(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځمکپوهنې جغرافییې

[22.Mar.2022 - 15:35]

دځمکپو هنې( جغرا فییې ) ځینې اصطلاحات 

------------------------------------------

لیکوال/ډاکټرحضرت ولی زرمتي

 

ځمکپوهنه : (جغرافیه

-----------------------------

۱- ځمکه :   Earth د شمسي نظام له سيارو څخه يوه سياره ده چې موږ او تاسو پکې ژوند کوو

۲- د ځمکې وېش : یوه برخه وچه او درې برخې اوبه دي

۳- لویه وچه : قاره - براعظم.

۴- لویې وچې : ۷ دي " اسیا، اروپا، افریقا، شمالي امریکا، سوېلي امریکا، اوقیانوسیه او انتارکتیکا

۵- نیمه وچه : براعظمګی، برصغیر 

۶- سمندر : بحر - اوقیانوس 

۷- سمندرونه : ۴ دي " آرام سمندر، شمالي کنګل سمندر، اطلس سمندر او د هند سمندر

۸- سمندرګی : بحیره 

۹- خلیج : د سمندر هغه برخه چې دننه په وچه کې پرېوتلې  وي . درې څنډې یې وچه او یوه برخه اوبه وي

۱۰- ټاپو : جزیره 

۱۱- ټاپووزمه : جزیره نما - شبه جزیره 

۱۲- سیند : دریاب

۱۳- سیندګی : کو چنی سیند 

۱۴- اوبلار : کانال - آبنا 

۱۵- ځمکتړانګه: هغه نرۍ وچه چې دوه سمندرونه او سمندرګي سره نښلوي. لکه د کارا تړانګه. "خاکنا

۱۶- ناور : جهیل - په لوی کچ ولاړې اوبه 

۱۷- نېز : سېلاب 

۱۸- خؤړ : لګډ - توی. د نېز لار 

۱۹- توی : لګډ - د سېلاب لار 

۲۰- شېله : خؤړ - د سېلاب لار 

۲۱- نهر : لویه ویالۀ چې ځمکې خړوبوي

۲۲- ډنډ : حوض 

۲۳- څلېر : د سارا یا غرۀ ډنډ

۲۴- ویالۀ : لښتی ، بیاله .دنهر نه کو چني وي او اوبه پکې بهیږي 

۲۵- لښتی : ویاله ، بیاله 

۲۶- چینه : چشمه 

۲۷- څاه : کوهی 

۲۸- کوهی : څاه 

۲۹- کارېز : کارېز- له ځمکې راوتونکې اوبه 

۳۰- اوبیزه ځمکه : ښېرازه ځمکه

۳۱- شاړه ځمکه : ناښېرازه ځمکه - للمه 

۳۲- چونه : آهک 

۳۳-سپلګه : ابرک - ښوره 

۳۴- سپلګینه ځمکه:ښوره لرونکې ځمکه 

۳۵- پلندی : جبه - لجن زار 

۳۶- اوبه خور : خړوبونه 

۳۷- هوا : هوا 

۳۸-تشیال : فضاء 

۳۹- باران : شیګره - ورینګي

۴۰- شیګره : ورینګي جمع ورینګۍ 

۴۱- اورښت : بارش- د باران د اورېدو کچ 

۴۲- برېښنا : آسماني برق - پېلَبو

۴۳- تالنده : د آسمان غرهار، ګړزا - رعد

۴۴- وریځ : ابر - سحاب 

۴۵- مرغسن : پر آسمان د وریځې وړې وړې ټوټې

۴۶- ږلۍ : ږړۍ ،ژاله 

۴۷- واورهکنګل شوې اوبه ،برف 

۴۸- راشی :ریږ برفکوچ 

۴۹- اَیمال : برفکوچ 

۵۰- واورېژ : برفکوچ ، دواوریدو ښوۍیدنه او حرکت 

۵۱- رېز : برفکوچ 

۵۲- هسک : آسمان

۵۳- توپان : جکړ، سېلۍ 

۵۴- جکړ : توپان، سېلۍ

۵۵- اېشمه : سخت باد او ګرد 

۵۶- باد : باد 

۵۷- وږمه : نسیم 

۵۸- الوېښ : نرۍ پسته هوا، ملایمه نسیم 

۵۹- بړبوکۍ : گِرد باد 

۶۰- خوپ : خړې لړې- غُبار

۶۱- کسیا : خړې لړې- غُبار .

۶۲- تودوخه : گرما 

۶۳- سړوخه : سرما 

۶۴- سړه څپه : سوړ موج 

۶۵- غر :له ډبرو جوړه شوی 

۶۶- غونډۍ : تپه 

۶۷- د غرۀ څوکه : دغره لوړه برخه 

۶۸- آسمان څکي غرونه : لوړ او مرتفع غرونه 

۶۹- ورشو :دوښو شین چمن 

۷۰- څړځای : دحیواناتو دڅریدلو ځای 

۷۱- ځنګلونه : د ګڼو ونو او وحشي بوټو ځای، هغه ځای چې زياتې او ډېرې ګڼې ونې ولري

۷۲- تنګی : دره

۷۳- دره : وادی 

۷۴- لوګ : بیابان - دښته 

۷۵- مېره : سارا - صحرا 

۷۶- سارا : دښته - صحرا 

۷۷- کنګل : یخ 

۷۸- کنګلغر : دیخي نه جوړ غر 

۷۹- غرڅپه : لوی موج

۸۰ - اورشیندی: اور وروونکی 

۸۱ - اورشیندی غر: اور وروونکی غر 

۸۲- ویلوب : داور وروونکي غر ماده . Lava

۸۳- کال : دولس میا شتې 

۸۴- فصل : فصل ، مو سم 

۸۵- پسرلی :سپرلی ، څړمونی ، څړمنی

۸۶- اوړی/ دوبی، دنودوخۍ مو سم 

۸۷- منی : خزان ، دکال دریم فصل چې دونوپانې پکې رژیږي . پاڼرېژ:

۸۸- ژمی : دسړو مو سم 

۸۹- پاڼرېژ: منی 

۹۰- میاشت : دیرش ورځې 

۹۱- د میاشتو نومونه: وری، غویی، غبرګولی، چنګاښ، زمری، وږی، تله، لړم، لیندۍ، مرغومی، سلواغه او کب

۹۲- دمیا شتو عربی نومونه : حمل، ثور، جوزا، سرطان، اسد، سنبله، میزان، عقرب، قوس،جدی، دلو و حوت.

۹۳- ورځ : روز 

۹۴- اوونۍ : هفته 

۹۵- د اوونۍ نومونه: پیلنۍ، یوه نۍ، دوه نۍ، درېنۍ، څلېرنۍ، پېنځنۍ، جمعه 

۹۶- څېله : څله څلوېښت ورځې یخني. له مرغومي لومړۍ څخه د سلواغې لسم پورې...

۹۷- هېواد : وطن ، مسکن ، ټاټوبی

۹۸- وطن : هیواد 

۹۹- ټاټوبی : هیواد ، ملک ؤ سرزمین 

۱۰۰- مېنه : داستو ګنې ځای 

۱۰۱- تونل : سوری غر 

۱۰۲- کنډو : کوتل 

۱۰۳- کڅ : ساحل ، دسیند غاړه 

۱۰۴- پتڼ : ساحل 

۱۰۵- وچغاړی هېواد : هغه هیواد چې په وچې سره احاطه شوی وي

۱۰۶- لوندغاړی هېواد : هغه هیواد چې آزادو اوبو یا سمندر ته لاره ولري 

۱۰۷- منځنی ختیځ : خاور میانه 

۱۰۸- لېرې ختیځ : خاور دور 

۱۰۹- وګړشمېر: دوګړو شمیرنه ، دخلکو شمیرنه 

۱۱۰- ګڼ وګړی:چې ډیر شمیر وګړي ولري 

۱۱۱- وګړمېشتیا: دنفوسو تراکم 

۱۱۲- سیند لړزه : څونامي 

۱۱۳- ځمکلړزه : زلزله

۱۱۴- پرېوت : موقعیت 

۱۱۵- وتلتوب : برآمده گی 

۱۱۶- نتلتوب : فرورفتگی 

۱۱۷- شمالي قُطب : قطب شمالی 

۱۱۸- سوېلي قُطب : قطب جنوبی 

۱۱۹- د استواء کرښه: هغه فرضي کرښه چې ځمکه یې په دوو(شمالي نیم غونډاري او سوېلي نیم غونډاري) وېشلې ده.

۱۲۰- عرض البلد: هغه فرضي کرښه چې د استواء کرښې په تګلوري د ځمکې غونډاري په ماډل کې تېرې شوې دي

۱۲۱- طول البلد: هغه فرضي کرښې چې د شمالي قُطب څخه سوېلي قُطب ته د ځمکې غونډاري په ماډل کې تېرې شوې دي

۱۲۲- وچکالي : خشک سالی 

۱۲۳- وچوبه : للمه . بې اوبو ځمکه 

۱۲۴- سوکړه : وچکا لي ، توده او وچه بې اوبو دښته 

۱۲۵- ماندۀ / مندۀ : خؤړ یا رود - سیند

۱۲۶- چول : وچه دښته 

۱۲۷- سوراړ : سوځنده دښته 

۱۲۸- دوړدوړکه: بړبوکۍ، بوړ بوړکۍ

-
بېرته شاته