(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پ ټ اېم

[18.Mar.2022 - 20:01]

 

 

 ۱۹اپریل ۲۰۲۰ د  اتوار پۀ  ورځ د مرکزي  کمېټۍ (سى سى) غونډه د سکائپ لۀ لارې ؤشوه

غونډه کښې انور شيراني ،وړانګه لوني،ډاکټر سيد عالم محسود ،زبير شاه آغا ،فضل خان ايډوکيټ ، ثنا اعجاز ، سعيد انور داوړ ،شيرین يار يوسفزی ا،حسين آغا ايډووکيټ ، رحيم شاه افريدي ايډووکيټ، ملک رياض اف سوات ' حاجي عبدالسليم مندوخیل ، حيات شينواري ، صابر بلال ،  علی حسن ، اوشرف الدين موسیٰ خیل  شرکت ؤکړو. دغه رنګ ۲/۳ اکثريت حاضر وُو او درې ملګرو د نېټ د مسئلې لۀ وجې شرکت ؤنۀ کړے شو.

غونډه کښې د پى ټى اېم آئين،او د مرکزې کور کمېټۍ تګ لار په موضوعاتو بحث ؤشو او متفقه فېصلې ؤشوې .

 

1) پى ټى اېم  غېر پارلېماني پرامنه مزاحمتې تحريک دے. د مشر منظور پشتين له خوا دې لړ کې حاليه بيان او د مرکزي کمېټۍ حتمي فېصله بايد چې د هرچا شکونه لرې کړي. دا د تحريک بنيادي اساس دے. په دغه

کې بدلون ممکن نه دے.

 

2) د کرونا په پيش نظر د پي ټی ایم سرګرميانو او د خړکمر د سانحې په لړ کښې د شهيدانو تلين  پۀ حواله چې  مشر منظور پشتين کم وائس مېسېج کړے دے هم هغه د مرکزي ادارې موقف دے. سېنټرل کمېټي يو ځل بيا دا ياد ګېرنه کوي؛  چې د دې تحريک صرف "يو مشر" دے باېد چې  دې لړ کښې هېڅوک د کنفيوژن ښکار نۀ شي

 

3) د تحريک آئين- د  14 جولایي نه 17 جولائي  تفصيلي  غونډه کښې آئين جوړ شوے وُ. دغه آئين مشر منظور پشتين په خپل لاس لېکلے وُ. د ضلعو او غربي نړۍ ملګرو تجاويز راغلي دي. څه تجاويز پاتې دي . مرکزي کمېټي  به هغه تجاويزو  باندې غور کوي. بېا به د سی سی اجلاس او مشر ته د حتمې منظورۍ  دپاره پېش کېږي . دغه کار به د روژې  په مياشت کښې سر ته رسؤل وي. دغه آئين کې به د ادارو د معياد ، اختيار، تقسيمِ کار، او شفافيت تفصيلي ذکر وې.

 

4( د جنوبي  پښتونخوا د کوئلې د وسيلې او د رياست د جبر پۀ  حواله کمېټه جوړه شوه . دغه کمېټه به  يوه هفته کښې مرکزې ادارې ته  راپور پېش کوى. مرکزي اداره به بيا د دغه مسئلې په حواله قام خبروي.

 

5)غونډه کښې د کرونا وبا په حقله هم کمېټه جوړه  شوه. دغه کمېټه به د وبا او د رياست او د اولس په حواله تفصېل مرکزي ادارې ته پېش کوي . بېا به مرکزي  اداره قام اعتماد کښې اخلي .

 

6) کرونا وبا خطرناکه ده خو پښتون قام  جبر او د رياستي  سازش ستونزو ته  مخ دے. مرکزي اداره به پۀ  هر امتحان کښې د قام سره اوږه  په اوږه  ولاړه وي  کۀ  پۀ دې کښې هر څومره خطر ولې نۀ  وې

سی سی د تحريک ملګرو ته خواست کوي چې بايد ملګرې هره ضلع کښې د سکائپ، زوم د جديد ټيکنالوجۍ لۀ لارې خپلې غونډېاو رابطي جارې ؤساتي

 

شعبه اطلاعات و نشر و اشاعت  

 پښتون ژغورنې غورځنګ (پى ټى اېم) مرکزي کمېټي

20.April.2020

-
بېرته شاته