی چې د پښتني ټولنې ټولې ربړې حلولې شي. او له دې کبله ئې سټیټ ځای نه شي نیولې بلکې برخلاف لویه جرګه چې د قام د ارادې ښکارندویه ده سټیټ جوړولې شي . هیڅکله سټیټ او یا پارلیمنټ چې د سټیټ یوه برخه ده او یوه دایمي جرګه ده د لوی جرګې ځای نیولې نه شي. پښتونولي د پښتنو قامي یا ولسي نظام دی چې د یوه کول څخه بل کول ته لېږل کېږي د پښتونولۍ د زده کړی ځایونه کورنۍ ، حجرې یا دېري او پښتني ټولنه ده. د پښتونولۍ زده کړه د ځېږېدو راهسې په کورنۍ کې پېل کېږي او ټول عمر دوام لري . مشران او سپین ږېرې چې د پښتونولۍ په زده کړه کې تر ټولو جګ پړاو ته رسېدلي وي. د پښتونولې ساتندويه دی. پښتانه د پښتونولۍ سره کلک تړون لري خپلې د ژوند چارې د جرګو له لارې سموي پښتونولۍ ځان ژغورونکی خوي لري او د بهر نه په ځان کې ګوتې وهنه نه مني. ددې خبرې علت د پښتونولۍ په بشپړوالي ( مکمل توب ) کې پروت دي چې د پښتنو د ژوند ټولې ربړې او چارې پخپله سمبالولې شي او دبهر مرستې ته اړتیا نه لري.

۱۹۱۴ ).#پښتون_قامي_جرګه_بنو#PashtunNationalJirga

((سرچېنه: ژبساپوهنه)) 

 

-
بېرته شاته