(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بېنډۍ

[18.Mar.2022 - 19:43]

بینګړۍ/ بېنډۍ : Okra

بېنډۍ چې زموږ دهېواد یو شمیر پښتانه ورته لېړو اولېړۍ هم وایي په فارسي او عربي ژبو یې بامیه بولي ،په انګریزي ژبه ورته درې  نومونه لرو یویې (Okra) او بل یې ( ladies' fingers) او دریم یې ( ochro) دی، خوزیاتره په انګریزۍ کې ورته (Okra) وایي ،په اردو او هندي ژبو  هم ورته (بھنڈی -भिण्डीوا یي او علمي او ساینسي نوم یې (  Abelmoschus esculentus )دی.

بېنډۍ دپنیرک یا پنډېرک دکورنۍ یو بوټی دی چې په عمومي توګه په تودوسېمو کې ډیرکرل کیږي اوپکې ښه وده کوي .بوټی یې دیو نه واخله تر یونیم مترو پورې لوړوالی لري .ویل کیږي چې دبېنډیو دبوټي  اصلي ځای ایشیا او افریکا دی ، خو مصریان  دعیسی مسیح علیه السلام تر زېږېدو (۱۲) پیړۍ وړاندې هم ددې بوټي سره آشنا ول اوکرل یې .

دبېنډیو دکرلونه مخکې باید دبېنډيو زړي ( تخم ) د څلیر ویشتو ساعتونو ( ګینټو) لپاره په اوبوکې خیشته شي اوبیا په داسې ځای کې یې تخم په ځمکه کې وکرل شي چې ښه اوپسته خاوره ولري.

دبېنډیو غذایی ارزښت خورا ډیردی او دډیرو ناروغیو لپاره ګټوردی لکه دځېګر ناروغي ، دوینو کمښت ، دهډوکو ناروغي او هم هغه کسان چې دمعدي دتیزابو په ناروغۍ اخته دي نو کولی شي چې دښپې لخوا  دبینډیو څودانې به اوبوکې خیشته کړي او سهار یې به نهره اوبه وڅښي.بېنډۍ دجنسی ځواک دپیاوړتیا لپاره هم ښه خواړه دي .

بېنډۍ انرجي ، قند ، فایبر،پروټین او د    C ،B او Kويټامینونه لري . ددې تر څنګ کلشیم ، اوسپنه ، مګنیشیم او پوټاشیم لري .

بېنډۍ دپخولو ډیرې طریقې لري ،خو ترټولو ښه طریقه یې داده چې درومیانو ( ټماټرو )،هوږې او پيازو سره په غوړیو کې سره شي .

ماڅو کلونه دمخه له هنده له ځانه سره آسترالیاته دبېنډیو تخم (Seed)راوړی و، خو دلته یې ښه حاصل ورنکړ .زه چې کله دسبزیو دوکانونو ته ځم نو هلته دیوه کیلو بېنډیو بیه کله  په پنځلس ډالره او کله هم په دولس ډالره وي .باید وویل شي چې  په مجموع کې عربان ،دافریکې خلک ، ترکان ،  افغانان،ایرانیان، هندیان ، پاکستانیان ا و  ویتنامیان بېنډۍ  ډیرې خوښوي او خوری یې .ځیني افغانان بېنډۍ  په دوبي کې لمر ته وچوي او په ژمي کې یې بیا پخوي .

(ډاکتر یاد)

-
بېرته شاته