(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دستار سړي دې

[18.Mar.2022 - 19:38]

د ،دستار سړي ، دې نه مري !!!

لیک: مولانا خانزیب

د خوشال د معيار ګز که پسې راوړې 

ډېر سرونه نه دي وړ د دستارونو !

ــــــــــــ

 

د ېو قام کلتوري ارزښتونه څومره زور لري ددې اندازه د مفتي معاذ د خواږه ترنم نه پته لږي چې فقط ټپه په خوږ غږ کښې وائي نو هغه پټکې چې دده په سر وو شائد چې ټول عمر ئې که په سر وې خو دومره به نه وې ستائل شوې لکه د سر نه د کوزولو نه پس ئې چې څومره محبوبيت ترلاسه کړو .

مونږ چې کله د عدم تشدد د ګټو خبره کؤو ېو پکښې دا هم ده چې د خپل دليل او عمل په زور د افراطيت نه راټوکېدلې هغه بيانيه چې بې سارې لښکر لري د عدم تشدد په فکر او تګ لاره چې څومره رسوا کېدې شي دا په تشدد نه کېږي ښکاره مثال ئې دا پېښه ده چې  په پښتنه ټولنه کښې د چا پټکي ګيرې ګرېوان ته لاس اچول د منلو وړ نه وي خو  ورته غبرګون  په دليل او منطق ولاړ زغم لاثاني جواب دې تراوسه خو هنري آلات د منلو وړ نه وو خو اوس پکښې خوږ غږ هم .

 

پټکې که په انساني ټولنه کښې زرګونو کلونو نه دود دې برق صېب ئې د مارپرستې دور ته رسوي خو پښتانه ئې د خپل خوږ پېغمبر ص او د خپل کلتور سره د رواېت په توګه په سر کوي او  ډېر د مشرې سپېځلتيا درنښت ورته لري .

زما په خيال پدې ويرژن او ترهه ګر چاپېريال کښې کم پېغام چې په ډېرو هڅو د خپل کلتوري هڅو په وسيله نه شو ورکول کېدې هغه د مفتي معاذ ټپو او پټکي ډېر په مؤثر انداز کښې خور کړو هم دغه وجه ده چې کلتوري ارزښتونه د مېنځ نه وړل شي ځکه چې هم کلتوري بنسټونه د مات رامات ژوبل ژوبل ټولنې ارزښناک د رغونې لار کېدې شي خو چې که  سائنسي پرمختګ علمي ارزښت او اقتصادي پرمختګ ورسره مل کړې شي جګړه د مذهب او لا مذهب نه ده بلکې د خودساخته سياسي مفکورو ده د سپېځلتيا په څادر کښې شېطان هم زغمل شي خو د شلیدلې قبا په رنګ کښې د فرشتې سپکاوې هم روا کول شي  سېف الرحمن سليم وائي !

دا خپل ځان به فرښته درته ښکاره شي

ګناهونه دې که اوليدل قبا کښې.

 

نور الامين ايسپزئې صېب ليکي چې ټپه د کلتور بلها رنګونه لري که هغه د پښتون رومانس دې که د وطن مينه ده که د ننګ خبرې دي که د جونو او بې وسه اولس بې وسي او د غريبې څپېړې دي ټپه ئې زبردست ترجمانه ده .

زه د مفتي معاذ پټکي ته د مولانا عبېد الله سندهي د پټکي په نظر ګورم کله چې هغه په ۱۹۱۵ کښې د شېخ الهند په وېنا هند پرېښودو ریلوې اسټېشن ته چې کله لاړې اور ګاړي ته ختو نو د سر نه ئې پټکې لرې کړو وائل دا دستار به هله په سر کوم چې ترڅو د  هند  نه د پيرنګي کډه اونه باسم هم دغه وجه وه چې تر مرګه پورې هغه پټکې بيا نه پسر کؤو سرتور سر به وو سرتور سر مړ شو او د مرګ نه درې کاله پس پيرنګي کډه په سر کړه نن عبېد الله سندهي نړۍ په پټکي مولا نه بلکې د ېو نړۍ وال قامي مبارز او صاحب دستار  په توګه ېاد ساتي .

ډېر سرونه دستار په سر لري خو اولس ئې بی دستاره خائن بولي ډېر دستار نه په سر کوي خو اولس ئې صاحب دستار ګنړي.

د مفتي معاذ سر دستار له جوړ دې که دستار پې نه هم وي نو مونږ ئې د خوشال بابا پدې شعر د دستار وړ بولو.

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي.

 

روح الامين ايسپزئې صېب د ټپۍ د ارزښت په اړه ليکي

 

 ارواښاد پرېشان خټک راته ېو ځل په ېو پروګرام کښې اووې چې ما په لندن کښې ېو انګرېز اووې چې صنف واوروه چې هغه ستا په خيال ستاسو د ژبې سوچه او ځانګړې صنف وي هغه وې ما ورته دا تپه واوروله :

 

د ګودر هر بوتې دارو دې

پري لګېدلي دي د پېغلو پلوونه

 

بيا مې ورته دا ټپه په انګرېزۍ کښې وروژباړله او کله چې هغه د دغه ټپې ژباړه واورېده نو لږه شېبه خو د ټپې په نازک خیالۍ کښې بېخي ډوب وو او بېا ئې راته په زوره اووې "دا دومره نازک خیال او په هغـو شړو ګټو کښې ! ما ورته د دې په جواب کښې اووې چېهو  د اوبو چينې اکثر په ګټو کښې راوځي ، په ټپه کښې زمونږ د کلتور ټول رنګونه او ټـول دودونه ځوندي وي د ټپې موضوعات د پښتون د ژوند ټول موضوعات دي.

 

دغه راز دا ډؤل پېښې زمونږ په ټولنه کښې د سياست مذهب او کلتور په اړه د خورو کړې شوو تندروه فکرونو نتيجې دي چې ددې ناکام فلسفو نه څوک پشا کېږي نه نو څوک دې هم خوشالي نه کوي  ددې ډؤل غبرګون بلکې ددې نه هم د زيات  هرڅوک به ښکار کېږي.

 

د  مـغـل  پــر  دوپـیـازه  ملا  عـــاشــقــه!

ستا  پر  خاوره،  پاونده ملا هم تېر  دې.

سعود بنګش.

 

مولانا خانزېب.

-
بېرته شاته