(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قزلباش څوک

[18.Mar.2022 - 19:40]

قزلبا ش څوک دي ؟

--------------------

قزلباش یو ترکی ویی دی چې قزل ( سره ) او باش هم(خولۍ)ته ویل کیږي یعنې دسروخولیو یا ټوپیودرلودونکي .

دوی په اصل کې شیعه مذهبه دي اوپه ایران کې دصفویانو دواکمنۍ دبنسټ ایښودونکي شاه اسما عیل صفوي  (1501–1524)دپلارشیخ حیدر دطریقې پیروان ول او دصفوي واکمنانو په پوځیانو کې هم ددوی شمیرزیات ت ښودل شوی دی.ایراني قزلباشو به خپلې ږیرې خریلې او اوږده بریتونو یې درلودل اوپه لاندنیو څانګواوښاخونو ویشل شوي دي :

استاجلو

بهار لو

پسرک‌لو

روملو

شاملو

افشاری

ذوالقدری

قزلباشان دایراني نادرشاه افشارپه پوځونو کې هم  شامل وو او پخپله نادر شاه افشار هم قزلباش و . همداراز  احمد شاه بابا دحکمرانۍ په وخت کې په افغانستان کې  ډیر شمیر قزلباشان میشته شول او دتیمورشاه دراني دواکمنۍ په وخت کې قزلباشانو ته په حکومتي چارو کې پراخه ونډه ورکړل شوه .

په پخوانیو وختونو کې زیاتره محا سبین ،مستو فیان او میرزایان له همدې خلکو نه ول

په افغانستان کې قزلباشان په هرات ، دکندهار په توپخاني او علي زیومحله کې ، غزني او دکابل ښار دچنداولو ، مراد خانی.تایمني  او افشارو په سیمه کې میشته دي . دوی په افغانستان کې یوه شورا هم لري چې  (دافغانستان دقزلباشانو دانسجام شورا) ورته وایی. همداراز قزلباشانودقوم  نوم دافغانستان دنورو قومونو تر څنګ دافغانستان په ملي سرودکې هم راغلی دی. دافغانستان دلوړوزده کړوپخوانی وزیر محمد هاشم عصمت‌اللهی هم ددغې قبیلې نه و.همدارازدپاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال یحیی خان اوهم  دپښتونخوا مشهوره سندرغاړې ارواښاده ما جبین قزلباش   په اصل کې قزلباشه وه چې نیکونه یې دافغانستان له هراته پښتونخوا ته تللي ول. ویل کیږي چې په افغانستان کې ددرې سوه زروپه شااوخواکې قزلباشان ژوند کوي.

ډاکتر یاد

-
بېرته شاته