(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیموکراسي

[18.Mar.2022 - 19:58]

ډموکراسي څه ته وایي

 ډموکراسي یعنې څه؟

ډیموکراسي لاتینې کلمه ده، چې له دوه برخو جوړه ده. Demos خلک او Cratie حکومت ته وایي. چې ټوله مانا یې د خلکو حکومت د خلکو لپاره مانا ترې اخستل کېږي. د دې نظام جوړونکی پخپله انسان دی. ټول واک  د انسان دی، ددې حکومت عقیده د دین بیلوالی له سیاست څخه دی. له دینه په دې عقیده کې انکار نه کېږي خو د دین رول په دولت او د ژوند په ډېرو برخو کې کمېږي.

او دین له سیاسته بېلېږي. خو اسلامي شریعت ددې به خلاف دي او غواړي چې دین به د ژوند په هره برخه کې پلي کېږي، او یوه شیبه به هم نه ورنه بېلېږي.دا په داسې حال کې ده چې د اسلام دین ددې په خلاف دی او اسلامي عقیده غواړي چې د ټولو خلکو ژوند دې په اسلامي شریعت برابر وي. یوه شېبه یې هم باید له شریعته خالي نه وي. خو ډیموکراسي د اسلام احکامو له منځه وړل غواړي او دین له ژونده ویستل غواړي. د ښه او بدو پېژندونکی خالق ذات دی نه د هغه مخلوق( کوم چې عقل یې تر یوه بریده او محدود دی). دا دین دی چې ژوند ته یې ښکلا وربښلې ده او دژوند ټولې خواوې پرې روانې دی. د ډموکراسۍ خو ډېرې ماناوې کېږي خو کوم چې په ادبیاتو او فلسفه کې ورته پېژندنه ده، هغوی یې د خلکو دولت د خلکو لپاره را پېژني. چې د ډېرو خلکو رایې د یوې مسئلې په باره کې پوښتل کېږي. یانې اخرې خبره او پرېکړه به د ملت وي، او له هغې لویه او ښه خبره نشته، ملت چې کوم څه ځانته د قانون په نوم ټاکي، هغه به یې حکومت په خلکو پلی کوياو هغه څه چې خلکو وټاکل نو د پلي کولو وړ دي، او بل قانون ته پکې اړتیا نه لیدل کېږي. په هغه څوک د ګوتنیونې حق نه لري. ډموکراسي د خلکو حکومت دی په خلکو باندې، او په درې برخو وېشل شوی دی:

مقننه( قانون جوړونکې) قوه، چې د هغې دنده د قانون جوړول دي. چې د هغې په جوړولو کې ښې هلې ځلې وکړي، چې ورته پارلمان یا ولسې جرګه او ولسې شورا وایي.

اجرائیه قوه: چې د قانون پلي کول یې دنده ده، او په ډول ډول نومونو لکه ددولت اداره، د وزیرانو شورا، او کابینې یادېږي.

قضائیه قوه: ددې دنده د ستونزو او ربړو پرېکړه ده او د قانون څخه په کاراخستنه د خلکو شخړې حلول دي.

ډموکراسي وخت په وخت بدلون موندلی، او بدلونونه پکې راغلي دي، او په بدل شوي شکل مخ په وړاندې تللې ده. که جمهوري ریاست ته وګورو، ټول واک د ولسمشر په لاس کې وي، چې په خپله خلک یې ټاکي، او ولسمشر بیا وزیران ټاکي،

بل ډول یې د پارلمان د رایې د کمښت او زیاتوالي په وخت کې وزیر ټاکل کېږي، په دې وخت کې ولسمشر دیوه کتنپلاوي او منځګړي رول لوبوي. او نور شکلونه یې هم شته خو ټول په یوه نوم د یوه مقصد لپاره کار کوي،او ډموکراسي یې نوم ورته غوره کړی دی. د خلکو حکومت دی چې خلکو جوړ کړی او یواځنې قانون دی چې خلک یې جوړ او پلی کوي.

دلته مونږ دا ثابتول غواړو چې ډموکراسي له اسلام سره په ټکر کې ده او د اسلام ضد عمل والا خلک یې خوښوي، او هیڅ اړیکه یې له اسلام او مسلمانانو سره نشته، او څوک چې د اسلامي ډموکراسي غږ پورته کوي نو ځان په تکلیفوي. او هغه متل چې ترکستان ته روان دي.( دا لاره ترکستان ته تللې ده). مانا داچې حج ته نه یې روان ترکستان ته روان یې.

.........

ستاسو ګران ورور اسماعیل شاه زیارمل

.........................

اجازه راکړئ،ځني نظامي رتبې او نظامي لغاتونه درسره شریک کړم

 

[ورور مو (ذکي)

 

 Private  عسکر

 Private first class  سرباز

 Corporal  برید مل

 Sergeant  ډلګۍ مشر

 Staff Sergeant  برید مل

 First Sergeant  د بلوک برید مل 

 Sergeant Major  د کنډک برید مل

 Lieutenant  دوهم بریدمن  

 First lieutenant   لومړی بریدمن، لومړی څارن

 Captain  تورن

 Major  جګړن

Major General  پاسوال، تورن جنرال

 Lieutenant Colonel  ډګرمن

 Colonel  ډګروال، سمونوال

 Brigadier General            برید جنرال

 Major General   تورن جنرال، پاسوال

 Lieutenant General  ډګر جنرال

Lt General  لوی پاسوال، ډکر جنرال

 General  ستر جنرال

Brigadier General  مل پاسوال، برید جنرال

 General of the Army  مارشال

  Personnel Officer   د پیژند آمر

  Intel Officer   د  کشف آمر

  Operations Officer  د اپراسیون آمر

  Logistic Officer  د لوژستیک آمر

  E. Officer  د پلان آمر

  Com Officer  د مخابري آمر

   Executive Officer  د ارکان ریًس

 First lieutenant  لومړی څارن                                

 Second Lieutenant  دوهم څارن                                  

 Major  څمون وال                                   

 Lieutenant  څمون مل                                    

 Colonel  څمون وال                                   

 General  مل پاسوال                                   

 

 

 

 

Squad ډلگۍ ( 10 نفر تشکیل شده)

Platoon بلوک(30نفر تکشیل))

Company تولی (100 نفر تشکیل)

Battalion کندک( 500 نفر تشکیل)

Regiment غند، کنډک

Detachment قطعه

Brigade لواء(3 کندکه لري)

Division فرقــــــــــــــــه

Corps قول اردو (3 لواء لري)

Headquarter قرار گاه

Non Commissioned off خورد ضابط

Field Marshal مارشـال (ځکمنيستر درستیز

General of Army سترجنرال

Lt.General دگر جنرال

Maj. General تورن جنرال

Brigadier General برید جنرال

Colonel دگروال

Lt.Colonel دگرمن

 

 

First Lieutenant لومری بریدمن

Second Lieutenant دوهم بریدمن

NCO بریدمل

Sergeant بریدمل

Sergeant Major بریدمل کندک یا سرپرکمشر

Master Sergeant بریدمل پیژند

Sergeant First Class بریدمل اوپراسیون

Staff sergeant برید مل بلوک

Parachute فراشــــــــوت

Bullet or Round مرمی یا گلــــــــــــوله

 

 1  Squad  دلګیٌ

 2  Platoon  بلوک

 3  Company  ټولی

 4  Battalion  کنډک

 5  Brigade  غونډ

 6  Regiment  لیوا

 7  Division  فرقه

 8  Corp  

 

 Afghan Highway Police د لویو لارو پولیس                          

Afghan Border Police افغان سرحدي پولیس

 Afghan Local Uniformed Police  محلي پولیس                                 

 Criminal investigation police  د جنایی تحقیقاتو پولیس                     

Afghan National Civil Order Police  د نظم عامی ملي پولیس                     

AfghanistanSpecial Narcotics Force    د مخدرو موادو مخصوه قوه             

Counter Narcotics Police of Afghan    د مخدره موادو پر ضد د مبارزي پولیس             

Afghan National Auxiliary Police  کمکی پولیس

حبیب الله ذکي

-
بېرته شاته